• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي په کابل کې د چین له سفیر سره د مخه ښې ناسته کړې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱

په کابل کې د چین د سفیر ژاو شېنګ د کار موده پای ته ورسېده. نوموړي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو، د دواړو هېوادونو د متقابلو همکاریو او د راتلونکو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

په ورته مهال امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې «تاریخي او مثبتې» بللې او په کابل کې یې د چین د سفیر د فعالیتونه ستایلي دي.

د چین سفیر ژاو شېنګ هم د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې دوستانه يادې کړې او د خپل ماموریت پر مهال یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د همکاریو زمینه پراخه شوې او هیله یې څرګنده کړې چې په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان او چین اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي

۵

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د ترهګرۍ د بدلېدونکې بڼې په اړه خبرداری ورکړی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي مدیرې ناتالیا ګرمن ويلي چې په وروستیو کلونو کې د تروریزم ګواښ «ډېر پراخ او غیرمتمرکز» شوی دی. نوموړې ويلي چې ترهګرو ډلو ځانونه له نویو شرایطو سره عیار کړي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي.

ګرمن د جمعې په ورځ د سېپټمبر ۱۱مې نېټې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډرون الوتکو ته د ترهګرو ډلو د اسانه لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا تجهیزات د څارنې، پېژندنې او بریدونو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

مېرمن ګرمن څرګنده کړه چې ترهرګرو ډلو خپل جوړښتونه له نویو شرایطو سره عیار کړي، خپل عملیات یې غیرمتمرکز کړي او خپلې مالي سرچینې یې متنوع کړې دي.

د هغې په وینا، دا ډلې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د کمزوري حکومتوالۍ، پر سرچینو د سیالۍ او سیمه ییزو ناخوښیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغې زیاته کړې چې غیرمتمرکزې هستې، کمزورې شبکې، د تروریستي ګواښ مخ پر زیاتېدونکې برخه جوړوي.

د ټیکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا د امنیت شورا د تروریزم ضد کمېټې اجراییوي مدیرې وویل چې ټیکنالوژۍ په ګړندۍ ډول د ترهګرۍ د ګواښ چاپیریال بدل کړی دی.

د هغې په وینا، ترهګرې ډلې د تبلیغاتو، د ځواکونو د جذبولو، د بریدونو د پلانولو، د معلوماتو د راټولولو او د مالي تمویل لپاره له رامنځته کېدونکو ټیکنالوژیو څخه ګټه اخلي.

همداراز نوموړې ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو او ځوانانو استثمار په یو جدي ننګونې بدل شوی دی اوټولنیزې شبکې، د انلاین لوبو چاپیریال او نورې مجازي پاڼې د زیان منونکو کسانو د پېژندلو او د هغوی، په ځانګړې توګه د ځوانانو د جذبولو لپاره کارول کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ دا بهیر لا ګړندی او پراخ کړی دی.

مېرمن ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د دوام په اړوند وویل چې د تروریزم د مالي تمویل شبکې ډېرې غیرمتمرکزې شوي او د هغوی پېژندل لا پېچلي شوي دي. هغې د دودیزو لارو لکه د نغدو پیسو د لېږد او د حوالې د سیسټمونو د دوامداره کارولو خبر ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې تروریستي ډلې تر بل هر وخت ډېر له انلاین تادیاتو، د ډله ییز تمویل له پلاتفورمونو (کراوډ فنډینګ)، موبایل پیسو او مجازي شتمنیو څخه ګټه اخلي.

هغې زیاته کړه چې ډېری تروریستي ډلې له مجرمانه فعالیتونو، لکه باج اخیستنې، د تاوان لپاره له سړي تښتونې، قاچاق او د طبیعي سرچینو له ناقانونه ګټې اخیستنې څخه عاید ترلاسه کوي.

ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د خطرونو په اړه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د ۲۰۲۵ کال هراړخیز راپور ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا راپور د تروریزم ضد کمېټې د اجراییوي مدیریت او د فرانسې د خزانې په همکارۍ چمتو شوی، او د نوې مالي ټیکنالوژۍ له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او د مرستو د راټولولو د نویو لارو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کوي.

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایکل والټز د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د خپلې پوځي دندې د یوې خاطرې په بیانولو سره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه جمعه(د وږي۲۰مه) د «ترهګریزو فعالیتونو له امله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونو» تر سرلیک او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.

والټز د خپلې وینا په یوه برخه کې د متیو پوسینو په نوم د یوه پخواني امریکايي سرتېري یادونه وکړه. هغه سرتېری د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا پوځ کې شامل شوی و او وروسته یې په افغانستان کې د والټز تر قومندې لاندې د «شنه خولۍ» ځانګړو ځواکونو د سرتېري په توګه دنده ترسره کړې وه.

د امریکا استازي وویل، په افغانستان کې وسله‌والو د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو کارول پیل کړي وو، څو د سیګنالونو د کشف له وسایلو څخه ځانونه پټ کړي. د هغه په وینا، متیو به تل په خپله خوښه غوښتل چې د زغره‌والو موټرو د کاروان په مخ کې پر موټرسایکل حرکت وکړي، څو دغه ګواښونه کشف کړي.

