• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د ۱۵۰۰ افغان ښځینه متشبثینو د ملاتړ لپاره ۱،۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وايي، په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره یې د ۱،۷میلیونه ډالرو په ارزښت نوی پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې په راتلونکي یوه کال کې له ۱۵۰۰ ښځینه متشبثینو سره مرسته وشي.

د دغه پروګرام موخه د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او مالي سرچینو ته د هغوی د لاسرسي زیاتول دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، د «افغانستان د ښځو د دوامدارو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ صندوق» له لارې به ښځینه متشبثینو ته یوازې مالي مرسته نه، بلکې د مالي او ډیجیټلي سواد زده‌کړې، مسلکي مشورې، د سوداګرۍ د پلان جوړونې او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې هم ملاتړ برابر شي.
دغه سازمان وايي، د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د کورنیو د عوایدو زیاتوالی به په غیرمستقیم ډول له ۱۴ زرو څخه ډېرو نورو کسانو ته هم ګټه ورسوي.
له اوو سلنې کمې ښځې بانکي حساب لري
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا هم ډېر محدود دی او له اوو سلنې کمې ښځې بانکي حساب لري یا د موبایلي پیسو له خدمتونو ګټه اوخلي.
د دغه سازمان په وینا، ډېری ښځینه سوداګرې د خپلو کاروبارونو د دوام او پراختیا لپاره پر شخصي سپما، له کورنۍ او ملګرو څخه پر پور اخیستو او یا د شتمنیو پر پلورلو تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، اوس مهال له ۱۰ زرو څخه ډېرې افغانې ښځې د سوداګرۍ جواز لري چې شمېر یې په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې بیا اټکل کړی چې شاوخوا ۱۲۰ زره ښځې له سوداګریز جواز پرته فعالیت کوي.
د نورو ۱۰ میلیونو ډالرو د راټولولو هڅې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازې تورخان صالح وايي، د ښځینه متشبثینو اساسي ستونزه د کار او سوداګرۍ د هڅې نشتوالی نه، بلکې مالي سرچینو، مهارتونو او هغو شبکو ته محدود لاسرسی دی چې د کاروبار د ودې لپاره ورته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، غواړي د دغه پروګرام د پراختیا لپاره نور ۱۰ میلیونه ډالر هم راټول کړي.
د دغه سازمان په وینا، که دغه بودجه برابره شي، ۱۰ زره نورې ښځینه متشبثینې به له مالي او سوداګریزو ملاتړونو برخمنې شي او دغه پروګرام به په غیرمستقیم ډول شاوخوا ۷۰ زره نورو کسانو ته هم ګټه ورسوي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۳

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۴
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

•
•
•

نور خبرونه

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ده د شتمنیو او جایدادونو په اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي. نوموړی وايي، هیڅ ښارګوټی نه لري او هغه ملکیتونه چې د خلکو او پانګوالو دي، باید ده ته منسوب نه شي.

عطا محمد نور پر خپل ایکس لیکلي چې د ده د واکمنۍ پر مهال په بلخ کې ګڼې پراختیايي چارې شوې او د ښارګوټو جوړول هم د دغو فعالیتونو یوه برخه وه.

نوموړي ویلي، هغه مهال پانګوالو له قانوني لارو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د ښار د پراختیا، د کارموندنې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې ښارګوټي، فابریکې، لوړې ودانۍ او ګڼ اقتصادي او خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي.

نور وايي، په وروستیو ورځو کې «خالد بن ولید ښارګوټی» چې د ده په وینا، د پانګوالو ملکیت دی، او «دیپلوماتیک ښارګوټی» چې دولتي او د ښاروالۍ اړوند ملکیت دی، هم ده ته منسوب شوي دي.

د نور په وینا، دا ادعا هم شوې چې طالبانو دغه جایدادونه د ده شخصي ملکیتونه بللي، ضبط کړي او «امارتي» یې اعلان کړي دي خو نوموړي دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

نور ویلي، چې که د ده د مسوولیت پر مهال جوړ شوي یا بیا رغول شوي ټول تاسیسات د ده شخصي ملکیت وګڼل شي، نو باید له ۶۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو، له ۱۳۰ څخه د زیاتو روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو، د اوسپنې پټلۍ، د هوايي ډګر ترمینل، پوهنتونونو، انسټیټیوټونو، تخنیکي مرکزونو، تالارونو، سوداګریزو مرکزونو او سلګونو نورو پراختیايي پروژو مالکیت هم ده ته منسوب شي.

