• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سبا به ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱

له ګوزڼ د پاک افغانستان بنسټ وايي، ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین پیل شي.

یاد بنسټ له خلکو غوښتي له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان لپاره په دغه کمپاین کې مرسته وکړي.
د دغه بنسټ په وینا یوازې په سویلي زون کې دغه کمپاین سه شنبه(د وږي۳۱مه) پیلیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ (پولیو) کچه لوړه شوې او سږ کال یې مثبتې ثبت شوې پېښې ۲۵ ته رسېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو (۲۰۲۱) مخکې په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر د پام وړ کم شوی و. په ۲۰۲۰ کال کې په ټول هېواد کې ۵۶ او په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې>

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

•
•
•

نور خبرونه

راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې لټوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په کابل کې خلک له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره سره هڅه کوي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دغو محدودیتونو ترمنځ د ژوند کولو لارې پیدا کړي.

د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د حجاب، د ښځو د مخ پوښلو او د ښځو او نارینه‌وو د ټولنیزو اړیکو په ګډون یو شمېر محدودیتونه بېرته نافذ کړل، خو د دغو مقرراتو عملي کېدل او د خلکو غبرګون په ځینو برخو کې د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې له واکمنۍ سره توپیر لري.

اېن‌پي‌ار د «وېکټور ازمون» په نوم د یوې ټلوېزیوني سیالۍ بېلګه ورکړې چې چلوونکې او ګډونوالې یې ښځې دي او دوه ډلې پکې له یو بل سره سیالي کوي. راپور وايي، ښځې لا هم په بېلابېلو ټلوېزیوني خپرونو کې لیدل کېږي او ډېری یې د مخ د بشپړ پوښ پر ځای ماسکونه کاروي.

راپور زیاتوي چې په کابل کې ځینې ښځې له نارینه محرم پرته هم په ښار کې ګرځي او نسبتا ساده حجاب اغوندي. د دغه رسنۍ خبریالې ویلي چې په مرکزي کابل کې یې یوه ښځه لیدلې چې یوازې روانه وه، لنډه چپنه یې اغوستې وه او په ډاډه زړه یې خپل تګ راتګ کاوه.

یوه کابل مېشتې افغانې، چې د طالبانو د احتمالي غبرګون له وېرې یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي: «تر کومه چې وکولای شم، له ماسک پرته به ګرځم. تر کومه چې وکولای شم، خپل غږ به لرم او غواړم چې ولیدل شم.»

هغې دا ډول چلند د مقاومت یوه بڼه بللې او ویلي یې دي چې باور لري دا مقاومت به یوه ورځ د بدلون لامل شي.

خو راپور وايي، د ښځو دغه ډول کړنې له خطر سره هم مل دي، ځکه د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت د مقرراتو د عملي کولو لپاره څارنه او عملیات کوي.

راپور د ښځینه سینګارتونونو فعالیت هم د کابل د ټولنیز ژوند یوه بېلګه بللې ده. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې په کابل کې د شاوخوا درې زره او په ټول افغانستان کې د نږدې ۱۲ زره ښځینه سینګارتونونو د تړلو امر کړی و، خو د راپور له مخې، ځینې سینګارتونونه اوس هم په پټه فعالیت کوي او پر انټرنېټ اعلانونه خپروي، پرته له دې چې خپل ادرسونه ښکاره کړي.

یوه کابل مېشتې سینګارګرې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په خپل کور کې په پټه سینګارتون چلوي. هغې ویلي چې دا کار «ډېر خطرناک» دی او اړ ده چې مراجعینې په پټه کور ته دننه او بهر کړي، څو د خلکو پام وروا نه وړي.

د راپور له مخې، په کابل کې سینماګانې تړل شوې دي، خو خلک لا هم د ایران، پاکستان او هند له ټلوېزیوني شبکو څخه فلمونه ګوري. همداراز، د نجونو او هلکانو ترمنځ د مینې اړیکو ته رسمي اجازه نشته، خو راپور وايي چې دغه ډول اړیکې لا هم شته او ځینې وخت په ښکاره هم لیدل کېږي.

