• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر هرو درېیو ثانیو وروسته یوه نجلۍ په کم عمر کې ودېږي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي، د ماشومانو ودونه لاهم د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ډلې دي او دامهال په نړۍ کې تر ۶۴۰ مېلیونو زیاتې ښځې او نجونې په ماشومتوب کې واده شوې دي.

یادې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، په نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه نجلۍ د ۱۸ کلنۍ تر عمر مخکې ودېږي او هرکال شاوخوا ۱۲ مېلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي. د راپور له مخې، په نړۍ کې تر هرو درېیو ثانیې وروسته یوه نجلۍ په ماشومتوب کې ودېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، د ماشومانو ودونه د نجونو روغتیا، زده‌کړې او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي. د راپور په وینا، هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، ډېر احتمال لري چې د ځوانۍ په کلونو کې امېندوارې شي چې د امېندوارۍ او زېږون پرمهال د پېچلتیاوو ګواښ زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی، چې د تنکیو نجونو ترمنځ د مړینې یو مهم لامل هم د امېندوارۍ او زېږون ستونزې دي. راپور زیاتوي، هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، د کورني تاوتریخوالي او جنسي ځورونې له لوړ ګواښ سره هم مخامخ وي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د ماشومانو ودونه نجونې له دې حقه محروموي چې په خپله د خپل ژوند د یوې مهمې پرېکړې یعنې د واده په اړه پرېکړه وکړي. د یادې ادارې په وینا، د ژوند د ملګري ټاکل باید د هر انسان ازاد انتخاب وي او هېڅوک باید د زور، فشار او یا وېرې له امله واده ته اړ نه‌شي.
راپور یادونه کوي، چې د ماشومانو ودونه د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون په ګډون د ګڼو نړۍوالو تړونونو خلاف عمل ګڼل کېږي.
ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې ګڼو هېوادونو د ماشومانو د ودونو ختمولو ژمنه کړې؛ بیا هم ۱۹ سلنه نجونې د ۱۸ کلنۍ تر عمر مخکې او څلور سلنه یې د ۱۵ کلنۍ تر عمر مخکې ودېږي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی، چې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره باید پر نجونو د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې پانګونه زیاته شي. دغه اداره وايي، د نجونو زده‌کړې او پیاوړتیا نه یوازې د ماشومانو د ودونو کچه راکموي؛ بلکې د هغوی لپاره د سالم او خپلواک ژوند زمینه هم برابروي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي

•
•
•

نور خبرونه

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱
100%

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړپوړو سلاکارانو په خصوصي غونډو کې د ۲۰۲۹کال تر جنورۍ پورې د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه د «ایران د جګړې» د دوام احتمال ارزولی دی. دغه ارزونه د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ له علني ژمنو سره په ټکر کې ده.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو د سپینې ماڼۍ په غونډو کې ټرمپ ته ویلي، چې د ایران حکومت ښايي د امریکا د سمندري محاصرې او نورو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، چې دغه وضعیت ښايي جګړه د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه او ان د نوي ولسمشر تر لوړې وروسته هم وغځوي. دغه پټې ارزونې داسې مهال شوې، چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) ویلي و چې جګړه به د نومبر له منځنیو ټاکنو وروسته «سملاسي» پای ته ورسېږي؛ ځکه د ایران حکومت «نور د دوام توان نه‌لري».

ټرمپ په وار، وار ټینګار کړی، چې د ایران ځواکونه مات شوي او د دغه هېواد حکومت به ډېر ژر تسلیم شي؛ خو د امریکا ولسمشر ته نږدې کسان وايي چې ټرمپ په خصوصي خبرو کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتونکی دی، خو له بلې خوا د ایران د اوږدمهاله اقتصادي محاصرې ملاتړ کوي.

د ایران له حکومت سره جګړه اوس اوومې میاشتې ته غځېدلې او د دغه راپور له مخې تر دې دمه په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

امریکا د اوږدمهالې محاصرې لپاره چمتووالی نیسي

د ټرمپ حکومت په خپله نوې ستراتیژۍ کې هڅه کوي، له سمندري محاصرې او سختو بندیزونو سره ایران دې ته اړ باسي چې خپل اټومي پروګرام له‌منځه یوسي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت دغه ستراتیژي پراخو پوځي عملیاتو ته د ورتګ بدیل بللی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز ویلي، چې ټرمپ د ایران د حکومت پوځي وړتیاوې له‌منځه وړې او د «نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پیاوړې سمندري محاصرې» او پراخو بندیزونو له لارې به د دغه هېواد پاتې اقتصاد هم فلج کړي.

