• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت فشار زیاتوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان له‌خوا د «بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلال‌اباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې‌اسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

•
•
•

نور خبرونه

ستانه شوي افغان کډوال: د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله بېرته پاکستان ته پر قاچاقي لارو اوړو

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

له پاکستان نه افغانستان ته یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه نشتوالی، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې هغوی اړ اېستي چې خپل د کور سامان وپلوري او بېرته پر قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

محمد رفیق چې له پاکستان نه کندوز ته ستون شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې ویلي، چې ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېریو ته لاهم د اوسېدو مناسب ځایونه نه‌دي برابر شوي.
هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. د سرپناه وضعیت تر ټولو بد دی. ډېرو راستنېدونکو ته تراوسه د اوسېدو ځایونه نه‌دي ورکړل شوي او که چا ته ځای ورکول کېږي هم، له ښارونو ډېر لرې وي چې خلک په‌کې د کار فرصت نه‌لري».
رفیق زیاته کړه، بې‌کاري او فقر د دې لامل شوی چې یوشمېر کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ اېستل شوي. د نوموړي په وینا: «ګڼ خلک اوس د کور توکي پلوري؛ څو پاکستان ته د تګ لګښت برابر کړي».
د رفیق ورور شاه‌ولي بیا وايي، په ځانګړي ډول کندوز ته ستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې یوشمېر یې بېرته پاکستان ته ستنېږي. نوموړي وویل، هغه کسان چې خپل د کور توکي پلوري، اړ کېږي چې خپل توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.
د هغه په وینا، د پنځو کورنیو د کور وسایل یوازې په ۶۰زره افغانیو پلورل شوي دي. شاه‌ولي زیاته کړه: «په دغه وسایلو کې د دوو هغو کورنیو د ودونو سامان هم شامل وو، چې څه موده مخکې یې ودونه کړي وو».
هغه وویل، د ژمي له رانږدې کېدو سره ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي. نوموړي وویل: «کندوز ډېرې سړې سیمې لري او په خېمو کې ژوند کول اسانه نه‌دي. دا هم یو له هغو لاملونو دی، چې خلک بېرته تګ ته اړ شوي دي».
د نوموړي په وینا، دیورنډ کرښې ته د رسېدو او د قاچاقي تګ راتګ لګښت هم لوړ دی. هغه ادعا وکړه: «پر ډیورنډ کرښه له هر کډوال تر ۲۵زره تر ۴۰زره افغانیو پورې قاچاق کوونکي اخلي».
شاه‌ولي وایي، یوازې د هغه په پېژندنه کې نږدې سل کورنۍ بېرته پاکستان ته تللې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري په مشرۍ د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا ننوتلو موضوع هم ارزول شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه به د هغو افغان وګړو په اړه لارښوونې وغوښتل شي چې تر ستنېدو وروسته بېرته پاکستان ته داخل شوي یا یې د بیا ننوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د ورته قضیو په اړه د پاکستان د قانون او حکومتي تګلارې له مخې اقدام کېږي.

اسټرالیا د عدالت په نړۍواله محکمه کې د طالبانو قضیه څاري

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د کاناډا، جرمني او هالنډ په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره یوځای د طالبانو د ځواب‌ ویلو لپاره حقوقي اقدامات څاري؛ څو طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون د پراخو سرغړونو په تړاو حساب ورکونې ته اړ باسي.

د دغه وزارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د دوامداره او سیستماتیکې ځپنې د یوه کمپاین په پلي کولو سره هڅه کوي ښځې په بشپړه توګه له ټولنې څنډې ته کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د طالبانو دغه اقدامات په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ښکاره سپکاوی ښيي. د اسټرالیا د حکومت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه څلورو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون ۲۹مې مادې پر بنسټ د شخړو د حل مېکانیزم فعال کړی او د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې په صادقانه خبرو اترو کې برخه واخلي.

