په دغه لیک کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې د دغه کسانو د بیا مېشتېدو او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو دوسیو ته دې لومړیتوب ورکړي. د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سکاټ پیټرز د استازو جرګې او سنا له ۱۹ نورو غړو سره یوځای د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین ته دغه لیک استولی دی.
په لیک کې له حکومته غوښتل شوي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو هغه کورنۍ چې لاهم له امریکا بهر بند پاتې دي دغه هېواد ته انتقال کړي. همداراز غوښتنه شوې، هغه افغانان دې هم له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شي چې د کورنۍ غړي یې په قانوني توګه په امریکا کې اوسېږي.
د کانګرس غړو په خپل لیک کې ټینګار کړی، نږدې ۳زره کسان د هغو کسانو په ګډون چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو غړي دي لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. په دې ډله کې مېرمنې، ماشومان او والدین شامل دي.
شاوخوا ۱۵۰ کسان د قطر په السیلیه پنډغالي کې اوسېږي. د دې ترڅنګ تر زرو ډېر افغان متحدین او د هغوی د کورنۍ غړي چې د امریکا حکومت یې ارزونه کړې او په دولتي الوتکو کې یې قطر ته انتقال کړي هم په دغه پنډغالي کې دي.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «هیڅ سرتېری باید اړ نهشي، چې د خپل هېواد د خدمت او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي».
هغوی له اړوندو وزارتونو غوښتي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو د یوځای کېدو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر دې له السیلیه پنډغالي پیل کړي. همداراز یې غوښتنه کړې، چې حکومت دې دغه کسان د پناهغوښتونکو په توګه په رسمیت وپېژني؛ څو نور د هرې دوسیې لپاره د ځانګړو او استثنايي اجازو اړتیا پاتې نهشي.
د سکاټ پیټرز ترڅنګ د کانګرس یوشمېر نورو غړو لکه اندرپ کارسن، کرېس ډیلوزیو، جولیا جانسن، مایک لوین او بټي مککالم او همداراز د مشرانو جرګې څو غړو ریچارډ بلومنتال، کرېس کوونز، ټیم کین او جین شاهین په ګډون دغه لیک لاسلیک کړی دی.
تر دې مخکې اسوشیټېډ پرېس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه پنډغالي فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د تلې په اتمه وتړل شي.