• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني پولیسو د یوې کنیسې د سوځولو په تړاو یو افغان نیولی دی

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د جرمني پولیسو یو ۳۷ کلن افغان د دغه هېواد په لوېدیځ کې د ووپرتال ښار د یوې کنیسې د سوځولو د هڅې په شک نیولی دی. په دې پېښه کې څوک نه‌دي ټپیان شوي او اور ژر مهار شوی دی. دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) شوې ده.

د جرمني پولیس وايي، دغه کس د ماسپښین شاوخوا دوه بجې د کنیسې پر زینو اوبلن سون توکي شېندلي او بیا یې ورته اور اچولی دی. ځایي کسانو سملاسي اور مړ کړی او اوښتی مالي زیان هم لږ بلل شوی دی. پولیسو لږ وروسته د پېښې له ځای سره نږدې مشکوک کس ونیوه.

پولیس وايي، دغه کس د افغانستان تابعیت لري او تر دې وړاندې هم د پولیسو له‌خوا پېژندل شوی و. د دغه کس د یاد اقدام انګېزه تر اوسه نه‌ده روښانه. جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه کنیسه شپه او ورځ د پولیسو تر څار لاندې ده. تر پېښې وروسته د کنیسې په شاوخوا کې د پولیسو حضور پراخ شوی دی.

د جرمني د یهودانو مرکزي شورا دغه پېښه د اور اچونې برید بللی دی. پر یادې کنیسې تر دې مخکې هم برید شوی و. د ۱۳۹۳ کال په زمري میاشت کې درېیو فلسطینيانو د همدې کنیسې په دروازه کې سون توکي ګوزار کړي وو. په هغه برید کې هم چاته د سر زیات نه و اوښتی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

•
•
•

نور خبرونه

له ښوونځي تر واده؛ د زده‌کړو بندیز افغان نجونې له کوم برخلیک سره مخ کړې؟

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۲ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شول. یونېسف وايي، په همدې موده کې تر ۲.۶ مېلیونه ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د نورو سیمو ترڅنګ د سویلي‌ ولایتونو یوشمېر نجونې خپل راتلونکي ته نهیلې او یوشمېر یې ان په رواني ناروغیو اخته شوې دي.

په دې موده کې زرګونه نجونې له ښوونځیو پاتې شوې، د زده‌کړو او کار حق یې له لاسه ورکړ او د ځینو لپاره د ښوونځي پر ځای د واده دروازه پرانیستل شوه. د نجونو د ژوند بدل شوي مسیرونه او د پنځه کلن بندیز اغېزې لاهم د هغوی د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د کندهار اوسېدونکې معصومه «مستعار نوم» د زرغونې انا لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، چې له زده‌کړو منع شوه او بیا اجازه ورنه کړل شوه چې په خصوصي توګه هم زده‌کړې وکړي. هغه نهيلې شوه او بالااخر یې کورنۍ هغه واده کړه. معصومې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «هیله مې لرله چې ډاکټره شم؛ خو کله چې له زده‌کړو راوګرځول شوم دوه کاله وروسته مې کورنۍ زما د واده نیت وکړ. په ښوونځي کې ترټولو تکړه وم، له لومړنیو ټولګیو څخه اول او دویم نمره وم، که چېرې له زده‌کړو نه وای بې‌برخې شوې، باوري یم چې اوس به د طب پوهنځي په وروستیو سمسټرونو کې وای».

معصومه وايي، کورنۍ یې دومره امکانات نه‌لرل چې هغه بل هېواد ته د زده‌کړو لپاره واستوي. هغې زیاته کړه: «اوس واده شوې یم او د زده کړو سره تړلې ټولې هیلې مې اوبو وړې دي؛ ځکه راتلونکي ته هېڅ هیله نه‌لرم».

ډېرې هغه نجونې چې پنځه کاله وړاندې د اتم، نهم یا هم دولسم ټولګي زده‌کوونکې وې، نن باید د پوهنتون په ټولګیو یا هم د لوړو زده‌کړو په وروستي پړاو کې وای؛ خو د زده‌کړو پرځای له یوه اوږد انتظار سره مخامخ دي.

