• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د شاتو په تولیداتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د بدخشان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست لپاره طالب مسوولینو په دغه ولایت کې د تېرکال پر تله د شاتو په تولیداتو کې د ۱۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی. د طالب مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ساتنې او روزنې ته د خلکو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

د بدخشان لپاره د طالبانو د کرنې ریاست د پروګرامونو د همغږۍ او پلان مدیر کیکاوس تکساري وايي، دغه ولایت د طبیعي څړځایونو او د بېلابېلو طبیعي بوټو او ګلانو د لرلو له امله د شاتو مچیو د ساتنې او روزنې لپاره ښه بستر دی.

نوموړی زیاتوي: «د بدخشان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني صحت امریت د ارزونو پر بنسټ، د تېر کال پر تله په روان کال کې د شاتو په تولیداتو کې ۱۰ سلنه ډېرښت راغلی دی». خو هغه د تولید شویو شاتو د څومره‌والي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، د واخان او پامیر له ولسوالیو پرته نورې ټولې ولسوالۍ د شاتو مچیو د ساتنې او روزنې لپاره مناسب طبیعي اقلیم لري او زیاتوي، چې له همدې امله په دې وروستیو کې د شاتو مچیو روزنې ته د ځايي خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

ویل کېږي، دغې چارې د شاتو د تولیداتو له ډېرښت سره یو زیات شمېر کسانو ته د کار او همداراز کورنیو ته د عوایدو زمینه برابره کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

امریکا ته د افغانانو د لېږد او بیامېشتېدنې د همکار بنسټ «افغان ایواک» مشر شان وانډیور وايي، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د ۲۵ کلونو تجربې ښيي چې دغه هېواد باید له پوځي مداخلې ډډه وکړي، خو افغانستان او نور نړیوال بحرانونه هم باید له پامه ونه غورځوي.

وانډیور، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری او د کورني امنیت په برخه کې د اوږدې تجربې خاوند دی، د سپټمبر ۱۱مې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي چې د دغو بریدونو له امله د نږدې درې زره امریکایانو له وژل کېدو وروسته امریکا د ملي یووالي بې‌ساری حالت تجربه کړ، خو د هغه په وینا، هېواد دغه فرصت «ناسم ولګاوه».

هغه لیکي چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د تګ لپاره د دفاع وړ دلیل درلود، خو په ۲۰۰۳ کال کې عراق ته د پوځي مداخلې لپاره داسې دلیل نه و او دا پرېکړه «له یوه داسې هېواد سره وپلورل شوه چې د سختې وېرې له امله یې د مهمو پوښتنو کولو توان نه درلود».

وانډیور وايي: «وېره یو مشروع احساس دی؛ خو د یوه جمهوریت لپاره د حکومتولۍ وحشتناکه وسیله ده.»

د هغه په وینا، د سپټمبر ۱۱مې وروسته جګړو شاوخوا اته ټریلیونه ډالره پور، د مستقیم تاوتریخوالي له امله د څه باندې ۹۴۰ زرو کسانو وژل کېدل، د ۳۸ میلیونو خلکو بې‌ځایه کېدل او د امریکايي سرتېرو د رواني او ټولنیزو ستونزو دروند بار پر ځای پرېښی دی.

خو وانډیور ټینګار کوي چې د دې تجربې پایله باید د نړۍ له ستونزو څخه مخ اړول نه وي.

هغه لیکي: «د نړۍ له پولیس کېدو ډډه کول، د نړۍ پر وړاندې د سترګو پټول نه دي.»

د «افغان ایواک» مشر وايي، د یوه هېواد د اشغال بدیل دا نه دی چې هغه هېواد له پامه وغورځول شي، بلکې امریکا باید له پوځي ځواک پرته د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هلته حضور ولري او تر هغه وخته پاتې شي چې خپلې ژمنې پوره کړي.

وانډیور د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته د افغانانو د ایستلو هڅو ته هم اشاره کړې او وايي، هغه مهال یې له یوه افغان ملګري، چې «بختور» یې بللی، پیغام ترلاسه کړ او وروسته یې ولیدل چې ګڼ شمېر امریکایان د افغانانو د مرستې لپاره هڅې کوي، خو له یو بل سره همغږي نه لري.

