په بلوچستان کې بېلابېلو پېښو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، یوې ادعا شوې بېپیلوټه الوتکې برید او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، یوې ادعا شوې بېپیلوټه الوتکې برید او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
ځايي سرچینو ویلي، د تمپ ولسوالۍ د بالیچې سیمې د لوتهم په غرونو کې څلور کسان هغه مهال په یوه ادعا شوي بېپیلوټه برید کې ووژل شول چې د تفریح لپاره سیمې ته تللي وو.
د سرچینو په وینا، شپږ کسان د پنجشنبې په ورځ غرونو ته تللي وو. څلور یې د غرمې پر مهال په یوه ځای کې د خوړو په تیارولو بوخت وو او دوه نور د ښکار لپاره تللي وو، چې د سرچینو په ادعا برید پرې شوی دی. په پېښه کې یاسر محمدکریم، زبیر نواب، سمیر عبدالخالق او دیدګ محمدعمر وژل شوي چې ټول د بالیچې اوسېدونکي وو.
بلخوا، د کیچ ولسوالۍ د تربت ښار د ډنک له سیمې د یوه کس جسد موندل شوی دی. پولیسو ویلي، وژل شوی کس چاکر زاهد حسین نومېږي او د کهن پشت کوشکلات اوسېدونکی و. د روغتون سرچینو ویلي چې د هغه پر جسد او مخ د مرمیو نښې لیدل شوې دي.
همداراز، د خضدار ولسوالۍ د اورناچ او زهري سیمو څخه د دوو نورو کسانو جسدونه موندل شوي دي. پولیسو ویلي، د یوه وژل شوي کس هویت عبدالرسول زهري پېژندل شوی، خو د بل کس هویت لا نه دی معلوم. د پولیسو په وینا، دواړه کسان په ډزو وژل شوي دي.
په یوه جلا پېښه کې، د کوټې د چشمه اچوزۍ په سیمه کې یوې مور خپل دوه کمعمره ماشومان په چاړه وژلي او وروسته یې ځان هم ټپي کړی دی.
همداراز، د پشین ولسوالۍ د بند خوشدل خان په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو په ډزو محمد نعیم نومی کس وژلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلاماباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.
شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسلهوالې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.
شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټيټيپي او بياېلاې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بېثباته کول دي».
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نهکارول کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.
شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.
هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسلهوالو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».
نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.
افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلهوالو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.
هممهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.
د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بېځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.
د تیراه د بېځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.
د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.
خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.
نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.
د تیراه د بېځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بېځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».
د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملکدین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخهخېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بېځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.
اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بېځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.
د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بېځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلامخان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.
د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بېاسناده افغانان، د افغان تابعیت (اېسيسي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.
د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بېاسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اېسيسي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.
د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلاماباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بېاسناده افغانان او د (اېسيسي) کارت لرونکي وو.
د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بېاسناده افغانانو او (اېسيسي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اېسيسي) کارټ لرونکي او بېاسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.
فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په زندان کې دی؛ خو د هغه محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره لویه سیاسي ننګونه بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، د عمران خان په ملاتړ د اعتراضونو له اعلان سره سم په اسلاماباد کې چارواکو له وړاندې سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو تړلي دي. د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې لپاره د پراخو اعتراضونو اعلان کړی او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
راپور زیاتوي، پاکستاني رسنۍ د عمران خان د نوم له یادولو ډډه کوي او یوازې یې د تحریک انصاف د «بنسټګر» په نوم یادوي. راپور وړاندې کاږي، تېره میاشت روغتون ته د هغه د لېږد پرمهال چارواکو هڅه کړې وه چې د نوموړي انځورونه خپاره نهشي.
د راپور له مخې، چارواکو د عمران خان څو خویندې او نور خپلوان هم له اعتراضونو وړاندې نیولي او لامل یې «عامه امنیت ته جدي ګواښ» بللی دی. راپور وايي، د پوځ او حکومت له هڅو سره، سره عمران خان لاهم د مېلیونونه پلویانو لپاره د پاکستان د دودیز سیاست تر ټولو مهم بدیل ګڼل کېږي او شنونکي باور لري چې په ازاده ټاکنو کې به بریالی شي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد عدیل ملک فایننشل ټایمز ته ویلي، پاکستان د عمران خان د محبوبیت او د پوځ د واکمنۍ ترمنځ په یوه سیاسي کړکېچ کې بند پاتې دی.
