عبدالرشید دوستم: که د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لرئ لږ تر لږه چوپ پاتې شئ
د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو مخالفینو د مبارزې په ملاتړ ویلي، هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې د درېدو یا اعتراض توان نه لري، لږ تر لږه باید چوپ پاتې شي او د دغې ډلې پر ضد په جګړه کوونکو ځوانانو نیوکه ونه کړي.
دوستم دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې کړې، خو په خپل پیغام کې یې مشخص نه دي ویلي چې مخاطب یې څوک دي.
نوموړي لیکلي: «که د طالبانو د ظلم او جنایت پر وړاندې د درېدو توان نه لرئ یا د اعتراض ژبه نه پرانیزئ، لږ تر لږه چوپ پاتې شئ او د هېواد پر هغو زړورو بچیانو نیوکه مه کوئ چې د دغو ظالمانو پر وړاندې یې خپلې سینې سپر کړې دي.»
دوستم د خپل پیغام په پای کې د اسلام د ستر پیغمبر د یوه حدیث په حواله ویلي چې د ظلم پر وړاندې د غبرګون نه ښودلو په صورت کې لږ تر لږه د زړه له لارې له هغه سره مخالفت کول د ایمان وروستۍ او تر ټولو ټیټه درجه ده.
له دې نښتو وروسته د جمعیت اسلامي مشر او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم د طالبانو د مخالفو وسلهوالو د فعالیتونو په اړه د احتیاط غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې ځوانان باید د «پردیو د خوښۍ» او «بیړنیو پروګرامونو» لپاره جګړې ته ونه لېږل شي او ټینګار یې کړی چې چریکي جګړه پراخې تجربې، ستراتیژیک لید، مسوولانه چلند او همغږۍ ته اړتیا لري.
د دوستم په تازه پیغام کې د کوم شخص یا ډلې نوم نه دی اخیستل شوی او دا هم نه ده روښانه شوې چې د نوموړي څرګندونې په مستقیم ډول د کامدېش له وروستیو نښتو یا د عطامحمد نور له څرګندونو سره تړاو لري.
د دې ماډل له مخې، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه ۱۶ سلنه، د نوزیږو ماشومانو مړینه ۱۷ سلنه او د میندو مړینه تر ۴۱ سلنې پورې زیاتېدای شي. راپور ټینګار کوي چې دا شمېرې د ماډل پر فرضیو ولاړې دي او قطعي وړاندوینې نه دي.