• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له تاجکستان سره افغانستان ته د وارېدونکې برېښنا پر زیاتوالي خبرې کړې دي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د طالبانو برېښنا شرکت رسنیز دفتر وايي، د طالبانو يو پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت له مشر سره په لیدنه کې له تاجکستان نه د واردېدونکې برېښنا کچې پر زیاتوالي، د برېښنا لېږد مزو پر پراختیا، د برېښنا کیفیت، تعرفې او د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

دغه رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت د مشر محمد عمر اسوزاده سره په لیدنه کې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

طالبانو ویلي، چې تاجکستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي جوړولو پلان په اړه هم معلومات ورکړي او د افغانستان د برېښنا کچې د زیاتوالي‌ په برخه کې یې چمتوالی ښودلی. افغانستان د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه لري او له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران نه برېښنا واردوي.

تاجکستان د افغانستان د برېښنا په برخه کې له مهمو صادرونکو هېوادونو دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۴

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

۵

د نجیب‌الله د وژل کېدو ۳۰م تلین؛ اکثریت ګوند د تېرو ۵۰ کلونو د جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې

•
•
•

نور خبرونه

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د طب یوشمېر افغان محصلین وایي، سره له دې چې د پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو عالي محکمو د افغان محصلینو د اېستلو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړه ځنډولې؛ خو لاهم په ځینو پوهنځیو کې ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د افغان محصلینو یو استازي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ګڼ محصلین پوهنځیو ته ورځي؛ خو په درسونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. هغه وویل: «پوهنځیو موږ ته ویلي چې تر هغې به ټولګیو ته موږ پرېنږدي؛ څو د پاکستان د طبي شورا رسمي لیک ورته ونه رسېږي. د محکمو د حکمونو برسېره ډېرو پوهنځیو دغه پرېکړې نه‌ عملي کوي».
د هغه په وینا، هغه محصلین چې ویزې یې په ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ کې پای ته رسېږي، تر سختې اندېښنې او فشار لاندې دي؛ ځکه د ویزو مودې غځولو غوښتنې یې نه منل کېږي.
نوموړي وویل، چې افغان محصلین له دوو لویو ستونزو سره مخ دي؛ یوه دا چې ځینې کالجونه د محکمو له حکمونو سره، سره د زده‌کړو او عملي روزنې اجازه نه‌ورکوي او بله دا چې نوې ویزې نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغان محصلین نه باسي خو ستونزه دا ده که ویزې تمدید نه‌شي؛ نو وروسته د اېستلو لپاره قانوني پلمه پیدا کېږي».
د هغه په وینا، له هغه لسو افغان طبي محصلینو څخه چې مخکې اېستل شوي وو، د اتو ویزې بېرته صادرې شوې دي؛ خو د یوې نجلۍ په ګډون د دوو نورو ویزې لا نه‌دي ورکړل شوې.