راپور وايي، عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د نړۍوال دریځ د پیاوړتیا هڅه کړې؛ خو په کور دننه له امنیتي ستونزو، اقتصادي ننګونو او د ولسي ملاتړ له کمښت سره مخ دی.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن ویلي، پر عمران خان او د هغه پر پلویانو دوامداره فشارونه ښايي نوي اعتراضونه او سیاسي بېثباتي رامنځته کړي. راپور لیکي، چې عمران خان په ۲۰۱۸کال کې له پوځ سره د نږدې اړیکو له امله واک ته ورسېد؛ خو وروسته یې له پوځ سره سیاسي اختلافات رامنځته شول.
نوموړی د اقتصادي ناورین پر مهال د پارلمان د بېباورۍ په رایه له واکه لرې شو او له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون په بېلابېلو تورونو زنداني دی. د هغه ګوند وايي، دغه قضیې سیاسي انګېزه لري.
راپور د عمران خان د خور عظمی خان په حواله ویلي، نوموړی په زندان کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی او په انفرادي خونه کې ساتل کېږي. راپور د ۲۰۲۳کال د اعتراضونو یادونه هم کوي او وايي، کله چې عمران خان ونیول شو، د هغه پلویانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل چې وروسته امنیتي ځواکونو په زرګونو کسان ونیول.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴کال په نومبر کې هم د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال امنیتي ځواکونو پارلمان ته نږدې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او د تحریک انصاف او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
راپور وايي، د عمران خان د پلویانو د بسیج کولو وړتیا د پوځ لپاره په داسې وخت کې یوه جدي ستونزه ده چې پاکستان د لوېدیځو ایالتونو له ناامنۍ او د کشمیر له اعتراضونو سره هم مخ دی.
راپور زیاتوي، چې حکومت د مخالفتونو د محدودولو لپاره قانوني بدلونونه راوستي او د انټرنېټي بیان پر ازادۍ یې محدودیتونه لګولي دي. راپور د حقوقي کارپوه اسد رحیم خان په حواله لیکلي، پاکستان د خپل تاریخ له «تر ټولو ستر قضایي شاتګ» سره مخ دی او پر خپلواکو قاضیانو فشارونه زیات شوي دي.
راپور کاږي، سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، د هغه انځورونه لاهم د پاکستان په ښارونو کې پر موټرو او رېکشاوو لیدل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې ویدیوګانې یې پر خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپرېږي.
د کراچۍ په لویه پښتون مېشته سیمه بنارس کې د «کلثوم بايي وليکا» روغتون چارواکي وايي، له ۲۰۲۵ کال راهیسې په دغه روغتون کې ۷۸ کسان په اېچ ای وي ويروس اخته شوي، چې ډېری یې ماشومان دي. د سيمې خلک وايي، د يادو پېښو له رامنځته کېدو وروسته اوس د پټان کالونۍ په اړه ناسم تصور خپور شوی.
د وليکا روغتون یوه چارواکي د کامرې پر وړاندې د خبرو نه کولو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، « لومړنۍ موندنې ښيي چې د طبي کارکوونکو له لوري د یوه سرنج د بیا بيا کارولو له امله ښايي اېچ ای وي له یوه ناروغ څخه بل ته لېږدول شوی وي».
د نوموړي په وینا، له پېښې وروسته د روغتون د ۴۳ کارکوونکو دندې د احتمالي غفلت له امله ځنډول شوې او په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.
داېچ ای وي ناروغانو لپاره ځانګړی وارډ
په وليکا روغتون کې داېچ ای وي په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ځانګړی وارډ جوړ شوی او د ډېرو په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه په همدغه وارډ کې کېږي.
خو د دغو ناروغانو کورنۍ وايي، په روغتون کې داېچ ای وي د پېښو د راپورونو له خپرېدو وروسته له ټولنیز او کورني پلوه له سخت فشار سره مخ دي.
د یوه ۲۲ میاشتني ماشوم مور افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وويل، چې د خپل زوی د ناروغۍ له امله له خپلې کورنۍ او وروسته له کرایي کور څخه هم ایستل شوې ده.
«موږ د کور له خلکو دا خبره پټه کړې وه چې زوی ته مې اېچ ای وي لګېدلی دی، خو په کور کې خبره پټه پاتې نه شوه. بیا مې خواښې راته وویل چې له کوره ووځئ، دې ماشوم ته اېچ ای وي دی. موږ له کوره بېکوره شوو. وروسته مې د کور له مالک څخه هم دا خبره پټه کړې وه، خو چې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر خپور شو، له کرایي کوره هم وایستل شوو. اوس له خپلو بچیانو سره در په در یو».
