په افغانستان کې مېشت خبریالان وايي، ۲۰۲۶کال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له تر ټولو ستونزمنو کلونو څخه دی؛ ځکه په یوشمېر دولتي ادارو کې د رسنیو لپاره مشخص ویاند یا د اړیکو مسوول نهشته، ځینې ویاندویانو ته کم واک ورکړل شوی او هغه معلومات چې له ادارو ترلاسه کېږي په ډېرو مواردو کې یا نیمګړي وي او یا پر وخت نه رسېږي.
د کندهار یو خبریال وايي، د معلوماتو ترلاسه کولو ستونزه یوازې د معلوماتو په ورکولو کې نهده؛ بلکې د چارواکو لهخوا د خبریالانو د پوښتنو او لیدنو د محدودولو په برخه کې هم ستونزې شته.
هغه زیاته کړه: «اول خو معلومات نه راکول کېږي، بیا چې راکړل شي نیمګړي یا پر وخت نه وي، اکثره ادارې د اړیکو مسوول نهلري. رییس یا مشر یې بیخي د خبریال له نوم څخه بد کېږي ټېلیفون ته ځواب نه وايي او چې ادارې ته ورشو د لیدنې اجازه هم نه راکوي».
خبریالان وايي، د معلوماتو د نه شریکولو ترڅنګ په ځینو مواردو کې له رسنیو څخه د طالبانو ادارې د پروګرامونو او فعالیتونو د پوښښ غوښتنه په داسې ډول کېږي چې د رسنیو مسلکي لومړیتوبونه تر اغېز لاندې راولي.
دوی د اګست ۱۵مې د طالبانو د «بري» پنځمې کلیزې په مناسبت د یادې ډلې لهخوا د ترسره شویو مراسمو پوښښ د بېلګې په توګه یادوي او وايي، رسنیو ته په دې برخه کې د پوښښ غوښتنې شوې وې.
په کندهار کې د رسنیو د فعالیت وضعیت هم په وروستیو میاشتو کې له ننګونو سره مخ و، د ۲۰۲۶کال په مئ میاشت کې درې سیمهییزې راډیوګانې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لهخوا وتړل شوې. چارواکو د دغه راډیوګانو د تړل کېدو په تړاو د جواز، مالیې او نشراتي معیارونو موضوعات یاد کړي وو.
د رسنیو د حقونو څار بنسټونه وايي، د رسنیو پر فعالیتونو هر ډول محدودیت د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي پر بهیر ډېر اغېز کولای شي. د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېرې اګست میاشتې په لړ کې د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې یوشمېر محدودیتونه ثبت شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، د خبریالانو پر فعالیتونو د مستقیمو لاسوهنو ترڅنګ، د طالبانو د استخباراتو ادارې او د امر بالمعروف وزارت لهخوا هم د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د فشار موارد ثبت شوي دي.
راپور د خبریالانو پر شخصي ژوند د لاسوهنې، د ظاهري بڼې او خواله رسنیو د فعالیتونو په اړه د محدودیتونو یادونه هم کوي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان امسو په کندهار کې د «ملت ږغ» او «زما» راډیوګانو د کارکوونکو د یوې برخې پر وړاندې د فشار راپورونه هم ورکړي.
د «ملت ږغ» راډیو یو کارکوونکی وايي، د طالبانو د امربالمعروف ادارې لهخوا د ږیرې د لنډولو په تړاو د دوی پنځه کارکوونکي د یوې ورځې لپاره بندیان شوي او د بیا تکرار په صورت کې د لاسخت چلند ګواښ ورته شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب بنسټونو د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې خبریالان د طالبانو استخباراتي ادارې ته د پوښتنو او څېړنو لپاره غوښتل شوي او له ځینو خبریالانو د خپلو راپورونو د سرچینو څرګندولو غوښتنه هم شوې ده.
خبریالان وايي، له ولسوالیو څخه د معلوماتو ترلاسه کول تر مرکز لا ستونزمن دي ځکه په ډېرو مواردو کې نه مشخصه رسنیزه اړیکه شته، نه د پېښو پر مهال پر وخت معلومات ورکول کېږي او نه خبریالان کولای شي په اسانۍ له اړوندو چارواکو سره مرکه وکړي.
که څه هم طالب چارواکو په وار، وار ژمنه کړې، چې له رسنیو سره به د معلوماتو په شریکولو کې همکاري کوي؛ خو خبریالان وايي د ژمنو او عملي وضعیت ترمنځ لاهم څرګند واټن شته.
