په تخار کې یو پخوانی سرتېری وژل شوی دی

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو پخوانی سرتېری له څو ورځو لادرکۍ وروسته وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نظامالدین جسد د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د تالقان په «قبلرز» سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د دغه پخواني سرتیري پر غاړه د چړو د ګوزارونو له امله ژور ټپونه هم لیدل شوي دي؛ لاتراوسه د یادې پېښې د عاملینو او د هغه د وژنې د انګېزې په اړه جزییات نهدي خپاره شوي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نظام الدین د شنبې په ماښام د اق مسجد په سیمه کې له خپل کوره د لمانځه لپاره وتلی و؛ خو بېرته کور ته ستون نهشو. د سرچینو په وینا، د هغه ټېلیفون هم له لاسرسي بهر و.
سرچینو ویلي، د هغه جسد د نوموړي له کوره په یوې لرې سیمه کې موندل شوی چې پرې د چړو د ګوزارونو او د پرې شوې مرۍ ټپونه لیدل شوي دي. دغه پخواني سرتېري په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د تالقان په ښار کې د څاه ګانو د کېندلو کار پیل کړی و.
سیمهییزو سرچینو ویلي، چې نظامالدین اته کوچني ماشومان لرل او له هیچا سره یې شخصي دښمني یا اختلاف نه لاره.
یوناما او د بشري حقونو ډلو وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د سلګونه پخوانیو پوځي او حکومتي چارواکو د وژنې، شکنجې او توقیف راپور ورکړی دی.
