• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۲۳ کسان ټپیان شوي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وايي، چې نن دوشنبه، د تلې پر ۶مه د کابل - جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۳ کسان ټپیان شوي دي. ټپیان ټول د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکترانو د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.

لاتر اوسه د دغې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل او د موټرو ډول نه دی روښانه شوی، خو تر دې وړاندې په دې لویه لار د ډېری پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطۍ ښودل شوې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

•
•
•

نور خبرونه

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۱
100%

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په سویلي زون کې خبریالان وايي، سره له دې چې له طالب چارواکو سره د لیدنو، ورکشاپونو او پوهاوي ګڼې غونډې جوړې شوې؛ خو په عملي ډګر کې د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي.

په افغانستان کې مېشت خبریالان وايي، ۲۰۲۶کال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له تر ټولو ستونزمنو کلونو څخه دی؛ ځکه په یوشمېر دولتي ادارو کې د رسنیو لپاره مشخص ویاند یا د اړیکو مسوول نه‌شته، ځینې ویاندویانو ته کم واک ورکړل شوی او هغه معلومات چې له ادارو ترلاسه کېږي په ډېرو مواردو کې یا نیمګړي وي او یا پر وخت نه رسېږي.

د کندهار یو خبریال وايي، د معلوماتو ترلاسه کولو ستونزه یوازې د معلوماتو په ورکولو کې نه‌ده؛ بلکې د چارواکو له‌خوا د خبریالانو د پوښتنو او لیدنو د محدودولو په برخه کې هم ستونزې شته.

هغه زیاته کړه: «اول خو معلومات نه راکول کېږي، بیا چې راکړل شي نیمګړي یا پر وخت نه وي، اکثره ادارې د اړیکو مسوول نه‌لري. رییس یا مشر یې بیخي د خبریال له نوم څخه بد کېږي ټېلیفون ته ځواب نه وايي او چې ادارې ته ورشو د لیدنې اجازه هم نه راکوي».

خبریالان وايي، د معلوماتو د نه شریکولو ترڅنګ په ځینو مواردو کې له رسنیو څخه د طالبانو ادارې د پروګرامونو او فعالیتونو د پوښښ غوښتنه په داسې ډول کېږي چې د رسنیو مسلکي لومړیتوبونه تر اغېز لاندې راولي.

دوی د اګست ۱۵مې د طالبانو د «بري» پنځمې کلیزې په مناسبت د یادې ډلې له‌خوا د ترسره شویو مراسمو پوښښ د بېلګې په توګه یادوي او وايي، رسنیو ته په دې برخه کې د پوښښ غوښتنې شوې وې.

په کندهار کې د رسنیو د فعالیت وضعیت هم په وروستیو میاشتو کې له ننګونو سره مخ و، د ۲۰۲۶کال په مئ میاشت کې درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا وتړل شوې. چارواکو د دغه راډیوګانو د تړل کېدو په تړاو د جواز، مالیې او نشراتي معیارونو موضوعات یاد کړي وو.

د رسنیو د حقونو څار بنسټونه وايي، د رسنیو پر فعالیتونو هر ډول محدودیت د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي پر بهیر ډېر اغېز کولای شي. د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېرې اګست میاشتې په لړ کې د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې یوشمېر محدودیتونه ثبت شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، د خبریالانو پر فعالیتونو د مستقیمو لاسوهنو ترڅنګ، د طالبانو د استخباراتو ادارې او د امر بالمعروف وزارت له‌خوا هم د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د فشار موارد ثبت شوي دي.

راپور د خبریالانو پر شخصي ژوند د لاسوهنې، د ظاهري بڼې او خواله رسنیو د فعالیتونو په اړه د محدودیتونو یادونه هم کوي. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان امسو په کندهار کې د «ملت ږغ» او «زما» راډیوګانو د کارکوونکو د یوې برخې پر وړاندې د فشار راپورونه هم ورکړي.

