• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح وایي طالبانو سره د ملګرتیا په اعتراف پاکستان باید سرتاج عزیز هم د هند جاسوس وګڼي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح له پاکستاني چارواکو پوښتلي، چې طالبانو سره په نږدې ملګرتیا د اعتراف له امله، د پاکستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار سرتاج عزیز هم د هندوستان جاسوس ګڼي کنه؟. سرتاج عزیز په ۲۰۱۴ کال کې طالبان د پاکستان نږدې ملګري بللي و.

صالح په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني اسلام‌اباد ته سفر وکړ ترڅو پاکستاني چارواکي له هغوی سره د کوېټې شورا او حقاني شبکې په ځپلو کې همکارۍ ته قانع کړي. خو له دې سفر سمدستي وروسته، د پاکستان د هغه وخت د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په زغرده وویل، چې افغان طالبان د ۱۹۹۰ لسیزې له پیله د پاکستان له نږدې ملګرو څخه دي او د پاکستان پوځ ته هېڅ ګواښ نه پېښوي، نو له همدې امله د پوځي اقدام وړ نه دي.
صالح د طالبانو او پاکستان اوسنیو ناندریزو اړیکو ته په اشارې زیا‌ته کړې: «که چیری د پاکستان د پوځ او حکومت د نوي روایت او منطق پر بنسټ قضاوت وکړو، نو سرتاج عزیز باید تر ټولو لومړی د هند استخباراتي اجنټ اعلان شوی وای چې دا ډول خبرې یې کولې!»
پاکستاني چارواکو د صالح دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند ادعا کوي چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې د پاکستان له لوري د وراوښتې شاوخوا ۴۰۰ کسیزې ډلې پر وړاندې په نښته کې له ۳۰ ډېر کسان وژلي او ۵۸ نور یې نیولي دي.

د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسله‌وال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله.

طالبان خپلو سیاسي او وسله‌والو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي.

محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول.

نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسله‌وال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.»

د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

محمدي زیاته کړې چې د کامدېش په ګوردېش سیمه کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له خوا «تصفیوي عملیات» لا هم دوام لري.

د کامدېش د نښتو په اړه متضاد روایتونه

د کامدېش د نښتو په اړه د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې روایتونه له یو بل سره توپیر لري.

د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې په کامدېش کې یې ۲۸ وسله‌وال وژلي او ۳۲ نور یې ژوندي نیولي دي. دغه وزارت ادعا کړې وه چې وسله‌وال له پاکستانه د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته داخل شوي وو او په ډله کې د داعش غړي هم شامل وو.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ په یوه جلا بیان کې بیا د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ کسانو د نیول کېدو ادعا شوې وه.

بل لور ته، د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو د دوی پر مواضعو د ځمکنیو ځواکونو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې برید کړی او جبهې ځوابي برید کړی دی. دې ډلې د طالبانو د تلفاتو په اړه جلا ادعاوې کړې، خو د دواړو لورو د مرګ‌ژوبلې او د جګړې د پایلو شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو دفاع وزارت هم پر پاکستان تور لګولی چې د دغو وسله‌والو په ملاتړ کې لاس لري؛ خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي.

د خالد بن ولید قول اردو د ویاند تازه څرګندونې د طالبانو له هغه لومړني رسمي روایت سره توپیر لري چې پکې د ۳۲ کسانو د نیولو شمېر یاد شوی و؛ د ۵۸ نیول شویو کسانو تازه شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: پښتونخوا د ترهګرۍ په جګړه کې ۸۰ زره کسان له لاسه ورکړي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان وايي، دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو قربانۍ ورکړې دي خو له دې سره هم پښتونخوا ته پېغورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپله حقه برخه نه ورکول کېږي.