هغه زیاته کړې، چې د ده او کورنۍ اړوند د شتمنیو لېست روښانه دی، خو ادعا یې کړې چې دغه شخصي ملکیتونه اوس د طالبانو په قبضه، تصرف او واک کې دي.

نوموړي ویلي، چې طالبان کولی شي د ده شخصي ملکیتونه په خپل نوم قباله کړي یا یې ویجاړ کړي، ځکه د ده په وینا، هغه د خپل ملکیت په اړه له دې موضوع څخه اندېښنه نه لري.

نور ټینګار کړی، هغه څه چې د خلکو، پانګوالو او نورو اشخاصو ملکیت دي، باید دده په نوم ونه نومول شي.

هغه ویلي، چې منتقدان، رسنۍ او سیاسي سیالان یې کولای شي د ده پر سیاسي فعالیتونو او پخوانیو مسوولیتونو نیوکه وکړي او پوښتنې مطرح کړي، خو د نوموړي په وینا، د عادلانه نیوکې او «تهمت، د واقعیت جعل او شخصیت وژنې» ترمنځ څرګند توپیر شته.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې په یوه پوسټ کې یې له دې وړاندې ویلي وو، چې «اړ او کډوال ځوانان» باید د پردیو د خوشحالولو او شهرت ګټلو لپاره د جګړو لیکو ته ونه لیږل شي. د هغه پر دې پوسټ ګڼو کسانو تبصرې کړې او غبرګون یې ښودلی دی.

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چار وزارت په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست عبدالباقي پوپل کاري قرارداد د درېیم ځل لپاره د سیمه ییز کارکوونکي په توګه تمدید کړی دی. طالبانو یو بل سیمه ییز کارمند سید مصطفی نوري د کونسلي چارو مسوول ټاکلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت لومړي سکرټر نبراس الحق عزیز ته په لېږل شوي مکتوب کې د دغه تمدید پرېکړه تایید کړې ده.

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، په برلین کې د سفارت لومړي سکرتر نبراس الحق عزیز د کارکوونکو چارو ریاست ته په خپل رسمي مکتوب کې لیکلي چې عبدالباقي پوپل د محلي کارکوونکي په توګه د خپل کاري قرارداد د درېیم ځل تمدید غوښتنه کړې وه.

د دې غوښتنې په ځواب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رییس لطف الله خپلواک د موافقې مکتوب صادر کړی او له سفارت څخه یې غوښتي چې د اجرااتو لپاره د نوموړي د قرارداد سندونه مرکز ته واستوي.

په دغو سندونو کې د برلین په سفارت کې د نورو سیمه ییزو کارکوونکو د دندو او معاشونو جزئیات هم په ډاګه شوي دي.

100%

د سند له مخې، د طالبانو یو سیمه ییز کارکوونکی سید مصطفی نوري د کونسلي چارو د مراجعینو د اسنادو ارزونې او معلوماتو د برخې د مسوول په توګه ګومارلی چې میاشتنی معاش یې ۲۷۶۰ یورو ښودل شوی دی.

په برلین کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سید مصطفي نوري چې له پخوا څخه په بهرنیو چارو وزارت کې کاري سابقه نه لري، طالبانو د ټولو کونسلي چارو د پرمخ وړلو واک ور کړی دی.

100%

سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره د واتساپ ګروپ هغه پېغام هم شریک کړی، چې د طالبانو استازو پکې د سفارت له ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې له هغه سره مرسته وکړي.

د دغو مکتوبونو په لړ کې، نبراس الحق عزیز د ۱۴۰۵ کال لپاره د محلي کارکوونکو د قراردادونو او تذکرو د لېږلو ترڅنګ لیکلي چې په سفارت کې د پاسپورټونو د صدور بهیر د ژر پیل احتمال شته او له همدې امله د نویو کارکوونکو اړتیا جدي ده.

هغه زیاته کړې چې په برلین کې د افغانستان سفارت له وړاندې هم د کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او د قراردادونو ژر منظورېدل به د پاسپورټونو د وېش په چټکتیا کې مرسته وکړي.