اسټرالیايي چارواکو ویلي، که څه هم دغه بهیر وخت ونیسي؛ خو کانبرا د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې پر خپله ژمنه ولاړه ده. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون له مخې د دغه حقوقي اقدام څار، په هېڅ ډول د کانبرا هغه دریځ نه بدلوي چې د طالبانو اداره نامشروع بولي.

د اسټرالیا حکومت یو وار بیا ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه په رسمیت نه پېژني او د دې اراده نه‌لري چې د یادې ډلې ډیپلوماتان، افتخاري کونسلان یا هر ډول استازي ومني.

په دې برخه کې تر دې وړاندې هوکړه شوې وه، چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت په اسټرالیا کې خپل فعالیتونه دروي. اسټرالیايي چارواکي وايي، دغه قانوني نوښت د افغان ښځو د ژوند له تجربو څخه سرچینه اخلي او اسټرالیا ژمنه ده، چې د دغه بهیر پرمهال له افغان ښځو او د مدني ټولنو له سازمانونو سره معناداره تعامل ولري.

ټاکل شوې، چې اسټرالیا د روان کال په تلې میاشت کې له مدني ټولنې سره کورنۍ مشورې ترسره کړي؛ څو د دغه نوښت جزییات لا وڅېړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تل د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
په همدې تړاو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زده‌کړو ټول محدودیتونه لغوه کړي او ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم له نړۍوالې ټولنې د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه کړې؛ څو پر طالبانو فشار راوړل شي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۱
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

یاد سازمان دا «پنځه کاله د هیلو او خوبونو د له‌منځه تلو» او پنځه کاله د بې‌عدالتۍ دوره بللې ده. د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره، لا هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوې ۱۷ کلنې افغان زده‌کوونکې په حواله لیکلي: «زه ښوونځي ته د بېرته ستنېدو لپاره ډېره خوشحاله وم؛ خو هغوی اجازه رانه کړه چې ټولګي ته ننوځو. په کور ناستې یو، دغه ژوند به موږ څه کړو؟»

خو د بشري حقونو یاد سازمان ویلي، چې ډېری افغان ښځې او نجونې د اعتراضونو په تنظیمولو، په پټو انلاین ښوونځیو کې د زده‌کړو له دوام او یا له هېواده بهر په کډوالۍ کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د بښنې نړۍوال سازمان له عامه افکارو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه سازمان له انلاین عریضې سره په یوځای کېدو، په دغه کمپاین کې مطرح شوې غوښتنې وڅاري.

دغه سازمان له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د ګډو او پرېکنده اقداماتو له لارې د حساب ورکونې یو پیاوړی مېکانیزم رامنځته کړي؛ څو طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکولو ته اړ شي.

دغه سازمان د بشري حقونو د فعالې ترینا ودود په حواله لیکلي: «د حیرانتیا وړ ده، چې نړۍواله ټولنه لاهم له طالبانو تمه لري چې د بشري حقونو درناوی وکړي». دغه بنسټ ټینګار کړی، چې باید له ټولو شته فشارونو کار واخیستل شي؛ څو طالبان د ښځو او نجونو د حقونو درناوي ته اړ کړل شي، جنسیتي ځورونې او ځپنې پای ته ورسول شي او ښځو او نجونو ته په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د ګډون زمینه برابره شي.

دغه سازمان همداراز د بدني سزاوو د درولو او د یوه خپلواک قضايي نظام د رامنځته کولو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه انلاین عریضه چې د «چوپتیا ماته کړئ: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدئ» تر شعار لاندې څاري، د ۲۰۲۴کال د نومبر میاشتي د بښنې نړۍوال سازمان د کمپاین دوام دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د نړۍوالې ټولنې پر غیرفعال چلند په نیوکې سره ټینګار کړی، چې یوازې اعلامیې او توندې څرګندونې به د ځپنې مخه ونه نیسي؛ بلکې «پرېکنده اقدام» کولای شي د ځپنې دغه لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

دغه د بشري حقونو سازمان له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د بدني سزاوو د مخنیوي او په افغانستان کې د یوه خپلواک او بې‌پرې قضايي نظام د رامنځته کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