ټولنیز محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي لګېدلي. د راپور له مخې، نارینه هم د ځینو لوېدیځ ډوله وېښتانو له بڼو، تنګو کمیسونو او هغو لنډو جامو منع دي چې زنګونونه پکې ښکاره وي.

له دې سره، په کابل کې د جیمونو، بدن جوړونې او ظاهري ښکلا ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده. راپور وايي، د طالبانو د غړو په ګډون یو شمېر نارینه جیمونو ته ځي او د غذایي مکملونو او سټرایډونو کارول هم مخ په زیاتېدو دي.

کابل مېشتي خپلواک خبریال علي لطیفي ویلي، د کابل په جیمونو کې د افغان ځوانانو خبرې او غوښتنې «له دوحې، استانبول، کراچۍ یا سان‌فرانسیسکو کې د ځوانانو له ورته غوښتنو سره ډېر توپیر نه لري».

لطیفي وايي، جیمونه، کافې، رستورانتونه او دوکانونه هغه ځایونه وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د له منځه تلو اندېښنه موجوده وه، خو داسې ونه شول. د راپور له مخې، ځینې ځوانان د بدن جوړونې ترڅنګ د وېښتانو کښت او د پوستکي او مخ د ښکلا درملنو، لکه مایکرونېډلینګ او بوټوکس، ته هم مخه کوي.

راپور وايي، د هغو افغانانو ترمنځ چې نه غواړي افغانستان د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې سختو ټولنیزو مقرراتو ته په بشپړه توګه ستون شي، د تدریجي بدلون هیله هم شته.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون د مدني ټولنې او ډیموکراسۍ استاد عبیدالله باهیر ویلي: «افغانان نه دي تسلیم شوي» او د طالبانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې خبرو ته غوږ نیسي او بدلون او ښه‌والي ته چمتو دي.

باهیر زیاتوي چې دا به اسانه نه وي، خو افغانان به د خبرو له لارې د داسې ژوند د رامنځته کولو هڅه وکړي چې د دوی لپاره د منلو وړ وي.

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د «هو وټ وای» ادارې په یوه راپور کې د ملي امنیت د پخواني رییس احمد ضیا سراج له قوله ویلي چې طالبان د پوځي ډرونونو د کارونې او جوړولو وړتیا پراخوي، بهرني ډرونونه پوځي کارونې ته اړوي او د خپلو ډرونونو د جوړولو لپاره افغان انجنیران ګماري.

سراج د دغه رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او وروسته یې د پوځي کارونې لپاره بدلوي. د هغه په وینا، دا ډرونونه د هغو وسایلو په پرتله چې طالبانو د واک تر نیولو مخکې کارول، ګران دي.

سراج ادعا کوي چې طالبان د دغو ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه داسې «کلک شواهد» نشته چې وښيي د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی.

هغه همداراز وايي، د طالبانو بله سرچینه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران دی. د سراج په وینا، دغه ځواک طالبانو ته د ایران له لوري ورکړل شوي ثابت‌وزري ډرونونه برابروي او د طالبانو او سپاه پاسداران اړیکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا نږدې شوې دي.

اسلام‌خان غفاروف، د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون استاد او د «پرمختګ‌پالو اصلاحاتو مرکز» شنونکی، هم د سراج د معلوماتو ډېره برخه تاییدوي. هغه وايي، په تېر یو کال کې یې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو، عادي خلکو او د طالبانو له لیکو سره یې خبرې کړې دي.

غفاروف وايي، طالبانو د ډرونونو د جوړولو لپاره هغه افغان انجنیران هم ګمارلي چې په بهر کې یې زده کړې کړې دي او ځینې یې مخکې له امریکايي او بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و. د هغه په وینا، ځینو دغو انجنیرانو ځکه له طالبانو سره د کار پرېکړه کړې چې تمه یې لرله طالبان به د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله عملي چلند غوره کړي.