د تېر ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي ول، چې طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی و .

د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي وو، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.

هغه وخت په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي ول، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغې ګومارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد له طالبانو څخه یوازې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل غوښتنه کوي، خو د میلیونونو افغانانو وضعیت یې له پامه غورځولی دی.

امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د اسلام‌اباد د افغانستان پر وړاندې د بهرني سیاست په اړه نیوکه کړې ده.

اسحاق ډار د سپټمبر پر ۲۶مه په نیویارک کې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۲۷مه غیررسمي غونډه کې ویلي چې د پاکستان له طالبانو څخه «یوازینۍ تمه» دا ده چې د اسلام‌اباد مشروع امنیتي اندېښنې حل کړي. هغه له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ او د هغوی د ملګرو ډلو پر وړاندې «عملي او د تایید وړ اقدامات» وکړي.

صالح د ډار د دغو څرګندونو په اړه لیکلي چې د پاکستان د یوه لوړپوړي او «تجربه‌کار ډیپلومات» له خولې دا خبره داسې معنا لري چې اسلام‌اباد د افغانستان نور وضعیت د ستونزې وړ نه بولي او یوازې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور ورته د اندېښنې وړ دی.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په دې لیدلوري کې د «لسګونو میلیونو افغانانو کړاو» او هغه ستونزې له پامه غورځول کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله رامنځته شوې دي.

صالح همداراز د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې د پاکستان د پوځ پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد که له تحریک طالبان پاکستان سره د طالبانو پر مبارزه ډاډه شي، ښايي یو ځل بیا له طالبانو سره نږدې اړیکې او ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړي.

هغه د طالبانو مخالفو او د «ازادۍ غوښتونکو» ډلو ته په خطاب کې پوښتنه کړې چې که پاکستان د افغانستان له اړخه یوازې د تحریک طالبان پاکستان موضوع ته لومړیتوب ورکوي، نو له اسلام‌اباد سره په داسې یوه معامله کې به افغان ولس څه ترلاسه کړي؟

صالح لیکلي: «د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟»

هغه همداراز ویلي چې لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا او بریتانیا، په تېرو کلونو کې د القاعدې او ترهګرۍ ضد مبارزې پر محور د افغانستان له وضعیت سره داسې معاملې کړې چې د نوموړي په باور، د افغانانو «عادلانه او ولسي مبارزه» یې زیانمنه کړې ده.

صالح په پای کې پوښتنه کړې چې د افغانستان د «ازادۍ غوښتونکو» ځواکونو لپاره له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان پر محور یوې معاملې ته ننوتل څه ګټه لري او «زموږ د خلکو لپاره په کې څه شته؟»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډار د وینا په متن کې ویلي چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د «رغنده تعامل» هڅې کړې، خو له هغوی غواړي چې د پاکستان امنیتي اندېښنې حل او د هغو ډلو پر وړاندې د تایید وړ اقدامات وکړي چې پاکستان یې د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي.

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۱
100%

د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه کابل تازه د طالبانو لاس ته لوېدلی و. ښار لا د جګړې له شور او وېرې نه و وتلی، چې د طالبانو یوه ډله د ملګرو ملتونو هغه دفتر ته ورغله، چې پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله پکې پناه اخېستې وه.

۵۰ کلن نجیب الله له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۲ پورې د افغانستان ولسمشر او له څلورو کلونو راهیسې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دغه دفتر کې اوسېده. د مجاهدینو له واک ته رسېدو وړاندې هغه له دندې استعفا وکړه او خپل استعفالیک یې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بینن سیوان ته وسپاره.

د ۱۹۹۲ کال د اپرېل پر ۱۷مه د شپې شاوخوا درې بجې نجیب له خپلې مېرمنې او دریو لوڼو سره له کابل نه هند ته د وتلو هڅه کوله، خو د بینن سیوان په وینا، خپلو ملګرو ورسره خیانت وکړ او د جنرال دوستم ځواکونو هوايي ډګر ته پرېنښود. هغه وروسته د کور پرځای د ملکرو ملتونو ودانۍ ته لاړ، ځکه د امنیت وزیر یې هم، په کور کې مړ موندل شوی و.

