په پېښور کې یوه افغانه ډاکټره او د هغې خاوند د یو تن د وژلو په تور نیول شوي

د پېښور پولیس وايي، د یوه افغان کس د وژنې په قضیه کې یې یوه افغانه ډاکټره او د هغې مېړه نیولي دي. نیول شوې ډاکټره زندان ته لېږل شوې او مېړه یې لا هم د پولیسو په توقیف کې دی.
افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

د پېښور پولیس وايي، د یوه افغان کس د وژنې په قضیه کې یې یوه افغانه ډاکټره او د هغې مېړه نیولي دي. نیول شوې ډاکټره زندان ته لېږل شوې او مېړه یې لا هم د پولیسو په توقیف کې دی.
د پېښور د څمکنۍ پولیسو مرکز د قضیې د راپور له مخې، پېښه د سپټمبر په ۲۰مه شوې ده. پولیسو د ډزو له امله د وژل شوي یوه کس جسد موندلی چې وروسته یې له جېبه افغان سټیزن کارت ترلاسه کړی او مطيع الله نومیږي.
د پولیسو په وینا، د وژل شوي کس پر کارت د کشمیر د مظفراباد سیمې پته لیکل شوې، خو اصلي د افغانستان و.
د څمکنیو پولیسو مشر اشفاق وايي، پولیسو د وژل شوي کس د موبایل له لارې پلټنې پیل کړې او په پېښه کې تورن کسان یې معلوم کړل. د هغه په وینا، تورن «ښځه او مېړه دواړه افغانان دي او له پېښې پنځه ورځې وروسته نیول شوي دي».
د پولیسو په وینا، افغانه ډاکټره چې «خدیجه» نومېږي، پوليسو ته یې ویلي چې هغې او مېړه یې د خپلو پرلونو د وژنې غچ اخیستی دی.
پولیس وايي، ډاکټره زندان ته لېږل شوې او مېړه یې، چې «نصرتالله» نومېږي، لا هم د پولیسو په توقیف کې دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې یو بل تورن کس هم شته چې تر اوسه نه دی نیول شوی.
د ډاکټرې د کورنۍ یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې دوی اصلاً د کونړ د پېچ درې اوسېدونکي دي.
هغه وویل، د ډاکټرې او د هغې د مېړه پلرونه چې وروڼه وو، په ۱۹۹۷ کال کې په پېچ دره کې همدې کس د یوې کورنۍ شخړې له امله وژلي وو. د نوموړي په وینا، له دغې پېښې وروسته د مطيع الله له سیمې کډه شو او د خیبر پښتونخوا چکدرې ته لاړه.
هغه زیاته کړه، چې د ډاکټرې او مېړه کورنۍ یې په ۲۰۰۸ کال کې پېښور ته کډه شوې وې. د نوموړي په وینا، مطيع الله بیا د وېرې له امله له چکدرې څخه کشمیر ته تللی و.

یو شمېر لوستې افغانې ښځې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله یې په افغانستان کې د زده کړو، کار او مسلکي پرمختګ فرصتونه له منځه تللي او د ښه راتلونکي لپاره له خپلو ماشومانو او کورنیو سره په خطرناکو لارو ګاونډیو هیوادنو ته اړې شوې دي.
یو شمېر لوستې ښځې وايي چې په خپل هېواد کې نور د خپلو مسلکي او شخصي موخو لپاره روښانه لاره نه ویني. ځینې یې اوس د وتلو په فکر کې دي، خو د قانوني سفر د لوړ لګښت، ویزو ته د محدود لاسرسي او نورو اداري خنډونو له امله، یو شمېر ښځې له افغانستان نه د وتلو لپاره خطرناکې او غیرقانوني لارې غوره کوي.
خدیجه، چې له کابل څخه تهران ته په قاچاقي لارې تللې، د هغو ښځو له ډلې ده چې د خپل راتلونکي لپاره یې د خطرناک سفر پرېکړه کړې ده.