بل لور ته د پنجاب ايالت بهاولپور د جناح طبي پوهنځي افغان محصل ډاکټر دلاور خان وایي، د افغان محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه تراوسه روښانه او واحده تګلاره نه‌ده اعلان شوې.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی ته د پوهنځي له‌خوا ويل شوي چې د پاکستان د طبي شورا له‌خوا رسمي مکتوب پوهنځي ته نه‌دی رسېدلی.
دلاور خان زیاتوي، چې د ملتان د نشتر طبي پوهنځي افغان محصلین هم له ورته ستونزو سره مخ دي؛ خو د پوهنتون ادارې ورته ویلي چې حاضري به یې حسابېږي. د هغه په وینا، د جناح طبي پوهنځي محصلینو ته نه حاضري حسابېږي او نه هم په منظم ډول د درسونو د دوام زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل، که څه هم په پنجاب کې ځینو پوهنځيو افغان محصلینو ته د زده‌کړو اجازه ورکړې؛ خو لا هم د ډېرو نورو پوهنتونونو او پوهنځيو دریځ روښانه نه‌دی. ډاکټر دلاور خان ټینګار وکړ، چې د ټولو ښوونیزو ادارو لپاره باید یوه روښانه او واحده تګلاره جوړه شي؛ څو محصلین له ناروښانه حالت څخه ووځي او خپلې زده‌کړې په عادي ډول بشپړې کړي.
بلخوا په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي وایي، د محکمو له پرېکړو وروسته په پېښور، کراچۍ او لاهور کې یوشمېر پوهنتونونو افغان محصلینو ته بېرته د زده‌کړو اجازه ورکړې ده.
شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د محصلینو او مدني بنسټونو په هڅو یوشمېر افغان محصلین بېرته خپلو پوهنتونونو ته ستانه شوي او اوس په عادي ډول درسونه څاري.
خو د هغه په وینا، په اسلام‌اباد کې د افغان محصلینو په اړه لاهم وروستۍ قضايي پرېکړه نه‌ده شوې او د محکمې د بلې اورېدنې نېټه داسې مهال ټاکل شوې چې د ډېرو محصلینو ازموینې به تر هغه وخته پای ته رسېدلې وي.
شریعتي وویل، محصلین غواړي چې د دوی د قضیې اورېدنه ژر ترسره شي؛ څو وکولای شي د خپلو ازموینو او زده‌کړو وروستي پړاوونه بشپړ کړي. د هغه په وینا، د سند ایالت عالي محکمې هم د دوو پوهنتونونو شاوخوا شلو افغان محصلینو ته د پاتې کېدو او زده‌کړو د دوام لنډمهاله اجازه ورکړې ده؛ خو د یوه بل پوهنتون محصلینو په قضیه کې بیا د پاکستان د پرېښودو حکم شوی دی.
شریعتي وایي، ځینې پوهنتونونه لاهم د رسمي حکومتي مکتوب په تمه دي او تر هغې چې ورته لیک ونه رسېږي د محکمې د حکم عملي کولو ته چمتو نه‌دي. هغه زیاته کړه، چې دغه حالت افغان محصلین له رواني فشار، نهیلۍ او اندېښنو سره مخ کړي دي.
د افغان محصلینو د ټولنې مشر وویل، د محصلینو غوښتنه یوازې دا ده چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شي. د هغه په وینا، د سلګونه افغان کورنیو هیله دا ده چې اولادونه یې د ډاکټرانو او نورو مسلکي کسانو په توګه خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي او هېواد ته ستانه شي.
شریعتي خبرداری ورکړ، چې د زده‌کړو په نیمایي کې د افغان محصلینو درول به د هغوی پر راتلونکي او مسلکي ژوند منفي اغېز وکړي او له پاکستاني چارواکو او محکمو یې وغوښتل چې په ځانګړي ډول د طب د وروستیو کلونو محصلینو ته د زده‌کړو د بشپړولو فرصت ورکړي.