د طالبانو تر واک لاندي د رسنیو پنځه کلن مزل
د رسنیزو بنسټونو د راوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې، چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د ځانګړي راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ته ښکته کړی، چې دا د نړۍ د تر ټولو محدودو رسنیزو چاپېریالونو وضعیت څرګندوي.
کندهار د طالبانو د پالیسیو ازمویښتځای
د رسنیو ګڼ مسوولان وایي، په لومړیو میاشتو کې به په کندهار کې سیمهییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو ته شفاهي سپارښتنې کېدې چې د خپرونو منځپانګه بدله کړي، ځینې پروګرامونه بند کړي او له هغو موضوعاتو ډډه وکړي چې د طالب چارواکو له نظره مناسب نه ګڼل کېدل.
د کندهار یو پخوانی خبریال چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي وایي، د رسنیو د محدودېدو په لړ کې تر ټولو لومړی اقدام په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز و. دغه پرېکړه لومړی په کندهار کې عملي شوه او وروسته د افغانستان ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځېده.
هغه مهال سیمهییزو راډیوګانو ته سپارښتنه وشوه، چې ښځینه ویاندویانې نورې خپرونې نهشي وړاندې کولی او هغه خپرونې چې د ښځو په غږ خپرېدې باید له نشراتو واېستل شي.
له دې پرېکړې سره د ښځینه خبریالانو د ګوښه کېدو ترڅنګ، لسګونه ټولنیز، روغتیایي، ښوونیز او کورني پروګرامونه هم په ټپه ودرېدل، ځکه ډېری دغه خپرونې ښځینه ویاندویانو وړاندې کولې.
د ښځینه خبریالانو تدریجي اېستل
تر ۲۰۲۱کال وړاندې د افغانستان په رسنیو کې زرګونه ښځینه خبریالانې، ویاندویانې، پروډیوسرانې، تصویر اخیستونکې، د خپرونو چلوونکې او تخنیکي کارکوونکې په کار بوختې وې.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د شمېرو له مخې، هغه مهال شاوخوا ۲۸۳۳ ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، چاپي او انلاین رسنیو کې فعالیت درلود.
په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او بامیان کې ښځو نه یوازې د ټلویزیون پر څپو خبرونه وړاندې کول؛ بلکې سیاسي مناظرې، ټولنیز پروګرامونه، اقتصادي خپرونې او څېړنیز راپورونه یې هم چمتو کول.
خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه انځور په چټکۍ سره بدل شو، په لومړیو میاشتو کې یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او ناروښانه وضعیت له امله د خپلو ښځینه کارکوونکو قراردادونه وځنډول.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال تر پایه د ښځینه رسنیزو کارکوونکو شمېر شاوخوا ۷۴۷ تنو ته راټیټ شو. دا په دې معنا چې په پنځو کلونو کې د ښځو حضور په رسنیز ډګر کې نږدې ۷۴ سلنه کم شوی دی.
د خبریالانو نیول، ګواښل او جلاوطني
د بیان ازادۍ د محدودېدو ترڅنګ، د افغان خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو، نیونو او جلاوطنۍ لړۍ هم په تېرو پنځو کلونو کې بېسارې پراخه شوې ده. لسګونه خبریالان د خپلو راپورونو، انتقادي لیکنو او یا هم رسنیز فعالیت له امله له امنیتي فشارونو سره مخ شوي، ځینې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه نیول شوي او ګڼ شمېر نور د احتمالي نیول کېدو له وېرې له هېواده وتلو ته اړ شوي د.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» بللی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱کال تر بدلون وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او د رسنیزو محدودیتونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.
راپور څرګندوي، چې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه، امنیتي ګواښونه، خپلسرې نیونې او د عامه فضا محدودېدل هغه لاملونه دي چې سلګونه افغان خبریالان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپور له مخې؛ د وتلو تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې ثبت شوې چې ۱۸۳ خبریالان کیږي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د جلاوطنۍ بهیر لاهم دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۲ نور افغان خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده وتلي دي. ډېری دغه خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې له ناروښانه او بېثباته وضعیت سره مخ دي.
د رسنیو فعالان ټینګار کوي، چې د معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه یوازې په ژمنو نه حل کېږي؛ دولتي ادارې باید مشخص ویاندویان ولري، د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت او بشپړ ځواب ووایي، رسمي معلومات په شفاف ډول خپاره کړي او په مرکز او ولسوالیو کې خبریالانو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو مساوي زمینه برابره کړي.