د هغې خاوند په تېرو جګړو کې وژل شوی او اوس د دوو ماشومانو مور ده. خدیجه وايي، په افغانستان کې یې ژوند ورځ تر بلې تنګېده او د راتلونکي لپاره یې هېڅ روښانه لاره نه لیدله.
نوموړې وايي، لوړې زدهکړې یې کړې وې، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه. نه یې عاید درلود او نه د کار کولو زمینه ورته برابره وه. په پای کې یې پرېکړه وکړه چې له خپلو ماشومانو سره ایران ته ولاړه شي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دلته لږ تر لږه اوس له کوره د وتلو ازادي لرم او کار کولای شم. لوڼې مې هم زدهکړې کولای شي».
خو ایران ته رسېدل اسانه نه وو. خدیجې افغانستان انترنېشنل ته ویلي چې په لاره کې ډېری مسافر ځوان نارینه وو او ښځې لږې وې. د هغې په وینا، ځینو کسانو به ورته کتل او ځینو به غږونه هم ورپسې کول.
د خدیجې په وینا، د سفر پر مهال قاچاقبرانو هم څو ځله له هغې سره ناسم چلند کړی. نوموړې وايي، یو ځل یوه قاچاقبر هڅه وکړه هغه ښکل کړي، خو هغې چیغې کړې او اجازه یې ورنه کړه.
خدیجه وايي، که په افغانستان کې یې لوڼو ښوونځي ته د تګ اجازه لرلی، خپله یې د کار فرصت درلودای او د خپلو ماشومانو اړتیاوې یې پوره کولای شوای، هېڅکله به یې له قاچاقي لارې د سفر پرېکړه نه وای کړې.
نوموړې د طالبانو مشران د هغو محدودیتونو له امله مسوول بولي چې د هغې په څېر په میلیونونو ښځې یې د ژوند د انتخابونو له محدودېدو سره مخ کړې دي.
ځینې ښځې د ښه راتلونکي په هیله خطر ته غاړه ورکوي
پریسا، د بدخشان اوسېدونکې، له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي لاره ایران ته تللې او اوس په تهران کې د خیاطۍ کار کوي.
هغه وايي، مخکې له دې پوهېده چې قاچاقي لارې سختې او له خطره ډکې دي، خو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره دغه سفر لا ستونزمن وي.
د هغې په وینا، د لارې په ځینو برخو کې به دوی د ایراني ځواکونو له وېرې منډې وهلې او تل یې له نیول کېدو یا بلې پېښې وېره لرله.
خو پریسا وايي، د زدهکړې، کار، عاید او د راتلونکي د جوړولو هیله دومره پیاوړې وه چې دغو خطرونو ته یې غاړه کېښوده.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که له یوه انسان څخه د زدهکړې، کار، عاید ترلاسه کولو، پارک ته د تلو او ان له کوره د وتلو حق واخیستل شي، نو د هغه او یوه مريي ترمنځ به څه توپیر پاتې شي؟».
د کابل اوسېدونکې دل ارا هاشمي د پوهنتون په وروستي سمستر کې وه چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې زدهکړې ودرېدې.
هغې افغانستان انترنېشنل ته وویل، چې د زدهکړې او کار فرصتونه یې له لاسه ورکړي او د اوسني وضعیت له امله له سخت فشار سره مخ ده. هاشمي وايي، کورنۍ او دوستان یې هڅوي چې که بهر ته د تګ فرصت پیدا کړي، ښايي هلته د خپل راتلونکي لپاره لاره ومومي.
هغه اوس هڅه کوي چې دومره پیسې برابرې کړي څو په قاچاقي لاره ایران ته ولاړه شي.
خو دغه لارې د زدهکړې، کار او یوڅه ښه ژوند د موندلو په هیله پیلېږي، مګر ډېر وخت د وېرې، ستړیا، نامعلوم برخلیک او ناوړه چلندونو له خطر سره مل وي.