د «ملت ږغ» راډیو یو کارکوونکی وايي، د طالبانو د امربالمعروف ادارې له‌خوا د ږیرې د لنډولو په تړاو د دوی پنځه کارکوونکي د یوې ورځې لپاره بندیان شوي او د بیا تکرار په صورت کې د لاسخت چلند ګواښ ورته شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب بنسټونو د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې خبریالان د طالبانو استخباراتي ادارې ته د پوښتنو او څېړنو لپاره غوښتل شوي او له ځینو خبریالانو د خپلو راپورونو د سرچینو څرګندولو غوښتنه هم شوې ده.

خبریالان وايي، له ولسوالیو څخه د معلوماتو ترلاسه کول تر مرکز لا ستونزمن دي ځکه په ډېرو مواردو کې نه مشخصه رسنیزه اړیکه شته، نه د پېښو پر مهال پر وخت معلومات ورکول کېږي او نه خبریالان کولای شي په اسانۍ له اړوندو چارواکو سره مرکه وکړي.

که څه هم طالب چارواکو په وار، وار ژمنه کړې، چې له رسنیو سره به د معلوماتو په شریکولو کې همکاري کوي؛ خو خبریالان وايي د ژمنو او عملي وضعیت ترمنځ لاهم څرګند واټن شته.

د طالبانو تر واک لاندي د رسنیو پنځه کلن مزل

د رسنیزو بنسټونو د راوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې، چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د ځانګړي راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ته ښکته کړی، چې دا د نړۍ د تر ټولو محدودو رسنیزو چاپېریالونو وضعیت څرګندوي.

کندهار د طالبانو د پالیسیو ازمویښتځای

د رسنیو ګڼ مسوولان وایي، په لومړیو میاشتو کې به په کندهار کې سیمه‌ییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو ته شفاهي سپارښتنې کېدې چې د خپرونو منځپانګه بدله کړي، ځینې پروګرامونه بند کړي او له هغو موضوعاتو ډډه وکړي چې د طالب چارواکو له نظره مناسب نه ګڼل کېدل.

د کندهار یو پخوانی خبریال چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي وایي، د رسنیو د محدودېدو په لړ کې تر ټولو لومړی اقدام په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز و. دغه پرېکړه لومړی په کندهار کې عملي شوه او وروسته د افغانستان ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځېده.
هغه مهال سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه وشوه، چې ښځینه ویاندویانې نورې خپرونې نه‌شي وړاندې کولی او هغه خپرونې چې د ښځو په غږ خپرېدې باید له نشراتو واېستل شي.

له دې پرېکړې سره د ښځینه خبریالانو د ګوښه کېدو ترڅنګ، لسګونه ټولنیز، روغتیایي، ښوونیز او کورني پروګرامونه هم په ټپه ودرېدل، ځکه ډېری دغه خپرونې ښځینه ویاندویانو وړاندې کولې.

د ښځینه خبریالانو تدریجي اېستل

تر ۲۰۲۱کال وړاندې د افغانستان په رسنیو کې زرګونه ښځینه خبریالانې، ویاندویانې، پروډیوسرانې، تصویر اخیستونکې، د خپرونو چلوونکې او تخنیکي کارکوونکې په کار بوختې وې.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د شمېرو له مخې، هغه مهال شاوخوا ۲۸۳۳ ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، چاپي او انلاین رسنیو کې فعالیت درلود.

په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او بامیان کې ښځو نه یوازې د ټلویزیون پر څپو خبرونه وړاندې کول؛ بلکې سیاسي مناظرې، ټولنیز پروګرامونه، اقتصادي خپرونې او څېړنیز راپورونه یې هم چمتو کول.

خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه انځور په چټکۍ سره بدل شو، په لومړیو میاشتو کې یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او ناروښانه وضعیت له امله د خپلو ښځینه کارکوونکو قراردادونه وځنډول.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال تر پایه د ښځینه رسنیزو کارکوونکو شمېر شاوخوا ۷۴۷ تنو ته راټیټ شو. دا په دې معنا چې په پنځو کلونو کې د ښځو حضور په رسنیز ډګر کې نږدې ۷۴ سلنه کم شوی دی.

