د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو کمزورې ژړا لا هم اورېدل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې پروګرامونه له جدي ګواښ سره مخ دي او زرګونه ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له خطر سره مخ پاتې دي.
د دغې ادارې د افغانستان مشر جان ایلیف ویلي: «د خوارځواکو ماشومانو کمزورې ژړا د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې اورېدل کېږي، چیرې چې اندېښمنې میندې خپل ماشومان د درملنې لپاره راولي.»
دغه څرګندونې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «دي ګزټ» په یوې تحلیلي راپور کې راغلي، راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې جې د جګړو پر ځای د افغانستان د لوږې له امله ځپل شوو ماشومانو د ژغورلو لپاره هڅې زیاتې کړي.
د راپور له مخې، افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د بودجې کمښت د ماشومانو د تغذیې او روغتیايي پروګرامونو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
راپور کې د «ماشومان وژغورئ» بنسټ ارزونې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ له ستونزې سره د مخ ماشومانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، په داسې حال کې چې د مرستو کمښت د ګڼو اړینو خدماتو د بندېدو لامل شوی دی.
د راپور په وینا، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو وروسته جګړې افغانستان د نړیوالو سیاسي او پوځي رقابتونو مرکز وګرځاوه، خو له ۲۵ کلونو وروسته لا هم میلیونونه افغان ماشومان د لوږې او بېوزلۍ له ستونزو سره مخ دي.
راپور ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه کولی شي د خوړو نړیوال پروګرام، «ماشومان وژغورئ» او نورو بشري بنسټونو د ملاتړ له لارې د افغان ماشومانو له یوه نسل سره مرسته وکړي.
په راپور کې راغلي چې د ماشومانو ژغورل او د لوږې مخنیوی د سولې او ثبات لپاره تر جګړو اغېزمنه لاره ده او باید دا لار د نړیوالو هڅو په لومړیتوبونو کې ځای ولري.
