صلاحالدین رباني: طالبان له افغانستان سره د غنیمت شوې ځمکې په څېر چلند کوي

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاحالدین رباني وايي، طالبان له افغانستان سره د «غنیمت شوې ځمکې» په څېر چلند کوي او د «سوځېدلې ځمکې سیاست» ته دوام ورکوي.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاحالدین رباني وايي، طالبان له افغانستان سره د «غنیمت شوې ځمکې» په څېر چلند کوي او د «سوځېدلې ځمکې سیاست» ته دوام ورکوي.
ښاغلي رباني د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د شهید اونۍ په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې وویل چې د افغانستان خاورې ته د طالبانو د غنیمت په سترګه کتل، د دغه هېواد د قومونو ترمنځ د دښمنۍ د رامنځته کېدو لامل کېږي.
هغه د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز هم «ناروا، غیرشرعي او غیرانساني سیاست» وباله، خو ویې ویل چې د افغانستان بحران د ښځو د زدهکړو تر موضوع ډېر لوی دی.
د جمعیت اسلامي مشر د طالبانو له لوري د افغانستان د کانونو استخراج ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ډله د کانونو د استخراج پر مهال د سیمو د ځايي خلکو حقونه په پام کې نه نیسي.
رباني زیاته کړه چې د افغانستان د کانونو بېرویه استخراج د چاپېریالي مسایلو له رعایت پرته ترسره کېږي او پایلې یې د سیمو د خلکو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.
صلاحالدین رباني د طالبانو له مخالفو ډلو وغوښتل چې پر «ګډ ارمان» تمرکز وکړي.
هغه وویل، هر هغه اقدام چې د مخالفو ډلو د یووالي او همغږۍ لپاره ترسره کېږي، د قدر وړ دی.
جمعیت اسلامي او د مقاومت جبهه د یکشنبې په ورځ په یوه انلاین غونډه کې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵مې او د جمعیت اسلامي د پخواني مشر برهانالدین رباني د وژل کېدو د ۱۵مې کلیزې یاد غونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو ګډون کړی او ویناوالو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسنی وضعیت هم نقد کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د ملا هبتالله له خوا د ننګرهار یو ګوښه شوی طالب چارواکی او د ټولنیزو رسنیو فعال، قاري ساجد خوږیاڼی، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان ټاکلی. هغه چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس و، دوه نیم کاله مخکې له دندې ګوښه شوی و.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینې وايي، ساجد خوږیاڼی د حقاني شبکې له مخکښو مطبوعاتي فعالانو څخه دی او د دې شبکې د مشر سراجالدین حقاني په پاملرنه بېرته پر دنده ګومارل شوی دی.
د هبتالله پټ منتقد او د حقاني په مزاج برابر سړی
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، قاري ساجد خوږیاڼی ښايي یوازېنی طالب چارواکی و چې د جمهوري نظام په یوه مهمه نفوذي سیمه، ننګرهار، کې یې نرم چلند د خلکو پام ځانته اړولی و.
هغه د جلالاباد ښاروال و؛ یوه مهمه عایداتي اداره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې مشري ور وسپارل شوه.
ساجد خوږیاڼی مخکې د طالبانو د یوه سختدريځه قوماندان په توګه د هدفي وژنو او نورو پېښو په تړاو تورن شوی و، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په ننګرهار کې یو شمېر سیمهییز ملاتړي، په ځانګړي ډول ځوانان، پر ځان راټول کړل او د سیمهییزو کوډونو په کارولو یې د خپل نظام او په ځانګړي ډول د هغې شبکې ملاتړ ته وهڅول چې دی ورسره تړلی و.
دا سړی سراجالدین حقاني و، چې خپله یې د قاري ساجد د رهبر په توګه په افغانستان کې ورته شالید او ځانګړنې لرلې. خو د ساجد خوږیاڼي کړنې د هبتالله اخوندزاده د پلویانو له سترګو پټې نه وې.