د خبریالانو نیول، ګواښل او جلاوطني

د بیان ازادۍ د محدودېدو ترڅنګ، د افغان خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو، نیونو او جلاوطنۍ لړۍ هم په تېرو پنځو کلونو کې بې‌سارې پراخه شوې ده. لسګونه خبریالان د خپلو راپورونو، انتقادي لیکنو او یا هم رسنیز فعالیت له امله له امنیتي فشارونو سره مخ شوي، ځینې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه نیول شوي او ګڼ شمېر نور د احتمالي نیول کېدو له وېرې له هېواده وتلو ته اړ شوي د.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» بللی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱کال تر بدلون وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او د رسنیزو محدودیتونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.

راپور څرګندوي، چې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه، امنیتي ګواښونه، خپل‌سرې نیونې او د عامه فضا محدودېدل هغه لاملونه دي چې سلګونه افغان خبریالان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپور له مخې؛ د وتلو تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې ثبت شوې چې ۱۸۳ خبریالان کیږي.

دغه سازمان زیاتوي، چې د جلاوطنۍ بهیر لاهم دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۲ نور افغان خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده وتلي دي. ډېری دغه خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې له ناروښانه او بې‌ثباته وضعیت سره مخ دي.

د رسنیو فعالان ټینګار کوي، چې د معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه یوازې په ژمنو نه حل کېږي؛ دولتي ادارې باید مشخص ویاندویان ولري، د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت او بشپړ ځواب ووایي، رسمي معلومات په شفاف ډول خپاره کړي او په مرکز او ولسوالیو کې خبریالانو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو مساوي زمینه برابره کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان د نس ناستي او کولرا له امله د اغېزمنو هېوادونو له ډلې دی

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په ۲۰۲۴کال کې افغانستان د هغه نهو هېوادونو په ډله کې شامل شوی چې د ختیځې مدیترانې په سیمه کې یې د نس ناستي او کولرا نږدې ۸۰ سلنه نړۍوالې پېښې ثبت کړې دي.

د یاد سازمان په وینا، په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان، جیبوتي، عراق، لبنان، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن کې تر ۶۴۳زره ډېرې د نس ناستي او کولرا پېښې ثبت شوې وې چې له امله یې ۲زره او ۳۵۴ کسان مړه شوي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په سیمه کې د کولرا خپرېدا له بېلابېلو چاپېریالي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لاملونو سره تړاو لري. د دغه سازمان په خبره، د روغتیايي خدمتونو کمزوري ظرفیتونه، څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، په روغتیايي مرکزونو کې د انتانونو د مخنیوي کمزورې اسانتیاوې، د ادارو ترمنځ کمزورې همغږي او اقلیمي بدلون هغه مهم لاملونه دي چې د کولرا او نس ناستي د خپرېدو زمینه برابروي.

دغه سازمان زیاتوي، چې بې‌ځایه کېدل او د خلکو ګڼه‌ګوڼه هم په ځانګړي ډول پر مخ وده هېوادونو کې د څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او روغتیايي پاملرنې محدود لاسرسی رامنځته کوي او د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.
ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په اګست میاشت کې د نس ناستي پېښې د جولای پرتله ۲۳،۶ سلنه کمې شوې دي. د شکمنې شري پېښې ۴۴،۵ سلنه، د ډینګي تبې ۴۱ سلنه او د کانګو تبې شکمنې پېښې ۳۶،۸ سلنه کموالی ښيي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په اګست میاشت کې په افغانستان کې ۱۸زره او ۳۲۹ د نس ناستي پېښې ثبت شوې چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي. همداراز ۶۴زره او ۵۰۶ د سینه‌بغل (سیخ و بریښ) پېښې ثبت شوې چې ۱۷۰ کسان یې مړه کړي دي.
په همدې میاشت کې د شري ۱۴۲۳ شکمنې پېښې ثبت شوې، چې اووه کسان په‌کې مړه شوي، د ډینګي تبې ۲۷۹ شکمنې پېښې او د کریمیا کانګو تبې ۱۹۱ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ۱۱ کسان یې مړه کړي دي. همداراز د کوویډ-۱۹ ۱۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د روان ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د اګست تر پایه په افغانستان کې تر ۸۴۵زرو ډېرې د سینه‌بغل (سیخ و برېښ)، ۱۰۲زره د نس ناستي، ۱۸زره د شري، ۱۹۳۰ د شکمنې ډینګي تبې او ۱۴۴۹ د شکمنې کریمیا کانګو تبې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د اوبو له لارې د خپرېدونکو هغو ناروغیو ګواښ لاهم شته چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. د اوبو، روغتیایي خوندیتوب او حفظ‌الصحې ستونزې او د واکسینونو ټیټ پوښښ د دغه ناروغیو د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
د یاد سازمان په ملاتړ روغتیايي مرکزونو د اګست په میاشت کې ۸۸زره او ۳۰۵ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، شاوخوا ۵۵۹زره کسانو ته روغتیايي کڅوړې وېشل شوې او ۷۵۰ روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی د افغانستان پر روغتیايي خدمتونو فشار زیاتوي او د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د لا ډېرو سرچینو اړتیا رامنځته کوي.