د معصومې په څېر زرګونه نورو نجونو هم خپلې هیلې بایللې دي؛ خو ځینې لاهم په دې تمه دي چې ګوندې یو ځل بیا ښوونځیو ته ولاړې شي. کندهار کې د پوهنې ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې یوازې په دولتي ښوونځیو کې له اووم تر دولسم ټولګي پورې نږدې ۱۵زره نجونو زده‌کړې کولې.

تر ۲۰۲۲کال وروسته بیا تر ننه پورې په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو کې سلګونه هغه نجونې هم له پنځم او شپږم ټولګیو منع شوې، چې عمرونه یې کم خو په ونه لوړې وې. ۱۲کلنه عایشه چې د پنځم ټولګي زده‌کوونکې وه وايي، سږ کال شپږم ټولګي ته تلله خو له زده‌کړو منع شوه.

هغه وایي: «سږ کال شپږم ټولګي ته تللم؛ خو له زده‌کړو منع شوم، ځکه راته وویل شول چې عمر مې زیات دی او باید نور ښوونځي ته ولاړه نه شم. امربالمعروف والا به هر وخت راتلل او ویل به یې چې غټې نجونې دې نه راځي».

له ښوونځي پاتې کېدل نجونې له نورو ټولنیزو ستونزو سره هم مخامخ کړې دي. یونېسف وايي، چې له زده‌کړو محرومې نجونې د ماشومانو د کار، کم‌عمره واده، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي له لوړو ګواښونو سره مخ کېدای شي.

له زده‌کړو بې‌برخې افغان نجونې دغه بندیز یوازې د یوه ښوونځي د دروازې تړل نه؛ بلکې د زرګونه نجونو د راتلونکي، مسلک او هیلو سره تړلی یادوي. د یونېسف د ۲۰۲۶کال د تحلیل له مخې، که اوسني محدودیتونه همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ شي.

افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې او ښځې په‌کې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. په افغانستان کې واکمن طالبان د نجونو پر زده‌کړو تر بندیزونو وروسته د زیات شمېر نیوکو، اندېښنو، نړۍوالو سپارښتونو او د نړۍ له جدي خبرداري سره مخ شوي او له دغه ډلې په وار، وار غوښتل شوي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

خو طالبان د هیڅ کس، ټولنې، سازمان او هېوادونو دغه ډول اندېښنو ته مثبت جواب نه‌دی ویلی او «امرثاني» پورې دغه اعلان شوی بندیز نن پنځه کلن شو. لاهم روښانه نه‌ده، چې طالبان به د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو ته تر کومه دوام ورکړي.

د زده کړو بندیز ته غبرګونونه

یوشمېر سیاست‌والو، فعالانو، افغان مېرمنو، سازمانونو او ګڼو هېوادونو د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو ته غبرګونونه ښودلي او له یادې ډلې یې غوښتي، چې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او افغان نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه چې د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵کال (د وږي په ۲۵مه) په نیویارک کې جوړه شوه هم یوه برخه یې د نجونو د زده‌کړو پر بندیزونو متمرکزه وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنېټ وايي، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نیمایي نفوس یې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دی.

هغه ویلي، د دغه وضعیت اغېزې یوازې پر نجونو نه بلکې د افغانستان پر اوسني او راتلونکي حالت هم دي او د نجونو پر رواني روغتیا یې هم اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه «د زغملو وړ نه‌دي».

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه پیغام کې په افغانستان کې د خپل دفتر د چارواکي ډانیل ټیمه په حواله ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو اوسنی وضعیت «زړه بوږنوونکی» دی او دغه اداره د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د امنیت شورا په غونډه کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی دی. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار محدودیتونو د بشري مرستو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاناما استازي د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت حقونه د افغانستان د خلکو له هویت، کلتور یا دین سره په ټکر کې نه‌شي راتلای. نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان دریځ ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره ناسازګاره بللي او د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د حضور پر وړاندې یې د خنډونو لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د سولې د نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ بنسټ ويلي، چې پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز لګولو پرمهال په ټولګیو کې ناستې نجونې اوس شل کلنۍ ته رسېدلې دي؛ خو د دغه محدودیتونو له امله تراوسه هیڅوک ځواب ورکولو ته نه‌دی اړ اېستل شوی.