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

یو نوي څېړنیز راپور موندلې، چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت د ۲۰۲۱کال تر اګست وروسته په بې‌ساري ډول کړکېچن شوی، روغتیايي او ښوونیز خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی، اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې او ښځې او نجونې له څو اړخیزو محدودیتونو او تبعیض سره مخامخ شوې دي.

د راپور له مخې، ۶۱ سلنه سروې شویو کسانو ویلي چې معلولیت یې د جګړو، ماینونو، چاودنو او وسله‌والو نښتو پایله ده. دغه راپور چې د راول ولنبرګ انسټیټیوټ او پراختیایي څېړنيزې ډلې له‌خوا چمتو شوی ښيي، چې په افغانستان کې معلولین له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او خدماتي خنډونو سره مخ دي او وضعیت یې د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.
راپور د ۲۰۲۵کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ترسره شویو مرکو پربنسټ جوړ شوی دی. د څېړنې پرمهال له ۹۹ معلولو کسانو سره مرکې شوې، چې ۶۴ نارینه او ۳۵ ښځې په‌کې شاملې وې.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د معلولیت اړوند د ۲۰۱۹کال د ملي سروې موندنې ښيي چې ۲۴.۶ سلنه لویان له لږ معلولیت، ۴۰.۴ سلنه له منځني معلولیت او ۱۳.۹ سلنه له سخت معلولیت سره ژوند کوي. د سخت معلولیت لرونکو ښځو شمېر ۱۴.۹ سلنه او د نارینه‌و ۱۲.۶ سلنه ښودل شوی دی.
راپور کاږي، تر ۲۰۲۱کال وروسته د معلولینو لپاره شته بنسټونه کمزوري شوي، د استخدام درې سلنه قانوني ونډه په عملي ډول نه پلي کېږي او د بیارغونې او ټولنیز ملاتړ ګڼ پروګرامونه په ټپه درېدلي دي.
د څېړنې موندنې ښيي، چې د مرستو او خدماتو وېش په ځینو مواردو کې شفاف نه‌دی او ځینې معلولین باور لري چې مرستې د اړتیا پر ځای د اړیکو او نفوذ پر بنسټ وېشل کېږي.
د راپور له مخې، ښځې او نجونې تر ټولو سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی د زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او روغتیايي خدمتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د سرپرست شرط، اقتصادي ستونزې او ټولنیز فشارونه یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.
راپور موندلي، چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د معلولیت د پراختیا له مهمو لاملونو څخه دی. ګڼ ګډونوال وايي، چې د فقر، لرې واټن، ناامنۍ او روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله پر وخت درملنه نه‌شي ترلاسه کولی او له همدې امله د درملنې وړ ناروغۍ او ټپونه په دایمي معلولیت بدلېږي.
د راپور له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال ثبت شویو معلولینو ته هرکال شاوخوا ۶۰زره افغانۍ مالي مرسته ورکول کېده؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته د مرستو نظام له ګډوډۍ سره مخ شوی او ګڼ شمېر کسان له دغه امتیازاتو بې‌برخې شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د دولتي ملاتړ د کمښت له امله ګڼ معلولین خپلې اړتیاوې د کورنیو، خپلوانو، زکات او خیریه مرستو له لارې پوره کوي؛ خو دغه مرستې د دوی د اوږدمهاله اړتیاوو لپاره بسنه نه‌کوي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د پولیو دوام، د واکسین د پوښښ کمښت، د مېندو او ماشومانو کمزوري روغتیايي خدمتونه او پراخه بې‌وزلي د نوي معلولیت ګواښ زیاتوي.
د راپور جوړوونکو له واکمنو چارواکو، ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او نړۍوالو تمویلوونکو غوښتي، چې معلولینو ته د روغتیا، زده‌کړو، کار، ټولنیز ګډون او بشري مرستو په برخه کې د لاسرسي فرصتونه پراخ کړي او د مرستو په وېش کې د اړتیا پر بنسټ او له تبعیض پرته چلند یقیني کړي.

افغان خبریال: د افغانستان د وروستیو لسیزو اصلي قربانیان عام افغانان وو

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱
100%

په ډنمارک کې مېشت افغان خبریال او مستندساز نجیب خواجه وایي، د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې عام افغانان د ټولو سیاسي او پوځي بدلونونو اصلي قربانیان پاتې شوي دي.

