حوثي وسلهوال: سعودي عربستان په پنځو ورځو کې پر یمن تر ۳۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي دي

د یمن حوثي وسلهوالو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو تر ۳۰۰ زیات هوایي بریدونه کړي دي.

د یمن حوثي وسلهوالو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو تر ۳۰۰ زیات هوایي بریدونه کړي دي.
د حوثیانو پر ټېلګرام پاڼه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بریدونه د سعودي عربستان د اېف۱۵ او ټایفون جنګي الوتکو په کارولو سره د خمیس مشیط او طایف له هوايي اډو ترسره شوي دي.
د یمن حوثیانو هم اعلان کړی، چې دوی د دغه بریدونو په ځواب کې په خمیس مشیط کې د خالد هوايي اډې پر وړاندې په لویه کچه پوځي عملیات پیل کړي دي. د دوی په وینا، د اډې په پوځي تاسیساتو او زېربناوو لسګونه بالستیک توغندي او ډرونونه توغول شوي.
په بیان کې ادعا شوې، چې توغندیو او ډرونونو ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي او یادې اډې ته یې پراخ زیان رسولی دی.
دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نهدي تایید شوې. د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی، که د سعودي عربستان بریدونه همداسې دوام ومومي؛ نو دوی به د هېواد دننه د اهدافو په وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي او د نویو بریدونو ځواب به د «ډېرو پراخو او سختو» عملیاتو سره ورکړي.

په برېتانیا کې ۱۸ کلن افغان پناهغوښتونکي سلیمان تاجزي په لندن کې د ۲۶ کلن فرمانالله شېرزاد پر وژنې اعتراف کړی دی. د لندن د متروپولیتن پولیسو ویلي، تاجزي د جمعې په ورځ په اولډ بېلي محکمې کې د قتل تور منلی دی.
تاجزی چې د لیډز په ښار کې اوسېده، د چړې د ناقانونه لېږدولو جرم هم منلی دی. ټاکل شوې ده، چې محکمه (د وږي په ۲۷مه) د هغه د مجازاتو حکم صادر کړي.
د محکمې د راپور له مخې، سلیمان تاجزي تر وژنې وړاندې د قرباني د اوسېدو او کار ځای په اړه معلومات راټول کړي وو. هغه د تېرکال (د کب ۲۷مه) په لیډز کې د چړې تر اخیستو وروسته لندن ته ولاړ او د وېسټ مینسټر په سیمه کې د شېرزاد د کور مخې ته د هغه د بېرته راتګ په تمه و. کله چې شېرزاد ورسېد تاجزي پرې برید وکړ.
شېرزاد د چړې د څو ګوزارونو له امله د وېسټ مینسټر کلیسا ته څېرمه ووژل شو. تاجزی دوه ورځې وروسته په لیډز کې د خپل تره په کور کې ونیول شو. پولیسو د دغه کور د پلټنې پرمهال د هغه یوشمېر وسایل، چې پهکې په وینو ککړ ورزشي بوټان هم شامل وو ضبط کړل.
د دواړو ترمنځ شخړه د قرباني او د تاجزي د تره زوی د مېرمنې ترمنځ له عاطفي اړیکې سره تړاو درلود. شېرزاد دغه اړیکه تایید کړې وه او ویلي یې و، چې له یادې ښځې سره مینه لري.
د تاجزي د تره زوی او د هغه مېرمن د تېرکال په سپټمبر کې د لیډز پولیسو ته له شېرزاد څخه شکایت کړی و او د هغه عکس او یوشمېر پیغامونه یې پولیسو ته ښودلي وو؛ خو یادې ښځې له پولیسو سره د خصوصي خبرو پرمهال پیغامونه حذف کړل، له رسمي بیان سره یې له لاسلیک کولو ډډه وکړه.
د اکتوبر په درېیمه پولیسو په لیډز ښار کې د یادې جوړې کور ته ولاړل او شېرزاد یې داسې وموند چې پر ځمکه ناست و، لاسونه یې په ټوکر تړل شوي وو او بوټان ترې لرې وو.
