• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسیا د اقتصادي ودې کمېټې مشر: غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستو ته هڅوو

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې مشر د طالبانو د رييس‌الوزرا د دفتر له رييس سره په انلاین‌غونډه کې ویلي، خپل غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستو ته هڅوي. طالب لوري بیا ویلي، له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د خپلو اصولو او عنعناتو مطابق د نېک تعامل غوښتونکي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ارګ د چهارشنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د رييس‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع نن غرمه مهال د اسیایي هېوادونو د اقتصادي ودې کمېټې له رییس یون سوک هون او غړو سره په انلاین غونډه کې د پانګونې او اقتصادي ودې د فرصتونو او بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي.

ملا عبدالواسع په دې انلاین غونډه کې وویل، افغانستان د نړۍ له هر هېواد او همداراز نړیوالو بنسټونو سره د خپلو اصولو او «عنعناتو» مطابق د نېک تعامل غوښتونکی دی او همداراز یې په افغانستان کې د پانګونو لپاره د زمینې له برابرېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «د داخلي او بهرنیو پانګوالو هرکلی او ملاتړ کوو».

نوموړي د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې رييس ته افغانستان ته د راتګ د بلنې ورکولو ترڅنګ وویل: «تېرو جګړو او وروستیو سېلابونو او زلزلو زموږ خلک سخت ځپلي او بشري مرستو ته اړتیا لري. د بېلابېلو هیوادونو او بنسټونو د مرستو قدرداني کوو او له تاسو څخه هم له هغوی سره د بشري مرستو غوښتنه کوو».

د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې رييس په دې انلاین غونډه کې د افغانستان له اقتصادي ودې سره د همکاریو په تړاو له ټټر وهلو سربېره وویل: «اوږدو جنګونو افغانستان سخت ځپلی او غړي هیوادونه له افغانستان سره بشري مرستو ته هڅوو».

نوموړي د افغانستان اوسنی وضعیت د کوریا د جګړې پر مهال له وضعیت سره تشبیه کړ او ویې ویل: «زه غواړم د رښتیني ملګري په توګه له افغانستان سره ودرېږم، ځکه په کوریا کې د جنګونو پرمهال موږ هم له دغه سخت حالت څخه تېر شوي یوو او د افغانانو وضعیت ښه درک کوو. موږ د افغانستان هراړخیز ملاتړ کوو، څو پرمختللی او خودکفا هیواد شي».

یون سوک هون همداراز لېوالتیا وښوده چې په افغانستان کې به هر څه له نږدې وګوري او ورسره جوخت یې څرګنده یې کړه، چې تر هغې وروسته به د لمریزې برېښنا په برخه کې پانګونې وکړي او نور هیوادونه به هم په افغانستان کې پانګونو ته وهڅوي.

ډېر لیدل شوي

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي
۱

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۲

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

•
•
•

نور خبرونه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار
100%

د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ویډیويي پیغام له خپرېدو وروسته د القاعدې شبکې مشرتابه او طالبان له یوې نوې ازموینې سره مخ دي. ددې ازموینې پایله ښايي، د القاعدې د نوي مشر ناببره اعلان وي.

په طالبانو کې ځینې کسان د حمزه بن لادن د ثبت شوې ویډیو په خپرېدو کې ایران ښکیل ګڼي او ویل کیږي له تهران نه په دې چاره «ناراضه» دي. هغوی په دې باور دي، چې تهران غواړي کابل په یوه دوه لار کې واقع کړي.

طالبان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ په روانو شخړو کې بې پرې دریځ وساتي، خو تهران به په دې ترینګلو شرایطو کې د اوږده وخت لپاره د طالبانو پرمخ خپلې دروازې«بې امتیازه» پرانېستې ونه ساتي.

طالبان اندېښمن دي، چې که سیف العدل په رسمي ډول د القاعدې د مشر په توګه اعلان شي، په افغانستان کې د نوموړي د حضور په تړاو پخوانيو رپوټونو ته په پام، کابل له سیمه‌ییز او نړیوال فشار سره مخ کېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې په وروستیو رپوټونو کې سیف ‌العدل د القاعدې د «عملي یا بالفعل مشر» په توګه یاد شوی، خو دې شبکې د نوموړي مشري په رسمي ډول نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو په ارزونو کې په ایران کې د سیف العدل احتمالي حضور د دغه ځنډ یو لامل بلل شوی، خو په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نوموړی «د افغانستان او ایران ترمنځ تګ او راتګ کوي».

