د جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ده د شتمنیو او جایدادونو په اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي.
نوموړی وايي، هیڅ ښارګوټی نه لري او هغه ملکیتونه چې د خلکو او پانګوالو دي، باید ده ته منسوب نه شي.
عطا محمد نور پر خپل ایکس لیکلي چې د ده د واکمنۍ پر مهال په بلخ کې ګڼې پراختیايي چارې شوې او د ښارګوټو جوړول هم د دغو فعالیتونو یوه برخه وه.
نوموړي ویلي، هغه مهال پانګوالو له قانوني لارو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د ښار د پراختیا، د کارموندنې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې ښارګوټي، فابریکې، لوړې ودانۍ او ګڼ اقتصادي او خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي.
نور وايي، په وروستیو ورځو کې «خالد بن ولید ښارګوټی» چې د ده په وینا، د پانګوالو ملکیت دی، او «دیپلوماتیک ښارګوټی» چې دولتي او د ښاروالۍ اړوند ملکیت دی، هم ده ته منسوب شوي دي.
د نور په وینا، دا ادعا هم شوې چې طالبانو دغه جایدادونه د ده شخصي ملکیتونه بللي، ضبط کړي او «امارتي» یې اعلان کړي دي خو نوموړي دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
نور ویلي، چې که د ده د مسوولیت پر مهال جوړ شوي یا بیا رغول شوي ټول تاسیسات د ده شخصي ملکیت وګڼل شي، نو باید له ۶۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو، له ۱۳۰ څخه د زیاتو روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو، د اوسپنې پټلۍ، د هوايي ډګر ترمینل، پوهنتونونو، انسټیټیوټونو، تخنیکي مرکزونو، تالارونو، سوداګریزو مرکزونو او سلګونو نورو پراختیايي پروژو مالکیت هم ده ته منسوب شي.
اسحاق ډار د سپټمبر پر ۲۶مه په نیویارک کې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۲۷مه غیررسمي غونډه کې ویلي چې د پاکستان له طالبانو څخه «یوازینۍ تمه» دا ده چې د اسلاماباد مشروع امنیتي اندېښنې حل کړي. هغه له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ او د هغوی د ملګرو ډلو پر وړاندې «عملي او د تایید وړ اقدامات» وکړي.
صالح د ډار د دغو څرګندونو په اړه لیکلي چې د پاکستان د یوه لوړپوړي او «تجربهکار ډیپلومات» له خولې دا خبره داسې معنا لري چې اسلاماباد د افغانستان نور وضعیت د ستونزې وړ نه بولي او یوازې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور ورته د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په دې لیدلوري کې د «لسګونو میلیونو افغانانو کړاو» او هغه ستونزې له پامه غورځول کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله رامنځته شوې دي.
صالح همداراز د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې د پاکستان د پوځ پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد که له تحریک طالبان پاکستان سره د طالبانو پر مبارزه ډاډه شي، ښايي یو ځل بیا له طالبانو سره نږدې اړیکې او ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړي.
هغه د طالبانو مخالفو او د «ازادۍ غوښتونکو» ډلو ته په خطاب کې پوښتنه کړې چې که پاکستان د افغانستان له اړخه یوازې د تحریک طالبان پاکستان موضوع ته لومړیتوب ورکوي، نو له اسلاماباد سره په داسې یوه معامله کې به افغان ولس څه ترلاسه کړي؟
صالح لیکلي: «د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟»
هغه همداراز ویلي چې لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا او بریتانیا، په تېرو کلونو کې د القاعدې او ترهګرۍ ضد مبارزې پر محور د افغانستان له وضعیت سره داسې معاملې کړې چې د نوموړي په باور، د افغانانو «عادلانه او ولسي مبارزه» یې زیانمنه کړې ده.
صالح په پای کې پوښتنه کړې چې د افغانستان د «ازادۍ غوښتونکو» ځواکونو لپاره له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان پر محور یوې معاملې ته ننوتل څه ګټه لري او «زموږ د خلکو لپاره په کې څه شته؟»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډار د وینا په متن کې ویلي چې اسلاماباد له طالبانو سره د «رغنده تعامل» هڅې کړې، خو له هغوی غواړي چې د پاکستان امنیتي اندېښنې حل او د هغو ډلو پر وړاندې د تایید وړ اقدامات وکړي چې پاکستان یې د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي.
هند وروسته په خپل سفارت او نوي ډیلي کې هغه ته پناه ور کول رد کړل اوددې دلیل یې په افغانستان او سیمه کې له ډاکټر نجیب سره شته حساسیتونه او له مجاهدینو سره په اړیکو کې خنډ یادول.