ننګرهار، چې تر اوسه هم ډېری چارواکي یې د هبتالله اخوندزاده د ځانګړې شبکې اړوند دي، هغه مهال پکې د لوړو زدهکړو اوسني وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د امنیه قوماندان په توګه دنده لرله.
ساجد خوږیاڼی د هبتالله د پلویانو د څار او غوښتنې له امله له ښاروالۍ لیرې او د چپرهار ولسوالۍ امنیه قوماندان وټاکل شو.
هغه وروسته څو نورې نظامي دندې هم ترسره کړې، تر دې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په پای کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رییس په توګه وټاکل شو.
ساجد خوږیاڼی، چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دی، د سرچینو د معلوماتو له مخې، له حقاني شبکې څخه خړوبیږي او د دغې شبکې د دریځونو د ملاتړ ترڅنګ د طالبانو د مشرتابه سخت دریځه کړنې په بېلابېلو بڼو نقدوي.
له نارنج ګل مشاعرې پر هبتالله «د کاڼي ګوزار» او د کور ناستۍ سزا
اصلي جنجال د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۵مه، د جلالاباد په سراجالعمارت ماڼۍ کې د نارنج ګل په دودیزه کلنۍ مشاعره کې جوړ شو.
دا ماڼۍ د امیر حبیبالله خان د ژمنۍ دمې ځای و. د طالبانو مشهور ملاتړي شاعر او د ساجد خوږیاڼي نږدې ملګري مطیعالله تراب پکې داسې شعرونه وویل چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شول، خو د طالبانو پر امیرالمؤمنین ملا هبتالله د «کاڼي ګوزار» ګڼل کېدل.
مطیعالله تراب، چې وروسته د زړه ناروغۍ له امله ومړ، د حقاني شبکې له مشر او د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره نږدې اړیکې او راشه درشه لرله.
هغه په خپلو شعرونو کې پر ملا هبتالله اخوندزاده په ښکاره او کنایوي ډول توندې نیوکې وکړې.
تراب په خپلو شعرونو کې هبتالله اخوندزاده کابل ته د راتګ، د لویې جرګې او ملي پخلاینې، نجونو ته د زدهکړو د حق ورکولو، د ملي بیرغ او ملي سرود او د خلکو د غوښتنو د منلو غوښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم په څو ویناوو کې ورته کنایوي نیوکې او غوښتنې لرلې، خو کندهار ته له احضارېدو وروسته یې په شا شو.
له دغې مشاعرې وروسته، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینو ویلي و چې مطیعالله تراب او د مشاعرې سمبالوونکی قاري ساجد خوږیاڼی د طالبانو د سیمهییزو چارواکو له خوا احضار شوي او له هغوی سره توند چلند شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې له دغې احضارۍ او د ملا هبتالله د ډلې له غوسې وروسته، قاري ساجد خوږیاڼی د خپل سپیناوي لپاره بلخ ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت له والي او د هبتالله له نږدې کس حاجي یوسف وفا سره یې ولیدل.
خو له دې سره بیا هم، د هماغه کال د وري په ۲۱مه له دندې ګوښه شو او تر اوسه یې د «کور ناستۍ» دوره تېره کړه.
د یادونې وړ ده چې د ملا هبتالله اخوندزاده غوسه یوازې پر مطیعالله تراب او قاري ساجد محدوده پاتې نه شوه.
تر دې پېښې وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولو ولایتي ادارو ته شفاهي امر وکړ چې تر بل امر پورې د ټولو دودیزو مشاعرو، لکه د پروان د ارغوان ګل مشاعرې، جوړول وځنډوي.
د ساجد خوږیاڼي مرموزه ګیله؛ ازموینه، صبر او زغم
ساجد خوږیاڼي د خپلې نوې مقررۍ په تړاو په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې یو محتاطانه او له کنایې ډک پوسټ خپور کړی دی.
