• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې د ۴ امنيتي سرتېرو په ګډون لس کسان وژل شوي دي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په سوي، بلېده، خاران، سوراب او سبي سیمو کې په بېلابېلو وسله‌والو پېښو کې د یو بریدګر او د اېف‌سي څلورو سرتېرو په ګډون لس کسان وژل شوي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوشمېر غړي ټپیان شوي دي.

د ډېره بګټي ولسوالۍ پولیسو ویلي، د سوي تحصیل د عنایت شاه دربار ته نږدې د سوي ـ کشمور پر لویه لار د اېف‌سي پر یوه موټر وسله‌وال برید شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د اېف‌سي څلور سرتېري وژل شوي او په ځوابي ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.
ورته مهال د کېچ ولسوالۍ د بلېدې په الندور سیمه کې پر یوه کور د راکټي برید له امله دوه کسان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي. بلخوا د خاران ولسوالۍ له یوې سیمې څخه د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.
همداراز، د سوراب ولسوالۍ د بَړو میدانې سیمې څخه هم د یوه کس مړی ترلاسه شوی دی. په سبي ولسوالۍ کې بیا ناپېژاندو وسله‌والو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ولسوالۍ پر مشر نوراحمد شاه خجک او د هغه پر یوه ملګري ډزې کړې چې له امله یې نوراحمد شاه خجک ټپي شوی دی.
د یادو پېښو د لاملونو او د بریدونو د مسوولیت په اړه لاتراوسه کومې وسله‌والې ډلې رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.

ډېر لیدل شوي

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي
۱

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۴

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۵

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

•
•
•

نور خبرونه

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: پښتونخوا د ترهګرۍ په جګړه کې ۸۰ زره کسان له لاسه ورکړي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان وايي، دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو قربانۍ ورکړې دي خو له دې سره هم پښتونخوا ته پېغورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپله حقه برخه نه ورکول کېږي.

هغه د کورنیو چارو له ځانګړي مرستیال طارق سعید مروت سره په ګډه یوې خبري غونډې ته ویلي چې مرکزي وزیرانو ته دنده ورکړل شوې چې په پرله‌پسې ډول ترهګري له پښتونخوا حکومت سره وتړي او د دوی لپاره یو تکراري بیان چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې مرکزي وزیران هڅه کوي چې پولیس کمزوري وښيي او د خیبر پښتونخوا حکومت پر ضد منفي لید لوری جوړ کړي
شفیع جان وویل چې که د ګونر راج (په ایالت کې د والي واکمني) لپاره د امن او امنیت وضعیت دلیل ګرځول کېږي نو لومړی باید په بلوچستان ایالت کې ګورنر راج ولګول شي ځکه د بلوچستان ایالت ډېره برخه د خلکو د تګ راتګ لپاره د نه لاسرسي سیمې ګرځېدلې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شي نو د خلکو غبرګون به رامنځته شي.
هغه وویل چې که ګورنر راج او بېړنی حالت اعلان شي نو لومړی به والي او وروسته د ایالت مقام محاصره کېږي او د ته به د پټېدو ځای پیدا نه شي.
شفیع جان وویل چې عمران خان په قبایلي ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واک ته رسېدو وروسته خیبر پښتونخوا د سولې او پرمختګ پر لور روانه شوې وه.
شفیع جان ادعا وکړه چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته په پاکستان کې د سولې دوره راغله خو د هغه له لرې کېدو وروسته پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر لور یووړل شو.
شفیع جان وویل، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خیبر پښتونخوا ته راځي او ګرځي خو باید بلوچستان ایالت ته هم سفر وکړي.
نوموړي وویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د پالیسۍ جوړولو لپاره له ټولو سیاسي او اړوندو اړخونو سره خبرو ته چمتو دي خو د هغه په وینا د مرکزي حکومت خبري هم سمې نه دی.
شفیع جان ادعا وکړه چې د اسلام اباد پر لور د اوږده لاریون لپاره د سپټمبر ۲۷مه نېټه بدلول د پښتونخوا حکومت سیاسي تګلاره وه.
هغه مرکزي حکومت تورن کړ چې غواړي خلک او دولتي ادارې یو د بل پر وړاندې ودروي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د خپل دریځ د روښانه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له پاکستان سره ولاړ دی او پاکستان د دوی د ایمان برخه ده.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پولیسو لپاره د ۵۷ عصري تجهیزاتو د اخیستو په موخه د درنو صنایعو ټکسلا او نورو اړوندو مرکزي ادارو ته ۷.۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پولیسو ته یوازې ۱۳ تجهیزات سپارل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو ته د تجهیزاتو په ورکولو کې د ځنډ لپاره بېلابېل خنډونه جوړېږي.