نوموړې زیاته کړه، چې داېچ ای وي له امله یې له ټولنې سره اړیکې هم پرې شوې دي: «موږ اوس له ټولنې جلا شوي یو، ټولې اړیکې مو پرې شوې دي. خلک وايي زموږ کره مه راځئ، د دې ماشوماېچ ای وي دي. کله چې خپلې خواښې له کوره وایستلو، له نورو خلکو سره خو خپلوي پخپله پاتې شوه».
ډاکټران: اېچ ای وي له ناروغ سره په عادي تماس نه لېږدېږي
د وليکا روغتون د ماشومانو ډاکټره سعدیه وايي په ټولنه کې داېچ ای وي په اړه ناسم باورونه د ناروغو ماشومانو او کورنیو لپاره د جدي ستونزو لامل شوي دي.
هغې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په اېچ ای وي اخته ځینې ماشومان له ښوونځیو او مدرسو ایستل شوي، له نورو ماشومانو سره د خوړو او ناستې اجازه نه ورکول کېږي او ځینې کورنۍ له خپلو کورونو هم ایستل شوې دي.
هغې وویل، « زموږ په ټولنه کې اېچ ای وي ته په ناسمه توګه کتل کېږي او له همدې امله د خلکو رویه ورسره بدلېږي. دا ناروغي چې اوس په ماشومانو کې ډېره خپره شوې، په ماشومانو او کورنیو یې ډېرې بدې اغېزې کړې دي».
د ډاکټرې سعدیې په وینا، له اېچ ای وي ناروغ سره په ناستې، یو ځای خوړو یا عادي ټولنیزو اړیکو د ویروس د انتقال وېره بېځایه ده.
هغې وويل: «دا ټول توهمات دي، له دې لارې دا ویروس هېڅ نه لېږدېږي. دغه ماشومان له ښوونځیو او مدرسو څخه ایستل کېږي او دا ډېره لویه ستونزه ده».
د کراچۍ د پښتنو ګڼ مېشتې سیمې بنارس، پټان کالونۍ اوسېدونکي وايي، د وليکا روغتون په پېښه کې د طبي غفلت د ادعاوو ترڅنګ، داېچ ای وي له امله پر سیمه هم ټولنیز فشار زیات شوی دی.
د سیمې سیاسي او ټولنیز فعال دلدار زاده ګلاب وايي، پټان کالونۍ کې په سلګونو زره پښتانه مېشت دي، خو په اېچ ای وي د نهو ماشومانو د اخته کېدو له امله ټوله سیمه له «بدنامۍ» سره مخ شوې ده.
نوموړی وايي، « له موږ سره په دې ښار کې ناروا سلوک روان دی. ډېر ماشومان له ښوونځیو او پلرونه یې له کارځایونو وایستل شول، څوک ورسره اړیکې نه ساتي او هغه وخت لرې نه دی چې د دې سیمې له خلکو سره به اړیکې او رشتې پرېښودل شي».
ګلاب د رسنیو له لارې د سیمې په اړه د مثبت پوهاوي غوښتنه کوي.
هغه وويل: «زه د رسنیو له لارې غواړم ووایم چې د دې سیمې په اړه دې مثبت پیغام خپور شي، ځکه په ټول سند ایالت کې شاوخوا ۸۷۲ کسان په اېچ ای وي اخته دي. په هغو کې د پټان کالونۍ یوازې نهه ماشومان دي».
نوموړي زياته کړه، چې وليکا روغتون شاوخوا درې کاله مخکې د پټان کالونۍ په یونین کونسل کې شامل شوی او په دې نیمه دولتي روغتون کې تر ډېره هغه ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي معالجه کېږي چې په کارخانو او فابریکو کې کار کوي.
د پاکستان د روغتیا ملي خدمتونو اړوند پارلماني کمېټې د مې پر ۵مه په دغه هېواد کې داېچ ای وي اېډز د زیاتېدونکو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
ددغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۳۶۹ زره کسان له اېچ ای وي سره ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا ۸۴ زره پېښې ثبت شوې دي. چارواکو ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۴ زره نوې پېښې هم ثبت شوې دي.
کمېټې ته ویل شوي چې له ثبت شوو ناروغانو شاوخوا ۲۰ زره کسانو درملنه پیل کړې وه، خو وروسته یې درملنه پرېښې او ورک شوي دي.