نوموړي لیکلي: «پنځه کاله وروسته، ان کرایسز ګروپ، چې له اوږدې مودې راهیسې یې طالبانو ته د شک په صورت کې د ګټې زمینه ورکوله، اوس په څرګند او واقعبینانه ډول خبرې کوي. دا مقاله ښيي چې ولې صبر پای ته رسېدلی دی.»
اندیشه د طالبانو د حکومت د پالیسۍ په اړه د خپلې نیوکې په دوام لیکلي چې نجونې له ټولګیو ایستل شوې، پر ښځو تاوتریخوالی په قوانینو کې ځای پر ځای شوی، حکومت له یوې ډلې پرته بل هېڅوک نه استازیتوب کوي، په شمال کې نارضایتي بېرته راټوکېدلې او اقتصاد له نړیوالو اړیکو او ملاتړ څخه پرې شوی دی.
هغه د طالبانو هغه دریځ هم رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې «وسلهواله چوپتیا» حاکمه ده او لیکلي یې دي چې «حتی دغه تش په نوم وسلهواله چوپتیا هم نور د پلورلو وړ نه ده.»
د اندیشه په خپله لیکنه کې د بحران نړیوالې ډلې مقاله او د افغانستان د وروستي وضعیت په ارزونو کې د طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د حکومت د راتلونکي ثبات په اړه اندېښنې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو خنډونه مهم بحثونه بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپتمبر د افغانستان په اړه په تازه ارزونه کې هم ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه سیستماتیک محرومیت لا دوام لري او د نجونو د شپږم ټولګي پورته زدهکړې، د ښځو کار، تګ راتګ او په عامه چارو کې ګډون لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دي.
اندیشه د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو په تړاو د افغانستان اوسنی وضعیت د نړیوالو اندېښنو له پراخېدو سره تړلی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د سیاستونو په اړه پخوانی انتظار او زغم نور د دوام وړ نه دی.
د دې ماډل له مخې، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه ۱۶ سلنه، د نوزیږو ماشومانو مړینه ۱۷ سلنه او د میندو مړینه تر ۴۱ سلنې پورې زیاتېدای شي. راپور ټینګار کوي چې دا شمېرې د ماډل پر فرضیو ولاړې دي او قطعي وړاندوینې نه دي.