د امریکايي ځواکونو حضور تر ۲۰۲۷کال پورې وغځول شو

وال‌سټریټ ژورنال تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسېت په منځني ختیځ کې د مېشتو یوشمېر امریکايي ځواکونو ماموریت تر ۲۰۲۷کال پورې غځولی دی.

پنتاګون هم پلان لري، چې د هوايي دفاعي ځواکونو د ځینو واحدونو ماموریت پرته له دې چې د پای لپاره یې مشخصه نېټه وټاکل شي وغځوي. دغه واحدونه د فارس خلیج په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

په ټولییز ډول شاوخوا ۵۰زره امریکايي سرتېري په سیمه کې مېشت دي.

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر نیکولاس برنز وايي، واشنګټن د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته د خپلو ملګرو هېوادونو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، خو افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد د ماموریت اصلي موخه ګډه‌وډه کړه. هغه وایي، موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو.

هغه د هېوادونو د یووالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو ته اړتیا لري.

برنز له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تر ټولو مهم درس چې امریکا ترې واخیست، دا و چې دغه هېواد په نړۍ کې ملګرو او تړونیزو هېوادونو ته اړتیا لري.

هغه مهال چې بریدونه وشول، برنز یوازې ۱۲ ورځې مخکې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.

برنز وویل، له بریدونو وروسته دی ونه توانېد چې له سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو له وزارت او یا پنټاګون سره اړیکه ونیسي، خو د کاناډا، ډنمارک، ناروې او ایسلنډ سفیرانو ورسره اړیکه ونیوله او له امریکا سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د برنز په وینا، دغو هېوادونو ویلي وو چې د امریکا ترڅنګ به ودرېږي او که اړتیا وي، په افغانستان کې به هم له امریکا سره ملګري شي.

د واشنګټن ملګرو هېوادونو هم د ناټو د تړون د پنځمې مادې د پلي کولو لپاره چمتووالی وښود. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې تر بلې ورځې پورې د ناټو ټولو غړو هېوادونو له دې پرېکړې سره هوکړه کړې وه.

برنز دغه یووالی د امریکا لپاره، چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوې وه، «هڅوونکی» وباله.

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر وویل چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۲۱مه یې د امریکا د هغه مهال له ملي امنیت سلاکارې کاندولیزا رایس سره خبرې وکړې او هغې ته یې وویل چې واشنګټن خپلو ملګرو ته اړتیا لري.

رایس په ځواب کې ورته ویلي وو: «دا ښه خبره ده چې په نړۍ کې ملګري ولرو.»

«موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به پاتې شو»

برنز وویل، کله چې په افغانستان کې د امریکا بریدونه په لومړیو کې پیل شول، د امریکا په حکومت کې هېچا فکر نه کاوه چې په دغه هېواد کې به د دوی حضور ۲۰ کاله دوام وکړي.

هغه وویل: «موږ ډېر وخت پاتې شو او په یوه ډول مو د خپل ماموریت د روښانه موخې درک له لاسه ورکړ.»

د برنز په وینا، د امریکا یو شمېر ملګرو هېوادونو هم په افغانستان کې ډېرې له خطره ډکې دندې ترسره کړې او درانه ځاني زیانونه یې ولیدل.

هغه وویل، امریکا باید خپلو ملګرو ته درناوی وکړي، له هغوی سره ګډ کار وکړي او د هغوی نظرونو ته غوږ ونیسي.

برنز زیاته کړه چې واشنګټن که څه هم ډېر ځواک لري، خو په نړۍ کې د خپلې تګلارې د پلي کولو لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د عراق د جګړې د ملاتړ له امله پښېماني

برنز د مرکې په بله برخه کې وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید له ملاتړ څخه اوس پښېمانه دی.

هغه هغه مهال په ناټو کې د امریکا سفیر و او په عراق کې یې له پوځي لاسوهنې ملاتړ کاوه، خو اوس دغه پرېکړه ناسمه بولي.

برنز وویل: «زما په اند، عراق ته ننوتل ناسمه پرېکړه وه».

هغه زیاته کړه چې په «عراقي ډنډ» کې د امریکا ښکېلتیا، په دغه هېواد کې د ۱۱ کلن حضور دوام او د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدل هم تېروتنه وه.