ګڼو نورو هېوادونو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي او د پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونه یې غندلي‌ دي.

د بشري حقونو څار سازمان: د چین نوې مقرره د خلکو د سفرونو حق محدودوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د چین نوې مقرره له دغه هېواده د اتباعو او بهرنیو وګړو د وتلو د مخنیوي لپاره د حکومتي ادارو واکونه پراخوي او د «ملي امنیت» په نوم د سفر د بندیزونو زمینه برابروي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چین د دولتي شورا د ۱۹ مادې لرونکې ۸۴۱م فرمان د سپټمبر له ۱۵مې نافذ شوی او چارواکو ته یې د هغو کسانو د سفر د مخنیوي پراخ واک ورکړی چې د ملي امنیت یا نورو نامعلومو خطرونو په تړاو یې سفر ستونزمن وګڼل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې مایا وانګ ویلي: «د چین حکومت خپل قوانین سختوي، څو په خپل سر پرېکړه وکړي چې څوک له چین څخه وتلی شي او څوک نه؛ دا د یوه هېواد د پرېښودو نړیوال خوندي شوی حق نقضوي».

هغې زیاته کړې، چې چینايي چارواکو په دې وروستیو کلونو کې د بشري حقونو د مدافعانو او قومي لږکیو پر نړیوالو سفرونو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې، خو په وینا یې: «ټول خلک، په دې کې بهرني وګړي هم شامل دي، باید د چین د پرېښودو د خپل توان په اړه اندېښمن وي».

د راپور له مخې، نوې مقرره د کډوالۍ چارواکو ته اجازه ورکوي چې د سفر د اسنادو د غوښتنې پر مهال، «د اړتیا په صورت کې» اتباع له «لوړ خطر» هېوادونو یا سیمو ته له سفر کولو څخه منع یا یې وهڅوي.

خو د بشري حقونو څار سازمان وايي، په مقرره کې نه‌ده روښانه شوې چې «لوړ خطر» څه ته ویل کېږي او یا په کومو شرایطو کې د یوه کس له سفره د راګرځولو اقدام «اړین» ګڼل کېږي.

دغه مقرره له چین څخه د وتلو غوښتونکو څخه دا هم غواړي چې د سفر دلیلونه یې «رښتیني او قانوني» وي، خو د سازمان په وینا، د «قانوني» سفر د موخې لپاره یې مشخص معیارونه او د اړینو اسنادو څرنګوالی نه‌دی روښانه کړی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د نوې مقررې له مخې بهرني وګړي هم له چین څخه د وتلو له بندیز سره مخ کېدای شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د چین د «مقابله‌يي اقداماتو»، «نامعتمد بنسټونو» یا «ناوړه بنسټونو» په نوملړونو کې شامل شي.

دغه سازمان وايي، چینايي چارواکو په تېرو کلونو کې د ځینو بهرنیو وګړو د وتلو مخه هم نیولې ده. د سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې له چین څخه د یوه امریکايي دولتي کارکوونکي او د وېلز فارګو بانک د یوه اجراییوي چارواکي له وتلو مخنیوی شوی وو، سره له دې چې پر هغوی د جرم تور نه‌وو لګېدلی.

مایا وانګ خبرداری ورکړی، چې دا ډول محدودیتونه ښايي د بیان او علمي ازادۍ پر فضا هم اغېز وکړي.

هغې ویلي: «د چین د وتلو محدودیتونه به د بیان او علمي ازادۍ فضا نوره هم محدوده کړي او چینايي او بهرني وګړي به د دې وېرو له امله لا ډېر ځان‌سانسورۍ ته اړ کړي چې ښايي له هېواده د وتلو مخه یې ونیول شي».

د بشري حقونو د څار سازمان له نورو حکومتونو هم غوښتي چې د چین پر حکومت فشار راوړي څو د دوی په وینا، دغه «ناوړه» مقررات لغوه کړي او له هغو خپلو اتباعو ملاتړ وکړي چې د وتلو له بندیزونو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، «هر څوک حق لري چې د خپل هېواد په ګډون هر هېواد پرېږدي». خو په نړیوالو بشري حقونو کې د دغه حق لپاره ځینې محدودیتونه د ملي امنیت، عامه نظم، عامې روغتیا، اخلاقو او د نورو د حقونو د ساتنې په موخه، د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم، منل شوي دي.

