• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان شل کلنه جګړه؛ د طالبانو بیا واکمنېدو سره د ښځو لاسته راوړنې له منځه ولاړې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱

سي‌بي‌اېس نیوز وايي، امریکا او متحدینو یې له شلو کلونو جګړې او میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته افغانستان پرېښود، خو طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ښځو او نجونو ډېری لاسته راوړنې له منځه ولاړې.

د راپور له مخې، د «تلپاتې ازادۍ عملیات» په نوم د امریکا پوځي ماموریت د القاعدې د له منځه وړلو او د طالبانو د هغه مهال د حکومت د نسکورولو په موخه پیل شوی و، ځکه طالبانو اسامه بن لادن او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو طراحانو ته پناه ورکړې وه.

راپور وايي، له هغه وخته چې طالبان نږدې پنځه کاله وړاندې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت خراب شوی، اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی، خوارځواکي زیاته شوې او ښځې او نجونې تر ډېره له عامه ژوند څخه څنډې ته شوې دي.

په راپور کې د افغانستان د جګړې د پایلو په اړه تر ټولو مهمه پوښتنه داسې مطرح شوې: ایا د شلو کلونو جګړه او قربانۍ ارزښت درلود؟

راپور زیاتوي چې د جګړې پر مهال میلیونونو نجونو او ښځو زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړ او ښځې د قاضیانو، وکیلانو، د پارلمان د غړو او د بېلابېلو مسلکونو د کارکوونکو په توګه په ټولنه کې فعالې شوې. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغو لاسته راوړنو یوه لویه برخه له منځه ولاړه.

سي‌بي‌اېس نیوز د کابل له یوه پټ ښوونځي هم یادونه کړې چې پکې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ نجونې په پټه زده‌کړې کوي.

د راپور له مخې، طالبانو نږدې پنځه کاله وړاندې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه، خو یو شمېر نجونې لا هم په پټو ټولګیو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

راپور وايي، د لیدنې پر مهال دغو نجونو د ریاضیاتو پرمختللي درسونه لوستل، چې د زده‌کړو لپاره یې د لا هم ژوندي هوډ څرګندونه کوي.

په راپور کې راغلي چې دغه نجونې د نیول کېدو له خطر سره سره پټو ښوونځیو ته ځي، ځکه نه غواړي خپل راتلونکی له لاسه ورکړي.

راپور زیاتوي چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته جګړې افغانستان په ګڼو برخو کې بدل کړ، خو د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل.

د راپور له مخې، د شل کلنې جګړې له پای ته رسېدو سره سره د هغې د قربانیو، لګښتونو او لاسته راوړنو په اړه بحثونه لا هم روان دي او دا پوښتنه هم مطرح ده چې د دغې اوږدې جګړې پایلې تر کومه بریده له هغو موخو سره سمون لري چې جګړه پرې پیل شوې وه.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۵

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

•
•
•

نور خبرونه

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایکل والټز د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د خپلې پوځي دندې د یوې خاطرې په بیانولو سره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه جمعه(د وږي۲۰مه) د «ترهګریزو فعالیتونو له امله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونو» تر سرلیک او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.

والټز د خپلې وینا په یوه برخه کې د متیو پوسینو په نوم د یوه پخواني امریکايي سرتېري یادونه وکړه. هغه سرتېری د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا پوځ کې شامل شوی و او وروسته یې په افغانستان کې د والټز تر قومندې لاندې د «شنه خولۍ» ځانګړو ځواکونو د سرتېري په توګه دنده ترسره کړې وه.

د امریکا استازي وویل، په افغانستان کې وسله‌والو د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو کارول پیل کړي وو، څو د سیګنالونو د کشف له وسایلو څخه ځانونه پټ کړي. د هغه په وینا، متیو به تل په خپله خوښه غوښتل چې د زغره‌والو موټرو د کاروان په مخ کې پر موټرسایکل حرکت وکړي، څو دغه ګواښونه کشف کړي.

والټز وویل، کله چې متیو ته د خپلې دندې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شو، هغه په ځواب کې ویلي وو چې غوره ګڼي خپله قرباني شي، خو دا نه غواړي چې په زغره‌وال موټر کې یې څلور یا پنځه ملګري سرتېري ووژل شي.

