پاکستان او ازبکستان د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ پر پروژې د عملي کار پر چټکتیا سلا شوي

پاکستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د رېل پټلۍ پروژې د عملي پړاوونو پر مخ وړلو هوکړه کړې ده.

پاکستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د رېل پټلۍ پروژې د عملي پړاوونو پر مخ وړلو هوکړه کړې ده.
د روسیې سپوتنک رسنۍ راپور ورکړی، چې د پاکستان د پلان جوړونې وزیر احسن اقبال او د ازبکستان د پانګونې وزارت مرستیال الوزت قاسموف د منګولیا په پلازمېنه اولنبتار کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان رېل پټلۍ موخه دا ده چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلوي. ټاکل شوې، چې د دغه پټلۍ مسیر د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل شي، د افغانستان له حیرتان څخه به تېر شي او د پاکستان تر پېښور، کراچۍ او ګوادر بندرونو پورې به وغځېږي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې نږدې ۶۵۰ کیلومتره نوې رېل پټلۍ به د افغانستان په خاوره کې جوړه شي. اوسمهال د دغه دهلېز بشپړ مسیر نهدی فعال شوی او یوازې ځینې جلا، جلا برخې لکه د حیرتان ـ مزارشریف او خواف ـ هرات رېل پټلۍ موجودې دي؛ خو لاهم د درېیو هېوادونو ترمنځ دوامداره پټلۍ نهده رامنځته شوې.
راپور کاږي، پروژه لاهم په لومړیو پړاوونو کې ده او د امکانسنجۍ مطالعات او میداني سروېګانې روانې دي. ټاکل شوې دغه مطالعات د ۲۰۲۶کال تر پایه بشپړ شي.
د اټکل له مخې، د پروژې لګښت چې مخکې ۴.۶ مېلیارده ډالر اټکل شوی و، اوس له اووه مېلیارد ډالرو اوښتی دی. راپور زیاتوي، که چمتووالی د پلان له مخې پر مخ ولاړ شي، د رغنیزو چارو پیل به د ۲۰۲۷کال په دویمه نیمایي کې وشي او د بشپړېدو چارې به یې لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.
راپور زیاتوي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، نړۍوال بندیزونه، د افغانستان او پاکستان اړیکې، د مالي سرچینو موندل او د پروژې جوړولو او خوندي فعالیت تضمین د یادې پروژې له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.

یو نوي څېړنیز راپور موندلې، چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت د ۲۰۲۱کال تر اګست وروسته په بېساري ډول کړکېچن شوی، روغتیايي او ښوونیز خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی، اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې او ښځې او نجونې له څو اړخیزو محدودیتونو او تبعیض سره مخامخ شوې دي.
د راپور له مخې، ۶۱ سلنه سروې شویو کسانو ویلي چې معلولیت یې د جګړو، ماینونو، چاودنو او وسلهوالو نښتو پایله ده. دغه راپور چې د راول ولنبرګ انسټیټیوټ او پراختیایي څېړنيزې ډلې لهخوا چمتو شوی ښيي، چې په افغانستان کې معلولین له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او خدماتي خنډونو سره مخ دي او وضعیت یې د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.
راپور د ۲۰۲۵کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ترسره شویو مرکو پربنسټ جوړ شوی دی. د څېړنې پرمهال له ۹۹ معلولو کسانو سره مرکې شوې، چې ۶۴ نارینه او ۳۵ ښځې پهکې شاملې وې.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د معلولیت اړوند د ۲۰۱۹کال د ملي سروې موندنې ښيي چې ۲۴.۶ سلنه لویان له لږ معلولیت، ۴۰.۴ سلنه له منځني معلولیت او ۱۳.۹ سلنه له سخت معلولیت سره ژوند کوي. د سخت معلولیت لرونکو ښځو شمېر ۱۴.۹ سلنه او د نارینهو ۱۲.۶ سلنه ښودل شوی دی.