د راپور له مخې، طالبان یوازې له هند او ایران سره د ډرونونو په برخه کې اړیکې نه لټوي. غفاروف وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ترکیې ته د سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو سره د «کامیکاز» یا ځانمرګو ډرونونو په اړه لېوالتیا ښودلې وه، خو د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم د روان کال په جنورۍ کې په قطر کې د دفاعي ټکنالوژۍ په یوه نړیوال نندارتون کې د ترکیې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو ځانمرګو ډرونونو په اړه پوښتنې کړې وې. طالبانو تېر کال له روسیې سره د تخنیکي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی، خو د هغه دقیق شرایط نه دي روښانه شوي.

سراج، غفاروف او په کابل کې یوه افغان خبریال چې د نوم نه خپرېدو په شرط یې خبرې کړي، وايي د طالبانو د ډرونونو د پراختیا دوه مهمې موخې د کورنیو وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول اسلامي دولت ډلې، پر وړاندې د پوځي وړتیا لوړول او د یوه هوايي ځواک د رامنځته کولو هڅه ده.

راپور وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان حکومت د امریکا او نورو نړیوالو متحدانو له لوري میلیاردونه ډالر پوځي تجهیزات ترلاسه کړي وو. د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول، خو ډېری الوتکې او چورلکې یا له منځه یووړل شوې او یا د پرزو او ترمیم د نشتوالي له امله له کاره ولوېدې.

د «هو وټ وای» په راپور کې همداراز ادعا شوې چې طالبانو د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو ۱۶ ډرون بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې تر ډېره سوداګریز ډرونونه کارول شوي چې د چاودېدونکو توکو د لېږد او ځانمرګو بریدونو لپاره بدل شوي وو.

تر اوسه د ایران جوړ ثابت‌وزري ډرونونو د دغو بریدونو په کارولو کې د استعمال راپور نه دی ورکړل شوی. راپور وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ د دوام له امله طالبان ښايي د دودیز هوايي ځواک پر ځای د بریدیزو ډرونونو د پراختیا هڅې لا زیاتې کړي.

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» په یوه راپور کې ویلي، ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. راپور کاږي، دغه کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي.

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي.

د دې راپور له‌مخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه پوره کول دي. د روان کال تر يادې نېټې پورې له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه په ټوليزه توګه څه باندې ۱،۱۸ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له بارانه تېښته، تر ناوې لاندې شپه

د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي بندر کې يوه طالب چارواکي ويلي، اوس‌مهال هره ورځ له ۲۰ تر ۴۰ افغان کورنۍ (چې ښځې او نجونې هم په‌کې شاملې دي) د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

د میډیا لاين په راپور کې راغلي، په ايران کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوي او د خوراکي توکو انفلاسيون ۱۳۰ سلنې ته نږدې شوی، چې دې کار د افغان کارګرانو ژوند زښت سخت کړی دی. د کډوالۍ د نړيوال سازمان سروې ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو افغانانو منځنی عاید د پخوا پرتله درېيمه برخه کم شوی او يوازې ۲۹ سلنه راستانه شوي کډوال یو څه سپما لري.

په کابل کې مېشت خبريال علي لطيفي میډیا لاين ته ويلي، دا پرېکړه يوازې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې نه‌ده، بلکې په ایران کې پر استوګنيزو ودانيو بریدونه، د امنیت نشتوالی او د فابريکو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې افغان کورنۍ بېرته ستنېدو ته اړ باسي.

د کارګرانو زیاتوالی او د کار نشتوالی

دا نوي ارقام د راستنېدو د هغې لویې لړۍ دوام دی، چې تر دې وړاندې پیل شوې وه. ملګرو ملتونو د تېرې مې مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې نږدې ۵،۹ ميليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په دوو کلونو کې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو بنسټونو اټکل کړی، چې د روان کال د اپرېل او ډسمبر مياشتو ترمنځ به ۲،۷ ميليونه نور افغانان هم له دغو دوو هېوادونو بېرته راستانه شي.

