ضیا د «شهید اونۍ» په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون انلاین ترسره شول، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو پایله نه ده ورکړې، خو د طالبانو پر ضد د وسلهوالو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده.
هغه وویل، چې طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په پرلهپسې توګه وايي چې جګړه د ستونزو حل نه دی.
د ازادۍ جبهې مشر ویلي، چې طالبانو د خپلو کړنو له امله مخالفې جبهې دې ته اړې کړې دي چې وسله واخلي. نوموړي ادعا وکړه، چې د ده جبهه د واک د ترلاسه کولو لپاره نه جنګېږي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه ولس ته د واک لېږد دی.
ضیا وویل، چې د طالبانو خلاف جګړه به تر هغه روانه وي، چې د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی وشي. هغه له مخالفو ډلو وغوښتل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره هم روښانه طرحه ولري.
نوموړي د طالبانو د تېرې دورې ځینې کړنې یادې کړې او ویې ویل چې دې ډلې پلونه ویجاړ کړي، پر روغتونونو او پوهنتونونو یې بریدونه کړي او په غلاوو او لارو وهلو کې یې لاس درلود، خو اوس د هېواد واک په لاس کې لري.
ضیا همداراز وویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه حل کېږي او امنیت، اقتصاد او د ښځو امنیت هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه طالبان تورن کړل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې یې جګړه کړې ده. نوموړي ادعا وکړه چې ازادۍ جبهې او د مقاومت ملي جبهې پر بازارونو او عامه ځایونو بریدونه نه دي کړي.
د ضیا په وینا، که د طالبانو مخالفو جبهاتو هم د دې ډلې په څېر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تګلاره کارولې وای، د افغانستان امنیتي وضعیت به اوس بل ډول و. هغه ادعا وکړه چې اوسنی امنیت د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د مخالفانو له لوري د «انفجار او انتحار د فرهنګ» نه کارول د دې وضعیت لامل دی.
ضیا د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل چې د هغه په وینا، له «امریکايي ډالرو او جمهوریت» څخه تېر شي او داسې لارې ته مخه کړي چې عملي پایله ولري.
هغه طالبان په دې هم تورن کړل چې په قصدي ډول د افغانستان د قومونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوي او د رشوت اخیستلو ادعا یې هم پرې وکړه. د ضیا په وینا، طالبان د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو نومونو له سوداګرو پیسې اخلي.