راپور کاږي، تر ۲۰۲۱کال وروسته د معلولینو لپاره شته بنسټونه کمزوري شوي، د استخدام درې سلنه قانوني ونډه په عملي ډول نه پلي کېږي او د بیارغونې او ټولنیز ملاتړ ګڼ پروګرامونه په ټپه درېدلي دي.
د څېړنې موندنې ښيي، چې د مرستو او خدماتو وېش په ځینو مواردو کې شفاف نهدی او ځینې معلولین باور لري چې مرستې د اړتیا پر ځای د اړیکو او نفوذ پر بنسټ وېشل کېږي.
د راپور له مخې، ښځې او نجونې تر ټولو سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی د زدهکړو، کار، تګراتګ او روغتیايي خدمتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د سرپرست شرط، اقتصادي ستونزې او ټولنیز فشارونه یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.
راپور موندلي، چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د معلولیت د پراختیا له مهمو لاملونو څخه دی. ګڼ ګډونوال وايي، چې د فقر، لرې واټن، ناامنۍ او روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله پر وخت درملنه نهشي ترلاسه کولی او له همدې امله د درملنې وړ ناروغۍ او ټپونه په دایمي معلولیت بدلېږي.
د راپور له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال ثبت شویو معلولینو ته هرکال شاوخوا ۶۰زره افغانۍ مالي مرسته ورکول کېده؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته د مرستو نظام له ګډوډۍ سره مخ شوی او ګڼ شمېر کسان له دغه امتیازاتو بېبرخې شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د دولتي ملاتړ د کمښت له امله ګڼ معلولین خپلې اړتیاوې د کورنیو، خپلوانو، زکات او خیریه مرستو له لارې پوره کوي؛ خو دغه مرستې د دوی د اوږدمهاله اړتیاوو لپاره بسنه نهکوي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د پولیو دوام، د واکسین د پوښښ کمښت، د مېندو او ماشومانو کمزوري روغتیايي خدمتونه او پراخه بېوزلي د نوي معلولیت ګواښ زیاتوي.
د راپور جوړوونکو له واکمنو چارواکو، ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او نړۍوالو تمویلوونکو غوښتي، چې معلولینو ته د روغتیا، زدهکړو، کار، ټولنیز ګډون او بشري مرستو په برخه کې د لاسرسي فرصتونه پراخ کړي او د مرستو په وېش کې د اړتیا پر بنسټ او له تبعیض پرته چلند یقیني کړي.
په ډنمارک کې مېشت افغان خبریال او مستندساز نجیب خواجه وایي، د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې عام افغانان د ټولو سیاسي او پوځي بدلونونو اصلي قربانیان پاتې شوي دي.
خواجه چې د «د زړونو او ذهنونو ګټل» (Winning Hearts and Minds) په نوم د مستند فلم جوړوونکی دی وایي، د افغانستان د جګړې د ناکامۍ یو مهم لامل دا و چې لوېدیځو هېوادونو په کلیوالو سیمو کې له هغه وسلهوالو قوماندانانو او سیمهییزو پولیسو ملاتړ کاوه چې د ډېرو افغانانو په نظر تر طالبانو یې هم بد نوم درلود.
هغه «ډیموکراسۍ ناو» ټلوېزيوني خپرونې ته ویلي، د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې یوه اساسي موخه د خلکو د «زړونو او ذهنونو ګټل» وو؛ خو په عمل کې برعکس پایله ترلاسه شوه.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل او ختیځو سیمو کې هغه سیمهییز ځواکونه چې د امریکايي، برتانوي او ډنمارکي ځواکونو متحدین وو، د نشهيي توکو په قاچاق، زورواکو کړنو، جنسي تېريو او نورو جرمونو تورن وو.
خواجه ویلي، د هغه مستند فلم د هلمند ولایت د موسی کلا پر ولسوالۍ راڅرخي؛ هغه سیمه چې په ۲۰۰۶کال کې د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه وایي، موسی کلا د طالبانو د بیا پیاوړتیا بهیر پیل و او وروسته دغه بهیر د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېده چې په پایله کې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل.
