په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: داعش خراسان لا هم یو جدي ګواښ دی

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه لا هم یو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
نوموړي د افریقا په ځینو سیمو او افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د بهرنیو ترهګریزو جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو او له یوې سیمې بلې ته د هغوی د جنګي تجربو د لېږد ننګونه لا هم نه ده هواره شوې.
د روسیې استازي دغه راز د «ترهګریزو» ډلو لخوا د کارول کېدونکو تګلارو او وسیلو بدلون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا ډلې د خپلو ځواکونو د جلب او جذب، تبلیغاتو، مالي تمویل او د بریدونو د همغږۍ لپاره تر بل هر وخت زیات له نویو ټېکنالوژیو، ډیجیټلي مالي وسیلو، ډرون الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او نویو ارتباطي شبکو څخه ګټه اخلي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي د دغو ګواښونو د پولې اخوا بللو سره، د دوی په وړاندې د مبارزې لپاره پر همغږې نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ.
د داعش خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې دننه د خونړیو بریدونو د ترسره کولو سربېره، د بهرني عملیاتونو د تنظیمولو وړتیا هم ښودلې ده.
د دغو اقداماتو تر ټولو څرګنده بېلګه، د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۲۲مه د مسکو په څنډه کې د «کروکوس سیټي هال» د کنسرت پر تالار تروریستي برید و چې له امله یې له ۱۳۰ څخه زیات کسان ووژل شول او مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست؛ هغه بهیر چې په تروریزم صادرولو په یوې اډې باندې د افغانستان د بیا بدلېدو په اړه یې نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.
