یو شمېر لوستې ښځې وايي چې په خپل هېواد کې نور د خپلو مسلکي او شخصي موخو لپاره روښانه لاره نه ویني. ځینې یې اوس د وتلو په فکر کې دي، خو د قانوني سفر د لوړ لګښت، ویزو ته د محدود لاسرسي او نورو اداري خنډونو له امله، یو شمېر ښځې له افغانستان نه د وتلو لپاره خطرناکې او غیرقانوني لارې غوره کوي.
خدیجه، چې له کابل څخه تهران ته په قاچاقي لارې تللې، د هغو ښځو له ډلې ده چې د خپل راتلونکي لپاره یې د خطرناک سفر پرېکړه کړې ده.
د هغې خاوند په تېرو جګړو کې وژل شوی او اوس د دوو ماشومانو مور ده. خدیجه وايي، په افغانستان کې یې ژوند ورځ تر بلې تنګېده او د راتلونکي لپاره یې هېڅ روښانه لاره نه لیدله.
نوموړې وايي، لوړې زدهکړې یې کړې وې، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه. نه یې عاید درلود او نه د کار کولو زمینه ورته برابره وه. په پای کې یې پرېکړه وکړه چې له خپلو ماشومانو سره ایران ته ولاړه شي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دلته لږ تر لږه اوس له کوره د وتلو ازادي لرم او کار کولای شم. لوڼې مې هم زدهکړې کولای شي».
خو ایران ته رسېدل اسانه نه وو. خدیجې افغانستان انترنېشنل ته ویلي چې په لاره کې ډېری مسافر ځوان نارینه وو او ښځې لږې وې. د هغې په وینا، ځینو کسانو به ورته کتل او ځینو به غږونه هم ورپسې کول.
د خدیجې په وینا، د سفر پر مهال قاچاقبرانو هم څو ځله له هغې سره ناسم چلند کړی. نوموړې وايي، یو ځل یوه قاچاقبر هڅه وکړه هغه ښکل کړي، خو هغې چیغې کړې او اجازه یې ورنه کړه.
خدیجه وايي، که په افغانستان کې یې لوڼو ښوونځي ته د تګ اجازه لرلی، خپله یې د کار فرصت درلودای او د خپلو ماشومانو اړتیاوې یې پوره کولای شوای، هېڅکله به یې له قاچاقي لارې د سفر پرېکړه نه وای کړې.
نوموړې د طالبانو مشران د هغو محدودیتونو له امله مسوول بولي چې د هغې په څېر په میلیونونو ښځې یې د ژوند د انتخابونو له محدودېدو سره مخ کړې دي.
ځینې ښځې د ښه راتلونکي په هیله خطر ته غاړه ورکوي
پریسا، د بدخشان اوسېدونکې، له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي لاره ایران ته تللې او اوس په تهران کې د خیاطۍ کار کوي.
هغه وايي، مخکې له دې پوهېده چې قاچاقي لارې سختې او له خطره ډکې دي، خو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره دغه سفر لا ستونزمن وي.
د هغې په وینا، د لارې په ځینو برخو کې به دوی د ایراني ځواکونو له وېرې منډې وهلې او تل یې له نیول کېدو یا بلې پېښې وېره لرله.
خو پریسا وايي، د زدهکړې، کار، عاید او د راتلونکي د جوړولو هیله دومره پیاوړې وه چې دغو خطرونو ته یې غاړه کېښوده.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که له یوه انسان څخه د زدهکړې، کار، عاید ترلاسه کولو، پارک ته د تلو او ان له کوره د وتلو حق واخیستل شي، نو د هغه او یوه مريي ترمنځ به څه توپیر پاتې شي؟».
د کابل اوسېدونکې دل ارا هاشمي د پوهنتون په وروستي سمستر کې وه چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې زدهکړې ودرېدې.
هغې افغانستان انترنېشنل ته وویل، چې د زدهکړې او کار فرصتونه یې له لاسه ورکړي او د اوسني وضعیت له امله له سخت فشار سره مخ ده. هاشمي وايي، کورنۍ او دوستان یې هڅوي چې که بهر ته د تګ فرصت پیدا کړي، ښايي هلته د خپل راتلونکي لپاره لاره ومومي.
هغه اوس هڅه کوي چې دومره پیسې برابرې کړي څو په قاچاقي لاره ایران ته ولاړه شي.
خو دغه لارې د زدهکړې، کار او یوڅه ښه ژوند د موندلو په هیله پیلېږي، مګر ډېر وخت د وېرې، ستړیا، نامعلوم برخلیک او ناوړه چلندونو له خطر سره مل وي.
ښځې، په ځانګړي ډول هغه چې یوازې یا له کوچنیو ماشومانو سره سفر کوي، د قاچاق وړونکو د استثمار او جنسي ځورونې له اضافي ګواښونو سره هم مخ کېدای شي.
د ویزې بیه او د وتلو بله لاره
سحر، چې په هرات کې له خپلې لور سره ژوند کوي، هم د وتلو په فکر کې ده. خاوند یې مړ شوی او نوموړې د خیاطۍ او د جامو د ډیزاین له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.
سحر وايي، هڅه یې کوله چې د ورځني کار له عاید څخه پیسې وسپموي، څو د ایران ویزه واخلي، خو ویزې په لوړه بیه موندل کیږي. اوس هغه له قاچاقي لارې ایران ته د تګ په اړه فکر کوي.
سحر وايي، غواړي وروسته اروپايي هېوادونو ته ولاړه شي څو د خپل ځان او خپلې لور لپاره د ژوند باثباته زمینه برابره کړي.
خو په افغانستان کې له کوره وتل هم ورته له وېرې سره مل دي.هغه وايي کله ناکله د وېرې او اضطراب له امله حتا هغه کارونه هم نیمګړي پرېږدي چې د کور د اړتیاوو لپاره یې باید و کړي.
هغه وايي، « بیا به مې څوک راخوشې کوي؟»
ایران د اروپا پر لور د تګ لپاره د افغانانو لومړنۍ دروازه ګڼل کیږي، خو تهران په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او په سلګونو زره افغانان یې له خپلې خاورې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې ایران شاوخوا ۴۳۹ زره افغانان له هېواده شړلي دي.
د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ایران څخه شاوخوا ۱،۹میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه یا شړل شوي وو، چې له دې ډلې نږدې ۱،۲۶ میلیونه کسان شړل شوي وو.
ډېری ښځې، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، د داسې ځای موندلو په لټه کې دي، چې هلته زدهکړې بشپړې کړي، کار وکړي، خپل عاید ولري او د خپلو ماشومانو لپاره راتلونکی جوړ کړي.
ډېرې ښځې په پاکستان کې په دې تمه شپې سبا کوي، چې اروپايي هېوادونو ته قانوني لارې ومومي. په دوی کې غوڅ اکثریت لوستې ښځې دي، چې د جمهوري حکومت په دوره کې یې لوړې زده کړې کړې دي او په مختلفو ادارو کې یې دندې ترسره کولې.
د شنونکو په باور، د هغو لوستو ښځو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو د یندیزونو له امله انتخابونه ورځ تر بلې کمیږي. ځینې د پاتې کېدو هڅه کوي، ځینې د قانوني وتلو لارې لټوي او ځینې نورې د داسې سفر خطر مني چې پای یې ورته معلوم نه دی.