د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، بلقیس د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکې او د دریو ماشومانو مور ده. نوموړې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ژمي په یوه شپه د خپل څلورم ماشوم د زېږون پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شوه.
په دې سیمه کې د څو کلیو اوسېدونکو ته یوازې یوه قابله په رضاکارانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د ښځینه او ولادي ناروغیو متخصص ډاکټر، امبولانس او مجهز روغتیايي مرکزونه هم محدود دي.
د لارو خرابوالی او روغتیايي مرکزونو ته اوږد واټن د دې لامل کېږي چې کورنۍ امیندواره ښځې په شخصي یا کرایي موټرو کې روغتونونو ته ولېږدوي. د راپور له مخې، په داسې بېړنیو حالاتو کې څو ساعته ځنډ د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
په ډېرو لرې پرتو کلیو کې ښځې د عادي زېږونونو لپاره له سیمه ییزو دودیزو روغتیاپالو یا دایو مرسته غواړي. بلقیس هم د زېږون پر مهال له هغې ښځې مرسته وغوښته چې مخکې یې د نوموړې د دوو نورو ماشومانو په زېږون کې هم مرسته کړې وه.
بلقیس هم له زېږون وروسته تر مرګه ورسېده او له څو میاشتو تېرېدو سره لا هم له جسمي او رواني پلوه عادي حالت ته نه ده ګرځېدلې.
دبلقیس د ماشوم مړینه د هغو خطرونو یوه بېلګه ده چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ښځې او ماشومان ورسره مخ دي .
په همدې سیمه کې شاهدختران، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د قابلې په توګه ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. نوموړې وايي، سیمه ییزې دایې په عادي زېږونونو کې تجربه لري، خو د وینې بهېدنې او نورو پېچلو عوارضو پر مهال د وضعیت د کنټرول لپاره کافي روزنه او امکانات نه لري.
دغه اندېښنه ډاکټر مارک وندرهوف هم مطرح کوي. نوموړی د روغتیا په برخه کې متخصص دی او له څو کلونو راهیسې یې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په پروګرامونو کې کار کړی دی.
ډاکټر وندرهوف وايي، میزوپروستول او اوکسیتوسین دواړه د رحم د انقباض او د زېږون وروسته د وینې بهېدنې د کمولو لپاره کارول کېږي. د هغه په وینا، اوکسیتوسین باید له دوو تر اتو درجو سانتيګراد پورې په مناسبه تودوخه کې وساتل شي، خو په افغانستان کې د لوړې تودوخې او د مناسبو یخچالونو د نشتوالي له امله یې اغېز کمېدای شي.
د میزوپروستول ګولی هغه زیاتوي چې میزوپروستول د ګولۍ په بڼه دی او د ساتنې شرایط یې اسانه دي، له همدې امله د روغتون څخه بهر د زېږونونو په روغتیايي پروګرامونو کې هم کارول شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان د ماشومانو د مړینې په کمولو کې پرمختګ کړی دی. د یونیسف او د ملګرو ملتونو د بین الاداري ډلې معلومات ښيي چې د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د مړینې کچه په ۲۰۰۰ کال کې په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۱۳۱،۷ وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۵۳ ته راټیټه شوې ده.
خو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۷ زره او ۷۶۸ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان کې مړه شوي دي. په همدې کال کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې شاوخوا ۳۳ او د لومړي کال ماشومانو د مړینې کچه شاوخوا ۴۸ وه.
د روغتیايي کارکوونکو شمېر هم په تېرو دوو لسیزو کې زیات شوی دی.
د راپور له مخې، د قابلو شمېر په ۲۰۰۲ کال کې له ۴۶۷ څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۶ زره او ۳۷۶ ته لوړ شوی و.
ډاکټر وندرهوف وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوه لویه برخه چې په تېرو دوو لسیزو کې روزل شوې، په راتلونکو کلونو کې د تقاعد عمر ته رسېږي. د هغه په وینا، که نوې ښځې ونه روزل شي، د دغو کارکوونکو ځای پر ځای کول به ستونزمن وي او په راتلونکو ۱۰ تر ۲۰ کلونو کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو جدي کمښت رامنځته شي.
په کابل کې هم ښځینه روغتیايي کارکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
رابعه علیزۍ، چې په کابل کې د ښځو په یوه تخصصي روغتون کې قابله ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکي د کاري فشار ترڅنګ د طالبانو له محدودیتونو او پلمو سره هم مخ دي.
د هغې په وینا، کله ناکله د حجاب او محرم په څېر موضوعات مطرح کېږي او دغه فشارونه د روغتیايي کارکوونکو د اندېښنې سبب کېږي.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۴ کال کې ویلي چې افغانستان د ښځو لپاره د مناسبو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه شاوخوا ۱۸ زرو نورو قابلو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکي په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې ډېرو نجونو ته په روغتیايي برخو کې د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي.
ماهره اقبال، چې مخکې یې د قابلګۍ زده کړې کولې، وايي، هغې دا رشته ځکه انتخاب کړې وه چې په راتلونکي کې ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. نوموړې وايي، د زده کړو د بندېدو له امله یې د خپل راتلونکي یوه برخه له لاسه ورکړې ده.
د جانز هاپکینز یوې څېړنې د ښځو لپاره د قابلګۍ او نرسنګ د زده کړو د بندیز د دوام احتمالي پایلې تر ۲۰۳۵ کال پورې ارزولي دي. د څېړنې د تر ټولو بدې سناریو له مخې، د زېږون روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی د اوسنۍ کچې شاوخوا یو پر درېیمې برخې ته راکمېدای شي.
د دې ماډل له مخې، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه ۱۶ سلنه، د نوزیږو ماشومانو مړینه ۱۷ سلنه او د میندو مړینه تر ۴۱ سلنې پورې زیاتېدای شي. راپور ټینګار کوي چې دا شمېرې د ماډل پر فرضیو ولاړې دي او قطعي وړاندوینې نه دي.
د راپور له مخې، د بلقیس مېړه غواړي چې دوی بیا اولاد ولري، خو روغتیاپالې ورته سپارښتنه کړې چې د بیا امیندواره کېدو لپاره بیړه ونه کړي.