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف‌ العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی.

د القاعدې د مشر رسمي اعلان دا پوښتنه راپورته کوي، چې نوموړی چیرې دی او د فعالیت جغرافیا یې کومه ده. همدا د طالبانو لپاره په یوه نوي سرخوږ بدلېدای شي.

ایران، القاعده او طالبان

د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته.

ایران له ۲۰۰۳ کال وروسته د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران په خپل قلمرو کې ساتلي او په ځینو وختونو کې یې له دوی سره د تعامل او پر دوی د بندیزونو ګډ سیاست خپل کړی دی.

سیف العدل پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته ایران ته لاړ او وروسته د القاعدې نور غړي هم د ایراني استخباراتو تر کورني بند او څار لاندې راغلل. سپاه پاسداران د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې سیف العدل او د القاعدې یو شمېر نور مشران د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې خوشي کړل. نیاکی د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ایران کونسل و، چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې ددې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.

ایران په رسمي ډول په خپله خاوره کې د القاعدې د مشرانو د حضور رپوټونه ردوي. په ۲۰۲۵ کال کې تهران په یوه رسمي لیک کې د ملګرو ملتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګني سیف‌العدل او د القاعدې نور غړي په ایران کې دي.

د طالبانو او ایران اړیکې هم په تېرو دریو لسیزو کې له مختلفو پړاوونو تېرې شوې دي.

په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې نازک پړاو ته ورسېدې او په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایراني ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته دواړې خواوې د جګړې تر پولې ورسېدې، خو پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په همکارۍ بدلې شوې.

د هبت الله په شاوخوا کې د طالبانو د یو شمېر جګپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د ایران له ځواکمنو ادارو سره نږدې اړیکې پالي. د ځینو طالبانو له نظره، دغه اړیکې د مصلحتي سیاست برخه دي. د دغه مصلحتي سیاست ارزښت له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لا ډېر شوی برېښي.

ایران خپلې پولې له طالبانو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پرمخ پرانېستې دي او د افغانستان د بازار یوه برخه په دې وروستیو کې ډېره په ایراني وارداتو متکي شوې. له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پر تهران د طالبانو اتکا له اټکل ډېره شوې ده.

خو څومره، چې له امریکا سره په جګړه کې د ایران ګوته خوږ ده، همدومره د طالبانو او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا تهران ته دا فرصت ور کوي، چې طالبان له خوږ ګوتې ونیسي. اوس که تهران په سیمه کې د وضعیت له بدلېدو سره هممهاله، له طالبانو ځینې امتیازونه غواړي، کابل یې ښايي د ردولو لپاره کم انتخابونه ولري.

100%

ایا تهران د فشار بل ډګر ګوري؟

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګست د اوومې نېټې دفاعي تړون تهران په سیمه کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ کړی.

سره له دې، چې دغو هېوادونو خپل تړون د چا خلاف نه دی ګڼلی، خو دغه تړون پر خلیجي هېوادونو د ایران له پرله پسې بریدونو او پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره هممهاله دی.

د پاکستان بلوچستان، د ایران سیستان او بلوچستان او د افغانستان سوېل‌لویدیزې سیمې په یوه ګډه سرحدي جغرافیا کې واقع دي. دلته وسله‌والې ډلې، قاچاق، کډوالي او ترهګري د درېواړو هېوادونو ګډې امنیتي اندېښنې دي.

له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د امنیتي او دفاعي اړیکو پراخېدل ایران دې ته هڅولی شي، چې د خپل ختیځ سرحد او بلوچستان امنیتي وضعیت بیا و ارزوي. د ایران احتمالي تګلاره ممکن د پاکستان پر داخلي امنیتي چاپېریال د غیرمستقیمو فشارونو ډېرول واوسي. د سوریې او یمن تجربو ته په پام، د دغو فشارونو عوامل شیعه او سني وسله والې ډلې کېدای شي. په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي ستونزو ډېرېدل د اسلام‌اباد بهرني امنیتي لومړیتوبونه او د درې ‌اړخیز دفاعي تړون پلي کول اغیزمنولی شي.