د هغه په وینا، له همدې امله د خلکو د همغږۍ لپاره یوه شبکه جوړه شوه چې پکې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان، پخواني سرتېري، د کډوالو مدافعان، د کډوالۍ حقوقپوهان، مذهبي بنسټونه، سوداګر، دولتي کارکوونکي او عادي امریکایان شامل وو.

وانډیور وايي: «خلکو په یوه خبره موافقه وکړه، هغه دا چې وفاداري باید دوه‌اړخیزه وي.»

هغه د افغانستان د تجربې په اړه وايي چې جګړې یوازې هغه مهال پای ته نه رسېږي چې ولسمشران یې د پای اعلان وکړي، بلکې اغېزې یې په پخوانیو سرتېرو، کډوالو، کونډو او ماشومانو او هغو هېوادونو کې دوام کوي چې بنسټونه یې ویجاړ شوي او بېرته نه دي رغول شوي.

وانډیور د سپټمبر ۱۱مې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت له امریکایانو غوښتي چې د بریدونو قربانیان، اور وژونکي، د «فلایټ ۹۳» سپرلۍ، د جګړو قربانیان، هغه کسان چې له امریکایانو سره یې همکاري کړې او هغه افغانان چې د امریکایانو لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی، هېڅکله هېر نه کړي.

هغه ټینګار کوي چې امریکا باید «بریاوې او تېروتنې دواړه هېڅکله هېرې نه کړي» او وايي، د تېرو پرېکړو رښتینې ارزونه له هېواد سره بې‌وفایي نه ده.

د «افغان ایواک» مشر په پای کې وايي، د هېواد د وطنپالنې مانا دا نه ده چې امریکا تل سمه وه، بلکې وطنپالنه په دې باور لرل دي چې هېواد کولای شي له خپلو تېروتنو تجربه واخلي.

هغه زیاتوي: «وطنپالنه دا نه غواړي چې داسې وښیو چې تل سم وو، بلکې دا غواړي چې باور ولرو، موږ د لا ښه کېدو وړتیا لرو.»

ډیویډ لوین: د افغانستان له پامه غورځول د یوه بل ۹/۱۱ ګواښ زیاتوي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
100%

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، برېتانوي خبریال او لیکوال ډیویډ لوین خبرداری ورکړی چې که لوېدیځ هېوادونه افغانستان ته د پام اړولو پر ځای د دغه هېواد د روان وضعیت له پامه غورځولو ته دوام ورکړي، د یوه بل «۹/۱۱» د رامنځته کېدو ګواښ به زیات شي.

ډیویډ لوین د بریتانیا په «سپېکټېټر» مجله کې په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې له افغانستان څخه د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د هغوی پر ضد وسله‌وال مقاومت مخ په پراخېدو دی او نوي وسله‌والې ډلې د طالبانو له واکمنۍ ستړي شوي ولسي خلکو ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه د «افغانستان متحدې جبهې»یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغې ډلې د اګست له میاشتې راهیسې خپل پوځي فعالیتونه پیل کړي او د طالبانو پر ضد یې بریدونه زیات کړي دي.

د مقالې له مخې، د افغانستان یو شمېر اسلامي عالمانو او دیني پوهانو په یوه فتوا کې د طالبانو مذهبي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او د دې ډلې پر ضد یې د مبارزې ملاتړ کړی دی.

دغو عالمانو په خپله فتوا کې ویلي: «زموږ دنده ده چې د طالبانو دروغجنه او غولوونکې کیسه له منځه یوسو، څو خپل دین او خپل خلک له دې افراطي او منحرفې ډلې وژغورو.»

لوین لیکلي چې د طالبانو پر ضد د وسله‌وال مقاومت په ډلو کې د افغانستان د پخواني پوځ جنرال سمیع سادات په مشرۍ «افغانستان متحده جبهه»، د یاسین ضیا په مشرۍ «د افغانستان ازادۍ جبهه» او د احمد مسعود په مشرۍ «ملي مقاومت جبهه» شاملې دي.

د هغه په وینا، دغه ډلې د طالبانو د ماتولو، د خلکو په خوښه د حکومت جوړولو، د ښځو او لږکیو د حقونو د برابرۍ او افغانستان ته د ترهګرو ډلو د مخنیوي ګډ هدف لري.