د امریکا استازي زیاته کړه چې متیو په پای کې یوه شپه د یو نا لیدلي ماین د چاودنې له امله په افغانستان کې ووژل شو. د والټز په وینا، هغه ونه توانېد چې دغه سرتېری ژوندی بېرته خپل کور ته ولېږدوي.

والټز وویل، د دغه سرتېري نوم تل له ځان سره د یادګار په توګه ساتي او د هغه درناوی یې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د وژل شویو ۲۹۷۷ کسانو د یادونې یوه برخه وبلله. په دغو بریدونو کې د نړۍ د څه باندې ۹۰ هېوادونو وګړي وژل شوي وو.

هغه یادونه وکړه چې د کلونو په اوږدو کې ترهګریزو بریدونو ګڼ هېوادونه، لکه فرانسه، بریتانیا، روسیه، پاکستان او چین، له ګډ درد سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو او نورو متحدینو ترڅنګ، اوږه په اوږه د افراطیت پر وړاندې جګړه کړې ده.

د امریکا استازي د خپلې وینا په پای کې خبرداری ورکړ چې ترهګري بڼه بدلوي او افراطي ډلې له نوې ټکنالوژۍ، لکه بې‌پیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او کوډ شوو اړیکو څخه ګټه اخلي.

هغه د امنیت شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو د مالي سرچینو د له منځه وړلو، د خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو او د بریدونو د طرحه کوونکو د تعقیب له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي، څو دغه ګواښ په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

مایکل والټز خپله د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو «شنې خولۍ» پخوانی افسر دی. هغه په افغانستان کې څو پوځي ماموریتونه ترسره کړي او څه باندې ۲۵ کاله یې د امریکا پوځ ته خدمت کړی دی.

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د سکای نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د روغتیا، زده‌کړو، بشري مرستو او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو دروند بار ښځې او ماشومان وړي.

راپور د نورستان له یوې مور څخه پیل کوي چې وايي د زېږون پر مهال یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

د راپور له مخې، افغانستان لا هم د میندو او ماشومانو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

راپور لیکلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي خدماتو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. ښځې نه شي کولی تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي، له ډېرو دندو محرومې دي او په ګڼو مواردو کې د کور پرېښودو او ډاکټر ته د تګ لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري.

د وردګو ولایت یوه ښځینه ډاکټرې روشنک وردک سکای نیوز ته ویلي، که د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو په برخه کې له سخت کمښت سره مخ شي.

هغې خبرداری ورکړی: «ژر به داسې وخت راشي چې په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نه وي او دا وضعیت به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.»

راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې ځینې وخت پر یوه بستر څو ماشومان پراته وي او ډاکټران د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د روغتون یو ډاکټر ویلي، ځینې ورځې تر شپږو ماشومانو پورې مري او د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده.

راپور کې د ښځینه سوداګرو وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ځینې ښځې د خپلو کورونو دننه کوچني کاروبارونه چلوي.

په راپور کې د تهمینې په نوم د یوې ښځې خبره را اخیستل شوې چې پخوا وکیله وه، خو اوس د جامو د ګنډلو کاروبار پر مخ وړي.

بلخوا، د نوبل سولې جایزې نومانده محبوبه سراج ویلي، د ښځو حقونه تر سخت فشار لاندې دي او د طالبانو دا ادعا ردوي چې ګواکې د ښځو درناوی کوي.

هغه وايي: «که د نجونو له زده‌کړو منع کول او د ښځو له کار کولو مخنیوی درناوی وي، موږ داسې درناوي ته اړتیا نه لرو.»

راپور د نورستان وروستیو سېلابونو ته هم اشاره کوي او وايي چې نړیوالې ټولنې دغو پېښو ته کمه پاملرنه کړې ده.

د شمسول په نوم یوې اته کلنې نجلۍ، چې پلار یې په سېلابونو کې مړ شوی، وايي چې غواړي ډاکټره شي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ له مخې یوازې د څو کلونو لپاره د زده‌کړو فرصت لري.

راپور وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د جګړې نښې لیدل کېږي.

په هلمند کې د سره صلیب د فزیکي بیا رغونې مرکز هره اوونۍ شاوخوا ۹۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي. د دغو ناروغانو په منځ کې هغه ماشومان هم شته چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله یې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.