شېرزاد هغه مهال د څار او د جنسي جرم د ترسره کولو په نیت د ناقانونه ننوتلو په شک ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، له یادې ښځې سره یې عاطفي اړیکه لرله او وروسته له هغه چې ښځې د «سنېپچېټ» له لارې د لیدو بلنه ورکړې وه لیډز ته تللی و.
د شېرزاد له خوشې کېدو وروسته، د تاجزي د تره زوی او مېرمن یې څو ځله بیا له پولیسو سره اړیکه ونیوله؛ خو وروسته ورته وویل شول چې د شېرزاد پر وړاندې به نور اقدام ونه شي.
د لندن د متروپولیتن پولیسو مشر پلټونکي او د دغه قضیې د څېړنو مسوول وین جولي د تاجزي له اعتراف وروسته وویل: «دا یوه ډېره دردوونکې قضیه ده، چې پهکې یو ځوان د یوه تاوتریخوالي ډک، بېرحمانه او بېمعنا اقدام له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ».
د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون سازمان په سوېل ختیځ قزاقستان کې پوځي تمرینات پیل کړی چې اصلي تمرکز یې له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د احتمالي وسلهوالو ډلو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې پر تمرین دی.
د «منځنۍ اسیا ټایمز» د راپور له مخې، د دغه سازمان پوځي تمرین د وږي په ۲۱مه پیل شوی او د وږي تر ۲۸مې پورې به د قزاقستان د ژیتیسو ولایت په کوکتال سیمه کې دوام وکړي.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان د چټک غبرګون ځواکونه په غرنیو او دښتنو سیمو کې د سرحدي سیمو پر لور د وسلهوالو ډلو د احتمالي نفوذ د مخنیوي تمرینونه ترسره کوي.
دغه پوځي تمرین په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې او تاجکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د وږي په ۱۷مه ویلي وو چې هېواد یې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
تاجکستان تر دې وړاندې، د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان څخه د څو بریدونو وروسته، د ډلهییز امنیت تړون سازمان له غړو غوښتي وو چې د دغه هېواد د پولې د خوندي کولو لپاره لا ډېرې مرستې وکړي. د ۱۴۰۴ کال د لړم او لیندۍ په بریدونو کې پنځه چینايي وګړي او دوه تاجک سرحدي ساتونکي وژل شوي وو.
په همدې تړاو، د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک مصدقوف د وږي په ۶مه ویلي وو چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو او وسلو لومړۍ جوپه به د روان کال په مني کې دغه هېواد ته ولېږل شي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان له روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان څخه جوړ پوځي او امنیتي ایتلاف دی. تاجکستان د دغه سازمان یوازینی غړی دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو له دې ډلې سره خپلې اړیکې او خبرې زیاتې کړې دي، خو په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه، لا هم د دغه سازمان د غړو لپاره یوه ګډه امنیتي اندېښنه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ وسلهوالو ډلو اړوند له ۱۵ تر ۲۰ زرو پورې وسلهوال فعالیت لري. روسیه بیا د دغو وسلهوالو شمېر تر ۲۳ زرو پورې اټکلوي.
د «منځنۍ اسیا ټایمز» په وینا، طالبانو د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېدل، خو اوس د ډله ییز امنیت تړون سازمان دغه پوځي تمرین په مستقیم ډول د طالبانو پر وړاندې نه دی متوجه. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او تاجکستان هم په تدریجي ډول له دې ډلې سره د اړیکو لارې جوړې کړې دي.
د دغه سازمان د غړو امنیتي تمرکز اوس تر ډېره پر داعش خراسان په څېر ډلو دی. داعش خراسان د ۱۴۰۳ کال د وري په ۳مه د مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس په تالار کې د برید مسوولیت ومانه؛ په دغه برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
د وسلهوالو ډلو احتمالي نفوذ، د نشهيي توکو قاچاق او د افغانستان پر پوله ناامني لا هم د ډله ییز امنیت تړون سازمان له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بلل کېږي.
