ټرمپ: د افغانستان برعکس له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل منظم او له مرګژوبلې پرته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عراق څخه د دغه هېواد د وروستي امریکايي سرتېري د منظم وتلو خبر ورکړی او دا بهیر یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پرتله کړی دی. هغه وایي، امریکایي ځواکونه د افغانستان برعکس له عراق څخه په خورا منظم ډول وتلي دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان څخه د وتلو برعکس په عراق کې د امریکا هېڅ پوځي وسایل نه دي پاتې شوي او امریکايي ځواکونه پرته له ځاني زیان څخه له دغه هېواده ایستل شوي دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، په خپله «ټروت سوشل» پاڼه کې د امریکا او عراق لپاره د بریا ورځ بللې او ویلي یې دي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د اربیل له پوځي اډې څخه ترسره شوي دي. هغه دغه ورځ د داعش پر وړاندې د بریا ورځ هم بللې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي چې په عراق کې جګړه د «ډېرو ناسمو پرېکړو» له امله پیل شوې وه. نوموړي زیاته کړې: «ما روښانه دنده وټاکله، قوماندانانو ته مې اړین وسایل ورکړل او اجازه مې ورنه کړه چې لنډمهاله حضور په دایمي حضور بدل شي».
ټرمپ همداراز له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د افغانستان د وتلو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د وتلو په پرتله په ښه ډول ترسره شوي او پایلې یې هم ښې وې.
نوموړي د عراق د لومړي وزیر ستاینه هم کړې او ویلي یې دي چې علي الزیدي د اړینې مرستې او ملاتړ برخمن و. د امریکا ولسمشر ویلي: «ما دا اختیار درلود چې پاتې شم او یا ووځم، خو له هېڅ ډول شک پرته دې پایلې ته رسېدلی وم چې اوس د دې وخت دی چې امریکایان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي».
له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل، له افغانستانه د امریکا د ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته ترسره کېږي. ډونالډ ټرمپ او د امریکا نورو لوړپوړو چارواکو په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.
ټرمپ ادعا کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په داسې ډول ترسره شول چې امریکايي ځواکونه بېدفاع پاتې شول او طالبانو ته زمینه برابره شوه چې له بګرام زندان څخه خطرناک بندیان خوشې کړي. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان وتل د امریکا په تاریخ کې له «تر ټولو سترو ناورینونو» څخه یو بللی و.
د ټرمپ مخالفان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له وخته مخکې او له امنیتي پلوه له کافي چمتووالي پرته بولي. په مقابل کې، د دې پرېکړې ملاتړي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د پوځي حضور دوام به د لا ډېرو بشري او مالي زیانونو لامل شوی وای.
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.
ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرلهپسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.
د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.
د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال، د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.
د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی
د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.
د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.
هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.
د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.
د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې
ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.
د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.
ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.
امنیتي، مالي او لوژستیکي ننګونې
د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.
خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.
هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان د بیا رغونې د ملاتړ ټینګار
ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.
هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.
د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.
هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.
اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي.
«تریخ ثبات» او پراخ محدودیتونه
اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده.
امریکا او اروپا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې کنګل دي او پر ګڼو طالب چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.
خو اکانومېسټ لیکلي چې طالب سختدریځي د لوېدیځو ډیپلوماتانو او پانګهوالو پر نه حضور اندېښنه نه لري او یوازې د پخواني حکومت شتمنیو ته د لاسرسي لپاره خپله ایډیالوژي نه بدلوي.
مجلې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې او له دې ډلې سره د چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ویلي چې د لوېدیځ انزوا د نورو هېوادونو د تعامل مخه نه ده نیولې.
راپور همداراز وايي چې اروپايي هېوادونو په جون کې طالب چارواکي بروکسل ته بللي وو، څو د کډوالۍ او د رد شویو پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي. د مجلې په وینا، امریکا هم د لا سختدریځو اسلامپالو ډلو پر وړاندې له طالبانو سره په پټه استخباراتي معلومات شریکوي.
د مرستو دوام او د بندیزونو اصلاح
اکانومېسټ له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو کمول ودروي. د مجلې په وینا، دا مرستې له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د یوه اټکل له مخې، نږدې نیمایي وګړي ورته اړتیا لري.
مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو حضور هم اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه ادارې د احتمالي قحطۍ، ناکراریو او د مرستو د غلا په اړه د خبرداري ورکولو توان لري.
په اسلام اباد کې د طالبانو مخالفینو ویلي چې د طالبانو اوسنۍ اداره د افغانانو استازې نه ده او د مشروعیت له جدي ننګونو سره مخ ده.
دوی د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو پر بندیزونو او په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو پر فعالیت نیوکه کړې ده.
د «افغانستان کړکېچ او سولې ته د رسېدو لاره» تر نوم لاندې کنفرانس د سپټمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې جوړ شوی و. د یاد کنفرانس جوړوونکو او د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان د کنفرانس وروستۍ اعلامیه وړاندې کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان له «مشروعیت، ظرفیت او ټولشمولیت» سره تړلو دریو اساسي ننګونو سره مخ دی او د طالبانو اوسنۍ اداره د افغانانو استازولي نه کوي.
ګډونوالو ویلي، چې په اوسني سیاسي جوړښت کې واقعي بدلون نه شي رامنځته کېدای او هغه حکومت چې ښځې او اقلیتونه له سیاسي مشارکته لرې کوي، ثبات، پرمختګ او د بشري حقونو خوندیتوب نه شي تضمین کولی.
په دغه کنفرانس کې تر دې دمه د دوو پخوانیو افغان چارواکو، د بامیان پخواني والي طاهر زهیر او د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي امان الله پیمان د نومو یادونه شوې ده، خو د کنفرانس د نورو افغان غړو په اړه څه نه دي ویل شوي. په اعلامیه کې د یوه «ټولشموله، متوازن او عصري» حکومت د جوړېدو له لارې خلکو ته د واک د بېرته سپارلو غوښتنه شوې ده.
د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومول د افغانستان ظرفیت کمزوری کوي.
د کنفرانس ګډونوالو ویلي چې د افغانستان ښوونیز نظام باید دیني زده کړې د علومو، ټکنالوژۍ، مسلکي زده کړو او انتقادي تفکر ترڅنګ وړاندې کړي.
په اعلامیه کې د ښځو د حذف په اړه هم سخت دریځ څرګند شوی او ویل شوي چې د ښځو له مشارکت او د ټول شموله سیاسي نظام له جوړېدو پرته له بېوزلۍ، افراطیت او تاوتریخوالي سره مبارزه ستونزمنه ده.
د اسلام اباد کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د وسله والو ډلو د حضور او فعالیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې ادعا شوې چې له ۲۰ ډېرې ډلې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د هغوی فعالیت د پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا، روسیې، چین او نورو هېوادونو لپاره امنیتي پایلې لرلی شي.
طالبانو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ د یوه ګډ څارونکي میکانیزم د جوړېدو غوښتنه شوې، چې د وسله والو ډلو د پناهځایونو، جلب او تمویل د مخنیوي اړوند ژمنې وڅارل شي.
د کنفرانس ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر تګلارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره تعامل، پایله نه ده ورکړې. دوی غوښتنه کړې چې هر راتلونکی تعامل باید د ښځو د زده کړو او کار، سیاسي مشارکت، د خلکو د حقونو او له وسله والو ډلو سره د مبارزې له معیارونو سره تړلی وي.
په اعلامیه کې د نړیوالو مرستو د روڼتیا غوښتنه هم شوې او ویل شوي چې مرستې باید په مستقیم ډول کورنیو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ته ورسېږي.