نوموړي لیکلي: «یقیناً مسؤلیت دروند بار دی او بیا د خپل کلي او ولس مسؤلیت، له خدای تعالی یې پوره توفیق غواړم چې په دغه امتحان کې مو هم کامیاب کړي. ملګرو، د انسان ژوند ټول له امتحاناتو سره مخ دی، په هر حال کې باید له صبر، زغم او حوصلې سړی کار واخلي؛ دا نظام زموږ خپل دی او د دې لپاره مو بېدریغه ستړې تېرې کړې دي، په هر حالت کې به یې د سر په بیه ساتنه کوو».
ځینې څارونکي باور لري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، له خپل امیر ملا هبتالله اخوندزاده څخه د اطاعت له بیا بیا ټینګار سره سره، په عمل کې د هغه پر وړاندې خپلو پټو مزاحمتونو ته دوام ورکوي.
د دوی په وینا، حقاني په دولتي ګومارنو، ولسي او بهرنیو اړیکو او نورو برخو کې هڅه کوي خپلې غوښتنې، تعاملات او مصلحتونه وساتي او د راتلونکي لپاره خپل نفوذ هم پیاوړی کړي
د طالبانو د مخالفې ډلې، مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده واک ته د زور او غلبې له لارې رسېدل پر خلکو د حاکمیت مشروع لاره ګڼي، خو د نوموړي دا لیدلوری له اوسنۍ نړۍ او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سمون نه لري.
مسعود د یکشنبې په ورځ د شهید اونۍ د لمانځنې په مراسمو کې وویل، د طالبانو د مخالفینو وروستۍ موخه باید د داسې نظام رامنځته کول وي چې افغانان په کې د ټاکنو له لارې د خپل برخلیک او حکومت د ډول په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي خپل پخوانی دریځ بیا تکرار کړ او ویې ویل، که طالبان ټاکنو او د خلکو رایې ته غاړه کېږدي، د ټاکنو پایله به ومني، حتا که هبتالله اخوندزاده هم په دغو ټاکنو کې بریالی شي.
احمد مسعود وویل، د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ اساسي توپیر د خلکو رایې ته مراجعه او د واک د انحصار ردول دي. هغه زیاته کړه چې غوښتنه یې هغه څه دي چې د ده په وینا، برهانالدین رباني او احمدشاه مسعود یې غوښتونکي وو؛ یعنې خلک باید پر خپل برخلیک واک ولري.
نوموړي هغه نیوکې هم رد کړې چې ګواکې د طالبانو مخالفې جبهې خلکو ته د وړاندې کولو لپاره مشخصه سیاسي طرحه نه لري. هغه وویل، مقاومت جبهه لا هم په ولسواکۍ باور لري او د طالبانو له دورې وروسته باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د خلکو رایې ته مراجعه وشي.
د مقاومت د دوام ټینګار
احمد مسعود وویل، په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې وسلهوال مقاومت لا هم دوام لري او تر هغه چې د نوموړي په وینا، «د طالبانو ظلم او استبداد» روان وي، مقاومت به هم پای ته ونه رسېږي.
هغه وویل: «تاسو به د دې مبارزې د پراختیا شاهدان وئ. تر هغه چې د طالبانو ظلم دوام ولري، زموږ مبارزه به هم دوام ولري».
د مقاومت جبهې مشر د خپلو ځواکونو او د ازادۍ جبهې د یو شمېر قوماندانانو وژل کېدو ته په اشارې وویل، د دغو کسانو وژل کېدل په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ځواکونو د حضور څرګندونه کوي.
طالبانو بیا په افغانستان کې د مقاومت ځواکونو حضور رد کړی او له خپلو مخالفینو سره نښتې یې یوه محدوده ستونزه بللې ده. د طالبانو په وینا، د دوی مخالفین له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځي.
احمد مسعود ادعا وکړه چې د وسلهوال مقاومت فعالیتونه په تېرو کلونو کې له جغرافیایي او تشکیلاتي پلوه پراخ شوي دي.
