د راپور له مخې، د «جېاېډبلیوبرېکر» په نوم دغه اووه کسیز ټیم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه د پنجشېر درې ته ورسېد. غړو یې له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې هم وړې وې، څو له افغان متحدینو سره د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواکونو په جلب او سمبالولو کې مرسته وکړي.
د دغه ټیم دنده د استخباراتي معلوماتو راټولول او د هغو امریکايي عملیاتو لپاره د زمینې برابرول وو چې تمه کېده ډېر ژر به د القاعدې او طالبانو پر وړاندې پیل شي. دا مهال د شمالي ټلوالې پوځي مشر احمدشاه مسعود د القاعدې د دوو غړو په برید کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوه ورځې مخکې وژل شوی و.
هغه روسی جوړ «مي-۱۷» هلیکوپټر چې دغه امریکايي ټیم یې افغانستان ته راوستی و، اوس د سياېاې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي. دغه الوتکه له پراخ ترمیم وروسته بېرته هغه بڼې ته نږدې شوې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې لرله.
د سياېاې پخوانی افسر ډېوېډ ټایسن، چې څو اوونۍ وروسته په افغانستان کې له دغه هلیکوپټر څخه کار واخیست، وايي الوتکه ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل او شور یې ډېر و.
ټایسن سيبياېس نیوز ته وویل: «ډېره رپېده، تېل ترې بهېدل، ډېره شور ماشور یې درلود او زه نه پوهېدم چې د الوتنې وړ ده که نه؛ خو پیلوټانو ډاډ راکړ چې دا ښه هلیکوپټر دی.»
ولې روسی هلیکوپټر؟
سياېاې دغه هلیکوپټر په ۱۹۹۰مو کلونو کې ترلاسه کړی و. د ادارې د تاریخپوه راب بایر په وینا، د روسي جوړښت له امله یې په افغانستان کې د پټې دندې لپاره ځانګړې ګټه لرله، ځکه هم طالبانو او هم شمالي ټلوالې له ورته هلیکوپټرو کار اخیست.
بایر وايي: «شمالي ټلوالې او طالبانو دواړو له مي-۱۷ هلیکوپټرو کار اخیست. دا روسي هلیکوپټرونه دي او په دې سیمه کې د هلیکوپټرو د پیکاپ موټر په څېر دي.»
هغه زیاته کړه چې د امریکايي «بلک هاک» پر ځای د مي-۱۷ د کارولو اصلي دلیل دا و چې دغه هلیکوپټر په سیمه کې له نورو الوتکو سره ډېر توپیر نه درلود.
د بایر په وینا، «کله چې د دښمن تر شا سیمو ته ځئ، غواړئ تر ډېره له نورو سره ګډ ښکاره شئ.»
دغه هلیکوپټر د افغانستان د لوړو غرونو د سیمو لپاره هم مناسب و. د پنجشېر درې ته د رسېدو لپاره امریکايي ټیم اړ و چې د انجمن له غاړې واوړي، چې شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ فوټه له سمندر څخه لوړه ده.
بایر وايي، مي-۱۷ له هغو لږو هلیکوپټرو څخه و چې له دغه لوړ غره تېرېدای شول.
هلیکوپټر د امریکايي الوتکو لپاره د پېژندنې ځانګړی سیستم نه درلود، نو عملې یې د لکۍ پر پاسنیو برخو «امریکا» او د امریکا بیرغ رسم کړ، څو د هوا له پاسه د امریکايي پیلوټانو لپاره د پېژندلو وړ وي. د هلیکوپټر د اړیکو نښه یې هم «۹-۱۱-۰۱» ټاکلې وه.
دغه هلیکوپټر وروسته په افغانستان کې له ۳۰۰ ډېر ماموریتونه ترسره کړل او تر ۲۰۱۲ کال پورې په خدمت کې پاتې شو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د امریکایانو ننوتل
ټایسن هغه مهال په مرکزي اسیا کې د سياېاې د استخباراتي چارو افسر و او په ازبکي، ترکمني او روسي ژبو پوهېده. هغه د سپټمبر پر ۱۱مه برېتانیا ته روان و، خو له کوزېدو وروسته یې افغانستان ته د بېرته تګ لپاره چمتووالی پیل کړ.
هغه وايي: «زه پوهېدم چې د خپلو ژبو، تجربې او په مرکزي اسیا کې د خپلې دندې له امله به په دې ماموریت کې شاملېږم.»
د اکتوبر پر ۱۷مه، یعنې افغانستان ته د جېاېډبلیوبرېکر ټیم له رسېدو څه کمې درې اوونۍ وروسته، ټایسن او د هغه د ډلې نور غړي د افغانستان شمال ته ولېږل شول. هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو شاته د تلونکو لومړنیو امریکایانو له ډلې وو.
د دوی دنده له ازبک قوماندان عبدالرشید دوستم سره د ځواکونو همغږي او د طالبانو او القاعدې پر وړاندې د عملیاتو ملاتړ و.
ټایسن دا ماموریت داسې یادوي: «دا هغه څه وو چې موږ مخکې نه وو کړي.» د هغه په وینا، دوی له سیمهییزو ځواکونو سره یوځای کار کاوه او «په عملي ډول یې جګړه پر مخ وړله.»