د هغه وخت ځینې شنونکي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل او د پوځ لوی درستیز جنرال محمد نبي عظیمي د نجیب په بېرته ګرځولو کې ښکیل ګڼي، چې ددوی په وینا، غوښتل یې « نجیب‌الله مجاهدینو ته د یوه بندی په توګه وسپاري».

هغوی په بینن سیوان هم غوسه وو، چې د نجیب الله تېښتې ته یې لاره اواروله.

وکیل وروسته د کابل راډیو له لارې وویل: «نجیب‌الله د تېښتې هڅه وکړه، خو وسله‌والو ځواکونو یې مخه ونیوله».

هند وروسته په خپل سفارت او نوي ډیلي کې هغه ته پناه ور کول رد کړل اوددې دلیل یې په افغانستان او سیمه کې له ډاکټر نجیب سره شته حساسیتونه او له مجاهدینو سره په اړیکو کې خنډ یادول.

د نجیب الله یوه سریاور جنرال توخي په یوه مرکه کې ویلي، چې نوموړي د ملګرو ملتونو په دفتر کې پاتې کېدل غوره ګڼل، ځکه همدا ځای یې د ځان لپاره خوندي باله.

د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۶مه، د کابل له سقوط سره هممهاله د جمعیت اسلامي قوماندان احمدشاه مسعود له ډاکټر نجیب الله وغوښتل، چې دده له ځواکونو سره یوځای له کابل څخه ووځي، خو نجیب الله دې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه. ښايي هغه پر مجاهدینو باور نه درلود، ځکه څلورکاله یې دده وتلو ته اجازه نه ورکوله.

له دې وړاندې په ۱۹۹۴ کال کې د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کرشنن سرینیواسن خپل جګپوړی ډیپلوماټ بهادراکومار کابل ته لېږلی و، چې د هند سفارت بېرته پرانیزي او له مسعود څخه وغواړي چې نوي ډیلي ته د نجیب الله په انتقال کې همکاري وکړي، خو مسعود دغه وړاندیز رد کړی و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي بینن سیوان په یوه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان شارژدافیر ډاکټر نجیب ته له استعفا وروسته د پناه ورکولو لپاره تیاری ښودلی و، خو نجیب یې په ځواب کې ویلي وو، چې «خپل قاتل ته پناه نه وړي او چمتو دی همدلته مړ شي».

ولسمشر په دار شوی

د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې، چې کابل د طالبانو ځواکونو محاصره کړی و، ملا بورجان خپلو کسانو ته سپارښتنه کړې وه، چې داکټر نجیب‌الله باید ونه وژل شي او یوې عادلانه محکمې ته وړاندې شي، خو ملا رباني له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو، چې نجیب‌الله د ده پلار او ورور وژلي دي.

وروسته د ملا رباني او ملا بورجان ترمنځ، چې دواړو د طالبانو د نظامي ځواکونو مشري پرغاړه درلوده، اختلافات پیدا شول. د سپټمبر پر ۲۷مه ملا بورجان په ورېښمو تنګي او ډاکټر نجیب الله په کابل کې ووژل شول.

د طالبانو یوې ډلې د ښار له تصفیې وړاندې ځانونه د ملګرو ملتونو ودانۍ ته ورسول.

د ډاکټر نجیب الله د یاور محمد اسحاق توخي په وینا،د سپټمبر په ۲۶مه، شاوخوا د شپې یوه بجه څو وسله‌وال کسان چې ځانونه یې طالبان بلل، په زور د ملګرو ملتونو انګړ ته ننوتل او هغې ودانۍ ته ورغلل چې ډاکټر نجیب‌الله او دوی پکې اوسېدل. نیم ساعت وروسته یاد کسان یو ځل بیا ودانۍ ته ورغلل، خو دا ځل یې د ملګرو ملتونو یو ساتونکی هم له ځان سره راوستی و. هغوی وویل، چې ارګ ته غوښتل شوي، خو ډاکټر نجیب‌الله ورته وویل: « زه له پنځو کلونو راهیسې دلته د پناه‌اخیستونکي په توګه اوسېږم. زه له دې ځایه نه وځم». کله چې نجیب مقاومت وکړ، هغوی یې پر شاوخوا را تاو شول او د ټوپکو په میلو یې ټیله کاوه او موټر ته یې وخیژاوه.