د مقاومت جبهې مشر په خپلو خبرو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو پر یووالي او همغږۍ هم ټینګار وکړ.
نوموړي په دغه انلاین مراسمو کې د یو شمېر مطرح سیاسي څېرو ګډون «د یوې تاریخي اړیکې، ګډ باور او د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه مسوولیت څرګندونه» وبلله.
مسعود هغو راپورونو ته هم اشاره وکړه چې طالبان د مقاومت د جبهاتو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅې کوي. هغه وویل، دغه راپورونه د جبهې له استخباراتي معلوماتو سره سمون لري.
افغانستان انټرنشنل د زمري په ۱۹مه د طالبانو د استخباراتو ریاست د څلورو سندونو له مخې راپور ورکړی و چې دغه ریاست د مخالفینو پر ضد د تبلیغاتي فعالیتونو لپاره ۷۰ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د دغو اسنادو له مخې، د دغه پلان بېلابېلې برخې د ټولنیزو شبکو د ۱۵۰۰ مستعارو حسابونو، د طالبانو اړوندو رسنیو او یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو له لارې عملي کېږي.
احمد مسعود وویل، د طالبانو له لوري د مخالفینو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅې ښيي چې دغه ډله تر ټولو ډېر د خپلو مخالفینو له یووالي اندېښمنه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو هڅو پر وړاندې د طالبانو د مخالفینو ځواب باید ګډ یووالی او مقاومت وي.
هغه د برهانالدین رباني او احمدشاه مسعود د ګډې یادغونډې جوړېدل هم د همغږۍ نښه وبلله او ویې ویل، تېرې تجربې ښيي چې سیاسي ډلې باید خپل اختلافات مدیریت، پر ګډو ټکو تمرکز او د لوی هدف لپاره په ګډه کار وکړي.
احمد مسعود: افغان نجونې باید د زدهکړې او کار له حقه محرومې نه شي
احمد مسعود د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هغوی له خپلو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي.
هغه وویل: «افغانه نجلۍ باید یوازې د ښځیتوب له امله د زدهکړې، کار او خپل راتلونکي د جوړولو له حقه محرومه نه شي».
د ملي مقاومت جبهې مشر د زدهکړې، کار او انساني کرامت لپاره د افغان ښځو هڅې وستایلې او ویې ویل چې دغه مبارزه لا هم روانه ده.
د شهید اونۍ په یادغونډه کې، چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه، د مارشال عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، ډاکټر یاسین ضیا، صلاحالدین رباني او محمد محقق په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو هم ګډون کړی و.
د طالبانو د مخالفې ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وايي، د طالبانو پر ضد د مخالفو جبهاتو د بریدونو په ډېرېدو سره د هېواد وضعیت د دې ډلې له کنټروله وتلی او طالبانو د روانو فشارونو د مخنیوي لپاره تبلیغاتي فعالیتونو ته مخه کړې ده.
ضیا د «شهید اونۍ» په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون انلاین ترسره شول، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو پایله نه ده ورکړې، خو د طالبانو پر ضد د وسلهوالو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده.
هغه وویل، چې طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په پرلهپسې توګه وايي چې جګړه د ستونزو حل نه دی.
د ازادۍ جبهې مشر ویلي، چې طالبانو د خپلو کړنو له امله مخالفې جبهې دې ته اړې کړې دي چې وسله واخلي. نوموړي ادعا وکړه، چې د ده جبهه د واک د ترلاسه کولو لپاره نه جنګېږي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه ولس ته د واک لېږد دی.
ضیا وویل، چې د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي، چې د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی وشي. هغه له مخالفو ډلو وغوښتل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره هم روښانه طرحه ولري.
نوموړي د طالبانو د تېرې دورې ځینې کړنې یادې کړې او ویې ویل چې دې ډلې پلونه ویجاړ کړي، پر روغتونونو او پوهنتونونو یې بریدونه کړي او په غلاوو او لارو وهلو کې یې لاس درلود، خو اوس د هېواد واک په لاس کې لري.