والټز وویل، کله چې متیو ته د خپلې دندې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شو، هغه په ځواب کې ویلي وو چې غوره ګڼي خپله قرباني شي، خو دا نه غواړي چې په زغره‌وال موټر کې یې څلور یا پنځه ملګري سرتېري ووژل شي.

د امریکا استازي زیاته کړه چې متیو په پای کې یوه شپه د یو نا لیدلي ماین د چاودنې له امله په افغانستان کې ووژل شو. د والټز په وینا، هغه ونه توانېد چې دغه سرتېری ژوندی بېرته خپل کور ته ولېږدوي.

والټز وویل، د دغه سرتېري نوم تل له ځان سره د یادګار په توګه ساتي او د هغه درناوی یې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د وژل شویو ۲۹۷۷ کسانو د یادونې یوه برخه وبلله. په دغو بریدونو کې د نړۍ د څه باندې ۹۰ هېوادونو وګړي وژل شوي وو.

هغه یادونه وکړه چې د کلونو په اوږدو کې ترهګریزو بریدونو ګڼ هېوادونه، لکه فرانسه، بریتانیا، روسیه، پاکستان او چین، له ګډ درد سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو او نورو متحدینو ترڅنګ، اوږه په اوږه د افراطیت پر وړاندې جګړه کړې ده.

د امریکا استازي د خپلې وینا په پای کې خبرداری ورکړ چې ترهګري بڼه بدلوي او افراطي ډلې له نوې ټکنالوژۍ، لکه بې‌پیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او کوډ شوو اړیکو څخه ګټه اخلي.

هغه د امنیت شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو د مالي سرچینو د له منځه وړلو، د خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو او د بریدونو د طرحه کوونکو د تعقیب له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي، څو دغه ګواښ په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

مایکل والټز خپله د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو «شنې خولۍ» پخوانی افسر دی. هغه په افغانستان کې څو پوځي ماموریتونه ترسره کړي او څه باندې ۲۵ کاله یې د امریکا پوځ ته خدمت کړی دی.

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د سکای نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د روغتیا، زده‌کړو، بشري مرستو او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو دروند بار ښځې او ماشومان وړي.

راپور د نورستان له یوې مور څخه پیل کوي چې وايي د زېږون پر مهال یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

د راپور له مخې، افغانستان لا هم د میندو او ماشومانو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

راپور لیکلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي خدماتو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. ښځې نه شي کولی تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي، له ډېرو دندو محرومې دي او په ګڼو مواردو کې د کور پرېښودو او ډاکټر ته د تګ لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري.

د وردګو ولایت یوه ښځینه ډاکټرې روشنک وردک سکای نیوز ته ویلي، که د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو په برخه کې له سخت کمښت سره مخ شي.

هغې خبرداری ورکړی: «ژر به داسې وخت راشي چې په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نه وي او دا وضعیت به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.»

راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې ځینې وخت پر یوه بستر څو ماشومان پراته وي او ډاکټران د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د روغتون یو ډاکټر ویلي، ځینې ورځې تر شپږو ماشومانو پورې مري او د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده.

راپور کې د ښځینه سوداګرو وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ځینې ښځې د خپلو کورونو دننه کوچني کاروبارونه چلوي.

په راپور کې د تهمینې په نوم د یوې ښځې خبره را اخیستل شوې چې پخوا وکیله وه، خو اوس د جامو د ګنډلو کاروبار پر مخ وړي.

بلخوا، د نوبل سولې جایزې نومانده محبوبه سراج ویلي، د ښځو حقونه تر سخت فشار لاندې دي او د طالبانو دا ادعا ردوي چې ګواکې د ښځو درناوی کوي.

هغه وايي: «که د نجونو له زده‌کړو منع کول او د ښځو له کار کولو مخنیوی درناوی وي، موږ داسې درناوي ته اړتیا نه لرو.»

راپور د نورستان وروستیو سېلابونو ته هم اشاره کوي او وايي چې نړیوالې ټولنې دغو پېښو ته کمه پاملرنه کړې ده.

د شمسول په نوم یوې اته کلنې نجلۍ، چې پلار یې په سېلابونو کې مړ شوی، وايي چې غواړي ډاکټره شي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ له مخې یوازې د څو کلونو لپاره د زده‌کړو فرصت لري.

راپور وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د جګړې نښې لیدل کېږي.

په هلمند کې د سره صلیب د فزیکي بیا رغونې مرکز هره اوونۍ شاوخوا ۹۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي. د دغو ناروغانو په منځ کې هغه ماشومان هم شته چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله یې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.

راپور لیکلي چې د افغانستان جګړې لسګونه زره ملکي افغانان ووژل او میلیونونه نور یې اغېزمن کړل، خو د جګړې له پای وروسته هم ډېری افغانان د بې‌وزلۍ، روغتیايي ستونزو، طبیعي پېښو او ټولنیزو محدودیتونو له پایلو سره مخ دي.