نوموړي ویلي، دی او د فلم بل جوړوونکی مارتین ټام اندرسن د عیسی خان او عبدالولي کوکا په نوم له دوو سیمهییزو قوماندانانو او د هغوی له ځواکونو سره یو ځای اوسېدل؛ خو دغه قوماندانان نه پوهېدل چې د دوی د کړنو په اړه څېړنیز مستند جوړېږي.
خواجه ویلي، د فلم د جوړولو پرمهال یې د دغه قوماندانانو له قربانیانو سره هم مرکې وکړې او د هغوی د ادعاوو د کرهوالي لپاره یې څېړنې ترسره کړې. هغه ادعا کړې، چې د دغه ډلو غړو به د بېوزله کورنیو هلکان تښتول، د پیسو لپاره به یې برمته کول او جنسي ناوړه ګټه اخیستنه به یې ترې کوله.
د هغه په وینا، دغه کسان طالبان نه وو، بلکې هغه سیمهییز ځواکونه وو چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې نږدې اړیکې او همکاري لرله. نوموړي ټینګار کړی، چې په لویو ښارونو کې وضعیت توپیر درلود او د نړۍوال حضور پرمهال ګڼو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، د زدهکړو، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو له فرصتونو ګټه اخیسته.
خواجه زیاته کړې: «تر پخواني حکومت لاندې کلیوال افغانان ډېر زیانمن شول او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ګڼ ښار مېشتي او پرمختللي افغانان له محدودیتونو سره مخ دي. په دواړو حالاتو کې عام افغانان بایلونکي پاتې شوي دي».
نجیب خواجه چې په ۲۰۰۸کال کې د طالبانو لهخوا تښتول شوی و او وروسته وتوانېد له بنده وتښتي، وایي د افغانستان د جګړې یو مهم درس دا دی چې د خلکو له ملاتړ او باور پرته پوځي ځواک دایمي ثبات نهشي رامنځته کولی.
د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لېږلي لیک کې غوښتنه کړې، د هغه افغان متحدینو او د هغوی د کورنیو وضعیت ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي چې لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
په دغه لیک کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې د دغه کسانو د بیا مېشتېدو او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو دوسیو ته دې لومړیتوب ورکړي. د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سکاټ پیټرز د استازو جرګې او سنا له ۱۹ نورو غړو سره یوځای د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین ته دغه لیک استولی دی.
په لیک کې له حکومته غوښتل شوي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو هغه کورنۍ چې لاهم له امریکا بهر بند پاتې دي دغه هېواد ته انتقال کړي. همداراز غوښتنه شوې، هغه افغانان دې هم له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شي چې د کورنۍ غړي یې په قانوني توګه په امریکا کې اوسېږي.
د کانګرس غړو په خپل لیک کې ټینګار کړی، نږدې ۳زره کسان د هغو کسانو په ګډون چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو غړي دي لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. په دې ډله کې مېرمنې، ماشومان او والدین شامل دي.
شاوخوا ۱۵۰ کسان د قطر په السیلیه پنډغالي کې اوسېږي. د دې ترڅنګ تر زرو ډېر افغان متحدین او د هغوی د کورنۍ غړي چې د امریکا حکومت یې ارزونه کړې او په دولتي الوتکو کې یې قطر ته انتقال کړي هم په دغه پنډغالي کې دي.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «هیڅ سرتېری باید اړ نهشي، چې د خپل هېواد د خدمت او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي».
هغوی له اړوندو وزارتونو غوښتي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو د یوځای کېدو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر دې له السیلیه پنډغالي پیل کړي. همداراز یې غوښتنه کړې، چې حکومت دې دغه کسان د پناهغوښتونکو په توګه په رسمیت وپېژني؛ څو نور د هرې دوسیې لپاره د ځانګړو او استثنايي اجازو اړتیا پاتې نهشي.