خو لیکوال په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې که د طالبانو مخالفو افغان مشرانو ترمنځ پراخ تفاهم رامنځته نه شي، افغانستان ښايي یو ځل بیا د سیالو وسله‌والو ډلو د جګړو پر ډګر بدل شي.

هغه لیکلي چې د افغانستان د غیرطالباني مشرانو ترمنځ د ګډ دریځ او سیاسي اجماع لپاره ترسره شوې هڅې د لوېدیځو هېوادونو له ملاتړ سره نه دي مخ شوې.

لوین په مقاله کې د افغانستان پر بشري وضعیت او د ښځو پر حقونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د خوارځواکۍ روان وضعیت «تر ټولو ستر ثبت شوی زیاتوالی» بللی، خو د طالبانو مشرتابه د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو د دوام ترڅنګ د نوو قابلګانو د روزنې مخه هم نیولې ده.

د «سپېکټېټر» په مقاله کې راغلي چې افغان سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنې بنسټونه، د نړیوال ملاتړ د نشتوالي له امله، هڅه کوي په خپل نوښت د سیاسي اجماع لپاره لارې چارې رامنځته کړي، خو د مالي سرچینو او سفر ویزو ترلاسه کول یې له جدي ستونزو سره مخ دي.

لوین د «ویانا پروسې» او د «کېمبرېج افغانستان» د غونډو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغو ناستو د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د اختلافاتو د راکمولو او د راتلونکي لپاره د ګډې لارې نقشې په برخه کې ځینې هڅې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له نړیوال ملاتړ پرته به د طالبانو مخالف جریانونه په سختۍ وکولای شي هغه پراخ سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي چې د طالبانو پر وړاندې د یوه متحد بدیل په توګه راڅرګند شي.

لوین په دې مقاله کې دا ادعا هم کړې چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدلېدونکی دی او د القاعده نړیوال مرکز یې په کندهار کې دی.

د مقالې لیکوال، چې له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې یې د افغانستان په اړه راپورونه جوړ کړي، د خپلې مقالې په پای کې لیکلي: «لوېدیځ هېوادونه که د افغانستان څخه د راتلونکو روښانه خبرداریو څراغونو له پامه غورځولو ته دوام ورکړي، د هماغې تېروتنې د بیا تکرار خطر لري.»

هغه زیاته کړې: «د یوې بلې تګلارې وخت رارسېدلی، باید د طالبانو مخالفو جریانونو ته، د وسله‌وال مقاومت په ګډون، سیاسي فضا برابره شي.»

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د یوه تبلیغاتي پلان اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي دغه ډله غواړي د مخالفو ډلو خلاف د عامه افکارو د بدلولو، د هغوی ترمنځ د اختلافاتو زیاتولو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پیاوړي انځور جوړولو لپاره یو پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړي.

د «پلان» په نوم دغه سند، چې د ۹۰۲۴ شمېرې او د ۱۴۴۸هـ.ق کال د درېیمې میاشتې د ۱۰مې نېټې په سرلیک ثبت شوی، د استخباراتو د عمومي ریاست د ۰۱۵ریاست او د هغه د پلان مدیریت پورې منسوب شوی دی. سند وايي چې پلان د اوپراتیفي معاونیت د ۱۴۴۸/۰۲/۲۸ نېټې د ۲۳۲ ګڼې هدایت پر بنسټ جوړ شوی دی.

د پلان په متن کې د رسنیو، ټولنیزو شبکو، خبریالانو، بهرنیو سیاسي شنونکو او اغېزناکو شخصیتونو د کارولو له لارې د خلکو د نظرونو د بدلولو لپاره یو پراخ کمپاین تشریح شوی دی.

د مخالفینو پر ضد معلوماتي جګړه

د سند له مخې، د پلان لومړۍ موخه دا ده چې د مخالفو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې د خلکو بې‌باوري زیاته شي.

په دویم پړاو کې د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د «ازادۍ جبهې» د غړو او ملاتړو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅه مطرح شوې ده. سند همدارنګه غواړي چې خلک او ځوانان د دغو ډلو له لیکو سره له یوځای کېدو منع شي.

د سند له مخې، رسنۍ باید داسې تصویر وړاندې کړي چې طالبان په امنیتي او نظامي برخه کې له ماتې سره نه مخ کېږي، بلکې د هېواد پر ډېره برخه یې کنټرول ټینګ دی.