د امریکا مرکزي استخباراتو اداره (سياېای) وايي، د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله وروسته هم د دغې پېښې یاد د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د مبارزې او د هېواد د امنیت ساتنې د ماموریت مهمه برخه ده.
سياېای د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، د دغې ادارې کارکوونکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې هر کال د سپټمبر په ۱۱مه د سهار په ۸:۴۶ بجو، چې لومړۍ الوتکه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره ولګېده، د یوې دقیقې چوپتیا مراسم ترسره کوي.
د سياېای په وینا، دغه مراسم یوازې د هغو بېګناه کسانو د درناوي لپاره نه دي چې په بریدونو کې ووژل شول، بلکې د هغو کسانو یاد هم پکې کېږي چې وروسته د نړۍ په کچه د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو په هڅو کې وژل شوي دي، چې د ادارې د کارکوونکو، ملګرو او د هغوی د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.
د بریدونو یادونه په موزیم کې
سي اې ای ویلي، د دغې ادارې په موزیم کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو او د دغو بریدونو پر وړاندې د ادارې د غبرګون اړوند یو ځانګړی نندارتون جوړ شوی چې پکې د پېښې له ځایونو څخه پاتې شوي تاریخي توکي او د ادارې د کارکوونکو شخصي کیسې نندارې ته وړاندې کېږي.
په دغو توکو کې د نړیوال سوداګریز مرکز له کنډوالو څخه راایستل شوی امریکايي بیرغ، د پنټاګون د ودانۍ د کانکریټ یوه ټوټه، د الوتنې ۹۳ له کنډوالو څخه ترلاسه شوې د جم بکس او د سپټمبر ۱۱مې پر مهال د سياېاې د امنیتي ځواکونو د خدمت نښان شامل دي.
اداره وايي، له نندارې سره د خپرو شویو شخصي کیسو له ډلې یوه د داسې یوه کارکوونکي ده چې مور یې د بریدونو پر ورځ په نړیوال سوداګریز مرکز کې کار کاوه. نوموړي ویلي چې د مور له ژوندي پاتې کېدو سره سره، کورنۍ یې دوه خپلوان له لاسه ورکړل او هماغه پېښه د دې لامل شوه چې وروسته د سياېاې له ترهګرۍ ضد برخې سره یوځای شي.
د سياېای یوه بل کارکوونکي، چې د برید پر مهال په منهاټن کې د حقوقو محصل و، د هغې ورځې د ویجاړیو په اړه ویلي چې «هغه ورځ موږ د تل لپاره بدل کړو، خو موږ پرېنښودل چې زموږ راتلونکی هم وټاکي.»
له ۹/۱۱څخه تر بنلادن او الظواهري پورې
د سياېای په نندارتون کې د پاکستان په ایبټاباد کې د هغه ودانۍ نمونه هم شامله ده چې د اسامه بنلادن د موندلو او پر هغه د ۲۰۱۱ کال د عملیاتو په پلانولو کې کارول شوې وه.
د ادارې یوه کارکوونکي ویلي، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو یوه اونۍ مخکې یې له خپل پنځه کلن زوی سره د نیویارک له امپایر سټېټ ودانۍ څخه د ښار منظره لیدلې وه، خو له بریدونو وروسته یې خپل زوی ته ویلي وو چې د هغو کسانو د موندلو لپاره به کار وکړي چې دوه برجونه یې راوغورځول.
سياېای همداراز د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د خوندي کور نمونه هم نندارې ته وړاندې کړې ده. اداره وايي، د ۲۰۲۲ کال د امریکا د دقیق هوايي عملیاتو تر مخه د الظواهري د موقعیت د روښانه کولو لپاره یې له ملي جغرافیایي استخباراتي ادارې سره یوځای دغه نمونه جوړه کړې وه.
د سياېای په وینا، د سپټمبر ۱۱مې پېښې د ادارې د ګڼو کارکوونکو پر شخصي ژوند او مسلکي لارو هم ژور اغېز کړی او د هغوی له ډلې یو شمېر کسان وايي، همدغه بریدونه یې د استخباراتي او ترهګرۍ ضد خدمتونو د غوره کولو لامل شوي دي.