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
100%

د برېتانیا حکومت غواړي د کډوالو د منلو یوه نوې طرحه پیل کړي، چې له مخې به یې افغان ښځې او نجونې، فلسطیني کډوال او معلولیت لرونکي کسان لومړیتوب ولري. دغه طرحه له تېرو دوو کلونو راهیسې ځنډول شوې وه.

ګارډین ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود به د دوشنبې په ورځ د کارګر ګوند په غونډه کې د دغه نوې طرحې د پیل اعلان وکړي. د نوې طرحې له مخې، هغه کډوال چې له دې لارې برېتانیا ته داخلېږي، د هغو کسانو پرتله چې له ناقانونه لارو او په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته ځي ژر دایمي استوګنې ترلاسه کړي.

ګارډین لیکلي، چې د برېتانیا حکومت تمه لري د یادې طرحې په لومړي پړاو کې د منل کېدونکو کسانو شاوخوا څلورمه برخه افغان ښځې او فلسطیني پناه‌غوښتونکي وي. په لومړي پړاو کې به د منل کېدونکو کسانو شمېر محدود وي او هرکال به ورته ځانګړی حد ټاکل کېږي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت سرچینو ګارډین ته ویلي، چې ښايي دغه طرحه د څو سوه کسانو په منلو پیل شي او که له ناقانونه لارو د کډوالو راتګ کم شي، په راتلونکو کلونو کې د منل کېدونکو کسانو شمېر ښايي څو زرو ته لوړ شي.

د وړاندې شویو شرایطو له مخې، وړ کډوال به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) او د کډوالو لپاره د نړۍوالې مرستې پروژې له لارې وپېژندل شي او برېتانیا ته تر تګ وړاندې به د امنیتي او جرمي سابقې له ارزونو تېرېږي.

د برېتانیا حکومت وايي، زیان‌منې ښځې او نجونې، معلولیت لرونکي کسان او هغه کسان چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري لومړیتوب لري. د یوې کورنۍ غړي کولای شي د دغې طرحې له لارې یوځای برېتانیا ته ولېږدول شي؛ خو دغه اسانتیا به نږدې خپلوانو ته نه غځېږي.

غبرګونونه او نیوکې

د کډوالۍ متخصصینو او د کډوالو د ملاتړو ادارو د نوې قانوني لارې د رامنځته کېدو هرکلی کړی؛ خو وايي چې د منل کېدونکو کسانو شمېر به دومره کم وي، چې د مانش کانال له لارې د پناه‌غوښتونکو پر تګ‌راتګ به د پام وړ اغېز ونه کړي.