ضیا همداراز وویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه حل کېږي او امنیت، اقتصاد او د ښځو امنیت هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه طالبان تورن کړل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې یې جګړه کړې ده. نوموړي ادعا وکړه چې ازادۍ جبهې او د مقاومت ملي جبهې پر بازارونو او عامه ځایونو بریدونه نه دي کړي.
د ضیا په وینا، که د طالبانو مخالفو جبهاتو هم د دې ډلې په څېر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تګلاره کارولې وای، د افغانستان امنیتي وضعیت به اوس بل ډول و. هغه ادعا وکړه چې اوسنی امنیت د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د مخالفانو له لوري د «انفجار او انتحار د فرهنګ» نه کارول د دې وضعیت لامل دی.
ضیا د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل چې د هغه په وینا، له «امریکايي ډالرو او جمهوریت» څخه تېر شي او داسې لارې ته مخه کړي چې عملي پایله ولري.
هغه طالبان په دې هم تورن کړل چې په قصدي ډول د افغانستان د قومونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوي او د رشوت اخیستلو ادعا یې هم پرې وکړه. د ضیا په وینا، طالبان د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو نومونو له سوداګرو پیسې اخلي.
په کابل کې سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د پلازمېنې په فضا کې د نامعلومو بېپیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي. یو شمېر اوسېدونکو د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د بېپیلوټه الوتکو د الوتنو راپور ورکړی دی. د طالبانو سرچینو هم د کابل په فضا کې د دغو الوتکو ګزمې تایید کړې دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي او په افغانستان کې یې د ګزمو هدف څه دی.
د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو په فضا کې د دغو الوتکو د ګزمو راپورونه وروسته له هغه ورکړل شوي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن ویډیو خپره شوه.
تر دې وړاندې د القاعدې رسنیزې څانګې «السحاب» د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د دې ډلې یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې وه چې یوه برخه یې د حمزه بن لادن تصویري پیغام ته ځانګړې شوې ده.
په دې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن معرفي کوي، د افغانستان دودیزې جامې او پګړۍ اغوستې او شاته یې د خټو یو دېوال ښکاري. د ویډیو د ثبت دقیق ځای تر اوسه نه دی روښانه او په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د ویډیو له خپرېدو وروسته د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو اوسېدونکو د بېپیلوټه الوتکو د الوتنو او ګزمو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه الوتکې یې د خپلو سیمو په فضا کې لیدلې دي.
حمزه بن لادن د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې د بنسټګر له کورنۍ څخه یو پېژندل شوی کس دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن وژل شوی، خو پنټاګون د هغه د وژل کېدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزیات نه وو ورکړي.
په تازه خپره شوې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن بولي، د امریکا پر ضد څرګندونې کوي او د القاعدې د فعالیتونو د دوام خبره کوي. د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په درشل کې د دې ویډیو خپرېدو د القاعدې تبلیغاتي فعالیتونه یو ځل بیا د پام وړ ګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګڼو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو او روزنیزو مرکزونو د شته والي په اړه معلومات ورکړل شوي دي. د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په یوه پخواني راپور کې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعدې موقعیت او وړتیا په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښونه لا هم پر ځای دي او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیت وړتیا د ګاونډیو هېوادونو او د منځنۍ اسیا لپاره دوامدار ګواښ ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، القاعدې د پاکستاني طالبانو «تحریک طالبان پاکستان» یا ټيټيپي په فعالیتونو کې ایډیالوژیکه، روزنیزه او لوژستیکي مرسته هم کړې ده. د القاعدې «السحاب» رسنیزې څانګې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو په ملاتړ او د ټيټيپي د عملیاتو په ملاتړ هم اعلامیه خپره کړې وه.
