د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه د مخکنیو میاشتو او کلونو اړوند ۷۱ استخباراتي راپورونه له پټ حالت څخه واېستل او په عامه توګه یې خپاره کړل.
له دغو راپورونو څخه په یوه کې ویل شوي، چې د طالبانو د هغه وخت مشر ملا عمر، سره له دې چې د هغه یو شمېر ټیټ رتبه کسانو پرې فشار راوړ چې اسامه بن لادن مهار کړي، خو هغه بیا هم په افغانستان کې د القاعدې د مشر د پاتې کېدو په کلکه ملاتړ کاوه.
په سند کې د بن لادن د پناه ورکولو لپاره د طالبانو د هڅو لاملونه هم بیان شوي او په افغانستان کې د نشهيي توکو په سوداګرۍ کې د هغه د مخ پر زیاتېدونکي رول یادونه هم شوې ده.
د ۱۳۷۸ لمریز کال په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي، چې اسامه بن لادن د هغو ۵۷ نشهيي توکو جوړولو لابراتوارونو په فعالیتونو کې د پام وړ پانګونه کړې وه، چې د ملا عمر له ډلې سره یې تړاو درلود. په راپور کې راغلي، چې هغه د لا ډېر روږدي کوونکو نشهيي توکو د تولید لپاره متخصصین هم ګومارلي وو، چې ښايي اېکسټېسي یا مېتامفېټامین یې تولیدول.
د دغه راپور په بله برخه کې، چې ځینې برخې یې حذف شوې دي راغلي، په افغانستان کې د توندلارو ترمنځ د یوه احتمالي ستر برید په اړه په پراخه کچه خبرې کېدې. داسې اټکل هم شوی وو، چې ښايي اسامه بن لادن د طالبانو له مشرانو سره په کندهار کې د خپلو فعالیتونو پر سر د شخړې د مخنیوي لپاره کابل ته لېږدول شوی وي.
په سند کې ویل شوي، چې بن لادن او ملا عمر د ۱۳۸۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د «بن لادن له ټینګار سره د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو» پر سر اختلاف کړی وو.
اسامه بن لادن ملا عمر ته ویلي وو، دی د داسې عملیاتو پر چمتو کولو بوخت دی، چې «امریکا ته به ډېر دروند زیان ورسوي». په راپور کې ویل شوي، چې په کندهار کې یوه عرب اوسېدونکي ویلي وو، چې دغه بریدونه د دوو کلونو د پلان جوړونې پایله وه او «د غوسې پیل» دی.
د سند په حذف شوې برخه کې دا احتمال هم مطرح شوی چې د امریکا د کانګرس ودانۍ او سپینه ماڼۍ ښايي د دغو عملیاتو له هدفونو څخه وې.
د سيایاې په اسنادو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ انځور
په دغه سند کې د ۱۳۷۷ لمریز کال د تلې میاشتې پر مهال د طالبانو د حکومت د وضعیت او له ننګونو سره د هغوی د مخامخ کېدو یو انځور هم وړاندې شوی دی.
د سيایاې د ارزونې له مخې، طالبانو په هغه وخت کې د افغانستان د ادارې لپاره کومه منظمه طرحه نهلرله. د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د افغانستان بانک د بېرته فعالولو لپاره د دې ډلې محدودې هڅې هم د کمزورې ادارې او د اقتصادي پلان جوړونې د نشتوالي له امله له جدي خنډونو سره مخ وې.
په دې ارزونه کې راغلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ انحصاري چلند د یوه اېتلافي حکومت د جوړېدو امکان کم کړی وو.
طالبانو له ډیپلوماټیکو فشارونو سره سره، لا هم د یوې سیاسي حللارې له منلو سره مخالفت کاوه. د دغه سند پر بنسټ، تر هغه وخته یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی وو. سيایاې د طالبانو سخت دریځه سیاستونه د لا ډېرو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼلي وو.
د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د سيایاې ارزونه ښيي، چې دغه ډله له بېلابېلو ایډیالوژیکو ډلو جوړه شوې وه؛ له سخت دریځو او کلکو مفکورو لرونکو کسانو نیولې تر هغو کسانو پورې چې د عمل او نرمښت پلوي وو.
ملا عمر ته نږدې توندلارو طالبانو نړیواله پېژندنه چندانې مهمه نه ګڼله.
په مقابل کې، منځلارو څېرو هڅه کوله چې په سیاسي چلند کې نړیوال اصول مراعات کړي او د کورنیو سیاستونو په برخه کې یې د لا ډېر نرمښت ملاتړ کاوه.
خو په سند کې ویل شوي، چې تر هغه وخته د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافونو د دې ډلې پر یووالي او د پرېکړو پر بهیر د پام وړ اغېز نهدرلود.
په سند کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واک له ټینګېدو سره دا امکان مخ پر زیاتېدو وو، چې دغه سیاسي اختلافات په کورنیو ډلبندیو واوړي.
د سند په بله برخه کې هغو راپورونو ته هم اشاره شوې، چې د طالبانو په اصلي مرکز کندهار کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو د ځینو محدودیتونو د کمېدو په اړه خپاره شوي وو.