راپور لیکلي چې د افغانستان جګړې لسګونه زره ملکي افغانان ووژل او میلیونونه نور یې اغېزمن کړل، خو د جګړې له پای وروسته هم ډېری افغانان د بې‌وزلۍ، روغتیايي ستونزو، طبیعي پېښو او ټولنیزو محدودیتونو له پایلو سره مخ دي.

راپور وايي، که څه هم طالبان د امنیت د ښه کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا خبره کوي، خو ډېری افغانان لا هم د بقا، زده‌کړو، روغتیا او عادي ژوند د فرصتونو لپاره مبارزه کوي.

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
100%

د «پي بي اېس نیوز» په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري وايي، جګړه پای ته رسېدلې، خو د سلګونو زرو قربانیو، پراخو تاوانونو او د جګړې د پایلو په اړه مهمې پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.

په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.

نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بې‌ګټې وې.»

د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي.

راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي.

په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د هغه نسل پر امریکايي پوځیانو ژور اغېز کړی و.

ریپي وايي، افغانستان ته له تګ وروسته یې دا پوښتنه ذهن ته پیدا شوه چې د دوی جګړه له هغو افغانانو سره څه تړاو لري چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې هېڅ ونډه نه لرله.

هغه په افغانستان کې د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د جګړې خاطرې لا هم ورسره دي.

ریپي ویلي: «ډېری هغه کسان چې زما په عمر وو او په افغانستان کې یې جګړه کړې، اوس ګوري چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي. داسې احساس کېږي چې زموږ کلونه مبارزه او قرباني بې‌اغېزې پاتې شوې.»

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او پخوانی طالب جنګیالی مهاجر فراهي د شل کلنې جګړې پایله له بلې زاویې ارزوي.

فراهي وايي، طالبان دغه جګړه خپله بریا ګڼي او باور لري چې له امریکا او ناټو ځواکونو سره د شلو کلونو جګړې په پای کې د دوی د واکمنۍ د بیا ټینګښت لامل شوې ده.

هغه له امریکا غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.

د «پي بي اېس نیوز» په وینا، افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د جګړې اصلي ډګر وګرځېد، خو له دوو لسیزو جګړې، پراخو بشري تلفاتو او میلیاردونو ډالرو لګښتونو وروسته، د دې جګړې د موخې، قربانیو او پایلو په اړه پوښتنې لا هم د افغانانو او هغو بهرنیو پوځیانو ترمنځ مطرح دي چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې وه.

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پخوانی ډېپلوماټ مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، که څه هم اوس مهال د القـاعدې شبکې غړي په افغانستان کې شته، خو دا ډله اوس له زوره لوېدلې او دومره لوی ګواښ نه‌دی. هغه زیاتوي، چې افغان طالبان اوس تر القـاعده شبکې لوی ګواښ دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پخواني ډېپلوماټ مایکل سمپل د جمعې په ورځ (د وږي ۲۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «د اوس لپاره القاعده شبکه دومره توان نه‌لري چې امریکا یا هم اسراییل ته زیان ورسوي او د حمزه بن لادن تازه ویډیو هم د شک وړ ده او رېښتونې نه‌ښکاري، بلکې د تبلیغاتو تر حده ده».

د سمپل په خبره، دا باید روښانه شي چې اوس وخت کې اصلي ګواښ څوک دي؟. د هغه په باور اوس مهال په افغانستان کې د القاعده شبکې عرب غړي ښايي تر ۱۰۰ کسانو ډېر نه‌وي او د افغان غړو او د منځنۍ اسیا د نورو اوسېدونکو شمېر تر ۵۰۰ کسانو ډېر نه‌دی.

د اروپايي ټولنې د دغه پخواني ډېپلوماټ په وینا، د اتحاد المجاهدین، لشکر اسلام او ټي‌ټي‌پي په لیکو کې هم ډېر کم شمېر د القاعده شبکې غړي شته چې لوی ګواښ نه‌شي ګڼل کېدلی او زیاتوي: «د هبت‌الله تر امر لاندې زرګونه مدرسې جوړې شوې دي، هلته په سلهاوو زره افغان ځوانان تر روزنې لاندې دي او وو چې امریکا او پاکستان ته د خپل دښمن په سترګه ګوري».