سياېای ټینګار کړی چې د سپټمبر ۱۱مې یاد د امریکا د خلکو لپاره د یوه بدل شوي تاریخي پړاو نښه ده او د دغې ادارې لپاره د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د ساتنې «جدي او نه بدلېدونکي ماموریت» یادونه کوي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوسمهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.
محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.
«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.
محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.
هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.
محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نهدی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.
نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.
د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.
هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.
دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.
د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.
د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.
«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.
«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.
حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.
هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.
نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.
دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي مدیرې ناتالیا ګرمن ويلي چې په وروستیو کلونو کې د تروریزم ګواښ «ډېر پراخ او غیرمتمرکز» شوی دی. نوموړې ويلي چې ترهګرو ډلو ځانونه له نویو شرایطو سره عیار کړي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي.
ګرمن د جمعې په ورځ د سېپټمبر ۱۱مې نېټې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډرون الوتکو ته د ترهګرو ډلو د اسانه لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا تجهیزات د څارنې، پېژندنې او بریدونو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.
مېرمن ګرمن څرګنده کړه چې ترهرګرو ډلو خپل جوړښتونه له نویو شرایطو سره عیار کړي، خپل عملیات یې غیرمتمرکز کړي او خپلې مالي سرچینې یې متنوع کړې دي.
د هغې په وینا، دا ډلې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د کمزوري حکومتوالۍ، پر سرچینو د سیالۍ او سیمه ییزو ناخوښیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغې زیاته کړې چې غیرمتمرکزې هستې، کمزورې شبکې، د تروریستي ګواښ مخ پر زیاتېدونکې برخه جوړوي.
د ټیکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا د امنیت شورا د تروریزم ضد کمېټې اجراییوي مدیرې وویل چې ټیکنالوژۍ په ګړندۍ ډول د ترهګرۍ د ګواښ چاپیریال بدل کړی دی.
د هغې په وینا، ترهګرې ډلې د تبلیغاتو، د ځواکونو د جذبولو، د بریدونو د پلانولو، د معلوماتو د راټولولو او د مالي تمویل لپاره له رامنځته کېدونکو ټیکنالوژیو څخه ګټه اخلي.
همداراز نوموړې ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو او ځوانانو استثمار په یو جدي ننګونې بدل شوی دی اوټولنیزې شبکې، د انلاین لوبو چاپیریال او نورې مجازي پاڼې د زیان منونکو کسانو د پېژندلو او د هغوی، په ځانګړې توګه د ځوانانو د جذبولو لپاره کارول کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ دا بهیر لا ګړندی او پراخ کړی دی.
مېرمن ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د دوام په اړوند وویل چې د تروریزم د مالي تمویل شبکې ډېرې غیرمتمرکزې شوي او د هغوی پېژندل لا پېچلي شوي دي. هغې د دودیزو لارو لکه د نغدو پیسو د لېږد او د حوالې د سیسټمونو د دوامداره کارولو خبر ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې تروریستي ډلې تر بل هر وخت ډېر له انلاین تادیاتو، د ډله ییز تمویل له پلاتفورمونو (کراوډ فنډینګ)، موبایل پیسو او مجازي شتمنیو څخه ګټه اخلي.
هغې زیاته کړه چې ډېری تروریستي ډلې له مجرمانه فعالیتونو، لکه باج اخیستنې، د تاوان لپاره له سړي تښتونې، قاچاق او د طبیعي سرچینو له ناقانونه ګټې اخیستنې څخه عاید ترلاسه کوي.
ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د خطرونو په اړه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د ۲۰۲۵ کال هراړخیز راپور ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا راپور د تروریزم ضد کمېټې د اجراییوي مدیریت او د فرانسې د خزانې په همکارۍ چمتو شوی، او د نوې مالي ټیکنالوژۍ له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او د مرستو د راټولولو د نویو لارو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کوي.