د پاشلتیا اندېښنې؛ د ملاعمر ورور له طالبانو غوښتي چې خپل جوړښت کمزوری نه کړي
د طالب ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر ورور او د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د طالبانو د خپل منځي پاشلتیا او اختلافاتو د بدو پایلو خبرداری ورکړی او له د دغه ډلې له غړو یې غوښتي چې داخلي یووالی او واکمن جوړښت وساتي.
ملا عبدالمنان عمري، د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ د کلیزې( د تلې د ۶مې) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ومنله، چې په حکومتولۍ او خدمتونو کې یې بېلابېلې ستونزې شته او ملا هبت الله هم هغسې یې چې زړه غواړي، دا چارې نه شي سمبولای. طالب وزیر، د دغو ستونزو لامل د امکاناتو کمښت یاد کړ. نوموړي، له طالب چارواکو او غړو وغوښتل چې د څوکیو، امکاناتو او مقام پر سر نیتونه بد نه کړي، ځکه په وینا یې دوی مخکې د پوځي مبارزې په ازموېنه کې وو، خو او اوس د استراحت، واک او امکاناتو له ازمېښت سره مخ دي. په دغه غونډه کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سادات هم ورته خبرداری ورکړ چې که د طالبانو صف خپلمنځي وحدت له لاسه ورکړي او د اختلافاتو او رشوتونو ښکار شي، نظام به یې له منځه لاړ شي. دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې وخت پر وخت د واک او امکاناتو د وېش، د تګلارو په ډېرې توندۍ او نورو موضوعاتو د طالب مشرانو د خپلمنځیو اختلافاتو خبرونه او ورته خبرداري خپریږي، خو طالب چارواکي یې بیرته ردوي.
د دې ماډل له مخې، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه ۱۶ سلنه، د نوزیږو ماشومانو مړینه ۱۷ سلنه او د میندو مړینه تر ۴۱ سلنې پورې زیاتېدای شي. راپور ټینګار کوي چې دا شمېرې د ماډل پر فرضیو ولاړې دي او قطعي وړاندوینې نه دي.