طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او له پوهنتونونو منع کړې دي. د ښځو پر کار او په عامه ژوند کې د هغوی پر ګډون یې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي.
یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۴مه ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې په وروستیو رپوټونو کې سیف العدل د القاعدې د «عملي یا بالفعل مشر» په توګه یاد شوی، خو دې شبکې د نوموړي مشري په رسمي ډول نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو په ارزونو کې په ایران کې د سیف العدل احتمالي حضور د دغه ځنډ یو لامل بلل شوی، خو په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نوموړی «د افغانستان او ایران ترمنځ تګ او راتګ کوي».
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی.
د القاعدې د مشر رسمي اعلان دا پوښتنه راپورته کوي، چې نوموړی چیرې دی او د فعالیت جغرافیا یې کومه ده. همدا د طالبانو لپاره په یوه نوي سرخوږ بدلېدای شي.
ایران، القاعده او طالبان
د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته.
ایران له ۲۰۰۳ کال وروسته د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران په خپل قلمرو کې ساتلي او په ځینو وختونو کې یې له دوی سره د تعامل او پر دوی د بندیزونو ګډ سیاست خپل کړی دی.
سیف العدل پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته ایران ته لاړ او وروسته د القاعدې نور غړي هم د ایراني استخباراتو تر کورني بند او څار لاندې راغلل. سپاه پاسداران د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې سیف العدل او د القاعدې یو شمېر نور مشران د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې خوشي کړل. نیاکی د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ایران کونسل و، چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې ددې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.
ایران په رسمي ډول په خپله خاوره کې د القاعدې د مشرانو د حضور رپوټونه ردوي. په ۲۰۲۵ کال کې تهران په یوه رسمي لیک کې د ملګرو ملتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګني سیفالعدل او د القاعدې نور غړي په ایران کې دي.
د طالبانو او ایران اړیکې هم په تېرو دریو لسیزو کې له مختلفو پړاوونو تېرې شوې دي.
په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې نازک پړاو ته ورسېدې او په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایراني ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته دواړې خواوې د جګړې تر پولې ورسېدې، خو پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په همکارۍ بدلې شوې.
د هبت الله په شاوخوا کې د طالبانو د یو شمېر جګپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د ایران له ځواکمنو ادارو سره نږدې اړیکې پالي. د ځینو طالبانو له نظره، دغه اړیکې د مصلحتي سیاست برخه دي. د دغه مصلحتي سیاست ارزښت له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لا ډېر شوی برېښي.
ایران خپلې پولې له طالبانو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پرمخ پرانېستې دي او د افغانستان د بازار یوه برخه په دې وروستیو کې ډېره په ایراني وارداتو متکي شوې. له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پر تهران د طالبانو اتکا له اټکل ډېره شوې ده.
خو څومره، چې له امریکا سره په جګړه کې د ایران ګوته خوږ ده، همدومره د طالبانو او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا تهران ته دا فرصت ور کوي، چې طالبان له خوږ ګوتې ونیسي. اوس که تهران په سیمه کې د وضعیت له بدلېدو سره هممهاله، له طالبانو ځینې امتیازونه غواړي، کابل یې ښايي د ردولو لپاره کم انتخابونه ولري.
ایا تهران د فشار بل ډګر ګوري؟
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګست د اوومې نېټې دفاعي تړون تهران په سیمه کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ کړی.
سره له دې، چې دغو هېوادونو خپل تړون د چا خلاف نه دی ګڼلی، خو دغه تړون پر خلیجي هېوادونو د ایران له پرله پسې بریدونو او پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره هممهاله دی.
د پاکستان بلوچستان، د ایران سیستان او بلوچستان او د افغانستان سوېللویدیزې سیمې په یوه ګډه سرحدي جغرافیا کې واقع دي. دلته وسلهوالې ډلې، قاچاق، کډوالي او ترهګري د درېواړو هېوادونو ګډې امنیتي اندېښنې دي.
له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د امنیتي او دفاعي اړیکو پراخېدل ایران دې ته هڅولی شي، چې د خپل ختیځ سرحد او بلوچستان امنیتي وضعیت بیا و ارزوي. د ایران احتمالي تګلاره ممکن د پاکستان پر داخلي امنیتي چاپېریال د غیرمستقیمو فشارونو ډېرول واوسي. د سوریې او یمن تجربو ته په پام، د دغو فشارونو عوامل شیعه او سني وسله والې ډلې کېدای شي. په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي ستونزو ډېرېدل د اسلاماباد بهرني امنیتي لومړیتوبونه او د درې اړخیز دفاعي تړون پلي کول اغیزمنولی شي.
پاکستان په دې وروستیو کې له ایران نه ګڼ پخواني افغان سرتېري جلب و جذب کړل او په بلوچستان او چترال کې یې ځای پرځای کړل. پر افغان طالبانو د فشار او نورو اهدافو تر څنګ، ددې یو هدف دا هم ګڼل کیږي، چې د فاطمیون او زینبیون په څېر د سپاه پاسداران تر ملاتړي چتر لاندې رانه شي.
په ورته وخت کې هغوی د طالبانو پر مشرتابه د نفوذ له لارې په دې لټه کې دي، چې ټي ټي پي خپلو بومي سیمو ته وګرځي، ځکه وزیرستان او قبایلي سیمو ته د ټي ټي پي له انتقال پرته، په سیمه کې د القاعدې او د هغې د محلي متحدانو لپاره وړ جګړه ییز چاپیریال ستونزمن دی. د هبت الله په کړۍ کې ځینې کسان ښايي د ټي ټي پي محدودول له پاکستان سره د اړیکو رغونې او په کوردننه د ځینو سیالو طالبمشرانو د منزوي کولولپاره ګټور وګڼي.
د القاعدې لپاره دا دوه احتمالي ګټې لرلی شي. یو به په افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو او مجبوریتونو ځان وژغوري او بل پلو به په پاکستان کې د جګړې له پراخېدو نه د خپلو څانګو په فعالولو او د محلي متحدانو په پیاوړتیا کې کار واخلي.