د افغانستان اکثریت ګوند د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې د هغه وژنه غندلې او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د مترقي سیاسي جریانونو لپاره یو ستر ګوزار بللی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ډاکټر نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه، د طالبانو له خوا ووژل شو او وروسته یې جسد په دار وځړول شو.
اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله وژنه یوازې د یوه سیاسي شخصیت د ژوند پای نه بولي، بلکې په وینا یې، دې پېښې د افغانستان د مترقي سیاسي جریانونو بیا راپاڅېدل د څو لسیزو لپاره وځنډول.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د مشروطهخواهۍ، اصلاحطلبۍ او مترقي سیاسي جریانونو ګڼ مخکښان او سیاسي مبارزین تر ډاکټر نجیب الله وړاندې هم وژل شوي وو، خو د هغه له وژل کېدو وروسته په پراخه کچه سیاسي ناهیلي او ژور خپګان رامنځته شو.
د وطنپالنې او ملي حاکمیت یادونه
اکثریت ګوند په خپله اعلامیه کې ډاکټر نجیب الله د هغو وروستیو سیاسي مشرانو له ډلې بللی چې په ملي سیاست کې یې د وطنپالنې استازیتوب کاوه.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې د جمهوري دولت له پرځېدو وروسته د واک ته رسېدلو جهادي تنظیمونو په سیاسي تفکر او عمل کې وطنپالنه تر پوښتنې لاندې راغله.
دغه ګوند همداراز ډاکټر نجیب الله د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخه کې وروستی اعلی سرقوماندان بللی او د هغه تر مشرۍ لاندې یې د جلالاباد جګړه د افغانانو د خپلواکې دفاع یوه بېلګه ګڼلې ده.
اکثریت ګوند په اعلامیه کې ویلي چې د ډاکټر نجیب الله د وژنې ورځ د افغان وطنپالو او مترقي سیاسي جریانونو لپاره د ماتم ورځ ده او د هغه وژنه یې په کلکه غندلې ده.
د تېرو جنایتونو د څېړلو غوښتنه
د اکثریت ګوند په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دغه ګوند دریځ د هېڅ سیاسي شخصیت یا جریان پر مطلق تقدس او معصومیت ولاړ نه دی.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ باور لرو چې هېڅ شخص او هېڅ سیاسي جریان د نقد، ارزونې او عدالت څخه پورته نه دی.»
دغه ګوند د افغانستان د معاصر تاریخ د څېړلو لپاره د واقعي اسنادو، شواهدو او تاریخي حقیقتونو پر بنسټ د ارزونې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد په راتلونکي مشروع نظام کې باید د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي او بشري جنایتونه په بېپرې توګه وڅېړل شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د حقیقت موندنې د دغه بهیر موخه باید غچ اخیستنه نه، بلکې د حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.
اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله د ژوند په ساتلو او د هغه په دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو زبرځواکونو د مسوولیت په اړه هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغه له وژل کېدو وروسته په افغان ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د اعلامیې په پای کې د افغانستان پر سیاسي تاریخ له تېرو تجربو څخه د درس اخیستو ټینګار شوی او له نوي نسل څخه غوښتل شوي چې د هېواد د ساتنې او د سیاسي مبارزې په برخه کې له دغو تجربو ګټه واخلي.