یان اېګلنډ: نړیواله ټولنه دې له طالب چارواکو سره تعامل وکړي

د کډوالو لپاره د ناروې شورا عمومي منشي یان اېګلنډ په کابل کې له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې له امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالبانو سره تعامل وکړي.
اېګلنډ ویلي: «په افغانستان کې د تجربهلرونکو نړیوالو بنسټونو، استازو او ډیپلوماتانو حضور او له بشري مرستندویه بنسټونو سره یوځای په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره مستقیم تعامل ډېر مهم دی.»
نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې هېوادونه باید افغانستان ته راشي، له چارواکو سره خبرې وکړي، د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي او له هغوی سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
اېګلنډ له اروپايي، شمالي امریکايي او نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له دې لارې طالبانو سره تعامل وکړي.
اېګلنډ ویلي، د سفارتونو بیا پرانیستل او له طالب چارواکو سره تعامل به نړیوالې ټولنې ته زمینه برابره کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي او له هغوی سره د بشري مرستو په رسولو کې لا اغېزمنه همکاري وکړي.
هغه ویلي، بشري بنسټونه اوس په افغانستان کې د بشري مرستو په لومړۍ کرښه کې دي، خو په وینا یې، دوی او دغه بنسټونه ځانونه په بشپړ ډول یوازې احساسوي.
اېګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال څو ورځې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې نړیوالې ټولنې دا هېواد په بشپړ ډول هېر کړی او پرېښی یې دی، چې له امله یې بشري بحران میاشت په میاشت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې مخ په خرابېدو روان دی.