پاکستان په دې وروستیو کې له ایران نه ګڼ پخواني افغان سرتېري جلب و جذب کړل او په بلوچستان او چترال کې یې ځای پرځای کړل. پر افغان طالبانو د فشار او نورو اهدافو تر څنګ، ددې یو هدف دا هم ګڼل کیږي، چې د فاطمیون او زینبیون په څېر د سپاه پاسداران تر ملاتړي چتر لاندې رانه شي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، د القاعدې د نوي مشر اعلانول ښايي د ایران د هڅو برخه وي.

په ورته وخت کې هغوی د طالبانو پر مشرتابه د نفوذ له لارې په دې لټه کې دي، چې ټي ټي پي خپلو بومي سیمو ته وګرځي، ځکه وزیرستان او قبایلي سیمو ته د ټي ټي پي له انتقال پرته، په سیمه کې د القاعدې او د هغې د محلي متحدانو لپاره وړ جګړه ییز چاپیریال ستونزمن دی. د هبت الله په کړۍ کې ځینې کسان ښايي د ټي ټي پي محدودول له پاکستان سره د اړیکو رغونې او په کوردننه د ځینو سیالو طالبمشرانو د منزوي کولولپاره ګټور وګڼي.

د القاعدې لپاره دا دوه احتمالي ګټې لرلی شي. یو به په افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو او مجبوریتونو ځان وژغوري او بل پلو به په پاکستان کې د جګړې له پراخېدو نه د خپلو څانګو په فعالولو او د محلي متحدانو په پیاوړتیا کې کار واخلي.

طالبانو له جرمني څخه نورو اروپامیشتو افغانانو ته د اسنادو صادرول بند کړل

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
100%

طالبانو په برلین کې هغو افغانانو ته د پاسپورټونو او نورو کونسلي خدماتو بهیر درولی چې په جرمني کې نه اوسي. پخوانی دیپلومات حمید کبیري وايي، طالبان له دې لارې پر افغانانو او اروپايي حکومتونو فشار راوړي چې د دوی استول شوي ډیپلوماتان ومني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي څو د دوی استول شوي دیپلوماتان ومني. د جرمني د اېن ډي ار تلویزیون د څېړنو له مخې، طالبان د فشار لپاره کونسلي خدمتونه، په ځانګړي ډول د پاسپورټونو د صادرولو موضوع کاروي.

په برلین کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو په واک کې دی، هره ورځ لسګونه افغان مراجعین لري چې د پاسپورټونو، د میراث اسنادو، زېږون سندونو او نورو کونسلي خدماتو لپاره ورځي، خو د اېن ډي ارد راپور له مخې، څو اونۍ مخکې د جرمني له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورتلونکو افغانانو لپاره دغه خدمات درول شوي دي.

د راپور له مخې، کابل سفارت ته لارښوونه کړې، چې له جرمني بهر اروپامیشتو افغانانو ته دې نور په برلین کې اسناد نه ور کوي.

د افغانستان پخواني دیپلومات او د طالبانو مخالف حمید کبیري اېن ډي ار ته ویلي چې طالبان له دې لارې پر افغانانو فشار راوړي او همداراز غواړي پر اروپايي حکومتونو فشار واچوي چې د طالبانو دیپلوماتان ومني.

داېن ډي ارد راپور له مخې، د طالبانو هدف دا دی چې د جرمني په څېر په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې ډلې استول شوي ډیپلوماتان ومنل شي.

په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د هغو دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې ټاکل شوي وو. دغه ډیپلوماتان د طالبانو مخالف دي.

په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف‌الله سالارزي ویلي چې پاسپورټونه او کونسلي اسناد د افغانانو لپاره ضروري دي او دغو خدمتونو ته د لاسرسي محدودول به په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې لا زیاتې کړي.

طالبانو تېر کال جرمني ته دوه دیپلوماتان واستول. د طالبانو استازو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې جنرال کونسلګري کې پام وړ واکونه ترلاسه کړل.

د این ډي ار د راپور له مخې، د طالبانو د استازو د منلو په اړه د جرمني تجربه اوس نورو اروپايي هېوادونو ته هم څرګنده ده.