توخي په خپل کتاب کې ویلي، چې شاهپور احمدزي هم غوښتل چې له نجیب الله سره لاړ شي، خو طالبانو پرېنښود، مګر پنځه ساعته وروسته شاوخوا سهار شپږ بجې هغوی بیا دفتر ته ورغلل او شاهپور احمدزی یې هم له ځان سره یووړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي پیټر ټامسن په خپل کتاب کې ویلي، چې ږیرورو طالبانو په سپکو سپورو احمدزی موټر ته وخیژاوه، خو په نجیب پسې راغلې ډلې نوموړی په مکر او ښه چلند له ځان سره بېولی و.

د طالبانو د هرات د پخواني والي ملا عبدالرزاق او په مزار شریف کې ددې ډلې د قوماندان ملا نیازي په مشرۍ یوې پنځه کسیزې ډلې په کابل کې د عملیاتو مشري کوله او ویل کیږي د همدې ډلې غړو ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور د ملګرو ملتونو له دفتره و اېستل؛ په پیک اپ موټر کې یې ارګ ته یووړل او وروسته ووژل شول او مړي یې په اریانا څلور لاره کې را وځړول شول.

ملا عبدالرازق وروسته له دې نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ومنله، چې د نجیب الله د وژلو امر ده ور کړی و.

هغه وویل، « دا ځکه اړین و، چې هغه د زرګونو افغانانو د وژنې مسوول و».

100%

د رویټرز خبري اژانس د منځني ختیځ پخواني ډیپلوماټیک خبریال الیسټر لیون په وینا، ملا رباني دوی ته وویل، چې نجیب‌الله د همدغسې برخلیک مستحق و، ځکه د هغه په وینا، نجیب‌الله «کمونیستي» سابقه لرله او لاسونه یې د مسلمانانو په وینه ککړ وو.

خبریال او څېړونکي احمد رشید په خپل یوه کتاب کې د ملا بورجان وژنه مشکوکه ګڼلې ده او وايي، چې ملا بورجان کابل ته له ننوتلو وړاندې له سختو استخباراتي فشارونو سره مخ و. د هغه په وینا، ملا بورجان نه غوښتل چې د پاکستان له غوښتنې سره سم نجیب الله په خپلسري ډول اعدام شي، خو د هغه له وژل کېدو وروسته د ملا رباني کسان کابل ته ننوتل او نجیب یې وواژه.

ډلې ډلې خلکو په څلورلاره کې د خپل وژل شوي پخواني ولسمشر او د هغه د ورور په دار شویو جسدونو ننداره کوله. د نجیب کوپړۍ شدیده ضربه لیدلې وه او د دواړو په ګوتو کې سګرټ او په پوزو کې پیسې اېښودل شوې وې.

د طالبانو یوه قوماندان نور حقمل، چې د کابل په سوېل کې له چاراسیاب څخه د شپې کابل ته ننوتلی و، رویټرز ته وویل: «موږ هغه وواژه، ځکه زموږ د خلکو قاتل و».

د نجیب پر استوګنځي د بریدکوونکې ډلې په تړاو د هغه یاور په دې شک څرګندوي، چې ډاکټر نجیب دې د طالبانو جنګیالیو وژلی وي.

هغه په یوه مرکه کې ویلي: « د د ډاکټر نجیب‌الله وژنه د طالبانو کار نه و، بلکې د پاکستان د استخباراتي سازمان کار و او طالبان یوازې د پوښ په ډول کارول شوي وو. طالبانو کابل ښار ته د ننوتلو په لومړیو ساعتونو کې ډاکټر نجیب‌الله وواژه، په داسې حال کې چې هغوی لا کابل په دقیقه توګه نه پېژانده».

ډېرو خلکو د ډاکټر نجیب په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداره ښکیله بلله او ځینو پاکستاني سیاستوالو ددې ادارې یو تن افسر د ډاکټر نجیب الله په وژنه کې ښکیل باله. د طالبانو ځینو چارواکو، چې د جمهوریت پرمهال په کابل کې اوسېدل، د پخواني ولسمشر په وژنه کې خپله ښکیلتیا ردوله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نجیب‌الله او د هغه د ورور وژنه وغندله او د ملګرو ملتونو پر ودانۍ یې د طالبانو برید له نړیوالو اصولو سرغړونه وبلله. د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د نجیب‌الله او د هغه د ورور وژنه وغندله. شورا ټینګار کړی و ، چې دواړه کسان له محاکمې پرته وژل شوي او د هغوی جسدونه په عامه ځای کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د ملګرو ملتونو له نظره، داد یوه داسې کس د حقونو نقض هم و، چې د دغه سازمان په یوه مرکز کې یې پناه اخیستې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې طالبانو هغوی د ملګرو ملتونو له ودانۍ څخه په زور و ایستل او له محاکمې پرته یې ووژل.

