طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۱۰ ټُنه قاچاقي وارداتي انساني او حیواني درمل وسوځول

په هلمند کې سیمهییز طالب مسوولین وايي، د هلمند د فرعي ګمرکاتو له لوري ترلاسه شوي ۱۰۴۶۳ کیلوګرامه قاچاقي وارداتي انساني او حیواني درمل په ګرمسېر ولسوالۍ کې وسوځول شول. دوی د مبدا هېواد د نوم په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې د هلمند پر لارو ډېری درمل له پاکستان څخه واردېدل.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې درملو کې ۹۹۱۷ کیلوګرامه انساني درمل، ۳۳۴ کیلوګرامه حیواني درمل او ۲۱۲ کیلوګرامه پلستران شامل وو.
په خبرپاڼه کې د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم له اخیستلو پرته ویل شوي، چې دغه قاچاقي درمل په تېرو دوو میاشتو کې راوړل شوي وو او د دوی د محکمې د حکم پر بنسټ تېره ورځ (جمعه د وږي ۲۰مه) د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سیمې په رېګ ساحه وسوځول شول.
په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم په اړه څه نهدي ویل شوي، خو تر دې مخکې د هلمند له لارې ډېری درمل له پاکستان څخه واردېدل.
د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست لپاره طالب مسوولینو قاچاقکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې هېواد ته د قاچاقي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي ګنې د سرغړونې په صورت کې به له عاملینو سره قانوني چلند وشي.
له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.