داېن ډي ار په وینا، طالبانو د روان کال په جون کې په بروکسل کې له اروپايي هېوادونو سره په خبرو کې هم د کونسلي برخې د کارکوونکو د منلو موضوع مطرح کړې وه. په دغو خبرو کې د افغانانو د بېرته ستنولو او افغانستان ته د اخراج بهیر د چټکتیا په اړه بحث شوی و.

د طالبانو غوښتنه دا وه چې هر هغه اروپايي هېواد چې غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له کابل سره هوکړه وکړي، باید د طالبانو یو یا څو کونسلي کارکوونکي هم ومني.

د اېن ډي ار د راپور له مخې، له جرمني پرته تر اوسه کوم بل اروپايي هېواد له طالبانو سره ورته هوکړې ته نه دی رسېدلی.

طالبانو د پاسپورټونو د خدمتونو د محدودولو په اړه داېن ډي ار پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي چې د اګست په پای کې جرمني ته تللی و، د افغان کونسلګریو د عوایدو د کارونې چارې څارلې دي او په برلین او مونشن کې یې د ودانیو له داخل نه د افغانستان ملي بیرغونه لرې کړي دي.

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۱
100%

لووي انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، له هېواده بهر د طالبانو مخالفو ډلو د افغانستان د راتلونکي لپاره ګڼې طرحې، نقشې او اعلامیې وړاندې کړې؛ خو لا داسې باوري او عملي پلان نه لیدل کېږي چې وښيي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته به افغانستان څنګه اداره کېږي.

راپور کاږي، د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ له ډیموکراتیک او غیرمتمرکز نظام څخه نیولې تر مشروطه پاچاهۍ پورې بېلابېلې طرحې وړاندې شوې دي. د راپور لیکوال وایي، په ویانا کې یې په یوه غونډه کې نږدې ۹۰ کسان لیدلي چې د شاوخوا ۷۰ جلاوطنه ډلو استازیتوب یې کاوه.
د هغه په وینا، ګڼې دغه ډلې د یووالي او ټول‌ګډونه نظام خبرې کوي؛ خو یوشمېر یې لاهم د قومي کرښو پر بنسټ فعالیت کوي. راپور ادعا کوي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د دوی حکومت له ستونزو سره مخ دی، ولسي مشروعیت یې کم دی، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات شته او د حکومتولۍ په برخه کې یې کړنې ان هغه هېوادونه ناراضه کړي چې ورسره نږدې اړیکې لري.
خو راپور زیاتوي، د طالبانو د دغه کمزوریو ترڅنګ یوه مهمه تشه د داسې باوري سیاسي مخالف ځواک نشتوالی دی چې د افغانستان دننه او بهر باور ترلاسه او د سیاسي بدلون لپاره عملي لار وړاندې کړي.
په کابل کې د یوې ۳۶ کلنې افغان پرمختیايي موسسې مشر احمد عابد همایون د مخالفو ډلو ځینې طرحې د واقعي سیاسي نقشې پر ځای له مرستندویه ادارو څخه د بودجې ترلاسه کولو پروژو ته ورته بللې دي.
د راپور له مخې، د کمبرېج بهیر د پخواني جمهوریت سیاست‌وال، پوهان، ښځې، ډیپلوماتان، پوځیان او خبریالان راټول کړي او د یوه «هر اړخیز ګډ پلان» پر جوړولو کار کوي. دغه طرحه پر ملي حاکمیت، د اساسي قانون مشروعیت، برابرۍ، ټول‌ګډونه حکومتولۍ، بشري حقونو او ثبات ټینګار کوي او جوړوونکي یې دا یوه داسې طرحه بولي چې د ګډونوالو له زیاتېدو سره به بدلون مومي.
راپور د افغانستان د ازادۍ جبهې طرحه هم یاده کړې ده. دغه وسله‌واله ډله د پخواني لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په مشرۍ فعالیت کوي. د جبهې په طرحه کې د طالبانو د وسله‌والې ډلې د نسکورولو او پر ځای یې د غیرمتمرکز ډیموکراتیک نظام د جوړولو غوښتنه شوې ده.
دغه طرحه د وګړو پر برابرۍ، د ښځو پر حقونو، خپلواک قضایي نظام او ازادو ټاکنو ټینګار کوي؛ خو دا نه روښانوي چې طالبان به په عملي ډول څنګه لرې او د واک د لېږد بهیر به څنګه اداره شي.
راپور کاږي، د طالبانو د مخالفه جلاوطنه ډلو، وسله‌والو ډلو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سازمانونو له منځه تر هغه چې یو باوري بدیل راونه وځي، د طالبانو کمزوري کېدل په یوازې ځان د هغوی د واکمنۍ د پای ته رسېدو معنا نه‌لري.
احمد عابد همایون وایي، له ۱۹۸۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې «۱۱ د نظام بدلونونه» شمېرلي، باور لري چې ستونزه یوازې د حکومت د بڼې په بدلولو نه حل کېږي. د هغه په وینا، د افغانستان د بنسټونو کمزوري، قومي او قبیلوي ستونزې او سخت‌دریځي یوازې په پیسو یا د حکومت د جوړښت په ظاهري بدلون نه‌شي حل کېدای.
هغه ویلي، هر باوري بدلون باید د افغانستان له دننه راووځي او د هېواد له تاریخي او ټولنیزو ـ سیاسي واقعیتونو سره برابر وي.