د هغه په خبره، پر سختدریځۍ د طالبانو پانګونې په ډاګه کړې چې اوس طالبان تر القاعدې لوی ګواښ دی او د ترهګرۍ د روزنې لپاره خپل ځانګړي مرکزونه او مدرسې لري او څرګندوي: «القاعده اوس زړه شوه، کوم خاص ځای او سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې نه‌لري او ممکن په ځینو ځایونو کې پلویان ولري او حتی اوس دغه کسان هم خلک له طالبانو سره مرستو ته رابولي».

مایکل سمپل زیاتوي، د ملا هبت الله په مشرۍ طالبان یو قلمرو او خاوره تر خپل حاکمیت لاندې لري چې تر القاعده شبکې پر افغانستان دا واکمنه ډله ډېره خطرناکه تمامېږي. د هغه په خبره، د طالبانو په جهادي مدرسو کې هم د سختدریځي ایډیالوژۍ خلکو ته تبلیغ او تدریس کېږي چې دا حالت لا نور لوی ګواښ زېږولی شي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، طالبانو د بیا ځلي واک له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه زره مدرسې جوړې کړي‌ او د خپلې ډلې افکار په‌کې ترویجوي. همدا راز د طالبانو په تازه جوړو شویو مدرسو کې جهادي درسونه هم ورکول کېږي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم څو څو ځله له دغه وضعیت څخه اندېښنه ښوولې ده.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې له پوهنې وزارت سره د ثبت شویو مدرسو شمېر تر ۲۰ زرو ښودلی وو او په وینا یې په یادو مدرسو کې شاوخوا دوه نیم مېلیونه زده‌کوونکي پر دیني زده‌کړو بوخت دي، خو څارونکي وايي، د طالبانو د جهادي مدرسو شمېر تر هغه څه لوړ دی چې په رسمي ډول یې اعلانوي.

هم‌مهاله طالبانو په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو چاپیریال هم د خپلو دیني مدرسو په څېر کړی او تر ډېره یې ملایان په‌کې د پخوانیو ښوونکو پر ځای ګومارلي دي.

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې متحدې جبهې مشر سمیع سادات د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت وايي، د دې جبهې ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لري.

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د جمعې په ورځ، د وږي ۲۰مه، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانانو ۲۰ کاله د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړه. د هغه په وینا، په دې موده کې بنسټونه او زېربناوې ورغول شوې او افغان ځوانانو زده کړو او نړیوالو فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړ.

سمیع سادات زیاته کړې چې افغانانو یادې لاسته راوړنې په «درنه بیه» ترلاسه کړې وې.

سمیع سادات د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر نهمه د القاعدې د غړو له خوا د احمدشاه مسعود او د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني ترور ته په اشارې سره ویلي چې افغانان لا هم د طالبانو او ترهګرو ډلو له امله زیان ویني، خو د هغه په وینا، د ازادۍ لپاره مبارزه او د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.

سادات ویلي، د افغانستان متحدې جبهې د اګست له لومړۍ نېټې د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي او د جمعې تر ورځې یې ۵۴ عملیاتونه ترسره کړي دي. سادات زیاته کړې په دغو بریدونو کې د طالبانو له ۱۲۸ ډېرو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سادات همداراز وویل چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ځپنه، شکنجه او وژنې دوام لري او ګڼ شمېر افغانان د هېواد پرېښودو لپاره ایران، پاکستان، ترکیې، اروپا او امریکا ته ځي.

هغه طالبان د دې وضعیت عاملان وبلل او ټینګار یې وکړ چې طالبانو د بېلابېلو هېوادونو ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.

سمیع سادادت وایي طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې زرګونه دیني مدرسې جوړې کړې دي چې اوس شاوخوا دوه میلیونه افغان ماشومان پکې زده کړې کوي. سادات ادعا کړې چې په دغو مدرسو کې ماشومانو ته تاوتریخوالی، کرکه او د «دین په نوم د نورو له منځه وړل» ور زده کېږي.

د افغانستان د متحدې جبهې مشر همداراز ویلي چې القاعده اوس لا منظمه او مجهزه شوې ده. هغه له طالبانو سره د امریکا هوکړه د امریکايي مشرانو تېروتنه وبلله او ویې ویل چې د طالبانو او القاعدې بریا د جګړې په مېدان کې نه ده ترلاسه شوې.

سادات د سیمې هغو هېوادونو ته چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په خطاب کې وویل چې طالبان به سیمې ته سوله او ثبات رانه وړي. هغه ټینګار کړی چې د ده ځواکونه به یوازې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.