د اکسفورډ پوهنتون څخه ماډلین سامپشن ویلي، دغه طرحه تر ډېره پر یوه بشري اصل ولاړه ده چې برېتانیا باید د تر ټولو زیان‌منو کډوالو د ملاتړ لپاره خپله ونډه ترسره کړي. خو هغې په ورته وخت کې ویلي، داسې کوم دلیل نه‌شته چې وښيي دغه طرحه به په یوازې ځان د کډوالو ناقانونه راتګ په څرګند ډول راکم کړي.
د برېتانیا د کډوالو شورا لوړپوړي شنونکي جان فیتنبي هم د خوندي او قانوني لارو له رامنځته کېدو هرکلی کړی؛ خو ویلي یې دي چې دغه ډول طرحې هغه مهال د انساني قاچاق کوونکو فعالیت کمزوری کولای شي، چې په پراخه کچه عملي شي.

تمه کېږي، چې دغه طرحه به د ښي اړخو ګوندونو په ځانګړي ډول د برېتانیا د اصلاح ګوند (Reform UK) له نیوکو سره هم مخ شي. د احتمالي نیوکو له مهمو محورونو څخه به د کډوالو د هوساینې لګښتونه او امنیتي ارزونې وي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم د برېتانیا د نوې طرحې هرکلی کړی دی. هغې ویلي، له څلورو کلونو مدافعې، کمپاینونو او لیکونو وروسته له ګواښ سره مخ افغان ښځو د ملاتړ غوښتنې ځواب شوې.

مېرمن کوفي هیله څرګنده کړې، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت داسې مېکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې له ګواښ سره مخ ښځې په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې پر وړاندې یې مقاومت کړی وکولای شي له دې طرحې ګټه واخلي.

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱
•
نویده خوشبو
100%

د ۲۰۲۶کال د نړۍوالې خوښۍ د راپور له مخې، افغانستان د ارزول شویو ۱۴۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري. د افغانستان وروستی ځای ښيي، چې د افغانانو د ژوند د ارزونې نمره تر ټولو ټیټه وه.

خو د ستونزو او نهیلۍ ترڅنګ ځینې لاهم هیله‌من دي؛ خپله خاندي او د نورو د خندولو هڅه هم کوي. په کابل کې دوې وړې خویندې مریم او صدف د انسټاګرام کړکۍ د خلکو تر کورونو رسوي. دوی د کور او ښوونځي له جالبو شېبو لنډې طنزي ویډیوګانې جوړوي او هڅه کوي لیدونکي خوشحاله کړي.
مریم او صدف په هزاره‌ګۍ لهجه د ورځني ژوند کیسې د «دختران ساسان» په پاڼه کې تمثیلوي. کور یې سټوډیو ده؛ مور یې لارښوونه کوي، پلار یې ویډیوګانې تنظیموي او د کابل شین لمر یې رڼا ده. په همدې ساده چاپېریال کې د کورنۍ عادي شېبې په کوچنیو تمثیلي صحنو بدلېږي.
کله د مور رول لوبوي؛ د ګردې غاړې کمیس اغوندي او د ستړي ژوند له سختیو ستړې، ژر غوسه کېدونکې او بې‌حوصلې مور انځوروي.

100%

کله بیا د پلار په رول کې پټکی تړي، پر توشک کېني، بالښت ته ډډه وهي، د شین چای پیاله په لاس کې نیسي، پر مخ برېتونه رسموي او د کورنۍ غړو ته امرونه کوي. د مور، پلار، خور او ورور خبرې، د ښوونځي خاطرې او د کورنۍ وړې شخړې د دوی د طنز سوژې دي.

100%

دغه صحنې مشرانو ته د ماشومتوب خاطرې ورژوندۍ کوي او ځوانان په‌کې د خپل ژوند یوه برخه ویني.

100%

د دوی په وروستۍ ویډیو کې د کابل د برېښنا پرې کېدل په طنزي بڼه انځور شوي. دې ویډیو ډېر خلک خندولي او د پاکستان، امریکا، ایران او نورو هېوادونو لیدونکو هم پرې تبصرې کړې دي. د لیدونکو غبرګون ښيي، چې د دوی طنزونه له کابل هاخوا هم مخاطبان موندلي دي.