هغه وویل، د نړۍ په کچه د تګلارې له تر ټولو سختو مسئلو څخه یوه دا ده چې وپېژندل شي، په کوم وخت کې پوځي لاسوهنه مناسبه ده.

برنز د دې ستونزې د روښانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین آلبرایت خبرو ته اشاره وکړه.

د هغه په وینا، آلبرایت ویلي وو چې د هغې تر ټولو ستره پښېماني دا وه چې امریکا په ۱۳۷۳ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې پر مهال لاسوهنه ونه کړه.

په روانډا کې د دغه نسل وژنې پر مهال په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون کسان ووژل شول.

برنز وویل، د دې پرېکړې کول چې کله باید لاسوهنه وشي او کله باید له لاسوهنې ډډه وشي، له هغو تر ټولو پېچلو مسئلو څخه ده چې سیاسي مشران ورسره مخامخ کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تجربې وښودله چې امریکا، سره له دې چې پوځي او سیاسي ځواک لري، له خپلو ملګرو او تړونیزو هېوادونو پرته نه شي کولای خپله نړیواله تګلاره په بریالیتوب پر مخ یوسي.

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱
100%

افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې په‌کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي؛ خو نوې څېړنه ښيي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو سربېره یوشمېر افغان نجونو خپلې زده‌کړې نه‌دي درولې.

د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، دغه بدیلې زده‌کړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه‌شي نیولای؛ خو د زده‌کوونکو هیله ژوندۍ ساتي.
د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.
د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زده‌کړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زده‌کړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.
بېنظیر پویا وايي، انلاین زده‌کړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زده‌کوونکو سره د اړیکې او د زده‌کړې د دوام زمینه برابروي؛ خو سند نه ورکوي، پوهنتون ته د تګ قانوني لاره نه برابروي او ډېری زده‌کوونکې په کورونو کې د زده‌کړې لپاره مناسب او خصوصي ځای نه‌لري.
د هغې په وینا، د زده‌کړو د بندیز اغېزې یوازې تر درسي کتابونو نه محدودېږي؛ بلکې د نجونو راتلونکی، ټولنیزې اړیکې، رواني وضعیت، د کورنۍ عاید، روغتیا او انساني کرامت هم اغېزمنوي.
پویا ټینګار کړی، چې د نجونو مقاومت باید د وضعیت د مناسب‌والي په معنا ونه ګڼل شي. هغې ویلي، د نجونو زغم د دې ښکارندويي نه‌کوي چې شرایط کافي دي بلکې دا د هغوی د هڅې او خپلواکې پرېکړې څرګندونه کوي.
څېړنه سپارښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ دې منځني ښوونځي او پوهنتونونه سملاسي پرانیستل شي. همداراز د انلاین زده‌کوونکو د محرمیت او خوندیتوب لپاره د تدابیرو، د بهرنیو پوهنتونونو له‌خوا د معتبره انلاین زده‌کړو او د اوږدمهاله مالي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي هم په دې غونډه کې وویل، د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده. هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او د ښځو د حقونو شاتګ به یوازې پر افغانستان محدود پاتې نه‌شي.
په همدې حال کې د یونېسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳،۸ مېلیونه افغان نجونې چې عمرونه یې له اوو تر ۱۸ کلونو وو له ښوونځي بهر وې. له دې ډلې څه باندې ۲،۶ مېلیونه تنکۍ نجونې وې.
یونېسف همداراز وايي، په ۲۰۲۵کال کې یوې ارزونې ښودلې ۹۳ سلنه افغان ماشومان چې هلکان او نجونې دواړه په‌کې شامل دي د لومړنیو زده‌کړو تر پای ته رسېدو وروسته نه‌شي کولای یوه ساده او د خپل عمر له کچې سره برابره جمله ولولي.
د یونېسف د زده‌کړو مشاورې توموکو شیبویا ویلي، افغانستان په ورته وخت کې د بشري حقونو او د زده‌کړو له ناورین سره مخ دی.

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، یو افغان ژباړن او د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار یې د «ترهګرۍ د ملاتړ» په تور نیولی او د هغه د ایستلو بهیر یې هم پیل کړی دی.