په همدې موخه، د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو مرکې، د طالبانو د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو راپورونه او د بیارغونې د پروژو پوښښ د پلان برخه ګرځول شوي دي.

د سند په وینا، په ځانګړې توګه په شمال، مرکز او لوېدیز کې باید له خلکو سره مرکې وشي او «د اسلامي امارت د سراسري امنیت او حاکمیت» تصویر وړاندې شي.

د پلان یوه مهمه برخه د مخالفو ډلو د مشرتابه د اعتبار کمول دي. په سند کې د مخالفو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د مقالو او راپورونو د برابرولو یادونه شوې ده. همدارنګه د دوی د نظامي وړتیاوو د کمزورۍ په اړه د مطالبو خپرول په پام کې نیول شوي دي.

د پلان یوه بله برخه د مخالفو مشرانو شخصي ژوند ته متوجه ده. په ټولنیزو شبکو کې د بهر مېشتو مخالفو مشرانو د «تجملي او هوسا ژوند» په اړه د مرکو او مطالبو خپرول د دې لپاره وړاندیز شوي چې د جګړې د بیې او د عادي خلکو د قربانیو ترمنځ توپیر خلکو ته څرګند شي.

په بل اړخ کې، سند د مخالفو مشرانو د کورنیو د ژوند او له طالبانو سره د هغوی د احتمالي اړیکو په اړه د راپورونو د خپرولو یادونه کوي، څو د مخالفو ډلو په منځ کې بې‌باوري رامنځته شي.

د سند له مخې، د مخالفو ډلو په لیکو کې د طالبانو د استخباراتي نفوذ په اړه هم باید راپورونه خپاره شي.

100%

د دې اقدام موخه د سند په خپله ژبه دا ده چې خلک د دغو ډلو له لیکو سره یوځای کېدو ته زړه ښه نه کړي.

پاکستان د تبلیغاتي کمپاین په مرکز کې

د پلان یوه جلا برخه پاکستان ته ځانګړې شوې ده. سند د خلکو ترمنځ د پاکستان پر وړاندې د کرکې د راپارولو او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د طالبانو د دفاع د دریځ د پیاوړي کولو غوښتنه کوي.

په همدې اډانه کې د پاکستان او افغان مخالفو ډلو ترمنځ د اړیکو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه د راپورونو د خپرولو یادونه شوې ده.

سند دغه راز د پاکستان د پوځ د مخالفو ډلو لپاره د مطبوعاتي ملاتړ او د پښتنو او بلوڅانو خلاف د پاکستان د پوځ د تېریو په اړه د رپوټونو د چمتو کولو خبره کوي.

دا برخه د پلان له کورنیو تبلیغاتو اخوا، د طالبانو د بهرني سیاست او سیمه‌ییزو اړیکو لپاره د وسیلې په توګه د رسنیو د کارولو یا رسنیزې ډیپلوماسۍ هوډ هم څرګندوي.

د پلان یوه بله مهمه برخه د افغانستان له پولو بهر د طالبانو لپاره د رسنیز ملاتړ برابرول دي.

د سند له مخې، په بهرنیو هېوادونو کې باید د رسنیز پوښښ شبکې رامنځته شي او په نړیوالو ژبو د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه راپورونه خپاره شي.

پلان د بهرنیو سیاسي کارپوهانو، جنرالانو، اغیزناکو شخصیتونو او د ټولنیزو شبکو د مطرحو فعالانو د «جلب او جذب» او لابي یادونه هم کوي. ددې هدف دا ښودل شوی، چې دغه کسان د طالبانو له لیدلوري سره نږدې شي او له افغانستان څخه بهر د طالبانو په ګټه د تبلیغ لپاره وکارول شي.

په سند کې د یو شمېر تلویزیوني شبکو، راډیوګانو او ټولنیزو رسنیزو چینلونو نومونه هم راغلي دي.

په دې نوملړ کې د افغانستان یو شمېر خصوصي ټلویزیونونه، د طالبانو اړوند حریت راډیو، افاق چینل، یوه خصوصي راډیو، نقاب، مثلث، پرده نقره‌یي، صدای هندوکش، حجاز فارسی، المرصاد او ځینې نورې رسنۍ او یوټیوب چینلونه شامل دي.

خو د سند په متن کې د دغو رسنیو نوم راتلل دا نه ثابتوي چې هغوی د پلان له تطبیق سره موافقه کړې یا یې په عملي ډول پکې برخه اخیستې ده.

