• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لاهور کې پر ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د ډله‌ییز جنسي تېري دوسیه ثبت شوې

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۱

د پاکستان په لاهور کې پولیسو د یوې ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د شکایت پر بنسټ د درېیو ناپېژاندو کسانو پر ضد د ډله‌ییز جنسي تېري دوسیه ثبت کړې ده. مېرمنې ویلي، تورنو د موټر سپرلۍ ورکولو په پلمه له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د پنجاب ایالت د لاهور پولیسو د دریو نامعلومو کسانو لخوا د اذربایجان څخه د یوې ځوانې میرمنې سره د ډله ایز جنسي تیري قضیه ثبت کړې او د تورنو کسانو لټون یې پیل کړی دی.

دغه ۲۰ کلنې اذربایجانۍ میرمنې پولیسو ته مراجعه کړې او ادعا یې کړې چې درې نامعلومو کسانو هغه د موټر چلولو په بهانه نامعلوم ځای ته بوتله او بیا یې جنسي تیری پرې وکړ.

د پولیسو د راپور له مخې، شکایت کوونکې میرمن ډیانا، د اذربایجان د باکو اوسیدونکې ده او اوس مهال د راییونډ روډ پراکسي کې اوسیږي. هغه د تیرو ۱۵-۲۰ ورځو راهیسې په پاکستان کې ده، او غواړي د سوداګرۍ لپاره معلومات وکړي.

هغې پولیسو ته وویل چې د سپتمبر په ۲۵ مه، دوه نامعلومې میرمنې هغې ته نږدې شوې او هغه یې د ډوډۍ لپاره یوه نامعلومه کیفې ته بوتله، چیرې چې درې نامعلومه سړو شتون درلود.

میرمنې ادعا وکړه چې نارینه وو هغې ته د جنسي تیري کولو دمخه د ارام کولو درمل ورکړي وو.

د لاهور د عملیاتو پولیسو ویاند وویل چې تورن کسان پیژندل شوي او ډیر ژر به ونیول شي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۴
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۵

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.

کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.

د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.

هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.

کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.

کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بې‌کاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.

د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.

هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسله‌والو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسله‌وال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.

خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.

د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.

نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.

د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زده‌کوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.

خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.

دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلام‌اباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.

خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسله‌والو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.

هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.

عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.

خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.

خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.

د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسله‌والو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلام‌اباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.

عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلام‌اباد اړیکې ښې وي.

د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.

د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځان‌دفاع اقدام وباله.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي».

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.

شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.

هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسله‌والو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».

نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

هم‌مهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.

د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.

د تیراه اوسېدونکي: حکومت دې زموږ د بېرته ستنېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.

د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.

خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.

نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بې‌ځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».

د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملک‌دین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخه‌خېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بې‌ځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.

اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بې‌ځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.

د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلام‌خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.
د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بې‌اسناده افغانان، د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.

د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بې‌اسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.

د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلام‌اباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بې‌اسناده افغانان او د (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي وو.

د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بې‌اسناده افغانانو او (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او بې‌اسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.

فایننشل ټایمز: د عمران خان محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ لپاره لویه ننګونه ده

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱
100%

فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په زندان کې دی؛ خو د هغه محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره لویه سیاسي ننګونه بلل کېږي.

په راپور کې راغلي، د عمران خان په ملاتړ د اعتراضونو له اعلان سره سم په اسلام‌اباد کې چارواکو له وړاندې سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو تړلي دي. د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې لپاره د پراخو اعتراضونو اعلان کړی او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
راپور زیاتوي، پاکستاني رسنۍ د عمران خان د نوم له یادولو ډډه کوي او یوازې یې د تحریک انصاف د «بنسټګر» په نوم یادوي. راپور وړاندې کاږي، تېره میاشت روغتون ته د هغه د لېږد پرمهال چارواکو هڅه کړې وه چې د نوموړي انځورونه خپاره نه‌شي.
د راپور له مخې، چارواکو د عمران خان څو خویندې او نور خپلوان هم له اعتراضونو وړاندې نیولي او لامل یې «عامه امنیت ته جدي ګواښ» بللی دی. راپور وايي، د پوځ او حکومت له هڅو سره، سره عمران خان لاهم د مېلیونونه پلویانو لپاره د پاکستان د دودیز سیاست تر ټولو مهم بدیل ګڼل کېږي او شنونکي باور لري چې په ازاده ټاکنو کې به بریالی شي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد عدیل ملک فایننشل ټایمز ته ویلي، پاکستان د عمران خان د محبوبیت او د پوځ د واکمنۍ ترمنځ په یوه سیاسي کړکېچ کې بند پاتې دی.
راپور وايي، عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د نړۍوال دریځ د پیاوړتیا هڅه کړې؛ خو په کور دننه له امنیتي ستونزو، اقتصادي ننګونو او د ولسي ملاتړ له کمښت سره مخ دی.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن ویلي، پر عمران خان او د هغه پر پلویانو دوامداره فشارونه ښايي نوي اعتراضونه او سیاسي بې‌ثباتي رامنځته کړي. راپور لیکي، چې عمران خان په ۲۰۱۸کال کې له پوځ سره د نږدې اړیکو له امله واک ته ورسېد؛ خو وروسته یې له پوځ سره سیاسي اختلافات رامنځته شول.
نوموړی د اقتصادي ناورین پر مهال د پارلمان د بې‌باورۍ په رایه له واکه لرې شو او له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون په بېلابېلو تورونو زنداني دی. د هغه ګوند وايي، دغه قضیې سیاسي انګېزه لري.
راپور د عمران خان د خور عظمی خان په حواله ویلي، نوموړی په زندان کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی او په انفرادي خونه کې ساتل کېږي. راپور د ۲۰۲۳کال د اعتراضونو یادونه هم کوي او وايي، کله چې عمران خان ونیول شو، د هغه پلویانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل چې وروسته امنیتي ځواکونو په زرګونو کسان ونیول.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴کال په نومبر کې هم د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال امنیتي ځواکونو پارلمان ته نږدې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او د تحریک انصاف او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
راپور وايي، د عمران خان د پلویانو د بسیج کولو وړتیا د پوځ لپاره په داسې وخت کې یوه جدي ستونزه ده چې پاکستان د لوېدیځو ایالتونو له ناامنۍ او د کشمیر له اعتراضونو سره هم مخ دی.
راپور زیاتوي، چې حکومت د مخالفتونو د محدودولو لپاره قانوني بدلونونه راوستي او د انټرنېټي بیان پر ازادۍ یې محدودیتونه لګولي دي. راپور د حقوقي کارپوه اسد رحیم خان په حواله لیکلي، پاکستان د خپل تاریخ له «تر ټولو ستر قضایي شاتګ» سره مخ دی او پر خپلواکو قاضیانو فشارونه زیات شوي دي.
راپور کاږي، سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، د هغه انځورونه لاهم د پاکستان په ښارونو کې پر موټرو او رېکشاوو لیدل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې ویدیوګانې یې پر خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپرېږي.