د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.
کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.
د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.
هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.
کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.
کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بېکاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.
هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.
د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.
هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسلهوالو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسلهوال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.
بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.
خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.
د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.
نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.
د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زدهکوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.
خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.
دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلاماباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.
د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.
خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسلهوالو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.
هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسلهوالې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.
عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.
خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.
خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.
د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسلهوالو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.
هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلاماباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.
عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلاماباد اړیکې ښې وي.
د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.
د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بېپیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلاماباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځاندفاع اقدام وباله.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.