علي لطيفي زیاتوي، د هرات په چوکونو کې د ورځنيو کارګرانو شاوخوا نیمایي برخه هغه کسان دي، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستانه شوي. دغه کسان په ودانیزو چارو، ترکارۍ او فابريکو برخو کې کاري تجربې لري، خو په افغانستان کې ورته په دې برخو کې فرصتونه محدود دي.

ښځې بیا هم تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې

د «سامويل هال» څېړنيز مرکز مشر څېړونکی سټيفاني بېراټ خبرداری ورکوي، چې د «داوطلبانه» کلمې په کارولو کې باید احتیاط وشي، ځکه د کور کرايې نشتوالی، د معاشونو نه‌ورکړه او د ډېپورټ وېره ايران‌مېشتي افغان کډوال مجبوروي چې بېرته ستانه شي.

د میډیا لاين په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې لپاره د دغه مرکز نوې څېړنه یادېږي. دا څېړنه ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو ۵۸۲ ښځو له ډلې، ۷۷ سلنه هغو چې په ايران کې یې کار کاوه، په افغانستان کې بې‌کاره دي او يوازې ۱۷ سلنه یې پر کارونو بوختې دي. د دې ترڅنګ، د هغو کورنيو ۴۷ سلنه چې له ايران څخه یې د پيسو لېږل (حوالې) بندې شوې، هېڅ بديل عايد نه‌لري او ۹۷ سلنه یې تر پورونو لاندې دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې، چې ۹۲ سلنه راستنې شوې کورنۍ په مياشت کې تر ۱۴۷ ډالرو کم عايد لري او ۹۰ سلنه کسانو ويلي، چې له راستنېدو وروسته یې پورونه نور هم زیات شوي دي.

د جګړې شالید او اقتصادي پرځېدنه

د دغو اقتصادي او ټولنيزو فشارونو رېښه په ايران کې له روانې جګړې او بې‌ساري انفلاسیون سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امريکا او اسراییل په ګډو هوایي بریدونو کې د علي خامنه‌‌يي له وژل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت او د بهرنيو ځواکونو ترمنځ مستقیم پوځي ټکر پیل شو چې په ايران کې یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړ.

د ايران د احصايې مرکز د روان کال په چنګاښ مياشت کې کلنی انفلاسیون ۶۶ سلنه او د ګام پرګام انفلاسیون کچه ۸۷،۹ سلنه اعلان کړه. دا اقتصادي بحران، د تېلو د ونډې کمښت او د ډالر د بيې بې‌سارې لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال د امنیت او روزګار په لټه کې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستانه شي.

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

ایټالیا کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفارت کابل او کندهار ته د ترکیې د استخباراتو د مشر او د قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو پر وروستیو سفرونو او د هغو پر احتمالي پایلو سخته اندېښنه ښودلې ده. دغو پلاوو تېره اونۍ افغانستان ته سفر کړی او له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې کتلي وو.

دغه سفارت د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان برخلیک او راتلونکی باید د بهرنیو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د «پټو امنیتي معاملو» قرباني نه‌شي. دغه سفارت ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړې باید د یوې روښانه او ټولګډونې پروسې له لارې د افغانانو په لاس کې وي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ترکیې د استخباراتو مشر کابل ته له سفر او هلته له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته کندهار ته تللی او د دغه ولایت له والي سره یې کتلي دي. همدا راز د قطر یو لوړپوړی امنیتي پلاوی هم کابل ته تللی او د طالبانو له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

که څه هم د طالبانو ویاندویانو د دغو لیدنو محور د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، امنیتي همکارۍ، له نشه‌يي توکو سره مبارزه او سیمه ییز ثبات ښودلی، خو سفارت وایي چې د دغو ناستو دقیقه اجنډا او پایلې په رسمي ډول نه‌دي روښانه شوي.

سفارت دغه راز کندهار ته د ترکیې د استخباراتو د مشر د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره د هغه نه‌لیدنې ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د مشر د غیاب او ابهام له امله د تصمیم نیولو پروسه په بشپړ ډول غیرشفافه ده.