ښځې، په ځانګړي ډول هغه چې یوازې یا له کوچنیو ماشومانو سره سفر کوي، د قاچاق وړونکو د استثمار او جنسي ځورونې له اضافي ګواښونو سره هم مخ کېدای شي.
د ویزې بیه او د وتلو بله لاره
سحر، چې په هرات کې له خپلې لور سره ژوند کوي، هم د وتلو په فکر کې ده. خاوند یې مړ شوی او نوموړې د خیاطۍ او د جامو د ډیزاین له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.
سحر وايي، هڅه یې کوله چې د ورځني کار له عاید څخه پیسې وسپموي، څو د ایران ویزه واخلي، خو ویزې په لوړه بیه موندل کیږي. اوس هغه له قاچاقي لارې ایران ته د تګ په اړه فکر کوي.
سحر وايي، غواړي وروسته اروپايي هېوادونو ته ولاړه شي څو د خپل ځان او خپلې لور لپاره د ژوند باثباته زمینه برابره کړي.
خو په افغانستان کې له کوره وتل هم ورته له وېرې سره مل دي.هغه وايي کله ناکله د وېرې او اضطراب له امله حتا هغه کارونه هم نیمګړي پرېږدي چې د کور د اړتیاوو لپاره یې باید و کړي.
هغه وايي، « بیا به مې څوک راخوشې کوي؟»
ایران د اروپا پر لور د تګ لپاره د افغانانو لومړنۍ دروازه ګڼل کیږي، خو تهران په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او په سلګونو زره افغانان یې له خپلې خاورې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې ایران شاوخوا ۴۳۹ زره افغانان له هېواده شړلي دي.
د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ایران څخه شاوخوا ۱،۹میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه یا شړل شوي وو، چې له دې ډلې نږدې ۱،۲۶ میلیونه کسان شړل شوي وو.
ډېری ښځې، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، د داسې ځای موندلو په لټه کې دي، چې هلته زدهکړې بشپړې کړي، کار وکړي، خپل عاید ولري او د خپلو ماشومانو لپاره راتلونکی جوړ کړي.
ډېرې ښځې په پاکستان کې په دې تمه شپې سبا کوي، چې اروپايي هېوادونو ته قانوني لارې ومومي. په دوی کې غوڅ اکثریت لوستې ښځې دي، چې د جمهوري حکومت په دوره کې یې لوړې زده کړې کړې دي او په مختلفو ادارو کې یې دندې ترسره کولې.
د شنونکو په باور، د هغو لوستو ښځو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو د یندیزونو له امله انتخابونه ورځ تر بلې کمیږي. ځینې د پاتې کېدو هڅه کوي، ځینې د قانوني وتلو لارې لټوي او ځینې نورې د داسې سفر خطر مني چې پای یې ورته معلوم نه دی.
ټاکل شوې چې امریکايي ځواکونه تر چارشنبې پورې په عراق کې له خپلو پاتې اډو څخه هم ووځي. ایران او د هغه متحدان دا وتل د بري په توګه نمانځي. تهران اوس په هغه هېواد کې پراخ نفوذ لري چې د څه باندې دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې پکې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایان وژل شوي دي.
رویټرز ته احمد رشید په خپله لیکنه کې لیکلي، چې عراقي امنیتي کارپوهان وايي، د امریکا وتل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال پرې موافقه شوې وه او د ډونالډ ټرمپ اداره یې عملي کوي، په داسې حال کې چې واشنګټن له ایران سره په جګړه کې دی ، ښايي تهران او د هغه ځواکمنو متحدانو ته پراخ لاس ورکړي.
دوی وايي، له دې سره ښايي د امریکا نور مخالفین هم د بېرته راګرځېدو فرصت پیدا کړي، چې داعش هم پکې شامل دی.