خواجه چې د «د زړونو او ذهنونو ګټل» (Winning Hearts and Minds) په نوم د مستند فلم جوړوونکی دی وایي، د افغانستان د جګړې د ناکامۍ یو مهم لامل دا و چې لوېدیځو هېوادونو په کلیوالو سیمو کې له هغه وسله‌والو قوماندانانو او سیمه‌ییزو پولیسو ملاتړ کاوه چې د ډېرو افغانانو په نظر تر طالبانو یې هم بد نوم درلود.
هغه «ډیموکراسۍ ناو» ټلوېزيوني خپرونې ته ویلي، د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې یوه اساسي موخه د خلکو د «زړونو او ذهنونو ګټل» وو؛ خو په عمل کې برعکس پایله ترلاسه شوه.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل او ختیځو سیمو کې هغه سیمه‌ییز ځواکونه چې د امریکايي، برتانوي او ډنمارکي ځواکونو متحدین وو، د نشه‌يي توکو په قاچاق، زورواکو کړنو، جنسي تېريو او نورو جرمونو تورن وو.
خواجه ویلي، د هغه مستند فلم د هلمند ولایت د موسی کلا پر ولسوالۍ راڅرخي؛ هغه سیمه چې په ۲۰۰۶کال کې د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه وایي، موسی کلا د طالبانو د بیا پیاوړتیا بهیر پیل و او وروسته دغه بهیر د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېده چې په پایله کې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل.
نوموړي ویلي، دی او د فلم بل جوړوونکی مارتین ټام اندرسن د عیسی خان او عبدالولي کوکا په نوم له دوو سیمه‌ییزو قوماندانانو او د هغوی له ځواکونو سره یو ځای اوسېدل؛ خو دغه قوماندانان نه پوهېدل چې د دوی د کړنو په اړه څېړنیز مستند جوړېږي.
خواجه ویلي، د فلم د جوړولو پرمهال یې د دغه قوماندانانو له قربانیانو سره هم مرکې وکړې او د هغوی د ادعاوو د کره‌والي لپاره یې څېړنې ترسره کړې. هغه ادعا کړې، چې د دغه ډلو غړو به د بې‌وزله کورنیو هلکان تښتول، د پیسو لپاره به یې برمته کول او جنسي ناوړه ګټه اخیستنه به یې ترې کوله.
د هغه په وینا، دغه کسان طالبان نه وو، بلکې هغه سیمه‌ییز ځواکونه وو چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې نږدې اړیکې او همکاري لرله. نوموړي ټینګار کړی، چې په لویو ښارونو کې وضعیت توپیر درلود او د نړۍوال حضور پرمهال ګڼو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، د زده‌کړو، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو له فرصتونو ګټه اخیسته.
خواجه زیاته کړې: «تر پخواني حکومت لاندې کلیوال افغانان ډېر زیانمن شول او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ګڼ ښار مېشتي او پرمختللي افغانان له محدودیتونو سره مخ دي. په دواړو حالاتو کې عام افغانان بایلونکي پاتې شوي دي».
نجیب خواجه چې په ۲۰۰۸کال کې د طالبانو له‌خوا تښتول شوی و او وروسته وتوانېد له بنده وتښتي، وایي د افغانستان د جګړې یو مهم درس دا دی چې د خلکو له ملاتړ او باور پرته پوځي ځواک دایمي ثبات نه‌شي رامنځته کولی.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو غوښتنه؛ د افغان متحدینو وضعیت دې وڅېړل شي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لېږلي لیک کې غوښتنه کړې، د هغه افغان متحدینو او د هغوی د کورنیو وضعیت ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي چې لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

په دغه لیک کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې د دغه کسانو د بیا مېشتېدو او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو دوسیو ته دې لومړیتوب ورکړي. د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سکاټ پیټرز د استازو جرګې او سنا له ۱۹ نورو غړو سره یوځای د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته دغه لیک استولی دی.

په لیک کې له حکومته غوښتل شوي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو هغه کورنۍ چې لاهم له امریکا بهر بند پاتې دي دغه هېواد ته انتقال کړي. همداراز غوښتنه شوې، هغه افغانان دې هم له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شي چې د کورنۍ غړي یې په قانوني توګه په امریکا کې اوسېږي.

د کانګرس غړو په خپل لیک کې ټینګار کړی، نږدې ۳زره کسان د هغو کسانو په ګډون چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو غړي دي لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. په دې ډله کې مېرمنې، ماشومان او والدین شامل دي.

شاوخوا ۱۵۰ کسان د قطر په السیلیه پنډغالي کې اوسېږي. د دې ترڅنګ تر زرو ډېر افغان متحدین او د هغوی د کورنۍ غړي چې د امریکا حکومت یې ارزونه کړې او په دولتي الوتکو کې یې قطر ته انتقال کړي هم په دغه پنډغالي کې دي.

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «هیڅ سرتېری باید اړ نه‌شي، چې د خپل هېواد د خدمت او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي».

هغوی له اړوندو وزارتونو غوښتي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو د یوځای کېدو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر دې له السیلیه پنډغالي پیل کړي. همداراز یې غوښتنه کړې، چې حکومت دې دغه کسان د پناه‌غوښتونکو په توګه په رسمیت وپېژني؛ څو نور د هرې دوسیې لپاره د ځانګړو او استثنايي اجازو اړتیا پاتې نه‌شي.

د سکاټ پیټرز ترڅنګ د کانګرس یوشمېر نورو غړو لکه اندرپ کارسن، کرېس ډیلوزیو، جولیا جانسن، مایک لوین او بټي مک‌کالم او همداراز د مشرانو جرګې څو غړو ریچارډ بلومنتال، کرېس کوونز، ټیم کین او جین شاهین په ګډون دغه لیک لاسلیک کړی دی.