راپور وايي، که څه هم طالبان د امنیت د ښه کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا خبره کوي، خو ډېری افغانان لا هم د بقا، زده‌کړو، روغتیا او عادي ژوند د فرصتونو لپاره مبارزه کوي.

حمزه بن لادن د القاعده په تازه ویډيو کې؛ امریکا مخکې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
100%

القاعدې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې ۵۲ دقیقې ویډیو کې د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، دوه ځله ښودلی، چې افغاني پټکی یې په سر دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ترهګرۍ د څارنې یوې ادارې په وینا، دغه خپرونه د القاعدې د رسنیزې څانګې «الصحاب» له لوري د «له ۹/۱۱ وروسته ۲۵ کاله» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. په دې خپرونه کې د سپټمبر ۱۱مه د داسې یوې مهمې پېښې په توګه انځور شوې چې د نړۍ پر سیاسي او امنیتي وضعیت یې ژور اغېز کړی دی.

په خپرونه کې د القاعدې د پخوانیو فعالیتونو، په افغانستان او منځني ختیځ کې د وضعیت او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې د یو شمېر پېښو یادونه شوې چې د افغان جمعیت اسلامي د پخواني مشر احمد شاه مسعود وژل کېدل هم پکې شامل دي.

د خپرونې ډېره برخه له پخوانیو ثبت شویو انځورونو جوړه شوې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو صحنې، د لویدیځو رسنیو راپورونه او د امریکايي او اروپايي شنونکو څرګندونې پکې شاملې دي. په دغو برخو کې د یادو بریدونو پر سیاسي، پوځي او اقتصادي اغېزو بحث شوی دی.

حمزه بن لادن په خپرونه کې دوه ځله راڅرګندېږي او دواړه ځله یې دودیزه افغاني پګړۍ پر سر ده. هغه لومړی د خپرونې له پیل شاوخوا نهه دقیقې وروسته ښکاري او د اسلام پر وړاندې د یوې ادعا شوې نړیوالې جګړې په اړه خبرې کوي.

نوموړی د خپرونې په وروستۍ دقیقه کې بیا راڅرګندېږي. د ترهګرۍ د څارنې د یادې ادارې په وینا، په رسمي رسنیزو موادو کې د حمزه بن لادن د مخ ښکاره کېدل د پام وړ موضوع ده.

حمزه بن لادن له کلونو راهیسې د القاعدې د احتمالي راتلونکي مشر په توګه یادېده. امریکايي چارواکو په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې هغه د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې بشپړ جزیات نه وو خپاره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه د حمزه بن لادن مړینه تایید کړه. امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمه کې د امریکا په عملیاتو کې وژل شوی، خو د عملیاتو نور جزیات یې نه وو ورکړي.

وروسته بیا د حمزه بن لادن د ژوندي پاتې کېدو په اړه ناتایید شوي راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي. شنونکي وايي، په نوې خپرونه کې د هغه دوه ځله څرګندېدل ښايي د هغه د برخلیک په اړه د نویو پوښتنو د راپورته کېدو لامل شي او د اسامه بن لادن د میراث د ژوندي ساتلو او د القاعدې د پلویانو د نوي نسل د راجلبولو له هڅو سره تړاو ولري.

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
100%

د «پي بي اېس نیوز» په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري وايي، جګړه پای ته رسېدلې، خو د سلګونو زرو قربانیو، پراخو تاوانونو او د جګړې د پایلو په اړه مهمې پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.

په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.

نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بې‌ګټې وې.»

د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي.

راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي.

په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د هغه نسل پر امریکايي پوځیانو ژور اغېز کړی و.

ریپي وايي، افغانستان ته له تګ وروسته یې دا پوښتنه ذهن ته پیدا شوه چې د دوی جګړه له هغو افغانانو سره څه تړاو لري چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې هېڅ ونډه نه لرله.

هغه په افغانستان کې د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د جګړې خاطرې لا هم ورسره دي.

ریپي ویلي: «ډېری هغه کسان چې زما په عمر وو او په افغانستان کې یې جګړه کړې، اوس ګوري چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي. داسې احساس کېږي چې زموږ کلونه مبارزه او قرباني بې‌اغېزې پاتې شوې.»

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او پخوانی طالب جنګیالی مهاجر فراهي د شل کلنې جګړې پایله له بلې زاویې ارزوي.

فراهي وايي، طالبان دغه جګړه خپله بریا ګڼي او باور لري چې له امریکا او ناټو ځواکونو سره د شلو کلونو جګړې په پای کې د دوی د واکمنۍ د بیا ټینګښت لامل شوې ده.

هغه له امریکا غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.

د «پي بي اېس نیوز» په وینا، افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د جګړې اصلي ډګر وګرځېد، خو له دوو لسیزو جګړې، پراخو بشري تلفاتو او میلیاردونو ډالرو لګښتونو وروسته، د دې جګړې د موخې، قربانیو او پایلو په اړه پوښتنې لا هم د افغانانو او هغو بهرنیو پوځیانو ترمنځ مطرح دي چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې وه.