عراقي امنیتي شنونکي جاسم البهدلي، چې له ایران سره د تړلو شیعه وسله والو ډلو په څېړنه کې تخصص لري، وویل: « د ایتلاف له وتلو ایران له ستراتیژیک پلوه ګټه اخلي، ځکه هغه پوځي حضور له منځه وړي چې د کلونو لپاره یې په عراق کې د تهران د نفوذ پر وړاندې د توازن رول لوبولی و.»
هغه اټکل وکړ چې له ایران سره همغږې ملېشې به نه یوازې د امریکا وتل د خپل غورځنګ د بري په توګه وړاندې کړي، بلکې هڅه به وکړي چې دغه وضعیت د امنیتي او سیاسي پرېکړو په برخه کې د لا زیات نفوذ لپاره وکاروي.
ابو مجتبی الیسیري، چې د «عراق د اسلامي مقاومت» په نوم د ایرانپلوه وسله والو ډلو د ائتلاف یو قوماندان دی، رویټرز ته وویل، « د امریکا وتل د عراق د اسلامي مقاومت ډلو او عزتمندو عراقیانو لپاره یوه تاریخي بریا او د امریکا د پروژې لپاره یوه دردوونکې ماتې ده».
هغه زیاته کړه: « د سپتمبر په ۳۰مه به موږ د عراق په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې د اړولو او زموږ پر هېواد د [هغوی د] خپلې ارادې د تپلو په برخه کې د اشغال ناکامي ونمانځو».
د هغه په وینا، عراق ثابته کړې چې حاکمیت یې د بهرنیو ځواکونو په وسیله نه، بلکې د مقاومت او د خلکو د ارادې له لارې خوندي کېدای شي.
د ایران د محور لپاره بری
که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل په عمومي توګه عراقیان ستايي، خو هغه کسان چې د ایرانپلوه ډلو له ځواک څخه اندېښمن دي، وايي وتل ښايي له وخته مخکې وي.
د امریکا ضد مقاومت د پخواني مرکز فلوجې یو سني قبایلي مشر عبدالرحمن الزبایي رویټرز ته وویل: « موږ باور لرو چې عراق په دې وخت کې لا هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د امنیت چارې پر غاړه واخلي».
هغه وویل: « ټول عراقیان د بشپړ حاکمیت غوښتونکي دي او هېڅ عراقي به له دې سره مخالفت ونه کړي. خو زما په اند، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په دې ډول وتل او د امنیت تشه رامنځته کول هغه څه دي چې ټول عراقیان ترې وېره لري».
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، څو د دغه هېواد سني مسلمان دیکتاتور صدام حسین راوپرځوي. وروسته یې عراق اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ او له څو کلونو راهیسې یې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړه. امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق ووتل.
خو له دریو کلونو لږ وخت وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې بېرته عراق ته ستانه شول، څو له عراقي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» یا داعش د سني وسله والې ډلې په ماتولو کې مرسته وکړي. دا جګړه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه.
په عراق کې د «عراق د ازادۍ عملیاتو» پر مهال د وژل شویو امریکایانو شمېر د افغانستان د موازي جګړې په پرتله شاوخوا دوه برابره و. د افغانستان جګړه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.
په وروستیو کلونو کې عراق یوازینی هېواد و چې له امریکا او ایران دواړو سره یې نږدې سیاسي او پوځي اړیکې ساتلې وې. دغو دواړو هېوادونو ځینې وختونه د عراق خاوره د نیابتي جګړې د ډګر په توګه کارولې ده.
متحده ایالاتو په ۲۰۲۰ کال کې د بغداد په هوايي ډګر کې په یوه برید کې د ایران یو لوړپوړی قوماندان، قاسم سلیماني، وواژه.
د ایران متحدانو څو ځله پر امریکايي اډو بریدونه وکړل، چې ځینې یې د امریکا د متقابلو بریدونو سبب شول.
روان کال له ایران سره په جګړه کې له هغو ۱۸ امریکايي سرتېرو څخه چې وژل شوي اعلان شوي، اووه یې په عراق کې وو. وروستی یې د امریکا د پوځ یو ضابط و چې په جولای کې اربیل ته نږدې په یوه اډه کې د یوه ډرون د کنټرول شوې چاودنې پر مهال ووژل شو.
