د فرانسې استازی: داعش خراسان د دغې ډلې تر ټولو فعاله څانګه ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دورهيي مشر د فرانسې دایمي استازي ژروم بونافون خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه په نړۍ کې د دې ډلې پر یوې خورا فعالې او خطرناکې څانګې بدله شوې ده.
بونافون د جمعې په ورځ د امنیت شورا په هغې ناسته کې چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه وویل، داعش، القاعده او په هغوی پورې تړلې ډلې د خپلو فعالیتونو د پراخولو او د پولو هاخوا بریدونو چمتوالي په حال کې دي.
نوموړي وویل، داعش او القاعده له افریقا او منځني ختیځ نیولي تر سویلي اسیا پورې د امن پټنځایونو د جوړولو لپاره له هرې کوچنۍ موقع څخه ګټه پورته کوي.
د فرانسې استازي زیاته کړې، چې په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه د دغې ډلو تر ټولو فعالو څانګو څخه ده.
هغه وویل، چې ترهګرو ډلو د خپلو فعالیتونو ډولونه بدل کړې دي او د پخوا په پرتله له نوو ټېکنالوژیو، لکه بېپیلوټه الوتکو، سوداګریزو سپوږمکیو او مصنوعي ځیرکتیا څخه د لا هدفي او مرګوني بریدونو د ترسره کولو لپاره ډېره ګټه اخلي.
د بونافون په وینا، دغه ډلې همدارنګه د تبلیغاتو د مسلکي لارو چارو په کارولو سره، ډېر ځوانان جذبوي او د خپلو سرچینو د تامین لپاره له نوو مالي ټېکنالوژیو څخه ګټه پورته کوي.
داعش خراسان چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې رامنځته شوه، په تېرو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د یو شمېر تر ټولو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی. دغې ډلې همدارنګه له افغانستان څخه بهر د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا هم ښودلې ده.
د دې تر ټولو څرګنده بېلګه، د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه د مسکو په څنډه کې د کروکوس سیټي هال د کنسرت پر تالار برید دی چې پکې له ۱۳۰ څخه ډېر کسان ووژل شول.
داعش خراسان د دغه برید مسوولیت منلی و.