د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۶مه، د کابل له سقوط سره هممهاله د جمعیت اسلامي قوماندان احمدشاه مسعود له ډاکټر نجیب الله وغوښتل، چې دده له ځواکونو سره یوځای له کابل څخه ووځي، خو نجیب الله دې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه. ښايي هغه پر مجاهدینو باور نه درلود، ځکه څلورکاله یې دده وتلو ته اجازه نه ورکوله.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نجیبالله او د هغه د ورور وژنه وغندله او د ملګرو ملتونو پر ودانۍ یې د طالبانو برید له نړیوالو اصولو سرغړونه وبلله. د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د نجیبالله او د هغه د ورور وژنه وغندله. شورا ټینګار کړی و ، چې دواړه کسان له محاکمې پرته وژل شوي او د هغوی جسدونه په عامه ځای کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د ملګرو ملتونو له نظره، داد یوه داسې کس د حقونو نقض هم و، چې د دغه سازمان په یوه مرکز کې یې پناه اخیستې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې طالبانو هغوی د ملګرو ملتونو له ودانۍ څخه په زور و ایستل او له محاکمې پرته یې ووژل.
مسکو اندېښنه وښوده، چې د طالبانو واکمني به د افغانستان له پولو هاخوا بېثباتي زیاته کړي، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې چې هغه مهال لا د روسیې له امنیتي چاپېریال سره نږدې تړلي بلل کېدل. خو په هند کې د هغه وژنې یوځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې، چې ایا نوي ډیلي هغه مهال کولی شوای نجیبالله وژغوري او که نه.
پاکستان، چې د طالبانو او مجاهدینو د ملاتړ له امله په دې پېښه کې ښکیل بلل کېده، د نوي وضعیت د مدیریت لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې. د اسلاماباد تمرکز تر ډېره پر دې و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره نوی سیاسي واقعیت ومني.
د نجیب د ملي روغې جوړې هڅې
ډاکتر نجیب الله تر ولسمشرۍ وړاندې د دولت د اطلاعاتي خدماتو ادارې « خاد» رییس و او له همدې لارې یې د دولت د امنیتي سیاست په جوړولو کې مهم رول درلود.نجیبالله داسې مهال واک ته ورسېد چې د شوروي اتحاد پوځي ځواکونه لا په افغانستان کې وو او د حکومت پر ضد جګړه ورځ تر بلې پراخېدله. هغه په ۱۹۸۶ کال کې د ببرک کارمل ځای ونیو او له ولسمشر کېدو سره یې هممهاله د حکومت د بڼې بدلولو هڅې پیل کړې.
د نجیبالله د ولسمشرۍ تر ټولو مهم پړاو د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ثبت شوی. د ۱۹۸۸ کال د جنیوا تړونونو له مخې شوروي ځواکونه له افغانستان نه ووتل او وروستی شوروي سرتېری د ۱۹۸۹ کال په فبروري کې له هېواده ووت. د ډېرو اټکلونو خلاف، د نجیبالله حکومت سملاسي له پښو ونه غورځېد او نږدې درې کاله یې د مجاهدینو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو د مرستو په کمېدو سره د هغه د نظام اقتصادي ستنې ورځ تر بلې کمزورې کېدې.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، نجیبالله د ملي روغې جوړې طرحه پراخه کړه او له دې طرحې یې د خپل رژیم د سیاسي تګلارو او اقداماتو د توجیه لپاره ګټه واخیسته. نجیب هڅه کوله چې د خپل حکومت انځور نرم وښيي او د افغان ملتپالنې او اسلامي اصولو پر موضوعاتو متمرکز شي.
نجیبالله د شوروي اتحاد د اقتصادي مرستو د احتمالي کمېدو په اړه هم اندېښمن و.
حکومت له لوی بودجوي او سوداګریز کسر، د بهرنیو اسعارو د زېرمو له کمېدو، د افغانۍ د ارزښت له لاسه ورکولو او لوړ انفلاسیون سره مخ و. هغه هممهاله له نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک څخه هم د مرستې غوښتنه کوله.
د یوه کال په موده کې ولسمشر نجیبالله د خپل حکومت د سیاسي ملاتړ د پراخولو لپاره ګڼې هڅې وکړې، د مجاهدینو له مشرانو سره یې لیکونه تبادله کړل، خو په دې بریالی نه شو، چې د مجاهدینو کوم مهم مشر، یا حتا د خپل حکومت دننه کوم مهم مخالف د ملي پخلاینې له کمپاین سره یوځای کړي. دې هڅو په عامو خلکو کې هغه انځور بدل نه کړای شو، چې د ډاکتر نجیب او د هغه د حکومت په اړه یې درلود.
نجیبالله د داسې نظام مشر و چې د پراخو نیونو، شکنجو، وژنو او جبري ورکاوي له تورونو سره مخ و.