افغان ټکسيچلوونکي د موسیقۍ په غږولو د طالبانو بندیز ننګوي

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې یو شمېر ټکسيچلوونکي د طالبانو د موسیقۍ له بندیز سره سره په خپلو موټرو کې سندرې غږوي او د هغوی په وینا، دا کار د محدودیتونو پر وړاندې د اعتراض یوه بڼه ده.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په کابل کې هغه موسیقي چې پخوا به په رستورانتونو، کافو او دوکانونو کې اورېدل کېده، تر ډېره بنده شوې او پر ځای یې مذهبي او د طالبانو له لوري تایید شوې ترانې خپرېږي.
یوه ټکسيچلوونکي روین، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې یوازې لومړی نوم کارول شوی ویلي، چې د امنیتي پوستو او د امر بالمعروف مامورینو له وېرې د موسیقۍ غږ ټیټوي یا یې په بشپړه توګه بندوي.
هغه ویلي: «په هره پوسته چې تېرېږو، د موسیقۍ غږ کموم یا یې بندوم، څو له ستونزې سره مخ نه شم.»
روین وايي، له بندیزونو وروسته یې موسیقۍ ته علاقه نوره هم زیاته شوې او هڅه کوي هره ورځ لږ تر لږه د ورځې له پیل وروسته موسیقي واوري.
د هغه په وینا، په داسې هېواد کې چې د تفریح ګڼې بڼې، د سینما په ګډون، محدودې شوې دي، د موسیقۍ اورېدل د اعتراض یوه بڼه ده.
یو بل ټکسيچلوونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي اوس یوازې هغه وخت موسیقي اوري چې یوازې وي او د نورو موټرو شور یې پټ کړي.
هغه ویلي، پخوا خلک بې له وېرې موسیقي اورېدله، خو اوس دا کار له فشار او اندېښنې سره مل دی.
د راپور له مخې، نوموړی دوه ځله په امنیتي پوستو کې د موسیقۍ د حافظې او یو اېسبي د لرلو له امله درول شوی او مامورینو یې د موسیقۍ ثبت شوې وسایل مات کړي دي.
هغه ویلي: «افغان کلتور باید له منځه ولاړ نه شي، او موسیقي زموږ د خلکو د کلتور یوه برخه ده.»
راپور د شمسالله احمد په نوم د یوه محصل خبره هم راخیستې چې وايي هره ورځ د موسیقۍ اورېدو ته لېوال دی او د ټکسي په ټاکلو کې ګوري چې د موسیقۍ غږولو وسیله پکې شته که نه.
هغه ویلي، په موټر کې په ټیټ غږ موسیقي اورېدل تر دې ښه دي چې هېڅ وا نه اورېدل شي.
د راپور له مخې، ځینې افغانان لا هم د محدودیتونو سربېره د موسیقۍ اورېدو ته دوام ورکوي او دا کار د خپل کلتوري هویت د ساتنې یوه لاره بولي.