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.

دغه ورځ له ۲۰۱۵کال راهیسې نمانځل کېږي. په دې اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پښتون کلتور نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره نمانځل کېږي.
زیری وايي، د پښتون کلتور ورځې د نمانځلو وړاندیز ده په ۲۰۱۵کال کې په کوټه کې د پښتو په نړۍوال ادبي او علمي کانفرانس کې د عثمان خان کاکړ په لارښوونه وکړ. د نوموړي په وینا، په دغه کانفرانس کې چې د پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه علما، لیکوالان، شاعران او پوهان راټول شوي وو پرېکړه وشوه چې د سپټمبر ۲۳مه دې د پښتون کلتور نړۍواله ورځ وټاکل شي.
هغه وايي، د سپټمبر ۲۳مه ځکه غوره شوې چې د ورځې او شپې د برابرۍ له امله د برابرو حقونو سمبول ګڼل کېږي؛ هغه که د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د حقونو برابري وي او که له نورو قومونو سره د مساوي حقونو موضوع.
زیری وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې دغه ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نوموړي په وینا، د یادې ورځې یو مهم هدف دا دی چې نوی نسل له خپل کلتور سره نږدې پاتې شي، ځکه د وخت په تېرېدو ځوانان د خپلو دودونو او تاریخي ارزښتونو په اړه له پخوا کم معلومات لري.
هغه د پښتنو د جرګې، مېلمه پالنې، ودونو، دودونو، جامو، تاریخي ځایونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ټول د پښتني کلتور مهمې برخې دي. زیري وايي، د پښتون کلتور په ورځ علمي سیمینارونه، مشاعرې، نندارتونونه او د کلتور په اړه نور پروګرامونه جوړېږي او علما او پوهان د پښتنو د کلتور او تاریخ په اړه خپلې مقالې او ویناوې وړاندې کوي.
زیري ټینګار کوي، چې په اوسني وخت کې د پښتون کلتور ورځې نمانځل لا ډېر اهمیت لري؛ ځکه نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر او چټک ټېکنالوژیک پرمختګ پر لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، سره هر قوم خپل تاریخ، کلتور، تمدن او ځانګړي ټولنیز ارزښتونه لري او د کلتور د ورځې لمانځل دا پیغام ورکوي چې پښتانه هم بډایه تاریخي او کلتوري میراث لري.
هغه وايي، پښتانه باید خپل کلتوري ارزښتونه ژوندي وساتي او نړۍ ته یې ور وپېژني.
کلتور د یوه قوم د هویت پېژندنه ده
د پښتو ژبې شاعر او لیکوال محمود ایاز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کلتور یوازې دودونه او جامې نه‌دي؛ بلکې د یوه قوم د پېژندنې او هویت پراخ تصور دی، چې ژبه، ادب، شاعري، فلسفه، ښکلا، تاریخي روایتونه او ټولنیز ارزښتونه په‌کې شامل دي.