تر دې مخکې اسوشیټېډ پرېس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه پنډغالي فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د تلې په اتمه وتړل شي.

یورو ایشیا رېویو: د مخالفو ډلو بریدونو د طالبانو د بشپړ امن ادعا ننګولې ده

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۱ GMT+۱
100%

یورو ایشیا رېویو په خپله یوه تازه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د سراسري ثبات او امنیت په اړه د طالبانو له ادعاوو سره سره، بېلابېلې وسله‌والې مخالفې ډلې خپل چریکي او هدفمند فعالیتونه او جغرافیوي پوښښ پراخوي چې له دې سره یې د طالبان دغه ادعا ننګولې ده.

د دغه خپرونې په باور، که څه هم دا بریدونه د طالبانو د رژیم د سمدستي سقوط یا د لویو ښارونو د بایللو مانا نه لري، خو د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو، ګزمو، استخباراتي څارګرو او امنیتي پوستو نښه کېدل سبب شوي چې طالبان خپله لویه برخه نغدي او استخباراتي سرچینې د نویو عملیاتو پر ځای د ځان او پوستو پر دفاع او درنو امنیتي پلټنو ولګوي.
یورو ایشیا رېویو وایي مستند کړې یې ده،چې د سېپټمبر پر ۲۱مه د افغانستان متحدې جبهې په بادغیس ولایت کې د طالبانو پر یوه پوځي ګزمه خونړی کمین وواهه چې لږ تر لږه یو طالب پکې وژل شوی او وسلې ترې نیول شوې دي، سرچینه زیاتوي، د دې ترڅنګ د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل ښار په «سرای شمالي» او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ځینو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی.
د خپرونې په راپور کې راغلي چې د«ملي استقلال» په نوم جبهې په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایتي امنیتي قوماندان عبدالاحد (مشهور په قومندان طالب) پر مېلمستون پوځي عملیات ترسره کړي، او متحدې جبهې همدا شان د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته نږدې او کندهار کې د نورو جلا هدفمندو بریدونو خبر ورکړی دی.
یورو ایشیا رېویو زیاتوي چې د مخالفانو ترمنځ له سازماني پاشلتیا څخه د وتلو په موخه، د ملي مقاومت جبهې له لوري، د عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه، د صالح محمد ریګستاني ګومارنه د قوماندې د انسجام پر لور نوی ګام دی. سرچینه د ریګستاني له خولې زیاتوي، چې د دوی ځواکونه یوازې پنجشېر یا بدخشان پورې محدود نه دي؛ بلکې د هغه په ادعا د هېواد د ختیځو، لوېدیځو، شمالي او سویلې ولایتونو په ګډون په ډېرو برخو کې فعال حضور لري.
د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو په اړه، د دې نړیوالې څېړنیزې خپرونې څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ( د تلې ۷ مه) د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو مخالفانو د بریدونو د په شا تمبولو په موخه د عملیاتو د پای ته رسولو خبر ورکړ.
سرچینې ادعا وکړه، چې په دې عملیاتو کې یې ۴۱ وسله وال وژلي او ۶۲ نور یې ژوندي نیولي.
د طالبانو دفاع وزارت، د کامدېش په بریدونو کې د داعش ډلې او پاکستاني پوځ د ښکېلتیا تور هم پورې کړی، چې پاکستان رد کړی، خو داعش ډلې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغو بریدونو مسوولیت د افغانستان « ازادۍ جبهې» پر غاړه اخیستی، چې مشري یې د جمهوري نظام پر مهال د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کوي.
دغې جبهې ادعا کړې، چې طالبانو ته یې په بریدونو کې درنه مرګ، ژوبله اړولې او ځینې پوستې یې ترې نیولې دي.
د طالبانو یوه سیاسي مخالف او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور بیا، د ازادۍ جبهې له ښکاره نوم اخیستو پرته، د نورستان جګړې ته په اشارې، د طالبانو ځینې وسله والې مخالفې ډلې په « پردي نیابتي توب» تورنې کړي.
د طالبانو بلې وسله والې مخالفې ډلې« ملي مقاومت جبهې» بیا دا تورونه رد کړي او ویلي، چې د طالبانو ټول وسله وال او سیاسي مخالفان په « مشروع» ډول د دې ډلې خلاف جنګیږي او بریالي به هم شي.