د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو سره د مکې دفاعي تړون له ازموینې سره مخ شوی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱
100%

د «کالیبر» د راپور له مخې، د سعودي عربستان پر ښارونو او مهمو تاسیساتو د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

راپور وايي، د حوثیانو له لوري پر ریاض او د ینبع بندر په ګډون د سعودي عربستان پر ستراتیژیکو تاسیساتو بریدونو د سره سمندرګي او باب‌المندب تنګي امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
د راپور له مخې، د مکې دفاعي تړون د «ګډې دفاع» پر اصل ولاړ دی او له همدې امله د وروستیو بریدونو په تعقیب داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي پاکستان د ریاض په غوښتنه پر حوثیانو هوايي بریدونه وکړي او ترکیه هم سعودي عربستان ته پوځي مرسته برابر کړي.
راپور زیاتوي، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې لیدنه کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د سعودي عربستان پر زیربناوو د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د بېړنۍ غونډې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.
راپور د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي، فرانسه به د سعودي عربستان د انرژۍ او ترانسپورټي تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي پرسونل، راداري سیسټمونه او هوايي دفاعي تجهیزات دغه هېواد ته واستوي.
د قرغزستان سیاسي شنونکی او د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز مشر اېدل عثمانبېتوف وايي، د حوثیانو وروستیو بریدونو سیمه‌ییز وضعیت نور هم پېچلی کړی او ښايي د مکې تړون له نظري پړاو څخه عملي پړاو ته داخل شي.
د هغه په وینا، د تړون غړي هېوادونه کولای شي سعودي عربستان ته د هوايي ځواک، استخباراتي همکارۍ، لوژستیک او پوځي تجهیزاتو په برخو کې ملاتړ برابر کړي، خو لا هم د مستقیمې پوځي مداخلې د کچې په اړه څه ویل وختي دي.
عثمانبېتوف باور لري چې د وضعیت راتلونکی به تر ډېره د امریکا په دریځ پورې تړلی وي، ځکه واشنګټن تر اوسه د مستقیمې لویې پوځي مداخلې پر ځای د ایران د مهارولو لپاره اقتصادي فشارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وايي، د مکې تړون د بشپړ فعالېدو، د باب‌المندب د لارې د بېرته پرانیستو، د حوثیانو د شاتګ، یا هم د یوې اوږدې نیابتي جګړې او سیاسي جوړجاړي سناریوګانې ټولې ممکنې دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان، ترکیې، چین، هند او نورو لویو اقتصادونو لپاره د نړیوالو سوداګریزو لارو او مهمو سمندري تنګیو خوندیتوب ستر اهمیت لري.
بل لور ته، د ګرجستان سیاسي شنونکی او د منځني ختیځ چارو کارپوه واسیلي پاپاوا وايي، د ریاض، انقرې او اسلام‌اباد له لوري د حوثیانو پر ضد د یوې پراخې ګډې پوځي حملې احتمال کم ښکاري.
د هغه په وینا، مکې تړون د دودیزو پوځونو او متعارفو ګواښونو لپاره جوړ شوی، حال دا چې حوثیان د غیرمتعارف او نامتقارن جنګ تګلارې کاروي.
پاپاوا وايي، پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري او د بلوچستان د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي له تهران سره مستقیم ټکر ته داخل شي.
هغه زیاتوي، ترکیه هم له ایران سره د کردانو د مسلې او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو له امله عملي اړیکې ساتي او نه غواړي دغه اړیکې زیانمنې شي.
د هغه په باور، د ترکیې او پاکستان ونډه به تر ډېره د وسلو، پوځي روزنې او ډیپلوماټیک ملاتړ تر کچې محدوده وي.
پاپاوا وايي، سعودي عربستان به د خپلو تاسیساتو دفاع ته دوام ورکړي، خو د فرانسې او نورو بهرنیو شریکانو له ملاتړ سره.
نوموړي خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ښايي د ټیټې کچې، خو اوږدمهالې شخړې پر لور روان وي؛ داسې شخړه چې سیاسي او اقتصادي لګښتونه به یې د ټولو ښکېلو لورو لپاره درانه وي.

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۱
100%

د الجزیرې «ان‌سایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بې‌باورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري.

د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو.

سمپل وویل، اسلام‌اباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده.

اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیض‌الله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی.

هغه وویل، پاکستان له سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي بحران، د انرژۍ له کمښت او د بلوڅ بېلتون‌پالنې له اوږدمهالې ستونزې سره هم مخ دی او د دغو ستونزو د حل مسوولیت خپله پر اسلام‌اباد راجع کېږي.

ځلاند زیاته کړه چې افغانستان د خپلې خاورې د نه کارونې مسوولیت لري، خو هر ډول ادعا باید د باور وړ میکانیزمونو له لارې وڅېړل شي.