په روم کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل او منځګړیتوب لپاره د ترکیې او قطر هڅې د ستاینې وړ دي، خو دا ډول سفرونه د افغانستان اساسي ستونزې نه‌شي حل کولای.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو او پاکستان د امنیتي اندېښنو هوارول د افغانستان د پراخو سیاسي، بشري او د بشري حقونو د بحران د حل بدیل نه‌شي کېدای. سفارت د پاکستان د «ستراتیژیک عمق» تګلارې ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه هېواد تاریخي سیاستونه تل په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ لامل شوي او دا مسئله باید له پامه ونه‌غورځول شي.

دغه ډیپلوماټیک بنسټ له ترکیې، قطر، پاکستان او نړیوالې ټولنې غوښتي چې له داسې سیاسي بهیره ملاتړ وکړي، چې د واک د انحصار پای ته رسولو او د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو تامین ته لاره هواره کړي. سفارت ټینګار کړی، چې نړیوال باید د داسې ترتیباتو له نیولو ډډه وکړي چې یوازې د امنیتي همکاریو له لارې د طالبانو ادارې ته سیاسي مشروعیت ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي، تر هغه چې د واک انحصار ختم نه‌شي او د افغانانو په مشرۍ یو مشروع او ټولګډونه نظام رامنځته نه‌شي، په افغانستان او سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات نه‌شي راتلای.

طالبانو بیا د رسمي‌ اعلامیو په خپرولو سره ویلي وو، چې په دغو کتنو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو کړکېچونو او د ایران پر وضعیت خبرې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په کابل کې د ترکیې او قطر له پلاوو سره د طالب چارواکو په لیدنو کې د ایران پر وضعیت او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر کړکېچ خبرې شوې دي.

د ترکیې د استخباراتو مشر افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته لاړ. پاکستان ته د ترکیې د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو لخوا په رسمي توګه اعلان نه شو خو ترکي رسنیو د یاد سفر په اړه راپور ورکړی وو.

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په کابل کې د ترکیې او قطر له پلاوو سره په لیدنو کې د ایران پر وضعیت او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر کړکېچ خبرې شوې دي. دغو دوو پلاوو تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و.

د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت د شورا مرستیال حمد بن خمیس الکوبیسي تېره اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو افغانستان ته په جلا جلا سفرونو کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پرمهال د سیمې د پرمختګونو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اوکړي.

عبدالمتین قانع العربیه ته وویل، چې د ایران وضعیت د دغو لیدنو یو له اصلي محورونو څخه و.

قانع زیاته کړې، چې په ایران کې د وضعیت خرابېدل د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه پر افغانستان، قطر او ترکیه اغېز کولی شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات د تامین لپاره پر ګډې همکارۍ، په ځانګړې توګه د ترورېزم او د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ.

له پاکستان سره د کړکېچ په اړه خبرې اترې
قانع وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې او کړکېچونه هم د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه وو او لوریو د دې ستونزې د حل او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره پر ګډو هڅو ژمنه وکړه.

ابراهیم کالین په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره وکتل.

همدارنګه قطري پلاوي هم په جلا توګه د طالبانو له چارواکو سره لیدنې درلودې.

دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې له جدي کړکېچ سره مخ دي. اسلام‌اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې په افغان خاوره کې یې د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوڅ وسله والو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده.

طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

پاکستان ته د ترکیې د استخباراتو د مشر سفر

افغانستان ته له سفر وروسته، ابراهیم کالین پاکستان ته لاړ. پاکستان ته د ترکیې د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو لخوا په رسمي توګه اعلان نه شو خو ترکي رسنیو یې په اړه راپور ورکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ زیات شوی او د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو ډلو بریدونه دوام لري.

په تر ټولو تازه پېښه کې په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ د پولیسو په مرکز کې پر یوه جومات ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل. په دغه برید کې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پولیسو مرکز ته ننووت او له هغه وروسته د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

د حافظ ګل بهادر اړوندې د اتحادالمجاهدین ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اسلام‌اباد په وروستیو میاشتو کې په وار وار ادعا کړې چې د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې د بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه پورته کوي.

طالبانو دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد داخلي موضوع ده.