د سکاټ پیټرز ترڅنګ د کانګرس یوشمېر نورو غړو لکه اندرپ کارسن، کرېس ډیلوزیو، جولیا جانسن، مایک لوین او بټي مککالم او همداراز د مشرانو جرګې څو غړو ریچارډ بلومنتال، کرېس کوونز، ټیم کین او جین شاهین په ګډون دغه لیک لاسلیک کړی دی.
تر دې مخکې اسوشیټېډ پرېس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه پنډغالي فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د تلې په اتمه وتړل شي.
یورو ایشیا رېویو په خپله یوه تازه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د سراسري ثبات او امنیت په اړه د طالبانو له ادعاوو سره سره، بېلابېلې وسلهوالې مخالفې ډلې خپل چریکي او هدفمند فعالیتونه او جغرافیوي پوښښ پراخوي چې له دې سره یې د طالبان دغه ادعا ننګولې ده.
د دغه خپرونې په باور، که څه هم دا بریدونه د طالبانو د رژیم د سمدستي سقوط یا د لویو ښارونو د بایللو مانا نه لري، خو د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو، ګزمو، استخباراتي څارګرو او امنیتي پوستو نښه کېدل سبب شوي چې طالبان خپله لویه برخه نغدي او استخباراتي سرچینې د نویو عملیاتو پر ځای د ځان او پوستو پر دفاع او درنو امنیتي پلټنو ولګوي.
یورو ایشیا رېویو وایي مستند کړې یې ده،چې د سېپټمبر پر ۲۱مه د افغانستان متحدې جبهې په بادغیس ولایت کې د طالبانو پر یوه پوځي ګزمه خونړی کمین وواهه چې لږ تر لږه یو طالب پکې وژل شوی او وسلې ترې نیول شوې دي، سرچینه زیاتوي، د دې ترڅنګ د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل ښار په «سرای شمالي» او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ځینو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی.
د خپرونې په راپور کې راغلي چې د«ملي استقلال» په نوم جبهې په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایتي امنیتي قوماندان عبدالاحد (مشهور په قومندان طالب) پر مېلمستون پوځي عملیات ترسره کړي، او متحدې جبهې همدا شان د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته نږدې او کندهار کې د نورو جلا هدفمندو بریدونو خبر ورکړی دی.
یورو ایشیا رېویو زیاتوي چې د مخالفانو ترمنځ له سازماني پاشلتیا څخه د وتلو په موخه، د ملي مقاومت جبهې له لوري، د عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه، د صالح محمد ریګستاني ګومارنه د قوماندې د انسجام پر لور نوی ګام دی. سرچینه د ریګستاني له خولې زیاتوي، چې د دوی ځواکونه یوازې پنجشېر یا بدخشان پورې محدود نه دي؛ بلکې د هغه په ادعا د هېواد د ختیځو، لوېدیځو، شمالي او سویلې ولایتونو په ګډون په ډېرو برخو کې فعال حضور لري.
د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو په اړه، د دې نړیوالې څېړنیزې خپرونې څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ( د تلې ۷ مه) د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو مخالفانو د بریدونو د په شا تمبولو په موخه د عملیاتو د پای ته رسولو خبر ورکړ.
سرچینې ادعا وکړه، چې په دې عملیاتو کې یې ۴۱ وسله وال وژلي او ۶۲ نور یې ژوندي نیولي.
د طالبانو دفاع وزارت، د کامدېش په بریدونو کې د داعش ډلې او پاکستاني پوځ د ښکېلتیا تور هم پورې کړی، چې پاکستان رد کړی، خو داعش ډلې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغو بریدونو مسوولیت د افغانستان « ازادۍ جبهې» پر غاړه اخیستی، چې مشري یې د جمهوري نظام پر مهال د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کوي.
دغې جبهې ادعا کړې، چې طالبانو ته یې په بریدونو کې درنه مرګ، ژوبله اړولې او ځینې پوستې یې ترې نیولې دي.
د طالبانو یوه سیاسي مخالف او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور بیا، د ازادۍ جبهې له ښکاره نوم اخیستو پرته، د نورستان جګړې ته په اشارې، د طالبانو ځینې وسله والې مخالفې ډلې په « پردي نیابتي توب» تورنې کړي.