په ورته وخت کې، سند ایران او تاجکستان ته د منسوبو مخالفو ډلو د ملاتړ له امله د دغو هېوادونو پر ضد د انتقادي راپورونو، مقالو او مرکو د چمتو کولو او خپرولو یادونه کوي.

سند د «هندوکش»، «حجاز»، «فارسي»، «المرصاد»، «ندای بلوچ» او «نهضت میډیا» په نومونو د بېلابېلو رسنیزو مدیریتونو او فعالیتونو یادونه هم کوي.

د پلان یوه مهمه برخه په ټولنیزو شبکو کې د نفوذ پراخول دي. په سند کې راغلي چې د رسنیزو موخو د پرمخ وړلو لپاره به ۳۰۰نوي حسابونه جوړېږي او د طالبانو د رسنیزو اهدافو په موخه به د شته ۱۵۰۰ ټولنیزو حسابونو ورځنی فعالیت زیاتېږي. سند زیاتوي چې دغه حسابونه به د خلکو د خوښې نومونو په کارولو جوړېږي.

د سند په پای کې د ټول پلان لپاره د ۷۰میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو بودجې یادونه شوې او لیکل شوي چې پلان د لارښوونې له مخې ترتیب او تایید شوی دی.

په سند کې ۲۰میلیونه افغانۍ د خبریالانو د لېږد په تړاو ذکر شوې، چې د اړتیا په صورت کې ټاکل شویو سیمو ته د طالبانو د هوايي ځواکونو له لارې د خبریالانو د انتقال لپاره له دفاع وزارت سره د همغږۍ خبره هم شوې ده. د ۲۰ میلیونه بودجې د تخصیص په برخه کې ډېری د طالبانو اړوندې رسنۍ په ګوته شوې دي.

د سند له مخې، د پلان د تطبیق موده «دوامداره» ښودل شوې ده.

طالبانو په رسمي ډول ددغه پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دغه پلان تایید کړی دی.

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
100%

ټرمپ د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي، خو له ایران سره یې جګړه شپږ میاشتې اوږده شوې او د پای لار یې نه ښکاري. رویټرز لیکي چې دې جګړې د سپټمبر د یوولسمې د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د افغانستان او عراق د اوږدو جګړو خاطرې راژوندۍ کړې.

البته د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره بشپړ ورته‌والی نه‌لري. امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړل او شل کاله یې د نوي نظام د ساتلو هڅه وکړه. په ایران کې بیا امریکا تر ډېره هوايي او سمندري بریدونه کوي او د دغه هېواد د خاورې د نیولو لپاره یې ځمکني ځواکونه نه‌دي استولي.

خو د دواړو جګړو ترمنځ یو مهم ورته‌والی شته، امریکا جګړه پیل کړې، خو د پای ته رسولو روښانه تګلاره یې نه لیدل کېږي.

ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسراییل سره په ګډه «د ستر قهر عملیات» پیل کړل. تمه وه چې دا عملیات به د ایران پوځي او اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، اقتصاد به یې کمزوری کړي او ښايي د دغه هېواد خلک به د خپلو واکمنانو پر ضد راپاڅوي.

شپږ میاشتې وروسته ایران لا هم مقاومت کوي، حکومت یې پر ځای دی او اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول نه‌دی بند شوی. جګړه د دواړو خواوو په یوه اوږده او ستومانوونکي تقابل بدله شوې چې وخت ناوخت پکې سخت بریدونه کېږي.

په واشنګټن کې د نړیوال سیاست د مرکز غړي سینا طوسي ویلي چې ټرمپ د افغانستان او عراق له جګړو وروسته هغه مهم محدودیت مات کړی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې بلې پراخې او نامعلومې جګړې د پیل مخه نیوله.

د هغه په وینا که روان وضعیت دوام وکړي، د ټرمپ ځایناستی ښايي د امریکا او ایران یو اوږدمهاله تقابل په میراث یوسي.

د افغانستان تجربه ښيي چې په جګړه کې پوځي برلاسی تل د سیاسي بري معنا نه‌لري. امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت په څو اونیو کې نسکور کړ، خو جګړه شل کاله اوږده شوه او طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل.