مسکو اندېښنه وښوده، چې د طالبانو واکمني به د افغانستان له پولو هاخوا بې‌ثباتي زیاته کړي، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې چې هغه مهال لا د روسیې له امنیتي چاپېریال سره نږدې تړلي بلل کېدل. خو په هند کې د هغه وژنې یوځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې، چې ایا نوي ډیلي هغه مهال کولی شوای نجیب‌الله وژغوري او که نه.

پاکستان، چې د طالبانو او مجاهدینو د ملاتړ له امله په دې پېښه کې ښکیل بلل کېده، د نوي وضعیت د مدیریت لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې. د اسلام‌اباد تمرکز تر ډېره پر دې و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره نوی سیاسي واقعیت ومني.

د نجیب د ملي روغې جوړې هڅې

ډاکتر نجیب الله تر ولسمشرۍ وړاندې د دولت د اطلاعاتي خدماتو ادارې « خاد» رییس و او له همدې لارې یې د دولت د امنیتي سیاست په جوړولو کې مهم رول درلود.نجیب‌الله داسې مهال واک ته ورسېد چې د شوروي اتحاد پوځي ځواکونه لا په افغانستان کې وو او د حکومت پر ضد جګړه ورځ تر بلې پراخېدله. هغه په ۱۹۸۶ کال کې د ببرک کارمل ځای ونیو او له ولسمشر کېدو سره یې هممهاله د حکومت د بڼې بدلولو هڅې پیل کړې.

د نجیب‌الله د ولسمشرۍ تر ټولو مهم پړاو د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ثبت شوی. د ۱۹۸۸ کال د جنیوا تړونونو له مخې شوروي ځواکونه له افغانستان نه ووتل او وروستی شوروي سرتېری د ۱۹۸۹ کال په فبروري کې له هېواده ووت. د ډېرو اټکلونو خلاف، د نجیب‌الله حکومت سملاسي له پښو ونه غورځېد او نږدې درې کاله یې د مجاهدینو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو د مرستو په کمېدو سره د هغه د نظام اقتصادي ستنې ورځ تر بلې کمزورې کېدې.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، نجیب‌الله د ملي روغې جوړې طرحه پراخه کړه او له دې طرحې یې د خپل رژیم د سیاسي تګلارو او اقداماتو د توجیه لپاره ګټه واخیسته. نجیب‌ هڅه کوله چې د خپل حکومت انځور نرم وښيي او د افغان ملتپالنې او اسلامي اصولو پر موضوعاتو متمرکز شي.

د نجیب‌الله د حکومت د څوکلن پایښت یو لامل د هغه پوځي او امنیتي جوړښت و، چې د پوځ ترڅنګ سیمه‌ییزو ملیشو پکې ټاکونکی رول درلود. خو دغه ملېشې، چې د جنرال دوستم ځواکونو پکې غوښنه ونډه درلوده، وروسته هغه ته په سرخوږ بدلې شوې.

هغه د خپل حکومت لپاره د نړیوال مشروعیت په پار نږدې هره ممکنه لاره وازمویله. له ناپېیلو هېوادونو سره یې د اړیکو پراختیا ته ډېره پاملرنه کوله.د ۱۹۸۸ کال په اوړي کې یې هڅه وکړه، چې افغانستان بېرته د اسلامي کنفرانس سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. د جولای په وروستیو کې یې په قاهره کې د اسلامي کنفرانس سازمان په جوړېدونکې غونډه کې د مجاهدینو د استازو ترڅنګ د افغان استازو د ګډون غوښتنه وکړه، خو د غونډې استازو له دې غوښتنې سره هوکړه ونه ښوده.

نجیب‌الله د شوروي اتحاد د اقتصادي مرستو د احتمالي کمېدو په اړه هم اندېښمن و.