د بحث پر مهال د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو هم یادونه وشوه. پاکستان وايي په افغانستان کې یې ۱۰ هدفونه په نښه کړي چې د بریدونو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو او فعالیتونو مرکزونه وو، خو د طالبانو حکومت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

سمپل وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې جرړې تر اوسنیو پېښو ډېرې پخوانۍ دي او د ډيورنډ کرښې، حاکمیت او متقابلو شکونو موضوعات پکې شامل دي.

د هغه په وینا، په افغانستان او پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ډیورنډ کرښه نه مني او دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت یو مهم لامل دی.

سید اختر علي شاه ټینګار وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره باید د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په څېر هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي او دواړه لوري د شواهدو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي.

فیض‌ځلاند بیا وویل چې افغانستان او پاکستان خپل جغرافیه نه شي بدلولی او دواړه اړ دي ګډ ژوند وکړي.

د هغه په وینا، د ستونزې د حل لپاره باید یو داسې بنسټیز او د باور وړ میکانیزم رامنځته شي چې د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي او د هرې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پوځي غبرګون پر ځای د حقیقت موندنې لاره خپله شي.

شنونکو خبرداری ورکړ چې د متقابلو بریدونو او غبرګونونو دوام به نه یوازې امنیتي وضعیت خراب کړي، بلکې اقتصادي او بشري زیانونه به هم زیات کړي.

ټرمپ د ایران طرحه رد کړه خو تهران د کړکېچ د حل لپاره پر ډېپلوماسۍ ټینګار لري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د هرمز تنګي د پرانېستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د وړاندیز شوې طرحې له ردولو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی، چې یوازې ډیپلوماسي کولای شي له واشنګټن او اسراییل سره روانه شخړه حل کړي.

عراقچي د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي، چې د دوی شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلي دي.

بل‌خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان له الجزیره ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران له امریکا غواړي پخوانۍ اټومي هوکړې ته بېرته ستنه شي او پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د ایران چارواکو دغه سوله‌ییز وړاندیز د روانې اونۍ په پیل کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال وړاندې کړی او ویلي یې وو، چې دغه طرحه د قطر د منځګړو له لارې امریکایانو ته لېږدول شوې ده.

خو ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې دا طرحه یې رد کړې او زیاته یې کړه، چې ایران د سختې ماتې او بې‌وسۍ له امله غواړي سمدستي د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره معامله وکړي.

په ورته وخت کې د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ په خصوصي توګه شک ښودلی چې ایران به د ده غوښتنې پوره کړي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي، چې د نومبر میاشتې له منځ‌مهاله ټاکنو وروسته د بمباریو د نوي پړاو پیل کېدل ممکن دي.

سره له دې چې ټرمپ په علني توګه دا طرحه رد کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې منځګړو لا تر اوسه په رسمي توګه د امریکا د رد ځواب دوی ته نه‌دی رسولی او دوی د وروستي او پرېکنده نظر په تمه دي، څو پر بنسټ یې پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هُرمز په تنګي کې پر بېړیو د ایران د بریدونو له امله امریکا پر تهران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، څو د بریدونو مخه ونیسي. د تیلو پر دغې حیاتي لارې د جګړې اغېزو د نړۍ اقتصاد او د تېلو جریان زیانمن کړی او د اسلامي جمهوریت چارواکو په دې اړه له خپلو سعودي سیالانو سره هم خبرې کړې دي.

د عباس عراقچي په وینا، په وړاندیز شوې طرحه کې د هرمز تنګي د پرانېستلو او په سیمه کې د جګړې د درېدو لپاره د اوو ورځو مهلت ټاکل شوی، څو دواړه لوري پر نورو موضوعاتو، لکه د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړي.

مسعود پزشکيان هم د امریکا له سي‌بي‌اېس شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتو دی، خو د زورواکۍ او فشار لاندې به هېڅ پرېکړه ونه‌کړي.

د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ مستقیمه نظامي جګړه د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې پر تهران کې د امریکا او اسراییل د ګډو هوایي بریدونو پر مهال د علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته پیل شوه. د دغه اووه میاشتني کړکېچ په لړ کې، چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او د ایران د ځواکونو د کمزوري کېدو لامل شوي، د تېر کال د چنګاښ میاشتې د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک هم نقض شوی چې له امله یې ۱۷ ورځنۍ سخته جګړه ونښته. امریکا په دغې موده کې په ایران کې پر پوځي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په مقابل کې سپاه پاسداران په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.

کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.

د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.

هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.

کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.

کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بې‌کاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.

د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.

هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسله‌والو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسله‌وال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.

خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.

د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.

نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.

د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زده‌کوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.

خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.

دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلام‌اباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.

خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسله‌والو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.

هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.

عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.

خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.

خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.

د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسله‌والو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلام‌اباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.

عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلام‌اباد اړیکې ښې وي.

د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.

د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځان‌دفاع اقدام وباله.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.