د هېوادونو د استازو خبرې تر ډېره پر پنځو موضوعاتو راڅرخېدې: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، بشري ناورین، پر ښځو محدودیتونه او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی.
ترهګري او د ناامنۍ زیاتوالی
د امنیت شورا نږدې ټولو غړو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې هېواد له پولو هاخوا یو ګواښ وباله.
د ایران استازي وویل، طالبان باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو د پلانولو یا ترسره کولو لپاره وکارول شي. هغه داعش خراسان جدي ګواښ وباله او د لا پراخې سیمهییزې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
چین له طالبانو وغوښتل چې له داعش خراسان، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان سره پرېکنده مبارزه وکړي او په دې برخه کې لا ډېره اراده وښيي.
روسیې هم د داعش خراسان د افرادو د جلبولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ترهګرو ډلو غړي له سوریې څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.
د روسیې استازي وویل: «داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې حضور لري او طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې په بشپړه توګه ورسره مقابله وکړي.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز طالبان په ترهګرو ډلو د پناه ورکولو تورن کړل او ویې ویل، په افغانستان کې د روان وضعیت پایلې یوازې د دې هېواد تر پولو نه محدودېږي.
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې له طالبانو څخه «خبرې نه، بلکې اقدام» وغواړي. والتز همداراز طالبان تورن کړل چې بهرني وګړي د خبرو اترو د وسیلې په توګه کاروي او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
ډنمارک هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او داعش خراسان حضور د افغانستان، د دغه هېواد د ګاونډیانو او نړیوال امنیت لپاره خطر وباله. فرانسې، بریتانیا او پاکستان هم ورته اندېښنې مطرح کړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، په افغانستان کې د امنیتي پېښو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوی دی. په دې موده کې د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا
د پاکستان استازي ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې او له مصونیت څخه په ګټې اخیستنې فعالیت کوي.
هغه وویل، پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې په هغو بریدونو کې له ۴۷۰۰ څخه ډېر کسان له لاسه ورکړي چې د اسلاماباد په وینا، له افغانستان څخه تنظیم شوي دي. د پاکستان استازي له طالبانو وغوښتل چې د دغو ډلو پر وړاندې عملي او د کره کېدو وړ اقدامات وکړي.
هغه همداراز په افغانستان کې د پرمختللو وسلو او هغو تجهیزاتو ته د وسلهوالو ډلو د لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې دي.
روسیې او بریتانیا د ترینګلتیا د کمېدو او د طالبانو او پاکستان د بېرته خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د دواړو لورو ترمنځ د پولې وضعیت ناثابت بلل شوی دی. د دغه راپور له مخې، هوايي بریدونو، د بېپیلوټه الوتکو څارنیزو الوتنو او متقابلو ډزو د غزني، کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا، کندهار او ننګرهار ځینې سیمې اغېزمنې کړې دي.
په دغو نښتو کې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې لږ تر لږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په همدې وخت کې، ترکیې او قطر یو ځل بیا د منځګړیتوب لپاره هڅې پیل کړې دي. د ترکیې د استخباراتو مشر او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي. تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د کابل او اسلاماباد په اړیکو کې دې دایمي ښه والی راغلی وي.
پر ښځو محدودیتونه او بشري ناورین
د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو. د بریتانیا استازي وویل، هېڅ هېواد هغه مهال پرمختګ نه شي کولای چې د وګړو نیمايي برخه یې له عامه ژوند څخه لرې کړل شوې وي.
هغه د افغان ښځینه کارکوونکو پر مخ د ملګرو ملتونو دفترونو ته د یو کال راهیسې د ننوتلو د بندیز یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه محدودیت د بشري مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی دی. بریتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال د افغانستان له خلکو سره له ۱۴۰ میلیونو ډالرو ډېره مرسته وکړي.
فرانسې د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کار بندیز د منلو وړ نه وباله او ویې ویل چې نړیوالې ټولنې د طالبانو غوښتنو ته غوږ نیولی، خو اوس طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته عملي ځواب ورکړي.