بې‌وزلي او د روغتیایي خدمتونو کمښت؛ په افغانستان کې خوارځواکي مېلیونونه ماشومان ګواښي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱
100%

ای‌ټي‌وي نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، افغانستان د خوارځواکۍ له پراخ ناورین سره مخ دی او نږدې څلور مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې شاوخوا یو مېلیون یې د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

راپور د یلدا په نوم د یوې وړې نجلۍ کیسه بیانوي، چې د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې بستر ده. نوموړې ګلابي کالي اغوستي او نوکان یې په سور رنګ رنګ شوي؛ خو د خوارځواکۍ له امله یې بدن دومره کمزوری شوی چې نور د خپل سر وزن نه‌شي زغملای.
د راپور له مخې، یلدا سخت دردونه لري او مور یې په داسې حال کې د روغتون پر بستر د هغې ترڅنګ ناسته ده چې د خپلې لور درد نه‌شي کمولای او نه د هغې د راتلونکي په اړه هیله لري.
راپور کاږي، یلدا د هغو شاوخوا یو مېلیون افغان ماشومانو له ډلې ده چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی. د راپور پر بنسټ، روغتون هغه درمل نه‌لري چې یلدا ورته اړتیا لري او کورنۍ یې هم نورې پیسې نه‌لري چې درمل ورته وپېري.
د یلدا کورنۍ د درملنې لپاره خپله یوازینۍ غوا پلورلې ده؛ خو هغه پیسې هم نږدې پای ته رسېدلې او اوس نورې لارې چارې نه‌لري؛ په داسې حال کې چې د ماشوم روغتیا ورځ تر بلې خرابېږي.
راپور زیاتوي، یلدا او کورنۍ یې یوازې نه‌دي؛ د روغتون په بېلابېلو څانګو کې لسګونه نورې کورنۍ هم له ورته وضعیت سره مخ دي. د اندرا ګاندي روغتون د جدي پاملرنې یوه ډاکټر ای‌ټي‌وي نیوز ته ویلي، چې ځینې وختونه د ناروغانو د درملنې لپاره یوازې شیدې لري.
راپور کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې نړۍوالې بشري مرستې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې او د افغانستان مېلیاردونه ډالر شتمنۍ هم په بهرنیو حسابونو کې کنګل پاتې دي.
د راپور له مخې، بې‌کاري او پر ښځو کاري محدودیتونو د کورنیو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی او مېلیونونه کورنۍ یې د لوږې له ګواښ سره مخ کړې دي. یونېسف ویلي، دامهال په افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او نږدې یو مېلیون یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
راپور د انیسې په نوم د یوې اووه کلنې نجلۍ کیسه هم بیانوي، چې د شکرې ناروغي لري. راپور کې راغلي، انیسه هر څو شېبې وروسته د درد له امله ژاړي او مور او ترور یې د روغتون د ګرمې خونې په منځ کې په یوې زړې مجلې باد وهي؛ څو لږه ارامه شي.
د انیسې کورنۍ د شکرې ناروغۍ د درملو د پېرلو توان نه‌لري او وروسته خوارځواکي هم پرې اضافه شوې ده. ډاکټران شک لري، چې ښايي نوموړې تومور هم ولري؛ خو د کورنۍ اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې د اړینو ازموینو لګښت هم نه‌شي برابرولای.
د راپور له مخې، د انیسې مور په اوښکو کې ډوبه ده او په سختۍ خبرې کولای شي. هغه وايي، مېړه یې بې‌روزګاره دی او کورنۍ یې دومره بې‌وزله ده چې د خپلې لور د درملنې توان نه‌لري.
راپور زیاتوي، په روغتون کې له هرې مور سره چې خبرې شوې، ټولو یوه ګډه اندېښنه لرله هغه دا چې ایا ماشوم به یې تر سبا ژوندی پاتې شي او که نه؛ د درملنې او خوړو پیسې به یې له کومه کړي.
راپور زیاتوي، د لوږې، خوارځواکۍ، د درملو کمښت، فقر او د نړۍوالو مرستو د کمښت ګډو اغېزو افغانستان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ کړی او هره ورځ د ماشومانو ژوند اخلي.