ایران، چې وايي د هغه وروستی هدف دا دی چې امریکايي ځواکونه له ټول منځني ختیځ څخه ووځي، له عراق څخه د امریکا وتل په سیمه کې د خپلو متحدو وسله والو ډلو، چې ایران ورته د «مقاومت محور» وايي، د بري په توګه وړاندې کوي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال مشر امیر حیات مقدم د دوشنبې په ورځ وویل: « چې امریکایان له عراق او سیمې ووځي، په عراق کې به تلپاتې امنیت حاکم شي».
هغه زیاته کړه، « له عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوو او بې له شکه به یې ملاتړ وکړو».
نوموړي زیاته کړه چې د مقاومت ډلې اوس اقدام کوي او ځینې وختونه امریکايي ځواکونو په نښه کوي او ورسره جګړه کوي.
واشنګټن ایرانپلوه عراقي ملېشې تورنې کړې دي چې د منځني ختیځ په پراخې جګړې کې رول لري او د تهران په لارښوونه یې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، تر ټولو وروستی برید په همدې میاشت کې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه مهم پایپلاین شوی دی.
د بغداد حکومت وايي چې هڅه کوي د دغو ډلو نفوذ محدود کړي.
ایا داعش به بیا راژوندی شي؟
ځینې عراقي امنیتي چارواکي، هم په فدرالي حکومت او هم په نیمهخپلواکه شمالي کردستان سیمه کې، وايي چې د امریکا وتل د داعش وسله والو ته هم د بیا پیاوړي کېدو زمینه برابرولای شي.
داعش، سره له دې چې نږدې یوه لسیزه مخکې یې اعلان شوی «خلافت» مات شو، لا هم د پټو حجرو یوه شبکه لري.
د داعش وسله والو د خپل ځواک په اوج کې د عراق شاوخوا یوه درېیمه برخه نیولې وه او زرګونه کسان یې وژلي وو. په وژل شویو کې سلګونه تنه هغه کسان وو چې داعش یې په یوې پخوانۍ امریکايۍ پوځي اډې کې دننه د ډزو پر مهال ویډیو کړې وه.
کردي قوماندان سروان بارزاني وویل چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو، لوژستیکي ملاتړ او ډرونونو نشتوالی به داعش ته د بیا منظمېدو فرصت ورکړي.
هغه وویل: « له څه باندې دوو اونیو راهیسې موږ د داعش د پټو حجرو فعالیت لیدلی دی، وروسته له هغه چې په عمومي رسنیو کې اعلان وشو چې نړیوال ائتلاف به د سپتمبر تر پایه په رسمي ډول له عراقه ووځي».
هغه زیاته کړه چې د ده په اند، دې کار د داعش وسله والو مورال لوړ کړی دی.
عراقي امنیتي ځواکونو وویل چې شکمنې داعش شبکې د وتلو له نېټې سره هممهاله د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیوه.
د عراق څلورو امنیتي او پوځي چارواکو وویل چې دغه پلان دا اندېښنې زیاتې کړې دي چې [داعش] وسله واله ډله، سره له دې چې په تېرو کلونو کې یې سخت پوځي زیانونه لیدلي، لا هم د امنیتي تشو څخه د ګټې اخیستنې توان لري.
د کرکوک په ستراتیژیک نفتي ښار کې د امنیت یوه لوړپوړي چارواکي ډګروال خالد البیاتي وویل: « داعش هڅه کوي داسې پیغام ورکړي چې دا ډله لا هم ځواکمنه ده او د خونړیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري».
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبان یوشمېر ماشومان سخت وهي. سرچینو ویلي، چې دغه ماشومان پر کرښه د قاچاق په تور نیول شوي دي. د طالبانو لهخوا له ماشومانو سره دغه تاوتریخجن چلند سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي، دا د یوې ورځې پېښه نهده بلکې پر ډیورنډ کرښه هغه ماشومان او ځوانان چې خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره کار کوي ډېری وخت د طالبانو له سخت چلند سره مخ کېږي.
