د پراخو راستنېدنو پر وړاندې محدود ګام؛ په ننګرهار کې راستنېدونکو ته ۵،۳۸۲ نومرې وېشل شوي

ننګرهار کې د طالبانو ښار جوړولو ریاست وايي، د افغان کډوالو د پراخو راستنېدنو په دوام يې په تېرو دوو میاشتو کې، په ځانګړو ښارګوټو کې د بېرته راستنو شوو افغانانو لپاره ۵،۳۸۲ د استوګنې نومرې وېشلي، خو د راستنېدونکو د زیات شمېر په پرتله د استوګنې د زمینې برابرولو اړتیا لا هم ډېره ده.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو نومرو وېش د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۲۷مې تر وږي ۲۳مې نېټې پورې شوی او وايي چې د نومرو د وېش بهیر لا هم روان دی. دغه ریاست زیاتوي چې ټاکل شوې په یادو ښارګوټو کې د استوګنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې پرمختیايي پروژې هم پلې شي.
دا اقدام په داسې شرایطو کې کېږي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې له بېساري فشار سره مخ شوی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر ۲۰۲۶ کال د مې تر ۳۰مې پورې شاوخوا ۶،۰۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان وايي، د راستنېدونکو د شمېر چټک زیاتوالي د دوی د بیا مېشتېدو او اوږدمهاله ادغام لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
داې او ایمپه وینا، ډېری راستنېدونکي د مناسب کور، د کار زمینه، بنسټیزو خدمتونو، اسنادو او ټولنیزو ملاتړونو له محدود لاسرسي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۲۲مې د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د راستنېدونکو ټول شمېر شاوخوا ۱،۱۵۳،۳۰۰ کسانو ته رسېدلی چې له دې ډلې نږدې ۶۸۶،۲۰۰ له پاکستان او ۴۶۵،۸۰۰ له ایران څخه بېرته ستانه شوي دي.
په همدې حال کې، د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست د ۵،۳۸۲ نومرو وېش ښيي چې د پراخو راستنېدنو د جذب لپاره د کور جوړولو اړتیا یوازې په نومرو وېشلو نه پوره کېږي، بلکې د کورونو ترڅنګ اوبه، برېښنا، روغتیا، ښوونه، سړکونه او د کار زمینه هم اړینه ده. د چارواکو له لوري په ښارګوټو کې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو ژمنه شوې، خو د دغو پروژو د شمېر، بودجې او بشپړېدو د نېټې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې جزیات نه دي ورکړل شوي.