ایاز وايي، ټولنه او کلتور جامد نه‌دي بلکې د وخت له بدلون سره تل بدلېږي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې ټولنه پرمختګ کوي، ژبه، ادب او کلتور هم نوي عناصر خپلوي.
د نوموړي په وینا، له نورو ژبو او ټولنو څخه ګڼې کلېمې او دودونه پښتو ژبې او پښتني ټولنې ته راغلي او د وخت په تېرېدو د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلي دي. هغه وايي، کلتور هم له یوې سیمې او ټولنې څخه بلې ته د سفر پر مهال نوي عناصر اخلي.
محمود ایاز ټینګار کوي، چې ادب او کلتور له یو بل سره نږدې اړیکه لري. د هغه په خبره، متلونه، د مشرانو ویناوې، شعرونه او ادبي اثار د پښتنې ټولنې د ژوند د اصولو او ارزښتونو مهمه برخه جوړوي.
هغه د خوشال خان خټک د شعرونو بېلګه هم وړاندې کوي او وايي، چې د پښتنو د کلتوري ارزښتونو، مېلمه پالنې، پښتونولۍ، ورورولۍ او نورو دودونو انعکاس په پښتو ادب کې له پخوا څخه لیدل کېږي.
د ایاز په وینا، لیکوالان، شاعران او پوهان د خپلې ټولنې د ژبې، ادب، تاریخ او کلتور په ساتلو او بډایه کولو کې مهم رول لري او د نړۍ په کتابتونونو کې د قومونو د تاریخ او کلتور په اړه زرګونه اثار د همدې هڅو پایله ده.
نوموړی وايي، په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، اوس د وخت له بدلون سره کمزوري شوي دي. هغه د ګاونډیانو ترمنځ د مرستې، مېلمه پالنې او د ټولنې د ګډ ژوند دودونه د پخواني پښتني کلتور بېلګې بولي.
هغه زیاتوي، چې د ټېکنالوژۍ او عصري ژوند له پراختیا سره د خلکو د ژوند بڼه هم بدله شوې ده. د هغه په خبره، پخوا به په یوه کلي کې یو موټر یا راډیو د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ خو اوس موبایل، موټر او نور عصري وسایل د ډېرو کورنیو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.
محمود ایاز وايي، ماشومان هم د وخت له بدلون سره د پخوا په څېر لوبې او د ژوند طریقې نه لري؛ خو دغه بدلون د ټولنې او کلتور طبیعي بهیر دی. هغه ټینګار کوي، چې د کلتور بدلون باید د خپل هویت د له‌منځه تلو په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې نوی نسل کولی شي د عصري ژوند وسایل او پرمختګونه خپل کړي او په ورته وخت کې خپل تاریخي او کلتوري ارزښتونه هم وساتي.
ایاز وايي، کورنۍ د نوي نسل د کلتوري روزنې مهم ځای دی او مشران باید ماشومانو ته د کتاب لوستلو، زده‌کړې او له خپل تاریخ او کلتور سره د تړاو عملي بېلګې وړاندې کړي. د هغه په وینا، د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره یوازې خبرې بسنه نه‌کوي؛ بلکې باید په ورځني ژوند کې د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او پالنه وشي.

