اسراییل: ایران د لسو بمونو جوړولو په اندازه اټومي مواد لري
د اسراییل د اټومي انرژۍ کمېسیون مشر موشهادري وایي، په ایران کې تر نهو ټنو ډېر اټومي مواد د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له څارنې بهر دي چې د څه باندې لسو اټومي بمونو جوړولو لپاره بسنه کوي.
د کان شبکې د راپور له مخې، ادري دا څرګندونې په ویانا کې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومي کنفرانس پرمهال کړې دي. هغه وویل: «په ایران کې تر نهو ټنو ډېر اټومي مواد د اژانس له څارنې بهر دي چې دا اندازه د څه باندې لسو اټومي بمونو د جوړولو لپاره له اړتیا وړ موادو سره برابره ده».
د اسراییل د اټومي انرژۍ کمېسیون مشر د ایران حکومت «افراطي» وباله او زیاته یې کړه: «د ایتاللهګانو د حکومت لهخوا د اسراییل د له منځه وړلو ښکاره ګواښ داسې څه نه دي چې موږ یې له پامه وغورځوو». ایران تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تهران تل ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې سولهییز اهداف لري.