ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په غور کې یې ۳ طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي

ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې وسلهوالو یې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پولیسو او د امر بالمعروف د محتسبانو د همغږۍ پر یوې غونډې برید کړی دی. خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په دغه برید کې ۳ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ازادۍ جبهې د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه برید نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نیمې بجې ترسره شوی دی.
ازادۍ جبهې ویلي، چې برید د طالبانو د سرګروپانو پر یوې ګډې غونډې د «غافلګیرانه عملیاتو» په ترڅ کې شوی دی.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر برید وروسته د دوی چریکي ځواکونه په خوندي توګه امنو سیمو ته تللي دي.
د دغې جبهې د معلوماتو لهمخې، طالبانو تر دې پیښې وروسته د امنیه قوماندانۍ په غځېدلو لارو کې څو امنیتي پوستې او د تلاشۍ ځایونه جوړ کړي، موټر او لارویان تالاشي کوي او ځايي ځوانان ځوروي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي او افغانستان انټرنشنل یې هم په خپلواکه توګه نهشي تاییدولای.
بل لور ته، په فېروزکوه ښار کې ځايي سرچینو د طالبانو د ټرافیکو مدیریت په ودانۍ کې له یوې چاودنې خبر ورکړی دی. د سرچینو په وینا، دغه چاودنه د رسمي کاري وخت په وروستیو ساعتونو کې شوې، چې له امله یې له ودانۍ څخه لوګي پورته شوي او وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلا بنده کړې ده.
پر طالبانو دا برید په داسې حال کې کېږي، چې ازادۍ جبهې په نورو سیمو کې هم پر دغې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