د دوی په وینا، دغه ماشومان پر ډیورنډ کرښه قاچاقي توکي د ډیورنډ کرښې له دې غاړې پورې غاړې ته اړوي؛ خو د طالبانو لهخوا یې مخه نیول کېږي او ډېری وخت وهل او ډبول کېږي.
که څه هم د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د شپې لهخوا په لویو موټرو کې پر ډیورنډ کرښه په پراخه کچه توکي له یوې غاړې بلې غاړې ته انتقالېږي؛ خو طالبان هغو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو کورنیو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په موخه پر کرښه کار وکړي.
په خواله رسنیو کې د طالبانو لهخوا د ماشومانو د وهلو دغه ویډیو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او ګڼو کسانو د طالبانو دغه کړنه د ماشومانو پر وړاندې ظلم بللی دی.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمانخېل پر اېکس پاڼه د دغه ویډیو له خپرولو سره لیکلي: «د افغانستان په سوېل کې یوه تازه او بوږنوونکې ویډیو خپره شوې، چې پهکې ښکاري طالبان کمعمره هلکان چې عمرونه یې تر اتو یا نهو کلونو ډېر نهدي په بېرحمۍ وهي».
د هغې په خبره، په ويډیو کې د ماشومانو د ژړا غږ د چوپولو لپاره د هغوی واړه سرونه په زور خاورو ته ټېل وهل کېږي. ان په شاوخوا کې ولاړ خلک هم له دې چلنده غوسه ښکاري. مریم سلیمانخېل کاږلي: «دا د افغانستان ماشومان دي. د هغوی چیغې هغه واقعیت دی، چې تاسو یې نړۍ ته له ښکاره کېدو پټوئ».
هغې د طالبانو ملاتړو ته په پېغور ویلي: «هیله لرم چې یوه ورځ اړ شئ د هغه نظام له واقعیت سره مخامخ شئ، چې تاسو یې دفاع کوئ. هېڅ ډول لابيګري نهشي کولای د طالبانو له لاسه د افغان ماشومانو وینه او کړاو پټ کړي».
د ماشومانو د حقونو ملاتړي او ټولنیز فعالان وايي، له ماشومانو سره تاوتریخوالی او په عام محضر کې د هغوی وهل او ډبول د ماشومانو د حقونو له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
بل خوا د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په سیمه کې کاروبار نږدې صفر شوی او سلګونه ماشومان هڅه کوي چې پر ډیورنډ کرښه د توکو په انتقالولو سره د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي.
د ویډیو د کره وخت او د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات لا نهدي روښانه شوي او ځایي طالب چارواکو هم په دې اړه د وضاحت له ورکولو ډډه کړې ده.
د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند ادعا کوي چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې د پاکستان له لوري د وراوښتې شاوخوا ۴۰۰ کسیزې ډلې پر وړاندې په نښته کې له ۳۰ ډېر کسان وژلي او ۵۸ نور یې نیولي دي.
د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسلهوال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله.
طالبان خپلو سیاسي او وسلهوالو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي.
محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول.
نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسلهوال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.»
د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.
محمدي زیاته کړې چې د کامدېش په ګوردېش سیمه کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له خوا «تصفیوي عملیات» لا هم دوام لري.
د کامدېش د نښتو په اړه متضاد روایتونه
د کامدېش د نښتو په اړه د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې روایتونه له یو بل سره توپیر لري.
د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې په کامدېش کې یې ۲۸ وسلهوال وژلي او ۳۲ نور یې ژوندي نیولي دي. دغه وزارت ادعا کړې وه چې وسلهوال له پاکستانه د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته داخل شوي وو او په ډله کې د داعش غړي هم شامل وو.