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

پاکستان هغو اتو افغان طبي محصلینو ته یو کلنې د زده‌کړې ویزې ورکړي، چې تر دې مخکې د ویزو له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي وو. په همدې حال کې د لاهور عالي محکمه د افغان محصلینو د وضعیت په تړاو سبا (جمعه) خپله پرېکړه کوي.

په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو».

هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیب‌الله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زده‌کړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو».

په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو له‌خوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي.

نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي».

دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په راتلونکې اورېدنه کې به د دوی د پاتې کېدو او یا هم له پاکستان څخه د اېستلو په تړاو پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړې: «لاهور محکمې تر جمعې ورځې افغان محصلینو ته وخت ورکړی وو، سبا به د لاهور محکمه دویمه پرېکړه کوي چې افغان محصلین پاتې شي او که ووځي».

نوموړي د محکمې د احتمالي پرېکړې په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي: «تمه شته چې د لاهور محکمه به د افغان محصلینو په ګټه پرېکړه وکړي».

په پاکستان کې د طب پوهنځیو افغان محصلینو د ویزو او په دغه هېواد کې د زده‌کړو د دوام موضوع وروسته له هغې جنجالي شوه، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یو شمېر افغان محصلینو ته د تحصیلي ویزو له پایته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو لارښوونه وکړه.

د محصلینو د وکیلانو په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له وړاندې په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې شامل شوي او د زده‌کړو مهم پړاوونه یې بشپړ کړي، له دې پرېکړې سره له خپلو زده‌کړو د پاتې کېدو له خطر سره مخ شول.

د لاهور عالي محکمې تر دې مخکې د افغان طبي محصلینو د عریضو له څېړلو وروسته د هغوی د جبري اېستلو د اقدام د ځنډولو امر کړی وو او محصلینو ته یې اجازه ورکړې وه، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې خپلې زده‌کړې او ازموینو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې هغه افغان محصلین چې په معتبره تعلیمي دوره کې شامل وي او معتبره ویزه ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

اوس د اتو اېستل شویو افغان طبي محصلینو لپاره د یو کلنو ویزو صادرېدل او د لاهور محکمې راتلونکې پرېکړه، د هغو افغان محصلینو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران په دوغارون پوله کې زرګونه باروړونکي موټر افغانستان ته د اوښتلو په تمه ولاړ دي. افغان موټرچلوونکي وايي، د اوږده انتظار ترڅنګ د پارکینګ لوړو بیو، د ویزې ستونزو، د تشناب او حمام نشتوالي، د سون‌توکو محدودیتونو او امنیتي خطرونو یې ژوند او اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.

ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.

د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.

د هغه په وینا، هره ورځ د موټر د پارکینګ لپاره شاوخوا ۵۵۰ زره ایراني تومان ورکوي او د شپې د پاتې کېدو او خوراک لپاره هم اضافي لګښتونه پرې کوي.

هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.

دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.

د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.

100%

د نوبت ځنډنی سیستم

د دوغارون د ستونزو یوه مهمه برخه د موټرو د تېرېدو د نوبت سیستم دی.

د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.

دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.

یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.

د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.

د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.

بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سون‌توکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سون‌توکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.

ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي

په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.

ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.

100%

د تایباد ولسوال د ستونزې یوه مهمه برخه د دوغارون سیمې او حکومتي ادارو ترمنځ د مسوولیت په وېش کې ابهام بولي، خو د دې ټولو ادارو د کمکاریو له امله تر ټولو ډېر زیان هغه څوک ویني چې موټر ته ناست دي.

د دوغارون د ترمینل د مسوول په وینا، شاوخوا ۶۱۷۹ باروړونکي وسایط په دوو ترمینلونو کې درېدلي او یوازې د دوغارون په دوو پارکینګونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ موټر ولاړ دي.

د طالبانو د امارتي شرکتونو یوه پلاوي په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې د تېلو د قراردادونو او شته ستونزو د اواري په اړه خبرې کړې دي، خو ددغو خبرو اترو جزئیات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت فشار زیاتوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان له‌خوا د «بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلال‌اباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې‌اسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.