د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې په ټوله کې تر ډېره بریده ثابتې پاتې شوې؛ خو د ځینو اساسي خوراکي توکو او کرنیزو توکو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي.
د راپور له مخې، د غنمو بیه د تېرکال پرتله ۱۳ سلنه او د نیمه ګران بیه غنمو اوړو بیه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده. د ښه کیفیت غنمو اوړو بیه هم د تېرکال پرتله اووه سلنه ګرانه ښودل شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د پلوي او شولهیي وریجو بیې هم د تېرکال پرتله په ترتیب سره ۲۲ او ۳۵ سلنه لوړې شوې دي. په راپور کې د غوړیو او بورې بیې هم د تېرکال پرتله په ترتیب سره ۱۴ او ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د یاد راپور له مخې، د سبزیجاتو په برخه کې د پیازو بیه په لومړۍ اوونۍ کې ۴.۷ سلنه لوړه شوې؛ خو د کچالو او رومیانو بیې په ترتیب سره ۱.۴ او ۰.۷ سلنه راکمې شوې دي. سره له دې د کچالو بیه لاهم د تېرکال پرتله ۴۳ سلنه لوړه ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام همداراز وايي، هغه کورنۍ چې عاید یې د ورځنۍ لاسباړې او مالدارۍ پورې تړلی دی؛ د پېرلو کمزوری ځواک لري. د راپور له مخې، د ورځنيو مزدورانو د پېرلو ځواک د تېرکال پرتله ۱۴ سلنه کم شوی او نامسلکي کارګرو ته په اوونۍ کې په منځنۍ کچه دوه ورځې د کار زمینه برابرېږي.
راپور کاږي، د کرنیزو سرو بیې هم لوړې پاتې دي؛ د (ډياېپي) سرې بیه د تېرکال پرتله ۱۳ سلنه او د یوریا بیه ۲۸ سلنه لوړه ښودل شوې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، سره له دې چې د بازار وضعیت تر ډېره باثباته پاتې دی؛ خو د خوراکي توکو او کرنیزو تولیداتو د بیو لوړېدل لا د کورنیو د پېرلو پر ځواک او د تولید پر لګښتونو فشار راوستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز ټرانزیټي بهیر له نږدې یوه کال راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د توکو لېږد او سوداګري هم اغېزمنه شوې. اقتصادي شنونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې دوامدار خنډونه کولای شي د توکو پر بیو، صادراتو او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز وکړي.