د ایران اقتصادي ناورین؛ زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱
100%

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، د ایران اقتصادي ناورين، لوړې بیې او د خلکو د پېرلو کمزوري ځواک زرګونه افغان کډوال اړ اېستي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته هغه هېواد ته ستانه شي چې په‌کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

د راپور له مخې، محمد سعید په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و؛ خو اوس د هغه زرګونو افغانانو له ډلې دی، چې د ایران د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستون شوی. هغه رویټرز ته ویلي، د ایران د اسعارو ارزښت دومره ټیټ شوی چې د دوی سپما شوې شتمني یې زیانمنه کړې ده.
راپور کاږي، ایران د لسیزو لپاره افغانانو ته د بې‌وزلۍ او جګړو څخه د تېښتې مهم ځای و؛ خو اوس د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره کړکېچن شوی، چې ګڼ افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
رویټرز د هرات او فراه ولایتونو په سرحدي سیمو کې له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره خبرې کړې دي. ګڼو دغه ستنو شویو کډوالو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې وزګاره وو او د لوړ انفلاسیون له امله یې نور د ژوند توان نه درلود.
د راپور له مخې، له امریکا او اسراییل سره د ایران د کړکېچ، بندیزونو او اقتصادي فشارونو له امله د مصرفي توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو انفلاسیون نږدې ۱۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.
راپور کاږي، چې ډوډۍ، شېدې او نور لومړني توکي د مېلیونونه خلکو لپاره د لاسرسۍ له کچې وتلي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د سروې له مخې، یوازې ۲۹ سلنه هغه افغانان چې په وروستیو کې له ایران نه ستانه شوي، لا هم لږې سپماوې لري په داسې حال کې چې د هغوی عاید د پخوا پرتله نږدې یو پر درېیمه برخه کم شوی دی.
راپور زیاتوي، په تېرو دوو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېر افغانان له ایران نه وتلي دي؛ ګڼ دغه افغانان یا په جبري توګه اېستل شوي او یا د ایراني چارواکو د فشارونو له امله بېرته ستانه شوي دي.
په راپور کې د عبدالجبار په نوم د یوه افغان کډوال کیسه هم راغلې، چې له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو، مور او لمسي سره له څلوېښت کلن ژوند وروسته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه ویلي، چې په ایران کې اوس‌مهال د جګړې او اقتصادي ناورین له امله کارونه په ټپه درېدلي او له همدې امله بېرته ستنېدو ته اړ شوی.
عبدالجبار ویلي: «ما به ویل که افغانستان یوازې دوه کوڅې لرې هم وي، نه ورځم». خو اوس چې افغانستان ته راستون شوی، لاهم بې‌روزګاره دی او د خپلوانو په مرسته ژوند کوي.
راپور د رضوانه جامي په نوم د یوې افغانې مېرمنې کیسه هم رااخلي. هغې او زوی یې په ایران کې د پنیر جوړولو کوچنی کاروبار لاره؛ خو د اقتصادي ناورين له امله یې کار زیانمن شو او افغانستان ته ستانه شول.
د رویټرز په وینا، هغوی اوس په هرات کې خپل کاروبار بېرته پیل کړی او هڅه کوي نوی بازار پیدا کړي؛ خو د رضوانې ۱۷ کلنه لور چې په ایران کې یې اته کاله زده‌کړې کړې وې، له راستنېدو وروسته ښوونځي ته نه‌شي تلای.
رضوانه وايي: «هغه تل راته وايي، مورې اته کاله مې زده‌کړې وکړې او اوس په کور ناسته یم».
راپور کاږي، چې د ایران اقتصادي ستونزو ګڼ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي؛ خو د ښځو او نجونو لپاره دغه ستنېدنه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د زده‌کړو او ټولنیز ژوند له محدودیتونو سره هم مل ده.