په افغانستان کې د جولای میاشتې سېلابونه؛ یونیسف وایي نږدې ۱،۲۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۶ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې ۱،۱۶۸ کورنۍ اغېزمنې کړې او ۱،۱۶۴ کورونه یې زیانمن یا په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.
دغه اداره وایي، په نورستان کې یوازې د یوه سېلاب له امله ۲۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱،۰۰۰ کورنیو ته د اوبو رسولو خدمتونه هم ګډوډ شوي دي.
یونیسف د افغانستان د بشري وضعیت په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې د جولای له لومړۍ تر ۳۱مې پورې یې له شریکانو سره د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲،۳۹۳ ثابت او ۱۶ ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال ساتلي او د بېلابېلو ناروغیو د ۲۴۵ خپرېدو پېښو ته یې ځواب ویلی دی.
د راپور له مخې، په همدې موده کې شاوخوا ۱۸۳ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شوي دي.
یونیسف وايي، د اوبو، حفظالصحې او چاپېریال ساتنې په برخه کې د جولای پر مهال ۹۶،۳۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو، ۸۹،۰۶۱ کسانو د لومړنیو روغتیايي او حفظالصحې خدمتونو او ۱۸۰،۸۱۴ کسانو د اوبو، حفظالصحې او روغتیا (WASH) اړینو توکو ته لاسرسی موندلی دی.
د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې هم د یونیسف او شریکانو له لوري ۱،۱ میلیونه ماشومان معاینه شوي چې له ډلې یې ۱۰۴،۶۰۲ ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ثبت شوي دي. سربېره پر دې، د شپږو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ۱۰،۳ میلیونه ماشومانو ته د ویټامین «اې» مکملونه ورکړل شوي دي.
یونیسف وايي، دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره شوي چې افغانستان لا هم له پرلهپسې طبیعي افتونو، روغتیايي ستونزو او د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي وضعیت سره مخ دی.
