د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو.
سمپل وویل، اسلاماباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټيټيپي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده.
اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیضالله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی.
هغه وویل، پاکستان له سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي بحران، د انرژۍ له کمښت او د بلوڅ بېلتونپالنې له اوږدمهالې ستونزې سره هم مخ دی او د دغو ستونزو د حل مسوولیت خپله پر اسلاماباد راجع کېږي.
ځلاند زیاته کړه چې افغانستان د خپلې خاورې د نه کارونې مسوولیت لري، خو هر ډول ادعا باید د باور وړ میکانیزمونو له لارې وڅېړل شي.
د بحث پر مهال د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو هم یادونه وشوه. پاکستان وايي په افغانستان کې یې ۱۰ هدفونه په نښه کړي چې د بریدونو لپاره د بېپیلوټه الوتکو د زېرمو او فعالیتونو مرکزونه وو، خو د طالبانو حکومت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
سمپل وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې جرړې تر اوسنیو پېښو ډېرې پخوانۍ دي او د ډيورنډ کرښې، حاکمیت او متقابلو شکونو موضوعات پکې شامل دي.
د هغه په وینا، په افغانستان او پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ډیورنډ کرښه نه مني او دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت یو مهم لامل دی.
سید اختر علي شاه ټینګار وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره باید د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په څېر هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي او دواړه لوري د شواهدو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي.
فیضځلاند بیا وویل چې افغانستان او پاکستان خپل جغرافیه نه شي بدلولی او دواړه اړ دي ګډ ژوند وکړي.
د هغه په وینا، د ستونزې د حل لپاره باید یو داسې بنسټیز او د باور وړ میکانیزم رامنځته شي چې د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي او د هرې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پوځي غبرګون پر ځای د حقیقت موندنې لاره خپله شي.
شنونکو خبرداری ورکړ چې د متقابلو بریدونو او غبرګونونو دوام به نه یوازې امنیتي وضعیت خراب کړي، بلکې اقتصادي او بشري زیانونه به هم زیات کړي.