د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا زر افغان محصلان چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي؛ دامهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د خیبر میډیکل کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو د ټولنې ویاند عنایتالله مومند ویلي، افغانستان ته د افغان محصلانو د ستنېدو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړې د محصلانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ نور افغان محصلان چې د تخصصي پروګرامونو د پیل په تمه دي له یادې پرېکړې اغېزمن شوي دي. مومند ټینګار کړی، چې پاکستان دې د تازه شاملېدو مخه ونیسي؛ خو هغه محصلان چې لا دمخه په طبي پوهنتونونو کې شامل شوي، د زدهکړو بشپړولو اجازه ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، د ښځینه محصلانو وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ښځینه محصلانې به د بېرته ستنېدو په صورت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د لګېدلو بندیزونو له امله له زدهکړو بېبرخې شي.
هغه ویلي، ټول افغان محصلان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي او یوشمېر هغه کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې؛ د ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.
مومند زیاته کړې، چې افغان محصلان د وړتیا پربنسټ په پاکستان کې منل شوي؛ ځینې د پاکستان په بورسیو، ځینې د افغانانو لپاره ځانګړو شوو څوکیو او یوشمېر نور د افغانانو لپاره د پاکستان د تخنیکي مرستو د پروګرام له لارې په ښوونیزو مرکزونو کې ثبت شوي دي.
بلخوا د کېنګ اډوارډ میډیکل پوهنتون یوې محصلې نجما بيبي ویلي، که څه هم د لاهور عالي محکمې د پاکستان طبي شورا د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې پرېکړې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي؛ خو دغه پرېکړې د محصلانو ستونزه په بشپړه توګه نهده حل کړې.
یوې بلې افغانې محصلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو د طالبانو بندیز ته په کتو افغانستان ته ستنېدل به د ښځینه طبي محصلانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.
هغې ویلي، دوه کاله وړاندې د پاکستان د علامه اقبال بورسیې له لارې پاکستان ته تللې وه؛ څو طبي زدهکړې بشپړې او په راتلونکي کې په افغانستان کې ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
وړاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان طبي شورا د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې وه. یادې پرېکړې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.