د امریکا استازي هم د مېرل سټریپ د خبرو په یادولو سره وویل چې په کابل کې یوه ښځینه پیشو له افغانې ښځې ډېر حقوق لري، ځکه هغه کولای شي له کوره ووځي او د لمر رڼا وویني. هغه د ښځو او نجونو د پنځه کلن تعلیمي محرومیت وضعیت خواشینوونکی وباله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا یو پر درېیمه برخه وګړي له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. اټکل کېږي چې سږ کال ۱۳.۸ میلیونه کسان به د خوراکي ناامنۍ په بحراني یا بېړني وضعیت کې وي.
همداراز تمه کېږي چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د زمري تر ۲۲مې پورې هم نږدې یو میلیون او ۱۵۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو دغه پراخ بېرته ستنېدل د کار پر بازار او عامه خدمتونو لا ډېر فشار اچولی دی.
جورجت ګانیون وویل، سوله یوازې د جګړې نه شتون ته نه ویل کېږي، بلکې خلک باید له انساني کرامت، د پرمختګ له فرصتونو او د راتلونکي له هیلهمندۍ څخه برخمن وي.
د هغې په وینا، افغانان وايي چې له پنځو کلونو نسبي ارامۍ سره سره، د طالبانو سیاستونو هغوی څنډې ته ټېل وهلي دي. د هېواد اقتصاد هم لا هم ډېر نازک دی.
له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف
د امنیت شورا غړي په دې موافق وو چې له افغانستان سره د تعامل دوام اړین دی، خو د تعامل د بڼې او شرطونو په اړه یې بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.
امریکا، بریتانیا او فرانسې وویل چې تعامل باید د طالبانو له حسابورکولو سره مل وي. دغو هېوادونو پر ترهګرو ډلو د عملي اقداماتو، د ښځو د حقونو د رعایت، د ټولشموله حکومت د جوړېدو او د بهرنیو وګړو د خوشې کېدو ټینګار وکړ.
په مقابل کې، چین، روسیې او ایران د خبرو اترو د دوام، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د منزوي کولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
چین وویل، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان منزوي کول د دغه هېواد ستونزې نه شي حل کولای. روسیې ټینګار وکړ چې افغانستان باید تر فشار او ګواښ لاندې ونه راوستل شي. ایران هم سیاسي تعامل او سیمهییزه همکاري د افغانستان د ستونزو د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لار وبلله.
د هند استازي د افغان کډوالو پر پراخو ایستلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو نیوکه وکړه او دا یې «سوداګریز او ترانزیټي ترهګري» وبلله. هغه وویل، د بشري حقونو وضعیت له امنیت، پراختیا او اقتصادي فرصتونو څخه بېل نه شي ښه کېدای.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل، د طالبانو او بهرنیو حکومتونو ترمنځ له خبرو پرته، د افغانانو له ګډون څخه پرته، هېڅ دوامداره حللاره نه شي رامنځته کېدای. هغه ټینګار وکړ: «افغانستان تر طالبانو پراخ دی. افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو برخهوال وي، نه نندارچیان.»
فایق وویل، د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې نه یوازې د طالبانو منزوي کولو پایله ورکړې او نه هم هغه تعامل چې روښانه سیاسي موخه ونه لري. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید اصولي او پایلهمحور تعامل تعقیب کړي، څو داسې حکومت رامنځته شي چې مشروع، د خلکو استازی او حسابورکوونکی وي.
ګډې اندېښنې، بېلابېلې حللارې
د امنیت شورا غړو د افغانستان د ثبات د اړتیا او د دې هېواد د خاورې د ترهګرو ډلو په پناهځای د نه بدلېدو په اړه ګډ نظر درلود. اصلي اختلاف د دې هدف ته د رسېدو پر لارې و.
ځینو هېوادونو له طالبانو سره فشار، حسابغوښتنه او د روښانه شرطونو ټاکل اړین وبلل. یوې بلې ډلې بیا د خبرو اترو دوام او د اقتصادي همکاریو پراختیا اغېزمنه وبلله.
د دې غونډې د ویناوالو له خبرو څرګنده شوه چې د القاعدې، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان او د منځنۍ اسیا د سختدریځو ډلو فعالیتونو یو ځل بیا افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې راوستی دی.
د دغو ګواښونو ترڅنګ، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، بشري ناورین او پر ښځو پراخ محدودیتونه لا هم هغه مهم عوامل دي چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې سیاست تر ډېره ترې اغېزمنېږي.