طالبانو اړتیا نه‌لرله چې امریکا په مخامخ پوځي جګړه کې ماته کړي. هغوی جګړه اوږده کړه او تر هغه یې انتظار وایست چې په امریکا کې د جګړې لګښتونه لوړ او سیاسي او ولسي ملاتړ کمزوری شي.

رویټرز لیکلي چې ایران هم ښايي له دې تجربې ګټه واخلي. تهران ممکن د امریکا د پوځي ماتولو پر ځای پر وخت حساب وکړي، جګړه اوږده کړي، اقتصادي زیانونه زیات کړي او انتظار وباسي چې امریکايي ولس او سیاستوال له جګړې ستړي شي.

دا په دې معنا نه‌ده چې ایران د طالبانو په څېر تګلاره تعقیبوي. ایران یو دولت او منظم پوځ لري او د هرمز تنګي له لارې د نړۍ د انرژۍ پر بازار د فشار راوستلو وس هم ورسره دی. خو د تهران حساب ښايي دا وي چې د جګړې اوږدېدل به د واشنګټن په پرتله د امریکا پر کورني سیاست ډېر فشار راوړي.

شنونکي وايي د ټرمپ اداره ښايي هغه تېروتنه تکراروي چې د جورج ډبلیو بوش ادارې په افغانستان او عراق کې کړې وه. هغه مهال واشنګټن د خپلو مخالفانو د مقاومت وړتیا کمه اټکل کړې وه. دا ځل هم ښکاري چې د ایران د نظام د مقاومت او د تېلو د نړیوال لېږد د ګډوډولو وړتیا سمه نه‌وه سنجول شوې.

د افغانستان او ایران د جګړو ترمنځ بل مهم توپیر د هغوی د پیل دلیل دی. پر افغانستان برید د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته وشو. په هغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول او د القاعدې مشران په افغانستان کې پټ وو.

خو د ایران جګړه د ورته پېښې په غبرګون کې نه‌ده پیل شوې. له همدې امله منتقدان یې د ټرمپ په خوښه پیل شوې جګړه بولي او دا ادعا نه مني چې د ایران اټومي پروګرام امریکا ته سملاسي ګواښ و.

سپینه ماڼۍ بیا وايي د ایران جګړه له افغانستان او عراق سره د پرتله کولو وړ نه‌ده. د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي ویلي چې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د درېدو جرئت کړی، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او د سختو بندیزونو او سمندري محاصرې له امله د ایران اقتصاد کمزوری شوی دی.

خو په میدان کې وضعیت دومره ساده نه ښکاري. ایران نه‌دی تسلیم شوی، د جګړې اغېزې نورو هېوادونو ته رسېدلې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد ګډوډېدو په امریکا کې د پټرولو بیې لوړې کړې دي.

جګړې د ټرمپ محبوبیت هم زیانمن کړی دی. شنونکي وايي ښايي نښتې د نومبر تر منځمهاله ټاکنو هم دوام وکړي او له جګړې سره د خلکو مخالفت د کانګرس د کنټرول ساتلو لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅې اغېزمنې کړي.

د ایران جګړې له پیله په امریکا کې پراخ ولسي ملاتړ نه‌درلود. ان د ټرمپ د «امریکا لومړی» خوځښت ځینو مخکښو څېرو هم پرې نیوکې کړې دي. دا د افغانستان او عراق له جګړو سره یو بل توپیر دی، هغه دواړه جګړې په لومړیو کې له پراخ کورني ملاتړ سره پیل شوې وې.

ټرمپ په ښکاره تمه درلوده چې په ایران کې به هم چټکه بریا ترلاسه کړي، خو جګړه اوس په داسې بن‌بست بدله شوې چې نه امریکا خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي او نه ایران شاتګ کړی دی.

د افغانستان جګړې امریکا ته وښوده چې جګړه په څو اونیو کې پیل کېدای شي، خو پای ته رسول یې کلونه وخت اخیستلای شي. که ټرمپ د ایران لپاره روښانه سیاسي حل او د وتلو لار پیدا نه‌کړي، ښايي همغه تېروتنه بیا تکرار شي او هغه جګړه چې د چټکې بریا په تمه پیل شوې وه، راتلونکي ولسمشر ته په میراث پاتې شي.