یادې ادارې ویلي چې دغه ۳۰ کلن افغان یوې ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د تابعیت لپاره د غوښتنلیک پر مهال د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو په تور تورن دی.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې دغه هېواد ته تللی و او د دایمي استوګنې کارت یا ګرین‌کارت لرونکی دی.
دغه افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د دایمي اوسېدونکي په توګه یې حقونه نقض شوي دي.
د «سنت لوییس عامه راډیو» د نوموړي هویت نه دی افشا کړی، ځکه هغه ویلي چې طالبان ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله نوموړی او د هغه کورنۍ په نښه کړي.
د نوموړي مېرمنې ویلي چې هغه د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، هغه مهال ونیول شو چې د سهار د لامبلو لپاره له کوره وتلی و.
هغه اسناد چې د نوموړي کورنۍ امریکايي رسنیو ته سپارلي، ښيي چې نوموړي د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکايي او افغان ځواکونو سره د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی دی.
په دغو اسنادو کې د امریکا د پوځ او سمندري ځواکونو د افسرانو او د پوځي استخباراتو د سلاکارانو سپارښت‌لیکونه هم شامل دي چې په کې د نوموړي پر وفادارۍ او د باور وړتیا ټینګار شوی دی.
د «ایف بي ای» د ۲۰۲۱ کال د څېړنو په یوه حکم کې، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې عام شو، د امریکا حکومت ادعا کړې چې دغه افغان له «جماعت‌الدعوه‌القرآن» سره اړیکې لرلې؛ هغه ډله چې امریکا په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنۍ ترهګرې ادارې په توګه اعلان کړې ده.
په سند کې ادعا شوې چې نوموړي د فېسبوک له لارې د دغې ډلې له غړو سره اړیکه لرله، پر یوه هارډډیسک یې کوډ شوي معلومات ساتل او امریکا ته له داخلېدو وروسته یې هم د دغې ډلې د بنسټګر له زوی سره اړیکې درلودې.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې همداراز په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د نوموړي سفر د دغې ډلې سره د هغه د اړیکو د احتمالي نښې په توګه یاد کړی دی.
خو نوموړي ویلي چې افغانستان ته د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تللی و. ایف بي ای ادعا کړې چې د دغه سفر ځینې انځورونه ښيي نوموړی په هغه مراسمو کې حاضر و چې د جماعت‌الدعوه‌القرآن مشر په کې وینا کړې وه.
نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ ترهګرې ډلې غړی نه دی او هېڅکله به هم د داسې یوې ډلې غړیتوب ونه کړي.
د امریکا کډوالۍ ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د «ترهګریزو فعالیتونو د ادعاوو» او «په درغلیو سره امریکا د داخلېدو د غوښتنې» له امله د نوموړي د ایستلو بهیر پیل شوی او هغه به د دې ادارې په توقیف کې پاتې شي.
دغې ادارې ویلي چې د ګرین‌کارت لرل امتیاز دی او که یو کس د امریکا قوانین نقض کړي، حکومت د هغه د دایمي استوګنې د لغوه کولو او له هېواده د ایستلو واک لري.
دغه افغان وايي، د امریکا حکومت له کلونو راهیسې هغه د ترهګر په توګه تر څار لاندې ساتلی، خو په دې موده کې یې مشخص تورونه نه وو پرې لګولي.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په یوه فدرالي قضايي دوسیه کې له ۱۲ څخه د ډېرو مدعیانو له ډلې هم دی. په دې قضیه کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت ځینې کسان له کافي دلایلو پرته د ترهګرۍ د څار په نوملړونو کې شامل کړي او د هغوی اساسي حقونه یې نقض کړي دي.
ټاکل شوې د دغه افغان د کډوالۍ د قضیې د رسیدګۍ غونډه د سپټمبر په ۱۴مه د کنساس‌سیتي د کډوالۍ په محکمه کې ترسره شي.

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱
100%

نن د سپټمبر ۸مه د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي. ۱۸۱۵ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی و.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی. د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده کې د زده‌کړې د حق په اړه ویل شوي: «هر څوک حق لري، چې له زده‌کړو او روزنې برخمن شي».

بلخوا د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړۍوال میثاق په ۱۳مه ماده کې د لومړنیو زده‌کړو پر جبري او وړیا کېدو ټینګار شوی دی. په همدې میثاق کې ټینګار شوی، د هغه کسانو لپاره چې لومړنۍ زده‌کړې یې نه‌دي بشپړې کړې، باید د بنسټیزو زده‌کړو او سواد زده‌کړې زمینه برابره شي.