په افغانستان کې د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ویلي وو، چې له «افقونو اخوا» عملیاتو له لارې د ترهګرو پر ضد د اقدام وړتیا ساتي.
امریکايي چارواکو تر وتلو وروسته ویلي وو چې واشنګټن کولای شي له فضا څخه په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه وڅاري.
امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمنالظواهري د هلفایر دوه توغندیو په وسیله وواژه.
خو تر اوسه داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو زیاتوالی د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو سره مستقیم تړاو لري. همداراز لا معلومه نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي.
په کندهار کې د طالبانو اړوندو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کندهار د دامان او میوند ولسوالیو په ګډون د ښار په ځینو حوزو کې د طالبانو د نظامیانو او د امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ لفظي شخړې شوې دي.
سرچینو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو نظامیانو د امربالمعروف له محتسبانو سره په چارو کې د هغوی د مداخلې له امله لفظي شخړې کړې دي.
لږ ترلږه دوو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو د نظامیانو اړوند ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغو شخړو اصلي لامل د نظامیانو په چارو کې د امربالمعروف د محتسبانو مداخله او په رسمي کاري ساعتونو کې هغوی ته د «نصیحتونو» کول دي.
د سرچینو په وینا، د امربالمعروف محتسبان د نظامیانو د رسمي دندو پر مهال حوزو او نظامي مرکزونو ته ورځي او د لمانځه، ږیرې، لباس، د کار د څرنګوالي او نورو موضوعاتو په اړه ورته لارښوونې کوي.
دې سرچینې ویلي: «موږ حیران پاتې یو چې د دوی نصیحتونو ته کښینو که خپل مسوولیت ترسره کړو».
د طالبانو نظامیان وايي، چې د خپلو رسمي دندو ترڅنګ د امربالمعروف د محتسبانو نصیحتونو او پوښتنو د دوی کاري بهیر اغېزمن کړی دی.
د طالبانو یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د اختلافونو له زیاتېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ لږ تر لږه دوه غونډې هم شوې دي.
د سرچینې په وینا، په دغو غونډو کې نظامیانو د امربالمعروف له ریاست څخه د دوی په چارو کې د مداخلې په اړه شکایت کړی دی.
سرچینه وايي، د دغو غونډو پر جوړېدو سربېره، لا هم په ځینو سیمو کې د نظامیانو او محتسبانو ترمنځ د دندو د حدودو پر سر شخړې کیږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نظامیانو، ملکي کارکوونکو او عامو خلکو پر ټولنیز چلند د څار په برخه کې پراخ واکونه لري. د طالبانو په ادارو کې محتسبان د کارکوونکو د لباس، ږیرې، د لمانځه د ادا کولو او نورو دیني او ټولنیزو مسایلو په اړه څارنه او لارښوونه کوي.
په ولایتونو کې هم د امربالمعروف محتسبانو ته د طالبانو د امنیه قوماندانۍ، ولسوالیو، پولیسو حوزو، ښاروالیو او نورو ادارو د چارو د څار واک ورکړل شوی دی.
هممهاله، محتسبان په دولتي ادارو کې د نظامیانو په ګډون کارکوونکو ته د دیني لارښوونو درسونه ورکوي.
د دغو پراخو صلاحیتونو له امله په ځینو مواردو کې د امربالمعروف د محتسبانو د صلاحیتونو او د نورو ادارو د مسوولیتونو ترمنځ د تداخل موضوع هم مطرح شوې ده.
تر دې وړاندې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو او د ښځینه سینګارتوکو پلورونکو هم د امربالمعروف د محتسبانو له کړنو شکایتونه کړي دي. هغوی ویلي وو، چې د خلکو په شخصي ژوند، لباس، ږیرې او ورځني چلند کې د محتسبانو مداخلې له ژوند او چارو ستومانه کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د دغه ریاست فعالیتونه د اسلامي شریعت د پلي کولو، د «منکراتو» د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په کندهار کې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د وروستیو لفظي شخړو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.