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱
100%

د جرمني حکومت له ګواښ سره مخ افغانانو ته یو ځل بیا د پیسو وړاندیز کړی، څو د جرمني د منلو له پروګرامونو ووځي. هغه کورنۍ چې دا وړاندیز ونه مني ښايي په څو ورځو کې په پاکستان کې د جرمني له ملاتړه بې برخې شي.

د جرمني د اې ار ډي د رپوټ له مخې، د تېر کال تر پایه د جرمني حکومت غوښتل چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره د منلو بېلابېل پروګرامونه بشپړ کړي خو اته میاشتې وروسته لا هم دا کار نه دی شوی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اوس یو ځل بیا هغو کسانو ته د پیسو وړاندیز کوي چې د منلو له پروګرام څخه وځي. ورته وړاندیز تېر کال د نومبر په میاشت کې هم شوی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې یو ځل بیا د «عملي او مالي ملاتړ» وړاندیز شوی دی.

دا ملاتړ افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا درېیم هېواد ته د تګ لپاره ورکول کېږي. د وزارت په وینا، په تېر کې ۳۲۶ کسانو دا وړاندیز منلی دی.

دا پروګرام د هغو کسانو په اړه دی، چې د بشري حقونو د نوملړ د پروګرام د لنډمهاله پروګرام او د سیمه‌ییزو همکارانو د پروسې له لارې یې جرمني ته د انتقال او د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې.

د کابل لوفت بروکه مرستندویه سازمان په وینا، د اګست له ۳۱مې راهیسې ۱۲ کورنیو ته د دې وړاندیز په اړه برېښنالیکونه استول شوي دي.

په دغه وړاندیز کې د دریو میاشتو لپاره د ملاتړ یوه کڅوړه شامله ده چې یو ځل ورکول کېدونکې پیسې، په افغانستان کې د دریو میاشتو لپاره استوګنځای، خواړه روغتیايي او رواني ـ ټولنیزې مرستې پکې شاملې دي.

د سازمان په وینا، د یو ځل ورکول کېدونکو پیسو اندازه د کورنۍ له شمېر سره تړاو لري. مجردو نارینه‌وو ته ۳۰۰۰ یورو او لویو کورنیو ته تر ۱۶ زرو یورو پورې ورکول کېږي.

د پیسو د ترلاسه کولو شرط دا دی چې شخص د منلو له پروسې څخه ووځي.

په هغه برېښنالیک کې چې داې ار ډي ټلویزیون د برلین سټوډیو ترلاسه کړی لیکل شوي چې وروسته بیا دې پروسې ته بېرته ورتلل ناشوني دي.

اړوندو کورنیو ته د ځواب ورکولو لپاره پنځه ورځې وخت ورکړل شوی دی. هغه کسان چې وړاندیز رد کړي یا په ټاکلي وخت کې ځواب ورنه کړي، په پاکستان کې به یې پخوانی ملاتړ د مهلت له پای ته رسېدو اووه ورځې وروسته بند شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې څومره کسانو دا وړاندیز منلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت نور نه غواړي په دقیقه توګه ووایي چې څومره کسان لا هم د خپلو غوښتنلیکونو د ارزونې په تمه دي. وزارت د دې لپاره د شمېر د «چټک بدلون» یادونه کوي.

د وزارت په وینا، اوس مهال په پاکستان کې څو سوه کسان د جرمني له ملاتړه برخمن دي چې د منلو ژمنې یې لغوه شوې دي. شاوخوا ۳۰ کسان چې د فدرالي منلو له پروګرام سره تړاو لري اوس د وتلو په پروسه کې دي.

د کابل لوفت بروکه په وینا، اوس هم د جرمني حکومت ۵۴۳ کسان تر خپل ملاتړ لاندې لري چې له ډلې یې ۳۴ کسان په کابل کې دي. له دې ډلې ۵۵ کسان د بشري حقونو په نوملړ ،۲۵۳ کسان په لنډمهاله پروګرام ، ۲۷ کسان د سیمه‌ییزو همکارانو په پروسه کې او ۲۰۸ کسان د فدرالي منلو په پروګرام کې شامل دي.

د جرمني د اساسي قانون محکمې د جولای په میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د افغانانو د منلو ژمنې په ټولیز ډول نه شي لغوه کېدای. د محکمې په وینا، باید د هر کس انفرادي وضعیت په جلا توګه په پام کې ونیول شي.