100%

زه له دوو کلونو راهیسې د دې وړو با استعدادو خویندو ویډیوګانې تعقیبوم. د مریم او صدف شوخي او خپلمنځي جنجالونه ماته د خپلې خور او د مور د کور یاد تازه کوي او سخته مې خندوي.
مریم او صدف افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ویډیو جوړولو فعالیت ته یې ورتګ تصادفي و. یوه ورځ په کور کې وې، یو بل ته یې سینګار وکړ او په شوخۍ کې یې په موبایل ویډیو ثبت کړه. کله چې یې ویډیو خپلې مور ته وښوده، هغې ورته اجازه ورکړه چې د انسټاګرام پاڼه جوړه او فعالیت پیل کړي.

دوی وايي، د ویډیوګانو موضوعات د خلکو له ورځني ژوند څخه ځکه ټاکي چې دغه ډول کیسې ډېر لیدونکي جذبوي. د دوی د انسټاګرام پاڼه نږدې ۴۳زره څارونکي لري او د ودې په حال کې ده.
پخوا هر چا ته د خپلې وړتیا د ښودلو او د تلویزیون پر پرده د راڅرګندېدو زمینه په اسانۍ نه برابرېده؛ خو ټولنیزو پلاتفورمونو د استعداد د وړاندې کولو او پراخو مخاطبانو ته د رسېدو نوې لارې پرانیستې دي. د انسټاګرام ریلز جوړوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ویډیوګانې یې هغو خلکو ته هم ورسېږي چې پاڼه یې نه څاري.
د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې مریم او صدف وايي، چې په راتلونکې کې غواړي نوموتې کامیډینې شي، پر لویو سټېجونو راڅرګندې شي، د کامیډۍ په برخه کې خپل نوم جوړ کړي او له خپل هنري فعالیت څخه عاید ترلاسه کړي.
د خواله له ساده ویډیوګانو نړيوال شهرت ته د رسېدو بېلګې هم شته. خابي لام د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله خونه کې د ویډیوګانو ثبتول پیل کړل او په ټک‌ټاک کې د طنزي ویډیوګانو له لارې مشهور شو. فوربز د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د هغه عاید ۱۶.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی.

100%

لېلي سېنګ هم په ۲۰۱۰کال کې په خپله خونه کې د یوټیوب لپاره د ویډیوګانو جوړول پیل کړي؛ فوربز د ۲۰۱۷کال د هغې عاید ۱۰.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی و. د دوی تجربې ښيي، چې ساده ویډیو هم پراخو مخاطبانو ته رسېدای شي.

100%

د مریم او صدف د دې لارې دوام د دوی د هڅې ترڅنګ د لیدونکو ملاتړ هم غواړي. دوی هیله لري، چې هنري فعالیتونه یې پراخ شي او د لا ډېرو افغانانو پر شونډو موسکا راولي.

طالبانو په کابل، بلخ او بغلان کې د درېیو صنعتي پارکونو پلانونه منظور کړل

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په بلخ کې د «امام شقیق بلخي»، په کابل کې د «تمیم انصار» او بغلان کې د «قتیبه ابن سعید بغلاني» په نومونو د درېیو صنعتي پارکونو د پلانونو له منظورېدو او لاسلیک کېدو خبر ورکړ. خو پانګوال د برېښنا په ګډون د نورو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) ویلي، چې د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې په‌کې په پام کې نیول شوې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، د مېوو پروسس، د درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي‌وي‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به په‌کې ځای پر ځای شي.

د وزارت په وینا، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي، چې د کابل په بت‌خاک سیمه کې د «تمیم انصار» صنعتي پارک به په زر جریبه ځمکه کې په دوو فازونو کې د معیاري زون ‌بندۍ او پراختیايي اصولو په چوکاټ کې جوړ شي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې پارک کې ټولټال ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړونې، سپکو متفرقه صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس برخو ته ځانګړې شوې دي.

طالبانو همداراز زیاته کړې، چې د بغلان ولایت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه هم لاسلیک او منظور شوي دي. د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.

له دې ټولو سره سره پانګوال او سوداګر د کارخونو لپاره د ځمکو او برېښنا له کمښت او د پانګونو او د کارخونو لپاره د اومه موادو او همداراز د صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د لازمو همکاریو همکارۍ غوښتونکي دي.