حکومت له لوی بودجوي او سوداګریز کسر، د بهرنیو اسعارو د زېرمو له کمېدو، د افغانۍ د ارزښت له لاسه ورکولو او لوړ انفلاسیون سره مخ و. هغه هممهاله له نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک څخه هم د مرستې غوښتنه کوله.

د یوه کال په موده کې ولسمشر نجیب‌الله د خپل حکومت د سیاسي ملاتړ د پراخولو لپاره ګڼې هڅې وکړې، د مجاهدینو له مشرانو سره یې لیکونه تبادله کړل، خو په دې بریالی نه شو، چې د مجاهدینو کوم مهم مشر، یا حتا د خپل حکومت دننه کوم مهم مخالف د ملي پخلاینې له کمپاین سره یوځای کړي. دې هڅو په عامو خلکو کې هغه انځور بدل نه کړای شو، چې د ډاکتر نجیب او د هغه د حکومت په اړه یې درلود.

نجیب‌الله د داسې نظام مشر و چې د پراخو نیونو، شکنجو، وژنو او جبري ورکاوي له تورونو سره مخ و.

د هغه پلویان استدلال کوي چې نجیب له ولسمشر کېدو وروسته د پخوانیو سختو امنیتي سیاستونو پر ځای د سیاسي جوړجاړي هڅه کوله، خو دغه هڅې یې د خاد د دورې د کړنو تر سیوري لاندې وې.

د ۱۹۹۲ کال په پیل کې وضعیت د نجیب‌الله په ګټه نه و ، ځکه د مجاهدینو د بریدونو ترڅنګ، په حکومت کې دننه هم ډېرو ملګرو ترې لاسونه واخېستل. ملګرو ملتونو هڅه کوله چې د واک د سوله‌ییز لېږد لپاره یوه طرحه پلې کړي، نجیب‌الله هم د دې طرحې په چوکاټ کې د واک پرېښودلو او د یوه انتقالي څوګوندي حکومت د جوړېدو منلو ته چمتو شوی و، خو دغه طرحې د مختلفو عواملو له امله بریالۍ نه شوې.

100%

«له کمونیزم وروسته نوی چلنج افراطیت دی»

ډاکټر نجیب په خپلو ډېرو ویناوو کې د پاکستان مداخلې او د بنسټپالنې له ملاتړه راټوکېدونکو ګواښونو ته اشارې کړې دي.

هغه د ۱۹۹۱ کال د مې پر ۴مه خبرداری ورکړ چې که امریکا د مجاهدینو له ملاتړه لاس وانخلي، د افغانستان لپاره به «ناورین‌ زیږوونکې پایلې» ولري. نجیب د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یوه نوي پړاو غوښتنه وکړه، چې د بیا رغونې لپاره اقتصادي او تخنیکي مرستې هم پکې شاملې وي.

هغه د همدغه کال د سپټمبر پر ۲۰مه واشنګټن پوسټ ته وویل، چې د کمونیزم له کمزوري کېدو وروسته «نوی چلنج بنسټپالنه یا افراطیت دی».

د هغه لور موسکا نجیب الله وايي، چې په ۱۹۹۲ کال کې یې پلار له امریکا څخه له بنسټپالنې سره د مبارزې په برخه کې مرسته وغوښته او ویې ویل، چې «که بنسټپالنه افغانستان ته راشي، جګړه به وغځیږي. افغانستان به د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ په نړیوال مرکز بدل شي». د موسکا نجیب په وینا، د هغه خبرې له پامه وغورځول شوې او وروسته هغه څه پېښ شول، چې ډاکټر نجیب یې وړاندوینه کوله.

نړیوالو ډیپلوماټانو ډاکټر نجیب‌الله د ځیرک او تکړه سیاستوال په توګه یاد کړی. هغه په پښتو او دري کې ښه ویناوال و، د خلکو د احساساتو د درک او د سیاسي بیانیې د بدلولو وړتیا یې لرله. د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې یې د ملي پخلاینې، دموکراسۍ، بشري حقونو او د جګړې د سیاسي حل خبرې کولې او هڅه یې کوله ځان د یوه افغان ملي سیاستوال په توګه وښيي.

د هغه د خاد د دورې په اړه د نیونو، شکنجو او اعدامونو او سخت دریځ ادعاوې موجود دي. د هغه حکومت هم د جګړې پر مهال د پراخو پوځي عملیاتو او بمباریو مسوولیت درلود، خو د شخصي ژوند په برخه کې نرم او عاطفي انسان بلل شوی دی.