امریکايي افسرانو له افغان جنګیالیو سره د غرونو په لارو پر آسونو سفرونه کول، چې ځینې وخت به یې په ورځ کې تر ۱۴ ساعتونو پورې مزل کاوه.
ټایسن وايي: «اسونه چندان دوستانه نه وو. نر آسونه وو، یو له بل سره به یې جګړه کوله، موږ به یې چیچلو او لغتې به یې راکولې او هڅه به یې کوله له آس څخه مو وغورځوي.»
په قلعه جنګي کې پاڅون
د نومبر تر وروستیو پورې د افغانستان په ډېرو شمالي سیمو کې د طالبانو ځواکونه له ماتې سره مخ شول او سلګونه بهرني جنګیالي تسلیم شول. هغوی د مزارشریف ترڅنګ د ۱۹مې پېړۍ یوې لویې کلا، قلعه جنګي، ته ولېږدول شول.
د نومبر پر ۲۵مه ټایسن او د سياېاې بل افسر مایک سپان قلعه جنګي ته ننوتل. د دوی لومړنی کار دا و چې د بندیانو هویت او د هغوی د اصلي ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.
ټایسن وايي، ډېرو بندیانو ځانونه د القاعدې غړي بلل او ویل یې چې له اسامه بن لادن سره یې بیعت کړی دی. په دغو بندیانو کې جان واکر لینډ هم شامل و، هغه امریکايي چې په ۲۰۰۰ کال کې سیمې ته تللی او وروسته له طالبانو سره یوځای شوی و.
خو څو ساعته وروسته بندیانو پاڅون وکړ.
ټایسن وايي: «چاودنې، ډزې او ډېرې چیغې وې.» هغه زیاته کړه چې په یوه پړاو کې یې هر څه داسې لیدل چې ګواکې په ورو حرکت کې روان دي.
د جګړې پر مهال ټایسن د مایک سپان غږ واورېد او د هغه پر لور ورغی.
هغه وویل: «زما په یاد دي چې د هغه سیوری یا بدن مې پر ځمکه ولید. باور لرم چې مایک هغه مهال لا مړ شوی و. ما هغه کسان وویشتل چې پر ده وو او د مایک ټوپک مې ترې واخیست.»
سپان ۳۲ کلن و او په افغانستان کې د جګړې پر مهال لومړنی امریکايي کس و چې ووژل شو. نوم یې د سياېاې د یادګاري دېوال پر ۷۹م ستوري ثبت شوی دی.
ټایسن د سپان هماغه ټوپک د خپل ماموریت تر پایه له ځان سره وساته. دغه ټوپک اوس د سياېاې په موزیم کې ساتل کېږي او د ټایسن هغه بوټان هم ورسره نندارې ته اېښودل شوي چې په افغانستان کې یې اغوستي وو.
ټایسن وايي: «زما په اند، دغه ټوپک، د نورو شیانو ترڅنګ، زما ژوند وژغوره. فکر کوم په موزیم کې د هغه ساتل ډېر مناسب دي، ځکه موږ ته د مایک او د هغه د شخصیت یاد راژوندی کوي.»
د افغانستان د جګړې یو تاریخي یادګار
دغه هلیکوپټر په ۲۰۱۲ کال کې له خپل وروستي عملیاتي ماموریت وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د سياېاې مرکزي دفتر ته راوړل شو. د څو کلونو لپاره د دفتر له ودانۍ بهر د افغانستان د غرنیو سیمو په څېر د ډبرو ترمنځ اېښودل شوی و.
خو د لمر او هوا له امله یې رنګ خراب شوی و. سياېاې په تېر کال کې د هلیکوپټر پرانیستې برخې وتړلې، رنګ یې نوی کړ او هڅه یې وکړه چې د ۲۰۰۱ کال بڼه ورته بېرته ورکړي.
د هلیکوپټر پر دواړو غاړو د «۶۰۷» نښه هم بېرته رسم شوې ده. دا د هغه افغان پیلوټ د اړیکو نښه وه چې د لومړي ماموریت پر مهال یې هلیکوپټر چلولی و.
د ټایسن لپاره دغه تاریخي توکي یوازې د یوه پخواني ماموریت یادګار نه دي، بلکې د هغه د وژل شوي ملګري مایک سپان یاد هم ورسره تړلی دی.
هغه وویل: «لکه مایک چې به ویل، هغه غوښتل د نیزې په څوکه کې وي. هغه همداسې و، نن هم همداسې دی او د تل لپاره به همداسې وي.»
ټایسن او د سپان کونډه شینن سپان ډیبروین اوس له یوې غیرانتفاعي ادارې سره هم کار کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د سپان د پوځي نښې په نوم جوړه شوې ده. دغه اداره له هغو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې یوځای کار کړی و.
د دغې ادارې په وینا، اوس مهال شاوخوا ۳۵ کورنۍ له خوراکي، روغتیايي، کډوالۍ او بیا مېشتېدو مرستو برخمنې دي.
ټایسن وايي، د دغو افغان همکارانو ملاتړ د امریکا له ۲۰۲۱ کال وتلو سره پای ته نه دی رسېدلی؛ ځکه د هغه په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی و، په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګواښونو سره مخ شول.
کله چې له ټایسن څخه وپوښتل شول چې ایا د حکومتونو د نه ترسره شوو کارونو د جبران لپاره ځان مسوول ګڼي، هغه وویل: «هو، بالکل. همدا خلک کوي؛ همدا موږ کوو.»