هغه د کورنیو چارو له ځانګړي مرستیال طارق سعید مروت سره په ګډه یوې خبري غونډې ته ویلي چې مرکزي وزیرانو ته دنده ورکړل شوې چې په پرله‌پسې ډول ترهګري له پښتونخوا حکومت سره وتړي او د دوی لپاره یو تکراري بیان چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې مرکزي وزیران هڅه کوي چې پولیس کمزوري وښيي او د خیبر پښتونخوا حکومت پر ضد منفي لید لوری جوړ کړي
شفیع جان وویل چې که د ګونر راج (په ایالت کې د والي واکمني) لپاره د امن او امنیت وضعیت دلیل ګرځول کېږي نو لومړی باید په بلوچستان ایالت کې ګورنر راج ولګول شي ځکه د بلوچستان ایالت ډېره برخه د خلکو د تګ راتګ لپاره د نه لاسرسي سیمې ګرځېدلې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شي نو د خلکو غبرګون به رامنځته شي.
هغه وویل چې که ګورنر راج او بېړنی حالت اعلان شي نو لومړی به والي او وروسته د ایالت مقام محاصره کېږي او د ته به د پټېدو ځای پیدا نه شي.
شفیع جان وویل چې عمران خان په قبایلي ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واک ته رسېدو وروسته خیبر پښتونخوا د سولې او پرمختګ پر لور روانه شوې وه.
شفیع جان ادعا وکړه چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته په پاکستان کې د سولې دوره راغله خو د هغه له لرې کېدو وروسته پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر لور یووړل شو.
شفیع جان وویل، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خیبر پښتونخوا ته راځي او ګرځي خو باید بلوچستان ایالت ته هم سفر وکړي.
نوموړي وویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د پالیسۍ جوړولو لپاره له ټولو سیاسي او اړوندو اړخونو سره خبرو ته چمتو دي خو د هغه په وینا د مرکزي حکومت خبري هم سمې نه دی.
شفیع جان ادعا وکړه چې د اسلام اباد پر لور د اوږده لاریون لپاره د سپټمبر ۲۷مه نېټه بدلول د پښتونخوا حکومت سیاسي تګلاره وه.
هغه مرکزي حکومت تورن کړ چې غواړي خلک او دولتي ادارې یو د بل پر وړاندې ودروي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د خپل دریځ د روښانه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له پاکستان سره ولاړ دی او پاکستان د دوی د ایمان برخه ده.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پولیسو لپاره د ۵۷ عصري تجهیزاتو د اخیستو په موخه د درنو صنایعو ټکسلا او نورو اړوندو مرکزي ادارو ته ۷.۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پولیسو ته یوازې ۱۳ تجهیزات سپارل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو ته د تجهیزاتو په ورکولو کې د ځنډ لپاره بېلابېل خنډونه جوړېږي.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
100%

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې ویلي چې د طالبانو اقداماتو په افغانستان کې د قانون حاکمیت له منځه وړی او وګړي یې د عدالت له ترلاسه کولو بې‌برخې کړي دي.

دې استازولۍ د افغانستان لپاره د خپلواکې څېړنې میکانیزم د بشپړ فعالېدو او له نړیوالې جنایي محکمې سره د لا پیاوړې همغږۍ غوښتنه کړې ده.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې یې د افغانستان د قانون حاکمیت او حساب ورکونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

استازولۍ ویلي: «طالبانو د قانون حاکمیت له منځه وړی، چې له امله یې د افغانستان وګړي عدالت ته د لاسرسي له کومې لارې پرته پاتې دي.»

د افغانستان دایمي استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیق میکانیزم بشپړ فعال کړي او له نړیوالې جنایي محکمې سره همغږي لا پیاوړې کړي.

یاده دې وي چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه د افغانستان لپاره د یوه خپلواک تحقیق میکانیزم د جوړولو پرېکړه وکړه. د دغه میکانیزم دنده د افغانستان د جدي بشري حقونو د سرغړونو او د نړیوالو جرمونو په اړه د شواهدو راټولول، خوندي کول او شننه ده، څو په راتلونکي کې د احتمالي قضایي تعقیب لپاره ترې کار واخیستل شي.

د بشري حقونو شورا ۶۳مه غونډه د سپتمبر له ۷مې د اکتوبر تر ۷مې پورې په جینوا کې روانه ده.

له نړیوالې جنایي محکمې سره د همغږۍ غوښتنه

د افغانستان دایمي استازولۍ په داسې مهال له نړیوالې جنایي محکمې سره د لا پیاوړې همغږۍ غوښتنه کړې چې دغې محکمې د افغانستان د وضعیت په تړاو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د جنګي جرمونو او بشریت ضد احتمالي جرمونو څېړنه روانه ساتلې ده.

د محکمې د رسمي معلوماتو له مخې، د افغانستان د وضعیت په اړه د څېړنې اجازه په ۲۰۲۰ کال کې ورکړل شوه او په ۲۰۲۲ کال کې د څېړنې د بیا پیل اجازه هم صادره شوه. نړیوالې جنایي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، چې د بشریت ضد جرم په توګه تعریف شوې، د نیولو حکمونه هم صادر کړل.

د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیق میکانیزم دنده یوازې د اوسنیو سرغړونو څېړل نه دي، بلکې د جګړو او نورو جدي سرغړونو اړوند د شواهدو ساتل او د مسوولو کسانو د احتمالي محاکمې لپاره د قضیو د چمتو کولو ملاتړ هم پکې شامل دی.

د نجیب‌الله د وژل کېدو ۳۰م تلین؛ اکثریت ګوند د تېرو ۵۰ کلونو د جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان اکثریت ګوند د پخواني ولسمشر نجیب الله د وژل کېدو د ۳۰م تلین په مناسبت د تېرو پنځوسو کلونو د سیاسي او بشري جنایتونو د بې‌پرې څېړلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه بهیر موخه باید د غچ اخیستنې پر ځای د حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.

د افغانستان اکثریت ګوند د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې د هغه وژنه غندلې او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د مترقي سیاسي جریانونو لپاره یو ستر ګوزار بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ډاکټر نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه، د طالبانو له خوا ووژل شو او وروسته یې جسد په دار وځړول شو.

اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله وژنه یوازې د یوه سیاسي شخصیت د ژوند پای نه بولي، بلکې په وینا یې، دې پېښې د افغانستان د مترقي سیاسي جریانونو بیا راپاڅېدل د څو لسیزو لپاره وځنډول.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د مشروطه‌خواهۍ، اصلاح‌طلبۍ او مترقي سیاسي جریانونو ګڼ مخکښان او سیاسي مبارزین تر ډاکټر نجیب الله وړاندې هم وژل شوي وو، خو د هغه له وژل کېدو وروسته په پراخه کچه سیاسي ناهیلي او ژور خپګان رامنځته شو.

د وطن‌پالنې او ملي حاکمیت یادونه

اکثریت ګوند په خپله اعلامیه کې ډاکټر نجیب الله د هغو وروستیو سیاسي مشرانو له ډلې بللی چې په ملي سیاست کې یې د وطن‌پالنې استازیتوب کاوه.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې د جمهوري دولت له پرځېدو وروسته د واک ته رسېدلو جهادي تنظیمونو په سیاسي تفکر او عمل کې وطن‌پالنه تر پوښتنې لاندې راغله.

دغه ګوند همداراز ډاکټر نجیب الله د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخه کې وروستی اعلی سرقوماندان بللی او د هغه تر مشرۍ لاندې یې د جلال‌اباد جګړه د افغانانو د خپلواکې دفاع یوه بېلګه ګڼلې ده.

اکثریت ګوند په اعلامیه کې ویلي چې د ډاکټر نجیب الله د وژنې ورځ د افغان وطن‌پالو او مترقي سیاسي جریانونو لپاره د ماتم ورځ ده او د هغه وژنه یې په کلکه غندلې ده.

د تېرو جنایتونو د څېړلو غوښتنه

د اکثریت ګوند په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دغه ګوند دریځ د هېڅ سیاسي شخصیت یا جریان پر مطلق تقدس او معصومیت ولاړ نه دی.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ باور لرو چې هېڅ شخص او هېڅ سیاسي جریان د نقد، ارزونې او عدالت څخه پورته نه دی.»

دغه ګوند د افغانستان د معاصر تاریخ د څېړلو لپاره د واقعي اسنادو، شواهدو او تاریخي حقیقتونو پر بنسټ د ارزونې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد په راتلونکي مشروع نظام کې باید د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي او بشري جنایتونه په بې‌پرې توګه وڅېړل شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د حقیقت موندنې د دغه بهیر موخه باید غچ اخیستنه نه، بلکې د حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.

اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله د ژوند په ساتلو او د هغه په دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو زبرځواکونو د مسوولیت په اړه هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغه له وژل کېدو وروسته په افغان ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د اعلامیې په پای کې د افغانستان پر سیاسي تاریخ له تېرو تجربو څخه د درس اخیستو ټینګار شوی او له نوي نسل څخه غوښتل شوي چې د هېواد د ساتنې او د سیاسي مبارزې په برخه کې له دغو تجربو ګټه واخلي.

یوناما: هڅه کوو په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون زمینه برابره کړو

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال بروتو لیمرکویس وايي، هڅه کوي چې په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د طالب پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، څو د افغانستان چاپېریالي ستونزې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې شي.

د طالبانو تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او د یوناما مرستیال بروتو لیمرکویس په کابل کې د چاپېریالي ستونزو، اقلیمي بدلون، نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون او د چاپېریالي پروژو د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د دوشنبې په ورځ، د تلې په شپږمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه د مولوي مطیع‌الحق خالص په کاري دفتر کې د یوناما د مرستیال او مل پلاوي په حضور کې جوړه شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، خالص په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او ستونزو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې اقلیمي بدلون، طبیعي پېښې او وچکالي د افغانانو ژوند او معیشت ته جدي زیانونه اړولي دي.

نوموړي ویلي: «له بده مرغه افغانستان له ډېرو چاپېریالي ستونزو او ننګونو سره مخ دی. د اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله عام خلک ډېر زیانمن شوي، ځکه اکثره افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.»

خالص زیاته کړې چې افغانان له بشري ناورین سره مخ دي، خو د ده په وینا، نړیوالې ټولنې چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او د افغانستان د چاپېریالي ستونزو په اړه یې سترګې پټې کړې دي.

هغه ویلي، سره له دې چې افغانستان د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو رسمي غړیتوب لري، خو په دې برخه کې له نړیوال مالي ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس له یوناما غوښتي چې نړیواله ټولنه د افغانستان له چاپېریالي ستونزو او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو خبره کړي او په دې برخه کې د افغانستان د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې یوناما دې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ګډون زمینه برابره کړي، څو د افغانانو ستونزې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې شي.

هغه د تخنیکي مرستو او ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د یوناما د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د یوناما مرستیال بروتو لیمرکویس په دې غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کوي او په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د طالب پلاوي د ګډون لپاره به زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي: «د کاپ او نورې چاپېریالي غونډې مهمې دي او افغان پلاوی باید پکې ګډون وکړي، څو خپلې غوښتنې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.»

د خبرپاڼې له مخې، لیمرکویس ژمنه کړې چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ظرفیت لوړونې په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې د همغږۍ د پیاوړتیا او ګډ کار لپاره به یوه کاري کمېټه جوړه کړي.