یادونه: په دې لیکنه کې له مرکو، یو شمېر کتابونو، د هغه وخت د نړیوالو رسنیو له رپوټونو، د ملګرو ملتونو له رپوټونو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پرانېستو اسنادو او نورو اړوندو سرچینو نه ګټه اخېستل شوې ده.

ملګري ملتونه: د راستنېدونکو له امله د افغانستان روغتیايي سیستم تر فشار لاندې دی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د اوبو له لارې د لېږدېدونکو او د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ناروغیو خپرېدل او هېواد ته د راستنېدونکو پراخ بهیر د روغتیا پر سیستم فشار زیات کړی او د ناروغیو د مخنیوي او بیړني غبرګون لپاره لا ډېرو سرچینو او مرستو ته اړتیا ده.

د دغه سازمان د راپور له مخې، سره له دې چې د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې د افغانستان په کچه د ساري ناروغیو په ډېری برخو کې کموالی راغلی، خو د ناروغیو د بیا خپرېدو خطر لا هم جدي دی.

راپور وايي، په اګست میاشت کې د حادې اوبلنې نس ناستې ۱۸ زره او ۳۲۹ پېښې او څلور مړینې ثبت شوې، چې د جولای د میاشتې په پرتله ۲۳،۶ سلنه کموالی ښيي.

همداراز، د سینه‌بغل یا حاد تنفسي انتانونو ۶۴ زره او ۵۰۶ پېښې او ۱۷۰ مړینې ثبت شوې دي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۷،۴ سلنه کمښت ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د شري شکمنې پېښې له ۲۵۶۲ څخه ۱۴۲۳ ته راکمې شوې دي، چې ۴۴،۵ سلنه کموالی ښيي. په دې موده کې د شري له امله اووه مړینې هم ثبت شوې دي.

د ډینګي تبې ۲۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې د جولای میاشتې په پرتله ۴۱ سلنه کموالی ښيي. د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ راهیسې د ډینګي له امله کومه مړینه نه ده ثبت شوې.

همداراز، د کووېډ-۱۹ د مثبتو پېښو شمېر ۱۶۸ ته راټیټ شوی، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۹،۲ سلنه کمښت څرګندوي. د کانګو تبې ۱۹۱ شکمنې پېښې او ۱۱ مړینې هم ثبت شوې دي، چې د جولای په پرتله ۳۶،۸ سلنه کموالی ښيي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې یو میلیون او ۱۸۶ زره او ۷۵۵ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. له دې ډلې ۵۸۸ زره کسان د تورخم، ۲۵۷ زره د اسلام‌کلا، ۲۳۲ زره د میلک، ۷۳ زره د سپین بولدک او ۳۵ زره د بهرامچې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

یوازې په اګست میاشت کې ۱۰۹ زره او ۳۰۵ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې ۵۹ سلنه یې له ایران څخه راغلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د راستنېدونکو او مسافرو له ډلې ۳۰ زره او ۸۹۶ کسان د ساري ناروغیو له پلوه معاینه شوي دي. د ازموینو پایلې ښيي چې د کووېډ-۱۹، ډینګي تبې او حادې اوبلنې نس ناستې مثبتې پېښې لا هم د راستنېدونکو ترمنځ موندل کېږي.

راپور زیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان په اګست میاشت کې ۸۸ زره او ۳۰۵ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، ۲۱۲ طبي مرستندویه بستې یې وېشلې او ۷۵۰ روغتیايي کارکوونکي یې په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

دغه سازمان اوس مهال په نهو ولایتونو کې د ۴۱ لومړنیو روغتیايي مرکزونو، شپږو ځانګړو ساري ناروغیو روغتونونو، یو ملي رواني روغتون، د بیړنیو ټپونو یو مرکز او د روږدو کسانو د درملنې د ۱۵ مرکزونو ملاتړ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان روغتیايي سکتور لا هم د ساري ناروغیو د خپرېدو، د واکسین د پوښښ د کمښت او د راستنېدونکو د زیات شمېر له کبله له جدي ننګونو سره مخ دی او د بیړني چمتووالي او غبرګون لپاره دوامداره مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.