یونسکو هم د زده‌کړې پر حق او له تبعیض پرته د زده‌کړو پر برابر لاسرسي ټینګار کوي. د زده‌کړو په برخه کې د تبعیض د له‌منځه وړلو د ۱۹۶۰کال کنوانسیون چې د یونسکو له‌خوا تصویب شوی هغه نړۍوال حقوقي سند دی، چې د توکم، جنسیت، ژبې او مذهب پر بنسټ د زده‌کړو په برخه کې هر ډول تبعیض منع کوي او د زده‌کړو حق تضمینوي.

همداراز د ماشومانو د حقونو د ۱۹۸۹کال کنوانسیون له مخې، غړي هېوادونه مکلف دي چې د ټولو ماشومانو لپاره لومړنۍ زده‌کړې جبري او وړیا کړي؛ څو هېڅ ماشوم د بنسټیزو زده‌کړو او سواد پرته لوی نه‌شي.

یونېسف وایي، اوس‌مهال په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان متن له مخې نه‌شي لوستلای. په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج‌الدین اویوال سې‌شنبه (د وږي ۱۷مه) د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې ۹ یې لاهم د لیک او لوست د لومړنیو مهارتونو لازمې وړتیاوې نه‌لري.

افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۸۱۵ ورځې کېږي، چې یادې ډلې له شپږم ټولګي په پورته نجونو بندیز لګولی او ۱۳۵۵ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

طالبانو په دې موده کې پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز فعالیت په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي او مېلیونونه نجونې او ښځې له عصري او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بلخوا شنونکي وايي، چې د طالبانو سیاستونو د هلکانو د زده‌کړو پر وضعیت هم اغېز کړی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ نړۍوال غبرګونونه پارولي دي. د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار د حقونو بېرته ټینګښت د طالبانو د نړۍوال مشروعیت او رسمیت پېژندنې په اړه د مطرح شویو مهمو غوښتنو له ډلې بلل کېږي.
د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اوسېدونکې لیلما (مستعارنوم) سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې ده. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه ډېره نهیلې ده ځکه تمه نه‌لري چې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړای شي.

لیلما وايي، هغه مهال یې نهیلي لا ډېره شي چې له ځان نه دوه کاله مشر ورور ویني چې لاهم ښوونځي ته ځي؛ خو دا په کور ناسته ده. د هغې په وینا، کله ناکله له ځانه پوښتي چې ولې د جنسیت له امله د زده‌کړو له دوام محرومه ده.

د یونسکو د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ مېلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز په اوږدمهال کې افغانستان ته له اقتصادي او ټولنیز پلوه درانه زیانونه اړولی شي او د هېواد د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

یونسکو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بولي، چې نجونې په‌کې له لومړنۍ دورې وروسته له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع دي. د طالبانو د بندیزونو سربېره، یوشمېر نجونو له شپږم ټولګي پورته خپلو زده‌کړو ته په انلاین بڼه دوام ورکړی.
د کابل ښار اوسېدونکې حسنا (مستعار نوم) د یوه خصوصي ښوونځي په نهم ټولګي کې په انلاین بڼه زده‌کړې کوي. هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ځان بختوره ګڼي ځکه د محدودیتونو سربېره یې د زده‌کړو د دوام فرصت موندلی دی.

حسنا وايي، د هغې په څېر سلګونه نجونې د زده‌کړو د دوام هیله لري خو د دغه هیلې پوره کولو لپاره لازم امکانات نه‌شي برابرولای. د هغې په وینا، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او د خصوصي انلاین زده‌کړو لګښتونه هم د ډېرو کورنیو له وس څخه پورته دي.
هغه وايي، په داسې حال کې چې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ سره مخ دي د دغه لګښتونو برابرول ورته اسانه نه‌دي. حسنا وايي، که څه هم انلاین زده‌کړې د حضوري زده‌کړو ځای نه‌شي نیولای؛ خو په په دغه شرایطو کې د زده‌کړو د دوام فرصت یوازې همدا دی. هغه وایي، هیله لري چې پر افغان نجونو د زده‌کړو محدودیتونه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې اوس‌مهال ۴۹۷۳ د سواد زده‌کړې مرکزونه فعال دي چې شاوخوا ۹۳ زره او ۵۰۹ کسان په‌کې زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې په کندهار کې د ښوونکو او بودجې د کمښت له امله د سواد زده‌کړې ۱۵۰ مرکزونه تړل شوي دي. ویل کېږي چې شاوخوا ۲زره کسانو په دغه مرکزونو کې د لیک لوست او حساب زده‌کړه کوله.