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې د اوبو کیفیت د کبانو د روزنې پر وده او تولید مستقیم اغېز لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

«بایو انجینیر» وېب‌پاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، د کابل د قرغې د کبانو په فارم کې شوې لومړنۍ منظمه څېړنه ښيي چې د اوبو کیمیاوي کیفیت د «رېنبو ټراوټ» کبانو پر روغتیا او وده مستقیم اغېز لري.

راپور کاږي، د قرغې په فارم کې د کبانو تولید روان دی؛ خو په پسرلي کې د اوبو د اکسیجن کچه په خطرناکه کچه ټیټېږي او په هغه حوضونو کې چې کبان ساتل کېږي، امونیا او ځینې اوسپنیز توکي زیاتېږي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کبانو د روزنې برخه د څو لسیزو جګړو سربېره په تدریجي ډول پراخه شوې ده. د هېواد د کبانو تولید په ۱۹۸۰کال کې یوازې ۸۷۰ ټنه و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې ۱۱زره او ۱۰۷ ټنو ته رسېدلی و.
سره له دې په افغانستان کې د هر وګړي د کب کلنی مصرف څه باندې دوه کیلوګرامه دی، چې د نړۍ په کچه له ټیټو کچو بلل شوې ده.
دغه څېړنه د کابل پوهنتون د څېړونکو له‌خوا د مالیزیا د پوترا پوهنتون د یوه څېړونکي په همکارۍ شوې ده. څېړونکو د اپرېل له میاشتې تر ډسمبر پورې هره میاشت دوه ځایونه ارزولي دي؛ لومړی د قرغې له زېرمتونه فارم ته راتلونکې اوبه او دویم هغه حوض چې کبان په‌کې روزل کېږي.
څېړونکو د اوبو تودوخه، منحل اکسیجن، تیزابي او القلي کچه، په اوبو کې حل شوي توکي، امونیا، نایټرایټ، نایټرېټ، فاسفېټ، سلفېټ، اوسپنه او زېنک ارزولي دي. موندنې ښيي، چې د کبانو د روزنې حوض اوبه د فارم د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۳،۰۲ درجې سانتي‌ګراده سړې وې. په جون میاشت کې دغه توپیر ۵،۸ درجو ته رسېدلی و.
خو د کبانو په حوض کې د امونیا اندازه په منځنۍ توګه ۱۱۰،۸ سلنه زیاته وه او په جون میاشت کې دغه زیاتوالی ۲۷۵ سلنې ته رسېدلی و. همداراز، په حوض کې د زېنک اندازه په منځنۍ توګه ۳۸،۴ سلنه او د اوسپنې اندازه ۳۱،۲ سلنه لوړه شوې وه. برعکس، د فاسفېټ اندازه ۶۱،۵ سلنه کمه شوې وه.
د څېړنې له مخې، د اوبو د اکسیجن کمښت د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه وه.
په اپرېل میاشت کې په دواړو څارل شویو ځایونو کې په هر لیټر اوبو کې د اکسیجن کچه د ۳،۲۴ او ۳،۳۰ ملي ګرامو ترمنځ وه، په داسې حال کې چې د ټراوټ کبانو د روزنې لپاره لږ تر لږه د شپږ ملي ګرامه اکسیجنو سپارښتنه کېږي.
د څېړنې په ټوله موده کې د کبانو په حوض کې د منحل اکسیجن اندازه د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۱۵،۱ سلنه کمه وه. څېړونکو ویلي، د اکسیجن دغه کمښت د کبانو وده او د ناروغیو پر وړاندې د هغوی مقاومت زیانمنولی شي.
سره له دې، څېړل شویو کبانو د پام وړ وده کړې ده. د ۶۰ کبانو د څېړنې پایلې ښيي، چې د هغوی منځنی وزن په اپرېل کې ۷۰،۳۱ ګرامه و؛ خو په ډسمبر کې ۲۱۲،۴۵ ګرامو ته ورسېده، چې ۲۰۲،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کبانو د بدن اوږدوالی هم په همدې موده کې ۴۴،۱ سلنه زیات شوی دی. راپور زیاتوي، د کبانو تر ټولو ښه وده د کال په وروستیو میاشتو کې وه چې د تودوخې شرایط مناسب وو.
څېړونکو منلې، چې څېړنه یوازې په یوه فارم کې شوې، د کال ټولې ۱۲ میاشتې یې نه‌دي پوښلې او د کبانو د خوراک اندازه، په حوضونو کې د کبانو شمېر، د رسوباتو کیمیاوي حالت او د مېکروبونو جوړښت په مستقیم ډول نه‌دي ارزول شوي.
د څېړنې له مخې، اپرېل او مئ د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو خطرناکې میاشتې وې ځکه د تودوخې له لوړېدو سره د اکسیجن کمښت ستونزه هم وه. په مني او د ژمي په لومړیو کې بیا اوبه سړې شوې؛ خو خوراکي توکي په‌کې زیات شول.
څېړونکو د اکسیجن د کمښت د مخنیوي لپاره د اوبو د هوا ورکولو سیستم پیاوړتیا، د ښځلو د اېستلو، د کبانو د شمېر د کره مدیریت، د اوبو د کیفیت د پرله‌پسې څار او د کبانو د مقاومت لپاره د مناسبو خوراکي توکو د کارولو سپارښتنه کړې ده.
راپور کاږي، د افغانستان لپاره چې د کبانو روزنه په‌کې د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې د یوې برخې په توګه په پراخېدو ده، دغه څېړنه د لومړي ځل لپاره د سیمه‌ییزو شرایطو پر بنسټ د اوبو د کیفیت او د کبانو د ودې ترمنځ کمیتي معلومات وړاندې کوي.
څېړونکي وايي، د قرغې په فارم کې د ټراوټ کبانو دوامداره تولید د اوبو د کیفیت فعال او پرله‌پسې مدیریت ته اړتیا لري.