د نورستان د امنیه قوماندانۍ په یوه جلا بیان کې بیا د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ کسانو د نیول کېدو ادعا شوې وه.
بل لور ته، د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو د دوی پر مواضعو د ځمکنیو ځواکونو او بېپیلوټه الوتکو له لارې برید کړی او جبهې ځوابي برید کړی دی. دې ډلې د طالبانو د تلفاتو په اړه جلا ادعاوې کړې، خو د دواړو لورو د مرګژوبلې او د جګړې د پایلو شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د طالبانو دفاع وزارت هم پر پاکستان تور لګولی چې د دغو وسلهوالو په ملاتړ کې لاس لري؛ خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او بېبنسټه یې بللې دي.
د خالد بن ولید قول اردو د ویاند تازه څرګندونې د طالبانو له هغه لومړني رسمي روایت سره توپیر لري چې پکې د ۳۲ کسانو د نیولو شمېر یاد شوی و؛ د ۵۸ نیول شویو کسانو تازه شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان وايي، دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو قربانۍ ورکړې دي خو له دې سره هم پښتونخوا ته پېغورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپله حقه برخه نه ورکول کېږي.
هغه د کورنیو چارو له ځانګړي مرستیال طارق سعید مروت سره په ګډه یوې خبري غونډې ته ویلي چې مرکزي وزیرانو ته دنده ورکړل شوې چې په پرلهپسې ډول ترهګري له پښتونخوا حکومت سره وتړي او د دوی لپاره یو تکراري بیان چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې مرکزي وزیران هڅه کوي چې پولیس کمزوري وښيي او د خیبر پښتونخوا حکومت پر ضد منفي لید لوری جوړ کړي
شفیع جان وویل چې که د ګونر راج (په ایالت کې د والي واکمني) لپاره د امن او امنیت وضعیت دلیل ګرځول کېږي نو لومړی باید په بلوچستان ایالت کې ګورنر راج ولګول شي ځکه د بلوچستان ایالت ډېره برخه د خلکو د تګ راتګ لپاره د نه لاسرسي سیمې ګرځېدلې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شي نو د خلکو غبرګون به رامنځته شي.
هغه وویل چې که ګورنر راج او بېړنی حالت اعلان شي نو لومړی به والي او وروسته د ایالت مقام محاصره کېږي او د ته به د پټېدو ځای پیدا نه شي.
شفیع جان وویل چې عمران خان په قبایلي ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واک ته رسېدو وروسته خیبر پښتونخوا د سولې او پرمختګ پر لور روانه شوې وه.
شفیع جان ادعا وکړه چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته په پاکستان کې د سولې دوره راغله خو د هغه له لرې کېدو وروسته پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر لور یووړل شو.
شفیع جان وویل، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خیبر پښتونخوا ته راځي او ګرځي خو باید بلوچستان ایالت ته هم سفر وکړي.
نوموړي وویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د پالیسۍ جوړولو لپاره له ټولو سیاسي او اړوندو اړخونو سره خبرو ته چمتو دي خو د هغه په وینا د مرکزي حکومت خبري هم سمې نه دی.
شفیع جان ادعا وکړه چې د اسلام اباد پر لور د اوږده لاریون لپاره د سپټمبر ۲۷مه نېټه بدلول د پښتونخوا حکومت سیاسي تګلاره وه.
هغه مرکزي حکومت تورن کړ چې غواړي خلک او دولتي ادارې یو د بل پر وړاندې ودروي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د خپل دریځ د روښانه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له پاکستان سره ولاړ دی او پاکستان د دوی د ایمان برخه ده.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پولیسو لپاره د ۵۷ عصري تجهیزاتو د اخیستو په موخه د درنو صنایعو ټکسلا او نورو اړوندو مرکزي ادارو ته ۷.۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پولیسو ته یوازې ۱۳ تجهیزات سپارل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو ته د تجهیزاتو په ورکولو کې د ځنډ لپاره بېلابېل خنډونه جوړېږي.