د امید سبز ښارګوټي یو شمېر مالکانو او اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو د هغو کسانو یو شمېر کورونه کتلي چې له افغانستانه بهر اوسېږي او په ځینو مواردو کې یې پر دغو کورونو مهر او قلفونه لګولي دي.
د سرچینو په وینا، د ځینو هغو مالکانو کورنۍ چې په افغانستان کې اوسېږي، هم اړ ایستل شوې چې خپل کورونه خالي کړي. د ښارګوټي یوه اوسېدونکي ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې ځله د عدلیې وزارت کسانو د خلکو کورونه کتلي او هغه کورونه یې قلف کړي چې مالکانو یې په سیمه کې حضور نه درلود.
د یوې سرچینې په وینا، څو ورځې مخکې په ځینو دغو کورونو کې مېشتو کورنیو ته ویل شوي چې خپل وسایل وباسي او کورونه د طالبانو مامورینو ته وسپاري. سرچینې همداراز ادعا کوي چې په یوه مورد کې طالبان، د ښځینه پولیسو په ملتیا، یوه کور ته ننوتلي او په هغه کې مېشته کورنۍ یې له کوره ایستلې ده.
د ښارګوټي یوه مالک ویلي چې د هغه کور هم نیول شوی دی. هغه زیاته کړې: «حتی که پلار، مور، ورور او خور په کور کې وي، دوی یې هم له کوره باسي.»
د نوموړي په وینا، د هغه کورنۍ ته ویل شوي چې دغه کورونه «نورو کسانو ته وېشل کېږي.»
ځايي سرچینې همداراز وايي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د امید سبز ښارګوټي اړوند اسناد د ښارګوټي د مسوول حاجي غلامنبي له اړوند دفتر څخه ترلاسه کړي او له دغو اسنادو څخه د کورونو د پېژندلو او د کرایو د راټولولو لپاره کار اخلي.
دغه اقدامات د هغه بهیر په دوام کې ترسره کېږي چې د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې مخکې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته ویلي وو چې خپل کورونه خالي کړي او کرایه یې مالکانو ته ورنه کړي. طالبانو په دغه ښارګوټي کې د کورونو د رهنمایي او معاملاتو یو شمېر دفترونه هم تړلي وو.
ځايي سرچینو په تېرو میاشتو کې ویلي وو چې د عدلیې وزارت مامورینو تش کورونه پېژندلي او په ځینو مواردو کې یې د دغو کورونو کنټرول هم په خپل لاس کې اخیستی دی. د سرچینو په وینا، یو شمېر کرایهدارانو ته هم ویل شوي چې له دې وروسته د کور کرایه د مالک پر ځای، د طالبانو له خوا ټاکل شوي حساب ته ورکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د غويي په شپږمه اعلان وکړ چې د دولتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۷ جریبه ځمکه «امارتي» بللې ده.
دغه وزارت ویلي وو چې یاده ځمکه په پنځو کادستري ټوټو کې د دولت په نوم ثبت شوې او هېڅ حقیقي یا حکمي شخص ته نه ده لېږدول شوې.
د عدلیې وزارت د زمري په ۱۲مه یو ځل بیا اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ ده او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون یې د عملي کولو مسوولیت لري. د ښارګوټي مالک محمدنبي خلیلي دغه پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې ښارګوټی د شرعي قبالو، رسمي ملکیت اسنادو او قانوني جوازونو پر بنسټ جوړ شوی دی. هغه د دې قضیې د بېطرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.
د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د خپلو کورونو شرعي قبالې او د ملکیت اسناد لري او غواړي چې دغه اسناد یو ځل بیا وڅېړل شي. د امید سبز ښارګوټی د کابل په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري او شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه ځمکه یې نیولې ده. دغه ښارګوټی د کابل لوېدیځ له لویو استوګنیزو سیمو څخه دی او ډېری اوسېدونکي یې هزارهګان دي.