د طالبانو بلې وسله والې مخالفې ډلې« ملي مقاومت جبهې» بیا دا تورونه رد کړي او ویلي، چې د طالبانو ټول وسله وال او سیاسي مخالفان په « مشروع» ډول د دې ډلې خلاف جنګیږي او بریالي به هم شي.
د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي. د دغو جریانونو یوه ډله له پاکستان سره همکاري د وضعیت د بدلون لپاره اړینه بولي، خو بله ډله بیا دا کار د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو او له مخالفو ډلو سره د اسلاماباد د احتمالي همکارۍ په اړه د اټکلونو له خپرېدو وروسته، له طالبانو سره د مخالفو څېرو او جریانونو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل پر څرنګوالي اختلافات لا ډېر څرګند شوي دي.
ځینې جریانونه وايي چې له پاکستان سره «ابدي او همېشنی دښمني» نه لري، د اسلاماباد د اړیکو د ښه کېدو او د طالبانو په اړه د دغه هېواد د سیاست د بدلون هیله یې څرګنده کړې او له دې بدلون څخه یې هرکلی کړی دی. خو د مخالفینو یوه بله ډله د اسلاماباد د چلند په اړه شکمنه ده او باور لري چې د پاکستان اصلي موخه لا هم د افغانستان بېثباته ساتل او د یوه بل کورني جنګ رامنځته کول دي.
د دوی ځینې کسان پاکستان تورنوي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت له جبهاتو ملاتړ کوي؛ هغه دریځ چې طالبان یې هم په وار وار مطرح کوي.
د پخواني حکومت د اجراییه ریاست ویاند مجیبالرحمن رحیمي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د طالبانو ټول مخالف ځواکونه له پاکستان سره اړیکې لري. د هغه په وینا، اسلاماباد د وضعیت د بدلون پرېکړه کړې او د طالبانو د مخالفو جریانونو لپاره یې د فعالیت او عملیاتو زمینه برابره کړې ده.
رحیمي په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو جریانونو د دفترونو د پرانیستل کېدو په اړه ویلي: «طالبان هغه مهال له جدي ننګونې سره مخ کېږي چې په پښتون مېشتو سیمو کې خوځښتونه رامنځته شي او نوې جبهې پرانیستل شي».
هغه زیاته کړې چې دا بهیر اوس پیل شوی او ټینګار یې کړی: «موږ له پاکستان سره ابدي او همېشنی دښمني نه لرو. پاکستانیانو خپلې تېروتنې منلې دي، اوس په سمه لار روان دي او موږ د دوی د اوسنیو سیاستونو ملاتړ کوو».
خو د دې نظر پر وړاندې د افغانستان د اکثریت ګوند غړی فضلمحمود فضلي دغه څرګندونې «خطرناکې او ناسمې» بللې او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان تل د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کړې ده.
فضلي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د اسلاماباد د اوسني چلند ملاتړ د «استعماري موخو» سره همغږی بللی او پر اکس پاڼه یې لیکلي: « د اسلاماباد د دریځ په هکله دغسې یو برداشت نه یوازې ناسم او خطرناک دی، بلکې په لوی لاس د استعمار د قراردادي هیواد، پاکستان، د شومو پروژو د ملاتړ په معنی هم دی. که تاسو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوئ، دا د استعمار د دریځ ملاتړ دی، او د استعمار دریځ او هدف زموږ د هیواد بېثباته ساتل دي؛ دا بې ثباتي که د طالب له لاسه وي او یا د طالب د سټراتیژیکو وروڼو، یعنې مجاهدینو/جنګسالارانو په واسطه».
د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ دا سیاسي ناندرۍ په داسې حال کې روانې دي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
طالبانو د سې شنبې په ورځ د تلې په ۷مه پاکستان تورن کړ چې په نورستان ولایت کې د طالبانو له مخالفینو ملاتړ او هغوی ته وسلې ورکوي او په همدې دلیل یې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړ. اسلاماباد دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.